لیکوال: حیات ژوند
د هغه په سونګټ را ويښ شوم، له سر مې بړستن بېرته کړه. د کوټې په بر سر کې یې څادر پر ځان کش کړی، یوه څنډه یې تر سر او بله یې د پښو تر پنجو لاندې نیولې. زنګنونه یې غبرګ کړي او له کړکۍ نه د سپوږمۍ رڼايي ته د څلي په شان ښکارېږي. پټه ژړا نه درېږي، هغه ته مې ورو ورغږ کړل: “څه شوي، خیرت خو دی؟”
بیا مې ورغږ کړ، ځواب رانغی. یوازې غلې ژړا مې تر غوږو راتله، داسې ژړا چې غوښتل یې قابو یې کړي؛ خو لکه ورخ چې اوبو په مخه کړی وي، نه یې شوای درولی.
دا ځل مې په لوړ غږ ورنارې کړې؛ خو لکه دېوال ته چې لګیا یم. وروسته د هغه د عادت له مخې رایاد شو، چې په اسانۍ يې خبرې ته نه پام کېږي، له ځان سره اکثر په کرلو رېبلو اخته وي. کله چې په کارځای کې هم د لوحو او لیکدړو په لیکلو بوخت يو، په ټوکه ورته وايم: “هسې لوحو ته ناست یې، هسې خطاطي کوې، کله په لوحه ادرس غلطوې، کله په نوم کې توری درنه پاتې وي.”
هغه سترګې مړاوې راپورته کړي او زما د خبرې په تایید ووايي: “که دوزخ ډکېدل نه غوښتل، همدا نن له دغه ستومان کاره تللم.” زه ورغبرګوم، چې دومره ستومانه هم نه دی، ټوله ستړیا د ورځې په پای کې لکه سيلۍ الوځي او په یوه غوړپ چای هر څه د هوا له ذراتو سره ورکېږي؛ خو هغه يې نه مني او وايي، خطاطي د اور پر تبۍ کار ته ورته دی، د یوه “الف” په کم شان کږېدو، سل خبرې اورېدل غواړي او زیاتوي، ته پوهېږې خبرې څومره زورورې دي؟
نن د هغه له سونګټ او پټ ویر ښکارېده، چې د اور تبۍ پر هغه پرته ده؛ خو چونګ شانته وس نه لري، یوازینی کار چې یې له لاسه پوره دی، زګېروي ته ورته ژړا ده.
هغه ما ته ونه ویل، چې څه پرې شوي او ولې سلګۍ کوي. له ځایه پورته شوم، ګروپ مې ولګاوه. د ترهېدلې پیشکې په شان رپېده، هغې پیشکې ته ورته چې درې کاله مخکې مې په نیمه شپه د سپي له داړو په کوڅه کې خلاصه کړې وه؛ خو په سهار مې سپي ته د خونکار کلمه په خوله راتله. زه د پیشکې د تصویر د محوه کولو په کوښښ د هغه پښو ته کېناستم. پر زنګنونو مې یې لاسونه کېښوول، ومې ښوراوه او ورته کړه مې: “چې ونه وایې څه شوي، زه به څه پوه شم، څه ټکه رالوېدلې.” څادر یې له سره ورو کش کړ، سترګې یې ګروپ ته په اسانه نه شوای لوڅولی. ورو ورو یې چوله کړې. د سترګو ګاټي يې سوربخون شوي و، په وچو شونډو یې ژبه تېره کړه، پهاړ په ژبه لوند شو:
– څه نه دي شوي، هسې مې زړه راډک شو.
– حتماً څه دریاد شوي، چې سترګې دې داسې سرې اړولې دي.
زه لنډ د غولي منځ ته وکښېدم او ورته ومې ویل، لږې اوبه وڅښه، ښه کېږې. ما له جک څخه اوبه ګیلاس ته اړولې، چې زما پام بې په بله کړ او ویې ویل: “نه ښه کېږم، چې هر څه وکړم، نه ښه کېږم؟”
ما ترې څو ځله دا جمله هلته په کارځای کې اورېدلې وه؛ خو نن يې په ټوکه نه ویله، خندا ورسره مله نه وه.
ما له ځان سره وويل، حالت د موم غوندې دی، سړی که ښه کېږي هم نه، باید ځان ښه کړي. په همدې سوچ کې وم، چې ورته ومې ويل: “ژوند لوړې ژورې لري، مرد هغه دی، چې لوړې هوارې کړي.”
– خو په ډېرو هوارولو زه پخپله ویړ شوی یم، هر لاروی مې پایمالوي، لکه چې هېڅ یم نه.
– باید جګ شې. مخکې له دې چې پایمال شې، پایمال يې کړه، ډار د مرګ ورور دی.
او ییا مې پرونۍ پېښه چې هغه هم راسره و، وریاده کړه: “پرون دې ونه لیده، د هغې لوحې تر لیکلو وروسته مې له مالکه چې یوازې په سر کې “بسم الله…” رانه هېر شوې وه او پیسې يې په دې بابت کمې راکولې، له ستومې مې ترې وایستې؟ لومړی وار د بري چانس زیاتوي.”
– خو وار لومړی په ما شوی، مطلب چانس کم دی، ځکه خو وایم، نه ښه کېږم.
خو هغه داسې کس نه و، چې له چا سره له ستوني ونیسي. ما ترې وپوښتل: “څنګه وار؟”
هغه څه ونه ویل او ورته کړه مې چې هر څه ښه کېږي، ته هم ښه کېږې؛ خو د هغه سترګې ډکې ډکې کېدې، سترګې یې چت ته نیولې وې، لکه په چت پروت چغ چې حسابوي یا له ما سره په سترګه کېدو مخ اړوي او وېرېږي که را وګوري، له سترګو به یې شړ اوښکې وبهېږي او زګېروی یې په کوکو واوړي. هغه چت ته هماغسې سترګې نیولې وې او ویې ویل: “چې سړی نه ښه کېږي، سړی ولې واوسېږي؟”
ما هغه ته ونه ویل، چې سړی هسې وزېږېږي، هسې رالوی او هسې سپینږیری شي؛ خو کامیاب هغه دی، چې اول ګوزار وکړي؛ خو هغه ته مې د ډاډ لپاره وويل: “موږ هر یو خدای پاک یو څه ته پيدا کړي یو، د ټولو تکلیفونو اجر له هغه سره شته.”
– او پخپله تکليف څنګه؟
– ګالو به يې او که ختم يې نه شو کړای، کموو به به يې حتماً.
ما هغه ته وويل، چې د غم سپکولو ډېرې لارې شته، خو يو پکې سندرې هم دي او بیا مې زیاته کړه، د مزدورۍ تر سختۍ ماسوا به په سندرو د ژوند تریخ ګوټ تېروو.
په شونډو یې بیا ژبه تېره کړه او پهاړ نمجن شو، خو رڼا ته یې جوت انعکاس کاوه. هغه وپوښتل: “سندرې مې غمجنوي، د يادونو او افسانو تندر راباندې غورځوي، په ځمکه مې ژوندی ښخوي.”
ما له ځان سره وويل، چې سندرې خو د دوا غوندې روغول کوي؛ خو په هغه یې ولې سرچپه تاثیر کړی، ښايي هغه ته به یې ځینې یادونه وریاد کړي وي. ما ورته وويل: “د پرون يادونو پسې د هر چا زړه چوي، سندرو د پرون خبرې درته کړې، پرون چې زه و ته پکې ماشومان وو، ځوانان وو.”
هغه ورو په غړاند اواز وویل: “پرون لکه هغه چې وه، ها بل پرون هم لکه هغه چې وه؛ خو نن لکه زه، لکه زه ناکام.”
د هغه د سترګو کاسې لا هم سرې وې او سړي ته يې د غمجن ځور او درد ورياداوه. لکه پر دوو وچو ښاخونو چې ټوکر هوار کړې، په څادر کې یې زنګنونه جوت ښکارېدل. پنجې يې اوس له څادره وتلې وې، درګرده يې ښورولې. ما ترې يو ځل بيا وپوښتل، چې کيسه څه ده، غم په ويلو سپکېږي. خو هغه د بېباکۍ په دروازه ولاړ و، اصلي خبره ترې نه راوتله.
هغه چې په لومړيو کې کارځای ته هم راغی، همداسې پټه خوله و؛ خو وروسته چې ملګري شو او يوه خونه مو د اوسېدو لپاره کرايه کړه، سرشاري او مستي پکې ژوندۍ وه؛ خو ډېر ژر به يې اکر اوښت او بیا به په نه خبره راسره لاس و ګرېوان وو.
د هغه له مخکينۍ خبرې سره مې غبرګه کړه: “لکه هغه، هغوی او لکه ته ناکام، دا څه کيسه ده؟”
زنګنونه يې هوار کړل، شا ته وکښېد، دېوال ته یې ډډه ووهله، چت ته ځیر و: “کله چې یو څه په ټول وجود غواړې؛ خو نه وررسېږې، ناکامي نه ده؟ هېڅ کمال، هېڅ بری، هېڅ او هېڅ مصروفیت، ناکامۍ ته د کامیابۍ جامه نه شي وراغوستی.”
ما له هغه وپوښتل: “نو ته په څه ناکام یې؟ په دې ښار کې تر ټولو ښکلی خط لیکې، ښکلې لوحې طراحي کوې.” او په ټوکه مې ورته وویل، چې که تکړه نه وای، په کارځای کې نه راسره پاتې کېدې؛ خو لکه د هغه ناکامۍ او کاميابۍ سره جلا وې. کله کله ډېر کامیاب سړی یو لویه ناکامي په اوږو وړي او یوه ناکامي ټولې کامیابۍ خوړلی شي.
ما ځان راټول کړ، له غولي هغه ته وکښېدم، اوبه مې ورته ونیولې؛ خو نه یې څښلې. د هغه د خبرو له انداز او کوچنیو اشارو وپوهېدم، چې حتماً په زړه داغي شوی. کله چې ګلالۍ، يوازینۍ هيله، له محبوبه لاړه شي، محبوب د نګین غوندې پر زړه داغ داغ کېږي؛ ګلالۍ تللې وي، لېمه نمجن او بېلتون په ميراث پاتې وي. هغه بېلتون چې زخم دی او سړی بې اختیاره داغي کېږي، هغه ځای داغېږي، له کومه ځایه چې راپورته شوې. زه د هغه په مبهمو کلماتو کې ورک شوم او د یوه چا د تېښتې تصور په مخه کړم، خو زما داستان بېل و، يا ښايي دواړه یوه خبره وه، زه له ځانه ورپسې تښتېدلی وم، هغه له ما؛ خو هغه بیا هم زما په ټولو تصوارتو کې شنه وه، زرغونه وه او چې په سد شوم، بیا لومړی ګوزار ما وکړ، یو بل چېرې او ورپسې بل او بل او بل… . د هغه په خبرو ما ته خپل شکست رایاد شو، خو زه د هغه په شان نه وم چې څوک به مې راڅملوي، زه د یو چا غاښونه په خوله او زړه یې په سینه کې ورماتوم، زه تل په خپل انتقام کې کامياب یم؛ خو نن د هغه غمجنې څېرې زما زړه ارې ته سیخ کړی.
هغه به چې کله له دېواله پر توشک وکښېد، بېرته به یې ډډه ولګوله، په شونډو یې لا هم خړ ګرد پروت و او ما ته یې زما د مور سپورې شونډې رایادولې، کله چې د سره واورین ژمي په نیمه شپه جسد کور ته راوړل شو، نرۍ پرخه شروع شوې وه، زه په ځمکه ښخ خو چټک روان وم او له ځان سره مې د شدید یوازیتوب لمبه وړله. لمبه ټوله یوه لمبه وي، ځېنې لمبې د ژوندانه او ځینې هم د وروستۍ خدایپاماني. د مور د وچو شونډو په رایادېدو مې فکر وکړ، چې نن ښايي دی هم مړ کېږي؛ خو مرگ دومره ژر؟ ما له ځان سره ویل، چې نه نه، په شونډو او څېرې هر خړ ګرد د مرګ نښه نه شي کېدای، یوازې ناهیلي ده، چې د سړي پر جبین د پوټي په شان پرته وي، هغه کسان چې مرګ ته هم نژدې وي، د پرېکون ژور احساس ورسره وي، د یوې رابطې پرېکون، له دنیا سره او له خپل خپلوانو سره او له خپلې محبوبې سره وروستۍ شېبه هم سړی همداسې کوي، مطلب دا نه چې هر یو هماغه شېبه حتمي مري. ما د دې لپاره چې اصلي خبره ترې پخپله واورم، ورته کړه مې: “ته د کومې ناکامۍ خبره کوې؟”
– په دنیا کې یوه سړي ته يوه ابدي ناکامي شته؛ بایلات، د یو چا بایلات.
سترګې يې کېکاږلې، بالښت یې ملا ته سم کړ او ویې ویل: “زه او ناکامي همزولي يو. په ما کې د کامیابۍ تلوسه او یوه ارمان ته رسېدل لا هم وچمورې دي.”
– بل ته پناه وړل هم یوه لار نه ده؟
هغه پر توشک ښویېدلی و، شا ته شو، پنجې یې څادر ته ننوتلې، خو د پښو ګوتې يې ناپامه یو په بل پسې موښلې. دا ځل يې سترګې يې ما ته نيولې وې. د سړي ناکامي یوازې په سترګو کې لیدل کېږي، ډوبې سترګې، ثانیه په ثانیه په سوچونو کې ورکې. ولې مې هلته په کارځای کې د هغه غم ته نه و پام شوی، د ژر ژر غوسه کېدو پر علت مې یې لا ولې فکر نه و کړی؛ خو کار لکه ماشین، احساس ته پکې ځای نه وي. د هغه نتیجه عالي وه، زما سترګې نتیجې ته وې. هغه چې سترګې ما ته نیولې وې؛ خو بل چېرې ډوبې او ورکې وې وویل: “دویم ته تګ مجبوریت وي او د مجبور سړي ذات بیا هم له ناکامۍ راپورته دی، ذات چې ناکام وي، نتيجه ناکامه. زه د اهریمن غوندې هېچا ونه منلم.”
ما ته هغه د دې دنیا په مخ تر ټولو بدمرغه سړی وښکارېد او په دغه وخت کې تر ټولو غمجن او تر ټولو ناکام. هغه ما ته يې بیا بیا خپله ناکامي راپه زړه کوله؛ خو زه له وفادارۍ خوند ته ډېر وفادار شوی وم. په دې نیمه شپه چې سبا باید کار ته هم وختی تللي وای، هغه ته مې وویل: “ته اوس ویده شه، سبا دوزخ ډکېدل غواړي، درې فرمایشه راغلي.” خو هغه لکه زورورې روانې اوبه جاري و او هر ورخ یې له ځان سره وړ. سترګې یې ژر ژر رپولې او د بڼو ویښتان یو بل ته غاړه ورکړې وه، ګومان کېده چې د یوه عشق په یاد بڼو خپله وفاداري ښووله، هر باڼه د څنګ یو په غېږ کې کلک نیولی و. هغه سترګې کېکاږلې او ويې ویل: “زه لومړۍ او ورپسې بلې هرې یوې ته ژمن وم؛ پوچ عشق؛ خو هغوی په ژمن کس باور نه کوي. که له سینده ورته ښورا جوړه کړې، دوی يې په اسانۍ مني، نسبت له دې که ورته ووايې، سیند ژور دی، چنګاښ هم لري. دوی لومړۍ خبرې ته خوشاله وي او یقین یې پرې راځي.”
– ولې؟
ـ دوی هماغه ځای ویني، چې پرې ولاړ وي.
– ته ځکه ور ونه رسېدې، چې دوی ته دې تعهد درلود؟
– هو، وفادار عشق تر منزل مقصوده نه رسېږی. یوازې، یوازې هوسي عشق تر منزله مقصوده رسېږي.
– نو انتخاب کړی به دې و.
– موږ د خپل تېر ژوندانه له مخې په ناخبره ځینې شیونه انتخابوو. نه رښتیا، انتخابېږي رانه.
هغه زنګنونه ټول کړل، څادر یې تر پنجو لاندې ونیو، د ناکامۍ احساس یې ټول وجود لکه وینه چې په رګونو کې جاري وي، نیولی و. ما غوښتل ورته ووایم، چې سره له دې چې په ټولو مسایلو خبر دی، اوس مړه شوي اور ته ولې ببوزی وهي؛ خو هلته په کارځای کې د هغه خبره رایاده شوه، چې یادونه مړه اورونه تازه کوي او سپرغۍ په پخوانیو ټپونو کېني، ژوروي يې.