لیکواله: شکېبا نادري
که د حکاکي (نورستاني کیندنې) هنر ته پام وکړو او د مخینې په لټه کې یې شو راته څرګنده به شي، چې دا هنر یو له هغو پخوانیو هنرونو څخه دی. چې تاریخچه تر لومړیو انسانانو او لومړي بشري ژوند پورې رسیږي.
هغه مهال به انسانانو د خپلو موخو او پیغام رسولو لپاره پر ډبرو له حک کولو څخه ګټه اخیسته او وروسته یې بیا د مهم پېښو د ثبتولو لپاره هم همدا کړنه ترسره کوله، خو د وخت په تېرېدو سره یاد هنر وده او پراختیا ومونده.
که د اوسني مهال سره سم حکاکي تعریف کړو، نو ویلی شو چې پر لرګیو، اوسپنې او کاشیانو د بېلابېلو شکلونو حک کولو ته «حکاکي» ویل کېږي. هېره دې نه وي چې افغانستان هم یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د حکاکۍ هنر پکې ښه وده کړې په ځانکړې توګه د هېواد په ختیځه برخه.
حکاکي دوله ده، کلاسیکه او نوې حکاکي
په پخوا زمانه کې به حکاکي یوازې په لاس کېدله له همدې امله یې ډېر وخت او دقت ته اړتیا درلوده، دې ته به یې ته کلاسیکه حکاکي ویل، خو اوس د لاس سربېره ځانکړي ماشینونه هم لري چې په کمه موده کې په ډېرې چټکۍ سره حکاکي کوي، چې نوې حکاکي نومول کېږي.
د حکاکي هنر د خلکو لپاره یو ناپېژانده هنر دی او لا هم نه پوهېږي چې دا هنر څنګه رامنځته کېږي. د بشپړې حکاکۍ د جوړولو لپاره لومړی باید اړوند لرګي وپېرل شي، بیا ډیزاین شي او نجارته وسپارل شي، وروسته یې بیا کېندنه پیلېږي او ورپسې یې پالش کېږي او د پلور لپاره یې چمتو کېږي.
د حکاکۍ لپاره له بېلابېلو لرګیو ګټه اخیستل کېږي، خو ډېری حکاکان د چهارمغز او ارچې له لرګیو ګټه اخلي، ځکه دا هغه لرګي دي چې په اسانۍ سره کیندل کېږي او د حکاکۍ لپاره مناسب دي.