په دې کې زياتره کتابونه هغه تېزسونه دي، چې په تېرو درو څلورو کلونو کې محصلانو ليکلي او خپرندويو ټولنو، په تېره سمون خپرندويې ټولنې د خپراوي جامې وراغوستې دي. موږ يې مننه کوو، چې د ژبپوهنې په دې نوي خوځښت کې يې د چاپ په برخه کې له موږ سره مرسته کړې؛ خو پخپله مصطفی سمون د دې خوځښت فعال غړی دی، چې څو اثره يې خپاره شوي دي.
تر انقلاب مخکې د شاه او داوو خان په وخت کې په پښتو ژبپوهنه کې ډېر او نوي بحثونه پيل شول، په لومړي ځل هغو استادانو چې په لويديز کې په ژبپوهنه کې تخصص کړی و، رغښتي نطريه راوړه او پښتو ګرامرونه يې له دوديزې بڼې راوايستل.
د شلمې پېړۍ د پښتو ژبپوهنې بحثونه ټول په دوو برخو ويشلای شو، يو د تاريخي ژبپوهنې بحثونه دي، چې له ختيځپوهانو سره سره پښتو ژبپوهانو پکې مهمې خبرې وکړې، لکه حبيبي صاحب، دوست شينواري، استاد زيار او نورو۔ بل د يومهالې ژبپوهنې بحثونه وو، چې نوي کارونه پکې د رغښتي نظريې پر بنسټ د نويو بحثونه راپورته کول۔ په دې لړ کې استاد شاکر، استاد زيار، استاد الهام، استاد تږی او نور وو؛ خو چې افغانستان ته د جګړو رامخه شوه، نو د نورو علمي بحثونو غوندې دا بحثونه هم کمزوري شول، يوازې په بهر کې د استاد تږي او ځينو نورو غوندې پوهان وو، چې نوې څېړنې يې د رغښتي ماډل پر بنسټ وکړې.
د ژبپوهنې د بحثونو درېدو د پښتو ژبپوهنې په لړ کې يوه لويه تشه راپيدا کړه، موږ د نورو علمي بحثونو غوندې د ادبپوهنې او ژبپوهنې په بحثونو کې هم له نړۍ بلها لسيزې وروسته پاتې شو۔ په نړۍ کې نظريې راپيدا شوې، زړې شوې؛ خو موږ په همغه تاريخي او رغښتي ژبپوهنې کې پاتې شو او هڅه مو وکړه، چې نوی کار وکړو؛ خو د نوي کار لپاره نويو تيوريکو بنسټونو ته اړتيا وه، چې موږ د پوهنتونونو په نصابونو کې نه لرل او له پوهانو لار ورکه وه، چې څه وکړي؛ نو په وروستيو لسيزو کې چې کوم کارونه وشول، که ورته ځير شئ، په اصل کې تر انقلاب مخکې د همغو استادانو د کارونو بازګشت او تکرار و؛ خو ډېر کمزوری تکرار.
د ژبپوهنې د بحثونو د نويو کولو لپاره ځينو اساسي ګامونو ته اړتيا وه، موږ د استاد منلي په ګډون د ژبپوهنې يوه کړۍ جوړه کړه؛ خو هغه د ځينو ملګرو د نه لېوالتيا، لرېوالي او شرايط د بدلون له امله بريالۍ نشوه۔ دويم ګام د نصاب بدلون و، موږ په کابل پوهنتون کې د ليسانس، ماسټرۍ او دوکتورا نصابونه نوي کړل او په دې خاطر چې نوي بحثونو ته لار پرانيزو، د ژبپوهنې او ادبپوهنې په برخه کې مو ګڼ مضامين نوي کړل، لکه د ژبې ټولنپوهنه، د تاريخي ژبپوهنې اصول،ټايپولوژي، نښپوهنه، د ژبپوهنې معاصرې نظريې، قاموس ليکنه، زېږنده ژبپوهنه، ادراکي ژبپوهنه، چارواله ژبپوهنه او داسې نورې؛ خو زه فکر کوم، چې په دوکتورا کې دا مضامين لا بايد تخصصي شي او د فونولوژۍ، مورفولوژۍ او نحوې په برخه کې نوي مضامين جوړ شي۔
د دې مضامينو په نوي کېدو محصلانو په ژبپوهنه کې نويو نظريو ته متوجه شول، له ژبپوهنې سره يې مينه پيدا شوه، کنفراسونه يې پکې واخيستل او همدا کنفرانسونه يې پسې وغزول، تېزسونه يې کړل۔ داسې په دې برخه کې زموږ د ژبپوهنې دا نوی خوځښت بريالی شو او ګڼ تېزسونه وليکل شوه، اوس د پښتو څانګې د دوکتورا درېيمې دوره کې هم داسې سکالران شته، چې دې نويو بحثونو ته لېوالتيا لري او غواړي، ډيزرټېشونونه پکې وليکي.
د ژبپوهنې د دې نوي خوځښت په بريالي کولو کې د محصلانو لوی لاس دی او په دغو محصلانو کې سمون، عبدالحق سلامزوی چې د چاروالې ژبپوهنې په اړه يې تېزس وليکه، د استاد نورالله حقمل چې د ادراکي ژبپوهنې له پلوه يې د ډلبندۍ پر نظريه تېزس وليکه، ارباز خان، چې د تاريخي ژبپوهنې په اړه يې ښه کار وکړ، سميع الله شاهد، فرشته جميلي(کمپيوټرې ژبپوهنه)، مرسل اميري(روزنيزه ژبپوهنه)، مينه نعيمي(متني ژبپوهنه)، مينه سادات(مفهومي استعاره) او داسې نور ګڼ کسان دي، چې دلته يې ما ته نومونه نه يادېږي؛ خو پښتو ژبپوهنه يې د زړو بحثونو له بوختې نويو بحثونو ته راوسته۔
دا کارونه نوي دي؛ نو نيمګړتياوې به ولري؛ خو زه فکر کوم، چې يوه ښه پيلامه ده او که دا بحثونه دود شي، پښتو ژبپوهنه به د نړۍ د ژبپوهنې د بهير هملارې شي.
د ژبپوهنې د دې نوي خوځښت پر مخ چې کومې ننګونې دي، کاش پر هغو برلاسي شو، دا خوځښت به لار وځلېږي: يو، په افغانستان کې زياتره څېړنې انفرادي وي، کاش د نړۍ غوندې زموږ څېړنې هم له ډله ييزو(ګروپ) کارونه سره اشنا شي، چې ګټه يې ډېره او دقيقه ده. دوه، کاش يو ګډ پليټفارم ورته رامنځته کړو، يوې کړۍ ورته جوړه کړو او نويو بحثونو ته په فيزيکي او مجازي ډول لار پرانيزو. درې، دومره امکانات ولرو، چې مهم آثار خپاره کړو. څلور، د پرمختللې نړۍ د ژبپوهنې نويو بحثونو ته په يوه ډول لار پيدا کړو او استفاده ترې وکړای او نوي کسان پکې وروزو.
د ژبپوهنې نوي خوځښت ته لوی کارونه سترګې په لار دي، مثلا د ژبپوهنې څو ټوکيز تخصصي قاموس جوړول، د نويو نظريو د پلي کولو په اړه نوي آثار ليکلي او داسې نور.
يوه خبره په پای کې بايد ياده کړم، چې په تېرو څو کلونو کې ايران ته ځينو تلليو استادانو هم د ډيزرټېشنونو په بڼه پر نويو موضوعاتو آثار وليکلي، لکه استاد صديقي، استاد ارغند، استاد مايار، استاد عصمت مياخېل او نور چې نوي بحثونه يې له ځان سره راوړي؛ خو واټن مو ترمنځ دومره ډېر دی، چې استفاده ترې نشو کولای، ګنې هيله مو لرلې، چې په يوه ډول يې له ځان سره ښکېل کړو.
خدای دې وکړي، چې پر دې ننګونو برلاسي شو او د افغانستان ژبپوهنې ته يوه ګټه ورسولای شو.