لیکنه: ماریا نیازۍ
لمر ورو ورو خپلې زرینې وړانګې ټولولې، تیارې خپل څادر پر اسمان خور کړ، زه هم په انګړ کې ولاړه او د دې حال ننداره مې کوله، او کرار کرار مصنوعي رڼاګانو خپل ځای پیدا کړ او هره کوڅه او کور پرې روښانه شو. د زړه درزا مې ډيره شوه، ژر ولاړم، پوخ کړی دیګ له سره ګرم کړ او وروسته مې کاسو کې واچاوه، له کارتنه مې د خرما ډبلی وویست، یوه شېبه د سوچونو ټال کې ولاړم، بیرته مې په یاد شو زه باید څه وکړم وخت مې کم دی، ژر ژر مې ګیلاسونه ډک کړل، او وروسته له مبایل سره بهر بیا انګړ ته ووتم، ټنکی مې ووهله مبایل خاموشه وه، زړه مې ناارامه شو، سل خبرې مې په سر او ذهن راتلې، د سر درد مې پسې لا ډير شو اوښکو مې سترګو کې لاره وکړه.
په تمه تمه د اذانونو خوږ غږ مې تر غوږونو شو، راغلم او غوړېدلي دسترخوان ته کیناستم، دا تش کور او دا تشه کوټه او یوازیتوب په یوې شېبې کې زما له سترګو یې د اوښکو سمندر روان کړ، له دې سره مې له سوی زړه بې اختیاره نارې ووتې: خدایه! دومره بیوسي؟ څنګه به یې وزغممم؟ دا ډير دروند غم دی، زه یې نشم زغملی. خدایه ته د دې درد درمان یې، ته مې دې حیرانیو ته وګوره! خدایه نن مې له یتیم توبه راوژغوره. خدایه زموږ د کور رڼا بیرته راوله. ته قادر او لوی ذات یې. ته د زړونو مالک یې.
روژه ده نه مې پلار په کور، نه مې مور په کور، نه مې ورورڼه په کور، اخر زه څه وکړم؟
هغه پلار به چې روژه ماتې ته وخت پاتې و، غږ به یې کړ، شکر ایستل او دعا مو هیر نشي، هغه نن په روغتون کې دی، خبر هم نه دی چې په کوم حال کې دی، کورنۍ او میرمن یې چې هیڅ وخت پرې ناوخته شوې نه وه، نن تر اوسه کور ته نه دي راغلي، زامن یې وږی تږي روژه په خوله روغتون کې د عاجلې خونې دروازې تر شاه ولاړ چې پلار ته یې څه دوا پکار نشي. او لور یې په کور چې خپل د پلار لیدو اجازه هم نه لري.