لیکنه: میرزاخان همدرد
بریکس (B،R،I،C،S) سازمان تازه په نړۍ د امریکا له اقتصادي انحصار د خلاصون او د ډالرو د راپرځولو لپاره نوې هڅې پیل کړې دي.
دغه سازمان تازه د ۲۰۲۴م کال په خپله شپاړسمه سرمشریزه کې، چې د روسیې کازان ښار کې جوړه شوې وه، بازار ته د نویو بانک نوټونو د وړاندې کولو په موخه نوې کرنسي نندارې ته وړاندې کړه.
بازار ته د بریکس سازمان لخوا د دغو نویو بانک نوټونو له وړاندې کولو څخه اساسي موخه پر نړۍ د ډالرو انحصار ماتول دي.
بریکس بانک نوټونه به له دې وروسته د اروپایي هیوادونو د پولي واحد (یورو) په څېر د غړو هیوادونو ترمنځ د چالښت وړ وي او خپل تجارت به د ډالرو پر ځای په بریکس نوټونو کوي.
بریکس بانک نوټونه که څه هم په پیل کې به د غړو هیوادو ترمنځ د تبادلې کرنسي وي، خو د دغه سازمان غړي هیوادونه هوډ لري، چې دغې نوې کرنسي ته نړیوال اعتبار ورکړي او د ډالرو په څېر په نړیوال مارکیټ کې له پولي اعتبار څخه برخمنه شي، چې له دې سره به هم مهاله د ډالرو زوال پیل او نړۍ به د ډالرو له انحصار څخه خلاصه شي.
نندارې ته په وړاندې شوې په دې کرنسۍ د افغانستان ملي بیرغ او د سرپرست حکومت نوم لیکل شوی دی.
بریکس سازمان په ۲۰۰۹م کال کې د څلور غړو هیوادونو (روسیه، هند، چين او برازیل) له خوا رامنځته او په ۲۰۱۰م کال کې جنوبي افریقا هم د دغه سازمان بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ، چې پورته ذکر شوي پنځه واړه هیوادونه اوس د دغه سازمان دایمي غړي هیوادونه دي.
بریکس سازمان اوس ۱۱ غړي هیوادونه لري، چې په ۲۰۲۴م کال کې شپږو نورو هیوادونو لکه ایران، سعودي عربستان، متحده عرب امارت، مصر، ارجنټاین او ایتوپیا هیوادونو هم د دغه سازمان بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ.
پدې وروستیو کې د افغانستان پۀ شمول د نړۍ یو شمیر هیوادونو په دغه سازمان کې د غړیتوب په موخه وړاندیزونه هم کړي.
د بریکس سازمان د جوړیدو اساسي موخه د یوه اقتصادي بلاک په چوکاټ کې د غړو هیوادونو مطرح کول، د غړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراخوالی، د ډالرو پر ځای په خپلو اړوندو کرنسیو او یا د بریکس په کرنسۍ تجارت کول، په اروپایي ټولنې او امریکا متحده ایالاتونو اتکا کمول او دغه راز د یوه لوی پراختیایي بانک جوړول د دوی لۀ اساسي موخو څخه دي.
نو که چېرته د بریکس سازمان پورته ذکر شویو موخو ته وکتل شي، نو دا په حقیقت کې یوازینۍ اقتصادي پلټفورم وي، چې وکولای شي پر نړۍ د امریکا اقتصادي انحصار مات کړي.