1 °c
Kabul
4 ° چهارشنبه
5 ° پنجشنبه
سه شنبه, دسمبر 2, 2025
  •  
  • خبرونه
    • All
    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
    هرات کې یو چکډېم ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی | پوهاوی‌نیوز

    هرات کې یو چکډېم ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی | پوهاوی‌نیوز

    ننګرهار کې د اوبو کوچنی بند ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی | پوهاوی‌نیوز

    ننګرهار کې د اوبو کوچنی بند ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی | پوهاوی‌نیوز

    د وسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۴ زره مټریک ټنه انتقالات شوي | پوهاوی‌نیوز

    «د باراني ورېځو د سترې کتلې ناڅاپي چاودنه»

    «د باراني ورېځو د سترې کتلې ناڅاپي چاودنه»

    هرات کې د وسپنې ویلې‌ کولو یوه فابریکه فعاله شوه | پوهاوی‌نیوز

    هرات کې د وسپنې ویلې‌ کولو یوه فابریکه فعاله شوه | پوهاوی‌نیوز

    هېواد کې ۲۰ عمومي روغتونونه جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    هېواد کې ۲۰ عمومي روغتونونه جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    فراه کې د اوبو رسونې یوه شبکه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه  

    فراه کې د اوبو رسونې یوه شبکه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه  

    “هېوادوالو ته د مرستې رسونې په برخه کې د موسسو ستونزې حل کوو” | پوهاوی‌نیوز

    “هېوادوالو ته د مرستې رسونې په برخه کې د موسسو ستونزې حل کوو” | پوهاوی‌نیوز

    سویډن له افغانستان سره څه باندې دوه میلیون ډالر مرسته وکړه | پوهاوی‌نیوز

    سویډن له افغانستان سره څه باندې دوه میلیون ډالر مرسته وکړه | پوهاوی‌نیوز

    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
  • اسلام
    • All
    • د عالمانو ویناوې
    • لارښوونې
    • معلومات
    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    • لارښوونې
    • د عالمانو ویناوې
    • معلومات
  • سیاست
    • All
    • تحلیل
    • فکر
    • کالم
    د شانګهای نړیوال وارداتي نندارتون د چینایي او افغان تصدیو تر منځ د همکاریو نوې دروازه

    د شانګهای نړیوال وارداتي نندارتون د چینایي او افغان تصدیو تر منځ د همکاریو نوې دروازه

    د چین د دولت رئيس «شي جين پينګ» د نړيوال مديريت  وړانديز د پرمختيايي هېوادونو د غږ د لا پياوړتيا لپاره ګټور دی

    د چین د دولت رئيس «شي جين پينګ» د نړيوال مديريت  وړانديز د پرمختيايي هېوادونو د غږ د لا پياوړتيا لپاره ګټور دی

    د چین، روسیې، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د افغانستان په اړه ګډه ناسته

    د چین، روسیې، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د افغانستان په اړه ګډه ناسته

    د چین د شینګهای همکارۍ سازمان د (SCO) لید څرنګه مخ پر ودې هېوادونو ته ځواک ورکوي؟

    د چین د شینګهای همکارۍ سازمان د (SCO) لید څرنګه مخ پر ودې هېوادونو ته ځواک ورکوي؟

     معاصره ډېپلوماسۍ؛ نرم ځواک کتاب چاپ شو

     معاصره ډېپلوماسۍ؛ نرم ځواک کتاب چاپ شو

    د کابل یوه ورکه دروازه

    د کابل یوه ورکه دروازه

    له ۱۷۸۸ – ۱۹۱۹ پورې د انګلیس لخوا افغانستان ته ور اوښتي زیانونه

    له ۱۷۸۸ – ۱۹۱۹ پورې د انګلیس لخوا افغانستان ته ور اوښتي زیانونه

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    هیڅ فلم چین نشي وېشلای: “د شې‌زَنګ کیسه د نورو نه ده”

    • کالم
    • مرکه
    • تحلیل
  • ادبیات
    • All
    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
    د چخوف د کیسه‌لیکنې هنر

    د چخوف د کیسه‌لیکنې هنر

    د شاعرۍ درې وجهې/ دوکتور اجمل ښکلی

    مهال په ژبه کې | دوکتور اجمل ښکلی | پوهاوی‌میډیا

    د ارغوان ادبي بهیر یوولسمه ناسته تر سره شوه

    د ارغوان ادبي بهیر یوولسمه ناسته تر سره شوه

    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    ژبه او سیاست

    ساده جملې به څه ډول لیکو؟

    ساده جملې به څه ډول لیکو؟

    د ارغوان ادبي بهیر لسمه ناسته ترسره شوه

    د ارغوان ادبي بهیر لسمه ناسته ترسره شوه

    ښکلې تېروتنه

    ښکلې تېروتنه

    د مخاطب پېژندل، د لیکوالۍ مهم رکن

    د مخاطب پېژندل، د لیکوالۍ مهم رکن

    لاسلو کراسنا هورکای؛ مضطرب او د «اخر الزماني» سبک مخکښ لیکوال  

    لاسلو کراسنا هورکای؛ مضطرب او د «اخر الزماني» سبک مخکښ لیکوال  

    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
  • ژوند
    • All
    • بریالیتوب
    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    ځان غوښتنه

    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    د ويټامين سي (C) حیرانوونکې ګټې

    د ويټامين سي (C) حیرانوونکې ګټې

    د نوښت او شنه اقتصادي ودې لید او فُرصتونه (Opportunities for Innovation‌ and Green Economic Growth)

    د نوښت او شنه اقتصادي ودې لید او فُرصتونه (Opportunities for Innovation‌ and Green Economic Growth)

    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    زموږ فکر او د خلکو غوښتنې

    د شاعرۍ درې وجهې/ دوکتور اجمل ښکلی

    ذهني ډاډ | دوکتور اجمل ښکلی | پوهاوی‌مېډیا

    د مور په عاطفه کې د خدای‌پېژندنې نښې

    د مور په عاطفه کې د خدای‌پېژندنې نښې

    د اېټالیا د دغو مشهورو ځایونو شهرت او جذابیت په څه کې دی؟

    د اېټالیا د دغو مشهورو ځایونو شهرت او جذابیت په څه کې دی؟

    بادرنګ له ډېرو ناروغیو څخه بدن خوندي ساتي

    بادرنګ له ډېرو ناروغیو څخه بدن خوندي ساتي

    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    • بریالیتوب
  • اقتصاد
  • هنر او څېرې
  • د پوهاوي په اړه
No Result
View All Result
  •  
  • خبرونه
    • All
    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
    هرات کې یو چکډېم ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی | پوهاوی‌نیوز

    هرات کې یو چکډېم ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی | پوهاوی‌نیوز

    ننګرهار کې د اوبو کوچنی بند ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی | پوهاوی‌نیوز

    ننګرهار کې د اوبو کوچنی بند ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی | پوهاوی‌نیوز

    د وسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۴ زره مټریک ټنه انتقالات شوي | پوهاوی‌نیوز

    «د باراني ورېځو د سترې کتلې ناڅاپي چاودنه»

    «د باراني ورېځو د سترې کتلې ناڅاپي چاودنه»

    هرات کې د وسپنې ویلې‌ کولو یوه فابریکه فعاله شوه | پوهاوی‌نیوز

    هرات کې د وسپنې ویلې‌ کولو یوه فابریکه فعاله شوه | پوهاوی‌نیوز

    هېواد کې ۲۰ عمومي روغتونونه جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    هېواد کې ۲۰ عمومي روغتونونه جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    فراه کې د اوبو رسونې یوه شبکه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه  

    فراه کې د اوبو رسونې یوه شبکه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه  

    “هېوادوالو ته د مرستې رسونې په برخه کې د موسسو ستونزې حل کوو” | پوهاوی‌نیوز

    “هېوادوالو ته د مرستې رسونې په برخه کې د موسسو ستونزې حل کوو” | پوهاوی‌نیوز

    سویډن له افغانستان سره څه باندې دوه میلیون ډالر مرسته وکړه | پوهاوی‌نیوز

    سویډن له افغانستان سره څه باندې دوه میلیون ډالر مرسته وکړه | پوهاوی‌نیوز

    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
  • اسلام
    • All
    • د عالمانو ویناوې
    • لارښوونې
    • معلومات
    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    • لارښوونې
    • د عالمانو ویناوې
    • معلومات
  • سیاست
    • All
    • تحلیل
    • فکر
    • کالم
    د شانګهای نړیوال وارداتي نندارتون د چینایي او افغان تصدیو تر منځ د همکاریو نوې دروازه

    د شانګهای نړیوال وارداتي نندارتون د چینایي او افغان تصدیو تر منځ د همکاریو نوې دروازه

    د چین د دولت رئيس «شي جين پينګ» د نړيوال مديريت  وړانديز د پرمختيايي هېوادونو د غږ د لا پياوړتيا لپاره ګټور دی

    د چین د دولت رئيس «شي جين پينګ» د نړيوال مديريت  وړانديز د پرمختيايي هېوادونو د غږ د لا پياوړتيا لپاره ګټور دی

    د چین، روسیې، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د افغانستان په اړه ګډه ناسته

    د چین، روسیې، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د افغانستان په اړه ګډه ناسته

    د چین د شینګهای همکارۍ سازمان د (SCO) لید څرنګه مخ پر ودې هېوادونو ته ځواک ورکوي؟

    د چین د شینګهای همکارۍ سازمان د (SCO) لید څرنګه مخ پر ودې هېوادونو ته ځواک ورکوي؟

     معاصره ډېپلوماسۍ؛ نرم ځواک کتاب چاپ شو

     معاصره ډېپلوماسۍ؛ نرم ځواک کتاب چاپ شو

    د کابل یوه ورکه دروازه

    د کابل یوه ورکه دروازه

    له ۱۷۸۸ – ۱۹۱۹ پورې د انګلیس لخوا افغانستان ته ور اوښتي زیانونه

    له ۱۷۸۸ – ۱۹۱۹ پورې د انګلیس لخوا افغانستان ته ور اوښتي زیانونه

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    هیڅ فلم چین نشي وېشلای: “د شې‌زَنګ کیسه د نورو نه ده”

    • کالم
    • مرکه
    • تحلیل
  • ادبیات
    • All
    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
    د چخوف د کیسه‌لیکنې هنر

    د چخوف د کیسه‌لیکنې هنر

    د شاعرۍ درې وجهې/ دوکتور اجمل ښکلی

    مهال په ژبه کې | دوکتور اجمل ښکلی | پوهاوی‌میډیا

    د ارغوان ادبي بهیر یوولسمه ناسته تر سره شوه

    د ارغوان ادبي بهیر یوولسمه ناسته تر سره شوه

    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    ژبه او سیاست

    ساده جملې به څه ډول لیکو؟

    ساده جملې به څه ډول لیکو؟

    د ارغوان ادبي بهیر لسمه ناسته ترسره شوه

    د ارغوان ادبي بهیر لسمه ناسته ترسره شوه

    ښکلې تېروتنه

    ښکلې تېروتنه

    د مخاطب پېژندل، د لیکوالۍ مهم رکن

    د مخاطب پېژندل، د لیکوالۍ مهم رکن

    لاسلو کراسنا هورکای؛ مضطرب او د «اخر الزماني» سبک مخکښ لیکوال  

    لاسلو کراسنا هورکای؛ مضطرب او د «اخر الزماني» سبک مخکښ لیکوال  

    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
  • ژوند
    • All
    • بریالیتوب
    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    ځان غوښتنه

    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    د ويټامين سي (C) حیرانوونکې ګټې

    د ويټامين سي (C) حیرانوونکې ګټې

    د نوښت او شنه اقتصادي ودې لید او فُرصتونه (Opportunities for Innovation‌ and Green Economic Growth)

    د نوښت او شنه اقتصادي ودې لید او فُرصتونه (Opportunities for Innovation‌ and Green Economic Growth)

    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    زموږ فکر او د خلکو غوښتنې

    د شاعرۍ درې وجهې/ دوکتور اجمل ښکلی

    ذهني ډاډ | دوکتور اجمل ښکلی | پوهاوی‌مېډیا

    د مور په عاطفه کې د خدای‌پېژندنې نښې

    د مور په عاطفه کې د خدای‌پېژندنې نښې

    د اېټالیا د دغو مشهورو ځایونو شهرت او جذابیت په څه کې دی؟

    د اېټالیا د دغو مشهورو ځایونو شهرت او جذابیت په څه کې دی؟

    بادرنګ له ډېرو ناروغیو څخه بدن خوندي ساتي

    بادرنګ له ډېرو ناروغیو څخه بدن خوندي ساتي

    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    • بریالیتوب
  • اقتصاد
  • هنر او څېرې
  • د پوهاوي په اړه
No Result
View All Result
POHAWAI Media
No Result
View All Result
کورپاڼه ادبیات

د لرغونې فارسي او پهلوي ګرامري توپیرونه

POHAWAI Media by POHAWAI Media
نوومبر 23, 2024
in ادبیات, ژبپوهنه
0 0
0
د لرغونې فارسي او پهلوي ګرامري توپیرونه
0
خپرول
74
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

لارښود استاد: پوهاند دوکتور اجمل ښکلی

څېړونکی: جمیل الله حیران

لنډیز

لرغونې فارسي او پهلوي ژبې د فارس یا اوسني ایران په تاریخي او کلتوري تحولاتو کې ډېر ارزښتناک ځای لري. لرغونې فارسي هغه ژبه وه، چې په هخامنشي دوره کې (له 550 ق.م څخه تر 330 ق.م) پورې د فارس د امپراتورۍ رسمي ژبه وه. دا ژبه په زړو لیکنو، په ځانګړې توګه په بیستون ډبرلیک کې، ثبت شوې ده. لرغونې فارسي د لرغونو آریایي ژبو یوه څانګه ده، چې د سانسکریټ، اوستا، او نورو آریایي ژبو سره نږدې تړاو لري.

پهلوي ژبه بیا د ساساني دورې (224-651 م) رسمي او ادبي ژبه وه. دا ژبه د منځنۍ فارسي بڼه ګڼل کېږي او د زردشتي دیني متونو، حقوقي اسنادو، او افسانو لپاره کارېده. پهلوي ژبه په دوه ډولونو وېشل شوې ده: ۱_ اشکاني پهلوي، چې د اشکاني دورې رسمي ژبه وه؛ ۲_ ساساني پهلوي، چې په ساساني دوره کې پراخه وده وکړه.

پهلوي ژبه د فارسي ژبې د ودې لپاره بنسټیزه وه او د اوسني فارسي ژبې بنسټ یې کېښود. د دې ژبو لیکنې د ځانګړو لیکدودونو په مرسته ترسره کېدې چې د ارامي لیکدود نه اخیستل شوې وې. پهلوي ژبې له زردشتي دین سره ژور تړاو درلود، او د اوستایې متنونو تفاسیر اکثره په دې ژبه لیکل شوي دي.

دا دواړه ژبې د ګرامر له مخې په غږیز او صرفي نظام کې یو له بل سره په ځینو برخو کې ورته والی، خو په ځینو برخو کې بیا توپیر لري، په ټوله کې پهلوي ژبه د لرغونې فارسي ژبې ساده شوې بڼه ده او په پهلوي ژبه کې د لرغونې فارسي په پرتله اسانتیا رامنځ ته شوې.

سریزه

د تاریخ په اوږدو کې د انساني تمدنونو پېژندنه او د دوی د ژبنیو او فرهنګي میراثونو ارزونه تل د پوهانو او څېړونکو پام ځان ته رااړولی دی. لرغونی فارس تمدن، چې د نړۍ له زړو تمدنونو څخه شمېرل کېږي، د خپل ځانګړي ژبني او فرهنګي بداعت له امله په تاریخ کې ځانګړی ځای لري. د فارسي ژبې زړې بڼې، چې پهلوي ژبه او د هغې لرغونې لیکنې پکې شاملې دي، د فارس د لومړیو دورو ژبني او ادبي میراثونه دي. دا لیکنې او اسناد نه یوازې د لرغوني فارس د ژوند او باورونو انعکاس کوي، بلکې د هغه مهال د ټولنیزو، مذهبي او ادبي اړیکو یوه څرګنده هنداره هم وړاندې کوي

د ژبو تاریخي وده او د هغوی پر فرهنګي میراث اغېزې تل د انساني تمدنونو د پوهې یوه اساسي برخه پاتې شوې ده. د لرغونې فارسي ژبه د خپل ځانګړي تاریخ او ځانګړتیاوو له امله د هندو-اروپایي ژبو په ډله کې ځانګړی اهمیت لري. دا ژبه د ایران د لرغونو تمدنونو د پرمختګ او کلتوري ودې یوه حیاتي برخه وه، چې د هخامنشي دورې د دربار رسمي ژبه ګڼل کېده. د دې ژبې بنسټیز اهمیت نه یوازې د هغې په ادبي او حکومتي چارو کې و، بلکې د هغې میخي لیکدود د وخت د سترې تمدني لاسته راوړنې په توګه پېژندل کېږي.

له لرغونې فارسي څخه منځنۍ فارسي یا پهلوي ژبې ته بدلون، د ژبني بدلونونو او ټولنیزو تحولاتو یوه څرګنده بیلګه ده، چې د تاریخ په اوږدو کې یې پر ایران د واکمنو قومونو، فرهنګونو او باورونو اغېز څرګندوي. دغه ژبې د خپل میخي لیک څخه تر آرامي لیک او بیا تر عربي لیکدوده پورې اوږد سفر کړی، چې دا د هغې د انعطاف، تطابق او دوام د ښکارندویي یوه بېلګه ده.

لرغونې فارسي ژبه د هندواروپایي ژبو د کورنۍ په هندو-ایراني څانګه کې شامله ژبه ده، چې د خپل تاریخي او کلتوري اهمیت له امله ځانګړی ځای لري. دا ژبه د ایران د جنوب لویدیځې برخې، په ځانګړي ډول د پارس سیمه کې ویل کېده. لرغونې فارسي د یوې اوږدې ژبنۍ سلسلې بنسټ ایښودونکی ژبه ده، چې وروسته منځنۍ فارسي (پهلوي) او معاصره فارسي (دري) ترې رامنځته شوې.

په دې لیکنه کې به د لرغونې فارسي او پهلوي ژبې د ځانګړتیاوو، د هغې د کتیبو د رمزګشایۍ، د ګرامر بدلونونو، د غږونو ځانګړتیاوو او د کلمو تاریخي ریښو په اړه خبرې وشي.

د لرغونې فارسي ژبې د څېړنې بهیر د شلمې پېړۍ په پیل کې د اروپایي څېړونکو لخوا جدي شو، چې د کتیبو او کتیبه لیکونو د رمزګشایۍ هڅې یې د دې ژبې پټې ګوښې راسپړلې. لرغونې فارسي د اوستایي او سانسکريټ ژبو سره د نږدې اړیکو له امله د هندواروپایي ژبو د پرمختیا د تاریخ په درک کې مهمه ونډه لري. د دې ژبې د بدلون او پرمختګ پر بنسټ منځنۍ او معاصره فارسي جوړې شوې، چې نن ورځ په ملیونونو خلک پرې خبرې کوي.

د څیړنې موخې

۱. د پهلوي او لرغونې فارسي ژبو د ګرامري جوړښتونو، لکه: فعلونو، ضمیرونو او جمله جوړونې ترمنځ توپیرونه او ورته‌ والي تحلیل کول.

۲. د دې ژبو د پرتلې له لارې د ایراني ژبو دژبپوهنې په ډګر کې د تاریخي او ګرامري بدلونونو مطالعه او د هغو ځانګړنو تشریح، چې د لرغونې فارسي او پهلوي ترمنځ د ارتباط او بېلتون سبب شوې دي.

کلیدي کلیمې: لرغونې فارسي، پهلوي، غږیز جوړښت، صرفي جوړښت، جنس، عدد، ضمیر، هخامنشیان، میخي لیکدود، ساسانیان.

لرغونې فارسي ژبه د ایراني ژبو د څانګې یوه برخه ده، چې د هندو-ایراني ژبو د ډلې او د هندواروپایي ژبو د کورنۍ برخه ګڼل کېږي. دا ژبه وروسته منځنۍ فارسي ژبې ته بدله شوه، کومه چې د ساسانيانو په دور کې د ادبي موضوعاتو، لیکوالۍ او رسمي ژبې په توګه کارېده، او له هغې وروسته نوې فارسي یا دري ته واوښته. لرغونې فارسي ژبه د نیا ایراني (لرغونې ایراني ژبې) څخه سرچینه اخلي. لرغونې فارسي د خپلو بومي ویونکو لخوا د “آریا ژبې” په نامه پېژندل کېده. (۱)

لرغونې فارسي ژبې د تاریخ په اوږدو کې مختلف پړاونه وهلي، چې لرغونې فارسي وه، ترهغه وروسته منځن( پهلوي) او له منځنۍ فارسي څخه نوې(معاصره) فارسي رامنځ ته شوې. فارسي ژبه اوس مهال له 30 میلیونه زیات ویونکي په ایران کې لري، چې د ایران تقریباً 50 سلنه وګړي تشکیلوي، له 7 میلیونه زیات فارسي دري ویونکي په افغانستان کې  لري، چې د دې هېواد 25 سلنه وګړي تشکیلوي او شاوخوا 2 میلیونه فارسي ویونکي په پاکستان کې په فارسي ژبې خبرې کوي، ددې ترڅنګ په ځینو نورو هیوادونو کې هم په فارسي ژبه خبرې کیږي. په ایران کې فارسي ژبه په عربي لیکدود لیکل کیږي، چې دغه لیکدود وروسته له دې چې اسلام په 7مې پېړۍ کې ایران فتح کړ کارول شوی دی.

لرغونې فارسي او اوستایي ژبه د ایراني ژبو د هغو لرغونو دورو یوازینۍ ژبې دي، چې له هغوی څخه لیکنې یا د ډبرو کتیبې پاتې دي. لرغونې فارسي ژبه باندې په لویدیځ او سویل لویدیځ ایران کې خبرې کېدې او تر ټولو زوړ لیک، چې له دې ژبې څخه پاتې دی هغه د میلاد څخه وړاندې شپږمې پېړۍ پورې اړوند دی.

لرغونې فارسي ژبه، چې د سکندر له یرغل څخه وړاندې د هخامنشي دربار ژبه وه، د سویلي لویدیځو ایراني ژبو څخه ده. دې ژبې له مادي ژبې سره نږدې اړیکې لرلې او احتمال شته، چې دواړه د یوې ژبې بېلابېلې بڼې وي. لرغونې فارسي د هندواروپایي ژبو له ډلې ګڼل کېږي او داسې انګېرل کېږي، چې د آریایانو د کډوالۍ په پایله کې دا ژبه له مادي او اوستایي ژبو سره یو ځای د ایران فلات ته راغلې ده. دا ژبه د ایران په سویلي لویدیځ کې د پارس سیمې ته له ننوتلو څخه مخکې د اشوري پاچا شلمانسر درېیم له ډبرلیک څخه د ترلاسه شویو شواهدو له مخې، د ارومیه جهیل په شاوخوا سیمو کې کارېدله. په دې کتیبه کې، چې د میلاد څخه وړاندې نهمې پېړۍ پورې اړه لري، لومړی ځل د اشوري ژبې په “پارسوا” بڼه د پارس نوم یاد شوی دی.

د “پارسوا” (pārćwa) کلمه د “پارسَ” (pārsa)  د لرغونې بڼې په توګه پېژندل شوې ده. د لرغونې فارسي ژبې لومړنی رسمي سند د بیستون ډبرلیک دی، چې د کرمانشاه په شاوخوا کې د دارا لوی په امر لیکل شوی دی. دارا، چې دا ډبرلیک د هغه له خولې بیان شوی، په کې کارېدلې ژبه د “آریایي ژبې” په توګه معرفي کړې ده؛ نو له همدې امله دا احتمال شته، چې مادي ژبه او لرغونې فارسي، د ختیځو ایراني ژبو په څېر، د خلکو لخوا په عمومي ډول د “آریا ژبې” په نامه پېژندل کېده او په هره سیمه کې یې بېلابېلې بڼې درلودې. (۱: ۵۹ مخ)

د لرغونې فارسي ژبې د ویلو د پیل کره نیټه روښانه نه ده، خو د ژبپوهني شواهدو او د اوستایي او سانسکریټ ژبو سره د مقایسې له مخې داسې ښکاري، چې لرغونې فارسي د هخامنشيانو له دورې څخه وړاندې هم ویل کېده. په وروستیو ډبرلیکونو کې د لیکوالۍ او ګرامر تېروتنې څرګندوي، چې د هخامنشيانو د واکمنۍ په وروستیو لسیزو کې دا ژبه ښایي نوره فعاله نه وه.

لرغونې فارسي د هغو څو هندواروپایي ژبو له ډلې ده، چې هغې د کارېدو په وخت کې لیکلې بڼه درلوده او د اوسنیو ژبني مطالعاتو لپاره یې شواهد پرېښودل.

منځنۍ فارسي یا پهلوي ساساني، چې د ساسانيانو په دوره کې د ایران رسمي ژبه وه، له لرغونې فارسي څخه انشعاب شوې ده. د فارسي او نورو سویلي لویدیځو ایراني ژبو، چې د پهلوي ساساني تر څانګې لاندې راځي، ریښې هم لرغونې فارسي ته رسېږي.

د میلاد څخه مخکې د څلورمې پېړۍ کتیبې، چې د هخامنشي دورې د اردشیر دویم او اردشیر درېیم پورې اړه لري، د بیستون په څېر د  فارسي زړو کتیبو سره د پام وړ توپیرونه او نیمګړتیاوې لري. دا کتیبې د هغه وخت د فارسي ژبې د بدلون څرګندونه کوي، چې ځینې وختونه ورته د “مخکینۍ منځنۍ فارسي” یا “وروستۍ لرغونې فارسي” نوم ورکړی. په دې دوره کې لرغونې فارسي منځنۍ فارسي ته بدله شوه، چې له هغې وروسته یې نوې فارسي رامنځته کړه.

فرانسوي ایران‌ پوه پروفیسور ژیلبر لازار په دې اړه ویلي دي:

“هغه ژبه چې نن ورځ یې د نوې فارسي په نامه پېژنو او د لومړیو اسلامي دورو په ترڅ کې ورته دري ویل کېده، د منځنۍ فارسي دوام ګڼل کېږي. منځنۍ فارسي د ساساني ایران رسمي، دیني او ادبي ژبه وه، چې خپله د لرغونې فارسي او د هخامنشي دربار د ژبې پاتې شوني دي.

منځنۍ فارسي، چې د لرغونې فارسي وروسته رامنځته شوه، ځینې وختونه ورته “پهلوي” هم ویل کېږي. دا ژبه د لرغونې فارسي له پراخو بدلونونو وروسته، هم په فونولوژي او هم په جوړښت او ګرامر کې، د خپلې پخوانۍ بڼې په پرتله په ساده ډول رامنځته شوه.

د لرغونې فارسي ژبې خط د هخامنشي سلطنت له زوال وروسته د هېرېدو پر لور روان شو او ان وروستی متن ،چې په لرغونې فارسي لیکل شوی د آرامي خط په کارولو سره و. له همدې امله د اوږدې مودې لپاره هیڅوک د دې متنونو له محتوا څخه خبر نه و او نه د هغو د اصالت په اړه په څه پوهېدل.

د لویدیځو سیلانیانو توجه په دې لرغونو لیکنو ورو ورو جلب شوه. په اوولسمه پېړۍ کې د صفوي دورې پر مهال د ایټالوي سیلاني پیترو دلاواله لخوا د دې لیکنو تصویرونه ثبت شول. وروسته نورو کسانو هم ورته کارونه ترسره کړل، خو هېڅوک د دې متنونو د لوستلو هڅه ونه کړه.(۱: ۹۲ مخ)

د اتلسمې پېړۍ په پای کې د دې لیکنو د لوستلو هڅې پیل شوې. دا هڅې، چې ډېری یې د الماني څېړونکو لخوا ترسره کېدې، د اوږدې مودې لپاره یې کومه نتیجه ورنه کړه، ان ځینې وختونه دا متنونه په تېروتنه د اشکاني دورې پورې اړوند ګڼل کېدل. (۱: ۹۲ مخ)

وروسته، د دې لیکونو د خط ترتیب (له چپ څخه ښي لور ته) او د لغتونو د بېلوونکو علامو پېژندنه ممکنه شوه، په پای کې د لرغونې فارسي د لیکونو او د څو ژبو په لرلو د نورو کتیبو د لیکونو ترمنځ توپیر معلوم شو، چې دا د رمزګشایۍ لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه وه. (۱: ۹۲ مخ)

د لرغونې فارسي خط منطقي رمزګشایي په ۱۸۰۲ کال کې د الماني پوه ګئورګ فریدریش ګروتفند لخوا پیل شوه. هغه په دې پوه شو، چې په کتیبو کې ځینې کلمې بیا بیا تکرار شوې وې، او په سمه توګه یې د “شاه” په معنا پېژندلې. ګروتفند باور درلود چې دا کتیبې د هخامنشي دورې پورې اړه لري او په داسې ژبه لیکل شوې وې چې له اوستایي ژبې سره ورته والی لري.

د لرغونې فارسي الفبا

د لرغونې فارسي ژبه په هغه لیکدود لیکل کېده، چې د “میخي لیک” په نوم شهرت لري. دا لیک د هغو لرغونو ایراني ژبو یوازینی لیکدود و، چې له چپ څخه ښي لور ته لیکل کېده، دا الفبا په هخامنشي دوره کې ښایي د داریوش لوی د واکمنۍ پر مهال یا له هغې مخکې د اکدي لیک څخه اخیستل شوی وه، چې خپله اکدي لیک د سومري لیک پر بنسټ ولاړ وه.

د لرغونې فارسي میخي لیک د لاندې ځانګړتیاوو درلودونکی و:

1.      ۳۶ حروف:  دې هر یوه د ځانګړو هیجاوو (syllables) یا غږونو استازیتوب کاوه.

2.      ۸ اندیشه ‌نښانې (Ideograms): د کتیبو لپاره ډېر عام او مهم مفاهیم لکه “شاه”، “سرزمین”، “کشور”، او “اهورامزدا” څرګندولو لپاره ځانګړې نښې وې.

3.      ۲ ډوله کلیمه بېلوونکي (Word Dividers): دا علامې د لغتونو ترمنځ د توپیر لپاره کارېدلې.

د لیکلو بڼه

په دې لیک کې، د هرې کلمې پای د یوې مایلې کرښې (斜线) په واسطه له بلې څخه جلا کېده. د لیک د اسانتیا لپاره، د هغو مفاهیمو لپاره چې په کتیبو کې زیات کارېدل ځانګړې اندیشه‌نښانې( د فکر یا سوچ نښې) جوړې شوې وې.

د میخي لیک ځانګړتیاوې:

دا لیک هجایي بڼه درلوده، یعنې هر حرف یې یوه هجا څرګندوله، چې د یو بې واک (consonant) او یو خپلواک (vowel)  ترکیب و. ځینو حروفو یې یوازې یو ځانګړی غږ (فونیم) څرګندوه.

د لرغوني فارسي لیک موخه:

دا لیک د هخامنشي دربار او پاچاهانو رسمي کتیبو لپاره ځانګړې بڼه درلوده او د هغه وخت د واکمنۍ د مهمو پیغامونو د رسولو یوه اغېزمنه وسیله وه.

لرغونې فارسي ژبې ګرامري حالتونه:

 لرغونې فارسي ژبې ګرامري حالتونه درلودل، چې عبارت دي له:

۱ـ فاعلي حالت:

۲ـصریح مفعولي حالت:( را)

۳ـ مفعول معه حالت: (با)

۴ـ غیر صریح مفعولي حالت: (به، برای)

۵ـ مفعول عنه حالت: (از)

۶ـ اضافي حالت:

۷ـ مفعول فیه حالت: (در)

۸ـ ندایي حالت: در نوم په اخر کې د (ا) راتلل د ندا په توګه.

(۳: ۱۸ مخ)

غږ پوهه

د پخوانیو ژبو څېړونکو د کتیبېو د رمزګشایۍ وروسته یو ډول الفبا ترتیب کړه، ترڅو د کتیبېو لیکل شوي مواد د لاتین حروفو سره ثبت کړي، د دې کار لپاره هغوی د اوستايي او سنسکريټ ژبو د غږونو همدارنګه غږیزو بدلونونو او په ځانګړې توګه د غږونو د بدلون قانون ته په پام کې نیولو سره د هرې کلمې غږیز ارزښت ټاکلی. دا غږونه هغه څه نه دي چې موږ یې په اوستايي غږپوهه کې ګورو، بلکې ډیر ساده دي. د غږپوهې( آوایشناسي) له نظره د لرغونې فارسي غږونه په دوه برخو وېشل کېږي: غږ لرونکي ( خپلواک) او بې غږه(همخوان) دي.

په لرغونې فارسي کې خپلواک غږونه:

غږ لرونکي( خپلواک) غږونه په لرغونې فارسي کې په دوه برخو ویشل کیږي:

ساده ترکیب

مرکب

مرکب خپلواک غږونه عموماً د دوو لنډو خپلواکو غږونو ترکیب وي، چې یو مستقل غږیز واحد جوړوي. د لرغونې فارسي ساده خپلواک غږونه د نوې فارسي ژبې  غږونو سره ورته دي، یوازې دا چې د نوې فارسي ژبې “O” غږ یا د پیښ غږ په پخوانۍ فارسي کې نه و موجود. ساده او مرکب خپلواک غږونه بیا په دوه ډوله لنډ او اوږدو وېشل کیږي.

د لرغونې فارسي ژبې خپلواک  (Vowal)

A        u        i         لنډ خپلواک غږونه 

ساده خپلواک غږونه

Ā       ū       ī         اوږده خپلواک غږونه       

          au      ai       لنډ خپلواک غږونه 

مرکب خپلواک غږونه

          āu     āi      اوږده خپلواک غږونه       

د لرغونې فارسي ژبې بېواک غږونه:

لرغونې فارسي ژبه (۲۱) بې واک غږونه لري د  (L)”لام” غږ سره، چې دا غږ په فارسي ژبه کې دی او یوازې یو ځل د “Labanāna”  کلمې کې چې معنی یې “لبنان” دی کارول شوی دی.

د پخوانۍ فارسي ژبې همخوانونه په لاندې ډول دي:

همخوان      تلفظ   نمونه واژه     به خط فارسی         معنی

b        ب      būmi بومی  بوم

r         ر        rāsta راستَ راست

k        ک      kāma          کامَ     کام

v        واو     daiva دَیوَ     دیو

d        د        draya درَیَ   دریا

t         ت      dasta دَستَ  دست

j         ج       bāji   باجی  باج

X        خ       xaudā         خَودا   کلاهخود

h        ه        hama هَمَ     هم

z        ز        vazarka      وَزَرکَ بزرگ

c        چ       carma         چـَرمَ   چرم

g        گ      gauša          گـَوشَ          گوش

n        ن       niyāka        نیاکَ  نیا، نیاکان

m       م        martiya       مَرتیَ  مَردم

p        پ      pitar  پیتـَر   پدر

f         ف      framānā    فرَمانا  فرمان

t         ت      tanū تنو      تن

L        ل       Labanāna  لَبَنانَ  لبنان

ç        سین مشدد   puça پوسَّ  پسر

θ     ث      θuxra         ثوخرَ   سرخ

š        ش     šiyāti شیاتی شادی

( ۲: ۱۴ مخ)

د کلمو تاریخي ریښې او اشتقاقونه

د پخوانۍ فارسي ژبې لغتونه چې یوه هندواروپایي ژبه ده د نورو هندواروپایي ژبو سره ګډه ریښه لري. د دې ژبې د هندو ایراني ژبو ډلې پورې تړاو ته په کتو دا طبيعي ده، چې لومړی یې د اوستايي ژبې، مادي ژبې او وروسته د سنسکريټ ژبې سره نږدې اړیکه درلوده. د پخوانۍ فارسي لغتونه په اسمونو، صفتونو، ضمیرونو، اضافي حروفو او فعلونو مشتمل وو، چې هر یو یې په مختلفو جملو کې د کارونې په اساس ځانګړي بدلونونه په خپل شکل کې له ځانه سره لرل.

اسمونه په دې ژبه کې د مفرد، مثنی او جمعې په توګه وېشل شوي او درې جنسونه لري: مذکر، مؤنث او خنثی. د هر یو حالت لپاره یې مختلف صرفونه شتون لري او دا بدلونونه د کلمې د حالت او پای غږ پورې تړلي دي .

جنس

په پخوانۍ فارسي ژبه کې جنس تفکیک شوی و. ټول اسمونه جنس لري چې عبارت دي له مذکر، مؤنث او خنثی. دا مفهوم په اوستايي ژبه کې هم موجود و. جنس د ګرامر اړخ دی او منطقي نه دی؛ یعنې ځینې اسمونه چې د مؤنث جنس ښيي، په حقیقت کې مذکر دي، لکه “vanta” چې معنی یې ښځه ده، خو مذکر دی. تأنیث یا مؤنث د مذکر د شکل له مخې جوړېږي او د دې کلمو پای غږ معمولا اوږد وي. همدارنګه صفت او موصوف باید د جنس په لحاظ سره سمون ولري، یعنې که موصوف مؤنث وي، نو صفت یې هم باید مؤنث شي. مذکر، مؤنث او خنثی جنسونه په اسمونو کې په مختلفو ډولونو صرف کېږي او ضمیرونه هم جنس لري، خو د افعال په صرف کې هېڅ توپیر نه شته، یعنې د مذکر، مؤنث او خنثی لپاره د افعالو شکلونه یو شان وي.

په لرغونې فارسي ژبه کې درې جنسونه وه، چې عبارت دی له: مذکر، مؤنث او خنثی.

د مذکر مونث او خنثی جنس مثالونه

Dārayavauš:  (دارياؤش) – مذکر نوم، د “دارياؤش” معنی ورکوي.

duxtar:  (لور) – مؤنث نوم، چې د “لور” معنی ورکوي.

rāz: (راز) – غیر مشخص نوم چې د “راز” یا “پټتیا” معنا ورکوي.

عدد

په لرغونې فارسي ژبه کې عدد د منځنۍ او نوې فارسي ژبې سره توپیر لري؛ یعنې یوازې مفرد او جمع نه بلکې مثنی هم په لرغونې فارسي کې شتون لري. مثنی حالت په لرغونې فارسي ژبه کې د دوه کسانو یا شیانو لپاره کارول کېده. د مثنی لپاره صرفونه له جمع سره توپیر لري او د فعلونو صرف د مثنی لپاره له جمعې څخه جلا و. صفت او موصوف باید د عدد له مخې له جمع، مفرد او مثنی سره همغږي ولري. دا حالت د پخوانۍ فارسي ژبې نه وروسته د منځنۍ فارسي ژبې دورې ته نه رسیدلی. د اوستايي ژبې په ګرامر کې هم دا درې حالتونه موجود دي.

لرغونې فارسي ژبه درې عددونه درلودل، چې عبارت دي له: مفرد، مثنی او جمع.

duxtar ( لور)، duxtarā  (دوه لورګانې)، duxtarān  (لورانې)

•        dasta دست – dasta-ya 

•        معنی: لاس، دوه لاسونه

•        baga  خدا – baga-ya  خدایان

•        معنی: خدای، دوه خدایان

•        martiya (مرد– martiya-ya  مردان

•        معنی: سړی، دوه سړي

•        gauša (غوږ – gauša-ya (غوږونه

•        معنی: غوږ، دوه غوږونه

•        Stūnā  ستون– stūnā-ya  ستونونه

•        معنی: ستنه، دوه ستنې

( ۳: ۳۷ـ ۳۹ مخ)

ستاک (ریښه)

هر کلمه یو ساده شکل لري چې ریښه نومېږي. ستاک (ریښه) د کلمې ساده او بې صرفه شکل دی، چې معمولاً یوازې نه کارول کېږي. دا ستاکونه (ریښې) په مختلفو غږونو پای ته رسېږي. د مثال په توګه، د کوروش ستاک “kūru” او د داریوش ستاک “dārayava(h)u” دی، چې د هغوی فاعلي شکلونه، چې د “š” په پای سره ختمیږي، د هغوی صرف په فاعلي حالت کې ښيي. که چېرې د کوروش نوم په جمله کې د مفعول په توګه وکارول شي، نو دا “kūrum”  ته بدلېږي. د کلمو دا بدلونونه د پخوانۍ فارسي ژبې په اته ګوني ګرامري حالتونو کې شتون لري. د کلمو پای ته بدلونونه په لرغونې فارسي ژبه کې د ستاک(ریښې) یا خام شکل له مخې وه، چې په کوم غږ پای ته رسېږي. هره کلمه یوه اصلي ریښه لري او په صفتونو کې، چې ممکن مذکر، مؤنث یا خنثی وي، د هر جنس لپاره یوه جلا ریښه شتون لري.

ژبه     جمله (اصلي لیکدود)       پښتو لیکدود مانا

لرغونې فارسي        man kūrum rā pāyām ferestād. من کوروم را پیام فرستاد. ما کوروش ته پېغام واستاوه.

منځنۍ فارسي        ʼn ān kūrum rā pāyām šand.     ان ان کوروم را پیام شند.     هغه کوروش ته پېغام واستاوه.

فاعلي حالت کې:

ژبه     جمله (اصلي لیکدود)       پښتو لیکدود مانا

لرغونې فارسي        kūruš xšāyaθiya haya xšāyaθiyānām  کوروش خشایثیه هیا خشایثیانام   کوروش، د پاچاهانو پاچا.

منځنۍ فارسي        kūr šāh ī šāhān          کور شاه ای شاهان          کوروش، د پاچاهانو پاچا.

لرغونې فارسي        dārayava(h)uš xšāyaθiya vazraka          داریوش خشایثیه وازرکا       داریوش لوی پاچا دی.

منځنۍ فارسي        dārāy šāh ī wazurg    دارای شاه ای وزرګ          داریوش لوی پاچا دی.

•   د “مزدا” ستاک په مؤنث حالت کې  Mazdā

•  په مذکر حالت کې Mazdō

صفت: په لرغونې فارسي کې صفتونه په مفتوح ( زور لرونکي) حرف پای ته رسیږي او صفت له موصوف سره د اسم په اته واړه حالتونو کې مطابقت کوي.

( ۳: ۲۶ مخ)

په لرغونې فارسي کې فعلونه

افعال په لرغونې فارسي کې ممکن د *پیشوند* سره وي. پرته له احتمالي *پیشوند* څخه، فعل له ریښې څخه جوړ شوی دی چې په کې د فعل ریښه، ماده جوړونکې برخه او شناسه شامل دي. الزامي افعال معمولاً یوه الزامي نښه لري چې له مادې وروسته او له شناسې مخکې راځي.

“vidēm” (ما ولیدل) – دلته “m” د شناسه برخه ده چې د “ما” لپاره ده.

“vidēd” (تاسو ولیدل) – دلته “d” د شناسه برخه ده چې د “تاسو” لپاره ده.

ریښه :  د ریښې برخه په دواړو ژبو (لرغونې فارسي او منځنۍ فارسي) ورته ده، خو د بعضو فعلونو له مخې لږ بدلونونه رامنځته کیږي.

ماده جوړونکې برخه:   په لرغونې فارسي کې فعلونه عموماً د ماضي او تکمیل شوي زمانو لپاره دې ته ورته جوړښت لري مثلاً  d په منځنۍ فارسي کې دا جوړښت ساده شوی دي.

شناسه:  د لرغونې فارسي ګرامر کې شناسه د فاعل د نوعیت مطابق بدلېږي، په منځنۍ فارسي کې دا برخې لږ ساده شوي دي، او په ځینو وختونو کې د فاعل د تعداد او جنس (مذکر یا مؤنث) لپاره اضافي بدلونه کارول کیږي.

vidē” (لیدل) ، vidēm” (ما ولیدل) – دلته “m” د شناسه برخه ده چې د “ما” لپاره ده. ، vidēd” (تاسو ولیدل) – دلته “d” د شناسه برخه ده چې د “تاسو” لپاره ده.

په منځنۍ فارسي کې بیا همدا یو حالت دی.

د فعل ریښه په لررغونې پارسي کې:

فعلونه په لرغونې فارسي او اوستا کې د مشترکې ریښې لرونکي دي او دا ريښه په درې ډولونو ویشأ شوې، چې عبارت دي له ضعیفې، قوي او زیاتې شوې ریښې څخه، دغه ریښې، چې ځینې یې یوه یا دوه هجاوې لري د ځانګړو افعالو معنی څرګندوي.

مثلاً، saok  ریښه ده د هغو افعالو چې د سوځېدو معنا ورکوي. دغه کلمه کیدای شي په ضعیف شکل راشي، لکه “suč” یا suk  د ځینو افعالونو لپاره ضعیفه او د ځینو افعالو لپاره قوي ریښه کارول کېده همدارنګه په لرغونې فارسي کې معمول پیشوندونه  کولی شي د فعل مفهو بدل کړي.

مادهٔ فعل

هر فعل په لرفونې فارسي کې له یوې مادې جوړ شوی دی، چې د فعل ریښې ماده جوړونکې برخې او هجا ته اشاره کوي. او د مضارع او الزامي فعلونو لپاره ځانګړې *شناسه* شتون لري.

شناسهٔ فعلی

د فعل شناسه ګانې د درې کسانو لپاره چې په مفرد، مثنی او جمع کې وي، په مختلفو حالاتو کې د ماضی، مضارع او همدارنګه د ګذرای او ناگذر افعال لپاره شتون لري. له دې امله د لرغونې فارسي افعال، چې په پای کې شناسه لري ډېر دي. د مؤنث او مذکرلپاره هم کوم توپیر پکې شتون نلري. 

د بیلګې په توګه: د ماضی فعل barantiy چې په لرغونې فارسي کې د “می‌برند” معنی ورکوي، د فعل ريښه bar له *ماده‌سازa  سره یوځای کیږي، چې په نتیجه کې bara جوړیږي او دا **مادهٔ فعلي* د *مضارع* او *ګذرای* افعال لپاره ده. په پای کې د درېیم شخص *جمع* لپاره د ntiy شناسه هم ورسره اضافه کیږي. (bar-a-ntiy) او په نتیجه کې فعل جوړېږي.

لغت نامه (Lexicon)

د ایراني نیا   لرغونې فارسي        منځنۍ فارسي        نوې فارسي  معنی

arta* arta   ard    ard اَرد         ارد

açva* aspa, asa    asp    asb اسب     اسب

bhāji*         bāji   bāj    bāj باج/باژ  باج

bhrātr*      brātar         brādar        barādar برادر       برادر

          Ahuramazdā       Ohrmazd   Hormoz(d) هُرمُز (د)    اهورامزدا

kāma*        kāma          kām  kām کام     دهان

daiva*         daiva dēv   dēv دیو       دیو

          drayah        drayā          daryā دریا  دریا

zhasta*       dasta dast   dast دست   دست

bhūmī*     būmi būm būm بوم     سرزمین

martya*      martya        mard mard مرد    مرد

māsa*        māha          māh  māh ماه     ماه

vāsara*      vāhara        Bahār         bahār بهار  بهار

sthūnā*     stūnā         stūn  sotūn ستون         ستون

cyāta*        šiyāta         šād   šād شاد      شاد

draugh*     drauga        drōgh         dorōgh دروغ        دروغ

د پهلوي ژبې ګرامر:

 د پهلوي ژبې غږیز سیستم:

منځني فارسي ژبه چې په کتابونو کې کارول کېده د ساساني دورې په لومړیو کې د کتیبو په پرتله یو څه پرمختللې و، لږ  تر لږه ۲۰ بیلا بیل بې واک غږونه یې درلودل، چې همدا غږونه د پهلوي ژبې بې واک غږونه هم دي: 

p, b, t, d, k, g, m, n, č, IJ, f, s, z, š, x, h, l, r, w, y

دلته یوازې د پهلوي بې واک غږونه د هغوی تلفظ (فونټیک لیکدود) او مثالونه وړاندې شوي.

بې واک غږ  فونټیک لیکدود      مثال   مانا

p        /p/     pād   بادشاه

b        /b/     bahr  برخه، نصیب

t         /t/      tōh   تود، سوړ

d        /d/     dēn   دین

k        /k/     kār    کار

g        /g/     gar    دروند، سخت

m       /m/    mard سړی، انسان

n        /n/     nām  نوم

č        /č/     čahr  څلور

ĵ         /ʒ/     ĵām  شراب، جام

f         /f/      frēh  ډېر، زیات

s        /s/      sāl     کال

z        /z/     zard  ژیړ

š        /ʃ/      šāh   بادشاه

x        /x/     xwar  خواړه، خوراک

h        /h/     hēnd هند

l         /l/      lōg    خلک

r         /r/      rāh    لار، لاره

w       /w/    wāz  خلاص، پرانستل

y        /j/      yazd  یزدان، خدای

پهلوي ژبې ۸ مصوتونه( خپلواک)غږونه( a, ā, i, ī, u, ū, ē, ō) درلودل. ځینې پوهانو دوه نور مصوتونه( خپلواک) غږونه e او o هم د منځني فارسي ژبې په خپلواکو غږونو کې شمېرلي دي. 

د پهلوي ژبې واولونه

                             واول (منځنۍ فارسي)                  فونټیک لیکدود           پښتو لیکدود                    مثال   مانا

a        /a/     a        ʿad (عَد)     “ځانګړی”

ā       /ā/     ā       māy (مای) “مور”

i         /i/      i         dīr (دیر)     “وروستۍ”

ī         /ī/      ī         kī (کی)       “څه”

u        /u/     u        du (دو)       “دو”

ū       /ū/    ū       būr (بور)    “بور”

ē       /ē/     ē       dēn (دین)  “دين”

ō       /ō/    ō       kōr (کور)    “کور”

اوس د لرغونې او منځنۍ ژبې د واولونو توپیر په یو جدول کې تاسو ته وړاندې کیږي:

دواړو ژبو د واولونو پرتله په جدول کې:

لرغونې فارسي واولونه      د پهلوي ژبې واولونه        توپیرونه

a, ā, i, ī, u, ū, ə   a, ā, i, ī, u, ū, ē, ō       نوي اوږده واولونه  ē  او ō  منځنۍ فارسي کې زیات شول، خو ə  ورک شو.

ai  دیفتانګ ē       ai  په اوږده غږ ē  بدل شو.

au  دیفتانګ ō       au  په اوږده غږ ō  بدل شو.

واولونه ډېره تنوع لري       واولونه ساده شوي  د لرغونې فارسي واولونه ډېره تنوع لري، منځنۍ فارسي کې دغه تنوع ساده او اسانه شوې.                        

ə        /ə/     ə        ʿad (عَد)     ”               ځانګړی”

ə        /ə/     ə        kə-šā (کشا)         ”                      د خوارځواکۍ”

۱ـ د لرغونې فارسي č  د z  سره بدلېده:

لرغونې فارسي raučah

په پهلوي ژبه کېrōz   معنا: “ورځ”)

وضاحت: په لرغونې فارسي کې د č غږ (چې په پښتو کې “چ” غږ ته ورته دی) په پهلوي ژبه کې د z سره بدلیږي. په دې توګه، کلمه د raučah نه په rōz بدلیږي.

۲ـ  د لرغونې فارسي IJ  د z  سره بدلېده:

لرغونې فارسي:  IJafra

په پهلوي ژبه کې: zofr (ژور)

وضاحت: د لرغونې فارسي IJ  غږ (چې په لرغونې فارسي کې “ژ” ته ورته و) په پهلوي ژبه کې د z  سره بدلیږي. دا بدلون د کلمې د تلفظ روانتیا او ساده کولو لپاره دی.

۳ـ د لرغونې فارسي ŗ  وروسته له غیر دلبۍ آواګانو څخه د ar  سره بدلېده:

لرغونې فارسي: kŗta

په پهلوي ژبه کې : kard (کړه)

وضاحت: د بلرغونې فارسي ŗ غږ چې په لرغونې فارسي کې د غیر دلبۍ آواګانو وروسته راځي، په پهلوي ژبه کې د ar  سره بدلیږي. په دې توګه کلمه د kŗta  نه په kard  بدلیږي.

۴ـ  د لرغونې فارسي y  په ابتدايي ځای کې د IJ  سره بدلېده:

لرغونې فارسي: yavan

په پهلوي ژبه کې: IJuwān  (جوان)

وضاحت: د باستاني y  غږ چې په ابتدايي ځای کې راغلی و، په پهلوي ژبه کې د IJ  سره بدلیږي. دا بدلون د تلفظ په اسانه کولو کې مرسته کوي.

۵ـ د لرغونې فارسي dˇz  د d  سره بدلېده:

لرغونې فارسي  dˇzrayah

په پهلوي ژبه کې:drayā  (دریا)

وضاحت: د لرغونې فارسي dˇz  غږ (چې د یوې ځانګړې دیفتانګ غږ ښودنه کوي) په پهلوي ژبه کې د d  غږ ته بدلیږي. دا بدلون د ژبې په ساده کولو کې مرسته کوي.

په پهلوي کې نومونو د شمېر له مخې (مفرد او جمع) او دوه حالتونه (فاعل او غير فاعل) درلودل. فاعلي حالت د لرغونې فارسي له فاعلي( نهادي) حالت څخه ورته پاتې وه، چې د جملې په نهاد او کله نا کله په مستقیم مفعول کې کارول کېده، خو غیر فاعلي حالت، چې د لرغونې فارسي له اضافي( ملکي) حالت څخه پاتې وه په مستقیم او غیر مستقیم مفعوب، مضاف الیه، د اضافي کلمې متمم او د مجهولې جملې په جوړونه کې کارېده.

د نوم صرفي ګردان په منځنۍ فارسي( پهلوي) کې:

*نومونه چې په -ar ختمېږي*

1.      حالت‌فاعلی (Nominative):

        د فاعلي حالت په مفرد کې پایښت ø دی، یعنې هیڅ اضافي پایښت نه لري.

        په جمع کې هم پایښت -ar دی.

2.      حالت‌غیرفاعلی (Oblique):

        د غیر فاعلي حالت په مفرد کې پایښت ē دی.

        په جمع کې د اسمونو لپاره پایښتونه -ān، -īn یا -ūn دي، چې د اسم ډول پورې اړه لري.

حالت مفرد (Singular)    جمع (Plural)

حالت‌فاعلی  ø        -ar

حالت‌غیرفاعلی       ē       -arān، -arīn، -arūn

که یو اسم په –ar  ختمېږي د مختلفو حالتونو لپاره به یې ګردان داسې وي:

•        مفرد فاعلي حالت: اسم په خپله اصلي بڼه راځي، بې له کوم تغییره مثلاً: pitar = پلار

•        مفرد غیر فاعلي حالت: پای کې به -ē زیات شي مثلاً: pitarē = د پلار

•        جمع فاعلي حالت: پای کې به –ar  زیات شي مثلاً: pitarar = پلرونه

جمع غیر فاعلي حالت: پای کې به د -arān، -arīn یا -arūn څخه یو زیات شي (مثلاً: pitararān = د پلرونو

په منځنۍ فارسي ژبه کې صفتونه چې د اسم په توګه هم کارېدلی شي، دوه شمېرې لري: مفرد او جمع. صفتونه کولای شي د خپل موصوف څخه مخکې یا وروسته راشي. که صفت د موصوف وروسته راشي، ډېری وخت له موصول (ī)څخه هم استفاده کېږي؛ لکه:  kēnwar mard کینه‌ور سړی یا pīl ī spēd سپین فیل. ځینې وختونه صفت د موصوف سره د شمېر له اړخه سمون کوي؛ لکه: frēstagān wuzurgān لوی استازي. په نادر ډول، موصوف په مفرد او صفت په جمع راځي.

ځینې اعلی صفتونه هم د لرغونې ایراني ژبې پاتې شوني دي چې په پای کې یې *-išta* درلود، لکه: 

– *mahist* (مهست)، “لوی‌ترین” 

– *kahist*، “وړوکی‌ترین” 

– *wēšist*، “زیات‌ترین” 

– *frahist*، “مخکښ‌ترین” 

– *wahišt*، “جنت” (اصلاً: غوره یا بهترین).

د منځنۍ فارسي ضمیرونه یوازې دوه شمېرې لري مفرد او جمع د شخصي ضمیرونو لپاره په منځنۍ فارسي کې دوه ډولونه شتون لري:  منفصل او متصل.

منفصل ضمیرونه

په لرغونې فارسي کې:

•        زه  an/az، غیرفاعلي: man

man fraštam –  زه راغلم.

•        ته (tō):

tō fraštī –  ته راغلې.

په پهلوي کې:

•        زه : az

az āmadam –  زه راغلم.

•        ته : tū

tū āmadī – ته راغلې.

په پهلوي کې ضمیرونه لنډ شوي دي (لکه tō → tū، ōy → ū)

متصل ضمیرونه

په لرغونې فارسي کې:

•        -m  زما

patiyā-m –  زما خاوند.

•        -t  ستا

patiyā-t –  ستا خاوند.

په پهلوي کې:

-m  زما

pidar-m –  زما پلار.

-t  ستا

pidar-t –  ستا پلار.

•  د متصل ضمیرونو بڼه په دواړو ژبو کې نږدې یو شان ده.

•  په پهلوي کې یوازې د کلمو ترتیب او جمله‌ جوړښت لږ ساده شوی.

د لرغونې او منځنۍ فارسي نومونه او جنسیتونه:

نوم     جنسیت        لرغونې فارسي        منځنۍ فارسي        مانا

Pārsa-         مذکر  Pārsa-         Pārsa          پارس

dasta-         مذکر  dasta-         dast   لاس/لاسونه

martiya-     مذکر  martiya-     mard سړی، انسان

gauša-         مذکر  gauša-         gūs   غوږ

baga- مذکر  baga- bāg   خدای

Māda-        مذکر  Māda-        Mād ماد

hainā-        مؤنث  hainā-        hēnō          دښمن پوځ

taumā-       مؤنث  taumā-       tāwm          کورنۍ

framānā-   مؤنث  framānā-   framan       فرمان

Aθurā-       مؤنث  Aθurā-       Ātur آشور

stūnā-        مؤنث  stūnā-        stūn  ستنه

maškā-       مؤنث  maškā-       mask مشک/لوی کڅوړه

Margu-       مذکر  Margu-       marg مرو

Ufrātu-       مذکر  Ufrātu-       Ufrāt فرات

Kuru- مذکر  Kuru- Kūrōš         کوروش

Bāb(a)iru- مذکر  Bāb(a)iru- Bābīr          بابل

gāθu-         مذکر  gāθu-         gāθ  ځای، تخت

•  لرغونې فارسي: د نومونو جمع جوړښت د پام وړ توپیر لري. د لرغونې فارسي جمع جوړښت عموماً د -ān پسوند کاروي.

•        د مثال په ډول: gauša- (غوږ) → gaušān (غوږونه)

•  منځنۍ (پهلوي): په منځنۍ فارسي کې، د جمع جوړښت لپاره د -ān، -īn، او -ūn پسوندونه کارول کیږي. د مثال په ډول:

•        dasta (لاسونه) → dastān

•        hainā (دښمن پوځ) → hainān

پایله

د لرغونې فارسي او پهلوي ژبو ترمنځ اړیکې په ژبنیو تحولاتو کې په پراخه کچه ښودل شوي دي. لرغونې فارسي، چې د هخامنشي دربار د رسمي ژبې په توګه رامنځته شوه، وروسته له سقوطه د مختلفو ژبنیو بدلونونو سره مخ شو او په پای کې د منځنۍ فارسي یا پهلوي ژبه تر تاثیر لاندې راغله. دغه بدلونونه د ګرامر، لغتونو او لیکدود کې څرګند شول. د دې ژبې د تطور بهیر د تاریخ په اوږدو کې د ایران په سیاسي او فرهنګي پراختیاو کې ځانګړی رول درلود.

پهلوي ژبه د لرغونې فارسي څخه یوه پرمختللې بڼه وه، چې د ساسانيانو په دوره کې د رسمي او ادبي ژبې په توګه وکارول شوه. دا ژبه د لرغونې فارسي څخه په تلفظ، ګرامر او لیکدود کې څو اړخیزه بدلونونه درلودل، خو همدارنګه یې د لرغونې فارسي ځینې ځانګړتیاوې لکه اته ګوني ګرامري حالتونه او د هندواروپایي ژبو په لړۍ کې خپل ځای ساتلی و.

د دې ژبو ترمنځ د فرهنګي او ادبي اړیکو پراختیا، چې د ژبې د کارونې او لیکلو شکلونو په تحول سره څرګندیږي، د تاریخ په اوږدو کې د ایران په تمدن کې مهمې ټولنیزې او فرهنګي پرمختګونه رامنځته کړل. د لرغونې فارسي او پهلوي ژبو د تحول بهیر نه یوازې د ژبې پر جوړښت تاثیر وکړ، بلکه د ایران په سیاسي تاریخ کې یې هم مهم ځای لري، ځکه چې دغه ژبې د ساساني امپراتورۍ د اقتدار په دوران کې د پوهې او حکومتي اړیکو د پراختیا لپاره بنسټیزې وسیلې وې.

وړاندیزونه

۱ـ کوم سیمنارونه، چې د ماسټرۍ او دوکتورا برنامو د محصلینو لخوا برابریږي، باید دا ټول سیمنارونه، چې د څیړنې په اصولو برابر وي سایټونو ته پورته شي، ترڅو نور محصلین هم ترې ګټه واخلي او په راتلونکي کې ورته موضوعاتو ته لاس رسی هم اسان شي.

۲ـ سیمنارونه باید محصلین په خپله خوښه په داسې موضوعاتو واخلي، چې په پښتو ژبه کې تر اوسه ورباندې کار نه وي شوی او که د استادانو لخوا محصلینو ته د سیمنارونو موضوعات ټاکل کیږي باید موضوعات داسې وي، چې تر اوسه پرې څېړنه نه وي ترسره شوې.

ماخذونه

۱: ای. ام. اورانسکی. ۱۳۷۹. فقه اللغه ایرانی. چاپ دوم. مترجم: کریم کشاورزی. ایران: انتشارات پیام

۲ـ مهري، باقري. ۱۳۸۰. واج شناسی تاریخی. تهران: نشر قطره

۳ـ رضی، هاشم. ۱۳۶۷. فارسی باستان. ایران: انتشارات فروهر

https://fa.wikifeqh.ir ـ ۴

 ـ ۵https://asemooni.com/mag/history-of-persian-language

 ـ ۶http://www.honarnameh.com/news

ټګونه: ادبیات ژبپوهنهپهلوي ګرامرژبپوهنیزه تاریخچهګرامري توپیرونهلرغونې فارسي ژبه
ShareTweet
POHAWAI Media

POHAWAI Media

پوهاوی‌ مېډیا د افغانستان، سیمې او نړۍ د روانو چارو کره پوښښ کوي او هم د ځانګړو موضوعاتو په اړه راپورونه او شننې وړاندې کوي. زموږ ټیم څېړنیز ژورنالېزم ته ژمن دی او د افغان ولس د افکارو تنویر مو سپېڅلې دنده ده.

    • Trending
    • Comments
    • وروستی
    د اولاد په روزنه کې د ګرانښت اظهار باید څه ډول وي؟

    د اولاد په روزنه کې د ګرانښت اظهار باید څه ډول وي؟

    نوومبر 7, 2024
    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    مې 21, 2025
    له ډېرو ماتو وروسته/ امرالله مېړنی

    له ډېرو ماتو وروسته/ امرالله مېړنی

    سپتمبر 20, 2024
    د موټروانۍ پر مهال نه‌غوسه کېدل مو ژوند ژغوري

    د موټروانۍ پر مهال نه‌غوسه کېدل مو ژوند ژغوري

    نوومبر 6, 2024
    څنګه جذاب شخصيت ولرو؟/ لیکوال: نسیم ځواک

    څنګه جذاب شخصيت ولرو؟/ لیکوال: نسیم ځواک

    0
    ښوونه روزنه او سوریالیزم/ لیکواله: مرسل امیري

    ښوونه روزنه او سوریالیزم/ لیکواله: مرسل امیري

    0
    د زېړي نړیواله ورځ؛ تور زېړی ولې د خپرېدو په حال کې دی؟

    د زېړي نړیواله ورځ؛ تور زېړی ولې د خپرېدو په حال کې دی؟

    0
    د اولمپیک نړیوالې کمیټې له سویلي کوريا بښنه وغوښته

    د اولمپیک نړیوالې کمیټې له سویلي کوريا بښنه وغوښته

    0
    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    ځان غوښتنه

    نوومبر 30, 2025
    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    نوومبر 23, 2025
    د چخوف د کیسه‌لیکنې هنر

    د چخوف د کیسه‌لیکنې هنر

    نوومبر 13, 2025
    د ويټامين سي (C) حیرانوونکې ګټې

    د ويټامين سي (C) حیرانوونکې ګټې

    نوومبر 13, 2025

    وروستي خپاره شوي

    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    ځان غوښتنه

    نوومبر 30, 2025
    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    نوومبر 23, 2025

    پوهاوی‌ مېډیا د افغانستان، سیمې او نړۍ د روانو چارو کره پوښښ کوي او هم د ځانګړو موضوعاتو په اړه راپورونه او شننې وړاندې کوي.
    زموږ ټیم څېړنیز ژورنالېزم ته ژمن دی او د افغان ولس د افکارو تنویر مو سپېڅلې دنده ده.

    Welcome Back!

    Login to your account below

    Forgotten Password?

    Retrieve your password

    Please enter your username or email address to reset your password.

    Log In

    Add New Playlist

    No Result
    View All Result
    •  
    • خبرونه
      • ابادي
      • اقلیمي بدلون
      • ورځنۍ پېښې
    • اسلام
      • لارښوونې
      • د عالمانو ویناوې
      • معلومات
    • سیاست
      • کالم
      • مرکه
      • تحلیل
    • ادبیات
      • ژبپوهنه
      • کتاب لنډیز
      • کره‌کتنه
      • لیکوالي
    • ژوند
      • ټېکنالوژي
      • روغتیا
      • سپورټ
      • بریالیتوب
    • اقتصاد
    • هنر او څېرې
    • د پوهاوي په اړه

    Designed and Developed By iCode Software Company © 2024 Pohawai Media. All rights reserved