لیکنه: لیکوال او خبریال محمد صادق ودان
د پوهنتون وروستۍ کال و، هغه وخت له یوه ملګري سره په مکرویانو کې اوسېدم. سهار پوهنتون ته او له پوهنتون وروسته دندې ته تلم. لومړی دا چې شخصاً زما له ماشومتوبه له ښکنځولو سره نه وه جوړه او که یو چاته به بې احترامي وه، زه به هم ورسره خپه کېدم. لومړی خو مې له خواله رسنیو دومره کار اخیسته چې د خپرونو په درد خوړل کېده. دویم دا چې داسې څه مې نه کتل چې خپل ذهن مې ورباندې ککړ کړی وای. یو ماښام چې له ملګري سره مخ شوم، یوه خبره چې به مې وکړه ویل به یې؛ سیي ده، بیخي سیي ده! او بیا به یې ورسره خندل، د دې لپاره چې بدرقه یې کړم، ما هم ورسره خندل. پوښتنه مې وکړه چې دا سیي ده څه مانا لري؟ وویل: لکه چې خواله رسنۍ نه ګورې؟ هاشم لوګری نه پېژنې؟ پوه شوم چې کومه خبره ده!! سر مې پرې ونه ګرځاوه. ډېر وخت تېر شو وروسته پوه شوم چې پر خواله رسنیو یو هېوادوال په ښکنځولو ډېر مشهوره شوی دی. خدای شته زه دې شیانو ته ډېر خپه کېږم، په ظاهر ښيي هېڅ ونه وایم خو په دې خپه کېږم چې ولې د داسې کسانو خبرې زموږ هېوادوال بیا بیا نشروي.
د همیم صاحب په خبره څوک پیدا نه شو چې هاشم لوګري ته کاکا ووایي. دا فکر له هېڅ چا سره پیدا نه شو چې د دې ښکنځولو تر شا به څه کیسه پرته وي؟! هېڅ چا د دې کیسې د روښانه کولو لپاره د لوګري کلي ته سفر ونه کړ. هېڅ چا یې له ملګرو او کورنۍ سره له نږدې خبرې او شپه ونه کړه. او هېڅوک پیدا نه شول خپله د هاشم لوګري ناویلي کیسې ته غوږ ونیسي.
که مو د محمد الله همیم صاحب «وطنه ستا لېونی!» کتاب نه وي لوستی، ښایي دا لیکنه يې یوه کړکۍ ستاسو په فکر کې پرانېزي. کیسه ډېره ساده، روانه او ارامه پیلېږي. ګام په ګام کیسه او د کیسې په منځ کې معلومات درسره شریکوي، لیکوال د خپلو سترګو لیدلی حال درسره شریکوي. دا کتاب له لوستونکي سره د هاشم لوګري په ژبه خبرې کوي. کله کله هم داسې فکر در کوي چې لوګری کاکا په خپلو سترګو وینې او د هغه ښکنځلو ته غوږ یې. دا کتاب د هاشم لوګري د ژوند، تېرې، هېرې، نوې زړې او دردونکې کیسې درسره شریکوي. او هغه ځای ته مو بیایي چې هاشم لوګری له پاڼه لاندې لوېږي، مغزی یې ماتېږي او د مودې لپاره بې هوښه پاتېږي.
لیکوال په ظاهر د یوه لېوني څار پیل کړی او معلومه نه وي، چې څه به کېږي! ګڼې پوښتنې او ګڼ ځوابونه او د طبیعت زړه راښکونکی انځور په متن کې درسره شرکوي.
د همیم صاحب قلم له برکته مې داسې فکر وکړ، لکه زه چې خپله د هاشم لوګري پر وړاندې ناست یم او تر ټولو مهمه خبره دا چې لیکوال د شاوخوا پېښې یې هم له ما سره روایت کوي.
د دې کتاب په لوستلو سره مې هره ګړۍ نجیب بروت ذهن ته راتله، چې ښایي ښاغلی نجیب بروت او ده ته ورته نور کسان هم د هاشم لوګري کاکا ته ورته کیسې ولري، چې حتماً په اورېدلو، لیکلو او مستند کولو ارزي؛ دا به مې هم په اوږد مهاله ذهن کې پاتې وي، هر هغه څوک چې له طبیعي حالت څخه وتلې خبرې کوي، یوه پټه کیسه به یې تر شاه پرته وي، ظاهر به یې نه قضاوت کوم، بلکې فکر به مې پر دې راټول وي چې څنګه یې کیسه اورېدای شم او مرسته ورسره کولای شم.
تازه ولاړم ګوګل کې مې د ښاغلي لوګري کاکا ویډیوګانې سریچ کړې، ډېرې مې ونه کتلې، له ۵۰ ثانیو ډېر زما لپاره د کتلو نه و، نه دا چې بدې ردې مې ترې اورېدلي وي، بلکې زموږ د هېوادوالو له ویډیو اخیستلو ناراحت کېدم، که مې دوام ورکولای په دې مانا چې باید اول ناراحته شوی او بیا مې کتلی وای، دغه برخه زما شخصي احساس دی چې د دې کتاب او د لوګري کاکا په اړه یې لیکم. زه داسې فکر کوم چې د ټولنیز سواد لپاره ډېر وخت ته اړتیا لرو. اړتیا لرو یو بل ښه درک کړو، یو بل ښه وپېژنو، د ټولنې د وګړو شخصي حریم ته درناوی ولرو او ځان ته د دې اجازه ورنه کړو هر هغه څه چې زموږ زړه غواړي هغه ترسره کړو، حتی که د نورو حثیت تر پښو لاندې کېږي.
لیکوال د «وطنه ستا لېونی!» کتاب تر پیر محمد کاروان صاحب رسولی او کتاب ته یې معنوي ارزښت وربښلی دی. کاراوان صاحب د کتاب نوم ټاکلی او په پای کې یې د وطن لېونیانو ته یو غزل هم وړاندې کړی دی.
دا کتاب تکړه لیکوال محمد الله همیم په اوویا پاڼو کې راټول کړی او د لمرماښام خپرونه کې تر بحث وروسته یې ما ته او د خپرونې کوربه میوند اقبال ته ډالۍ کړه، چې دواړه مننه ترې کوو؛ او همیم صاحب له ما څخه دا غوښتنه وکړه چې خپل نظر ورسره شریک کړم. پوهېږم نظر به مې نیمګړی وي، خو مننه کوم چې دا لیکنه تاسو د لوستلو لپاره ټاکلې ده.
د کتاب له زرینو کرښو؛
وروره جانانه، څې دا خبره پاتې نه سي. هاشم به ځان سره یوه آینه ام ګرځوله. څې مخ ته بې ونیوه، اخ به یې کړل، ویلې به یې؛ «مرګی دې نه وای، هاشمه!»
دې لیکنې ته مې د دې لپاره د شرمېدلي فکر نوم ورکړ چې یوه پلار خپل زوی د دې لپاره رټلی و چې ولې یې د هاشم لوګري غوندې لېونی له ځان سره کورته راوستی و، ځوان هم په داسې حال کې چې د هاشم لوګري په جېب کې یوه روپۍ نه وه، په تکه توره شپه کې د سړک پر غاړه پرېښود.
هر انسان یوه کیسه لري، چې راوي ته اړتیا لري او له روایت وروسته کیسه ارزښت پیدا کوي. داسې روایت کوونکي دې لا ډېر شي.