د اوړي موسم په ګرمو ورځو او کله چې د تودوښې درجه لوړه وي، د یخ لرونکو څښاکو تر څنګ د نعناع د پاڼو چای څخه په ګټې اخیستنې سره مو ځان له جل وهلو څخه ژغوري.
د پلازمېنې کابل سربېره د هېواد یو زیات شمېر ولایتونو کې د تودوښې څپه راغلې چې خلک یې له کور څخه بهر تلل او کار کولو پر مهال له ستونزو سره مخ کړي دی.
نعناع د نورو روغتیایي ګټو ترڅنګ، د اوړي په ګرمو ورځو کې د انسان بدن د تعادل ساتلو لپاره په کافي اندازه مايعاتو ته زیاته اړتیا لري او د ګرمۍ لرې کولو لپاره غوره دا ده چې د نعناع چای وڅښو.
د نعناع چای مهمه ګټه دا ده چې تنده ختموي، د بدن د تعادل په ساتلو کې مرسته کوي او د جل وهل څخه مو ژغوري.
د نعناع د پاڼې چای نه یوازې دا چې خوندور وي، بلکې، چای د دوبي او په ګرمو ورځو کې د انسان بدن له داخل څخه یخ یې ساتي.
په الماني کې هم ډاکټرانو خلکو ته سپارښتنه کوي چې په ګرمو ورځو کې د نعناع یو یا دوه پیالې چای وڅښئ.
د المان په پلازمېنه برلين کې پروفیسور «فرانک کولیکس» ویلي، له ډيرو سړو یا یخو مشروباتو له څښلو څخه ډډه وکړئ او پر ځای یې د نعناع چای او د میوې رقیق اوبه یا چوس وڅښئ.
همداراز د ګرمۍ په موسم کې هغه کسان چې سم خوب نه لري، له هغو خواړو څخه ډډه وکړي چې په سختۍ سره هضمیږي او د ماښام په ډوډۍ کې کوښښ وکړۍ له سلاد، سبزیجاتو او مستو څخه ګټې واخلئ.
د نعناع چای جوړولو لپاره یوازې د نعناع پاڼې تر مینځلو وروسته په چوش اوبو کې واچوئ، او له ۵ څخه تر ۱۰ دقیقو پورې په جوشو اوبو کې دم کړئ.
هغه کسان چې د پاخه عمردي او ډیر وزن لري کوښښ وکړئ چې په مستقیم ډول د لمر له وړانګو ځان وساتي او د نعناع چای څخه په ګټې اخیستنې خپل وزن او روغتیا ترلاسه کړئ.