دوکتور اجمل اجمل ښکلی
د استاد صميم له خولې مې اورېدلي وو، چې سمه املا خلک د ليکوال کمال نه بولي؛ خو په املايي تېروتنه يې غندي.
ناسمه املا، زموږ خلک د بېسواده نښه بولي؛ خو پوښتنه دا ده، چې رښتيا هم ليکوال ملامته دی؟
يوه ملګري د يوې غونډې پر پوسټر زما نوم په “ي” وليد، مېسج يې وکړ، چې يوه چا ويل، چې خپل نوم يې غلط ليکلی. ما ويل، لومړی خو دا ما نه دی ليکلی او که مې ليکلی وای؛ نو څه اسمان به راپرېوتې وای؟
غلطه املا له لاندې حالتونو خالي نه وي:
۱. ليکوال پر املا خبر وي؛ خو د ليکنې په بيا بيا لوستو يې ورپام نشي او املايي غلطي په ليکنه کې پاتې شي. انسان معذور دی، دا ډول تېروتنې په نورو مسايلو کې هم کوي؛ خو زموږ خلک د نيوکې پر مهال د ليکوال يا شاعر دې عذر ته پام نه کوي. په انګليسي کې چې املايي غلطۍ په نشت حساب دي، لامل يې په سافټويرونو کې د خپلسرې (اتوماتې) سمونې اسانتيا ده. په پښتو کې چې دا ډول اسانتيا نشته، د املايي تېروتنو امکان ډېر دی. په دې تېروتنو هله پر ليکوال نيوکه کولای شو، چې ډېرې وي؛ خو دا هم د ليکوال بېسوادي نه، نه پاملرنه ښيي.
دا ډول تېروتنې چې د ليکوال له ناپامۍ زېږي، د کمپيوټر په اوسني مهال کې يې ټايپي تېروتنې بولي. ټايپي ورته په دې هم وايي، چې ممکن په کلمه کې مانيز توپير رانه ولي؛ خو دلته خلک د ټايپي او املايي تېروتنې توپير نه کوي او په ټايپي تېروتنه هم ليکوال غندي.
۲. ليکوال پر املا خبر وي؛ خو په ځينو مواردو کې ورسره اختلاف لري يا د خپلې سيمې دود املا کاروي. دا ډول ليکوال هم په بېسوادۍ نشو تورنولای، مثلا په پېښور کې د مطلقيت”و” په “او” تلفظ کوي او ليکي؛ نو ځينې ليکوال “وليد” د “اوليد” په بڼه ليکي؛ خو خلک فکر کوي، چې غټ ليکوال دی او په املا نه پوهېږي.
۳. په پښتو کې ځينې غږونه د تلفظ له پلوه سره نېژدې دي، چې ګړدودونو پکې هم يوه ګڼه ګوڼه پيدا کړې او ورسره له دې غږونو جوړې کلمې دي، چې کارونه يې کمه ده. له دې امله يې زياتره ليکوال سمو ليکلو ته نه متوجه کېږي، مثلا موږ او تاسو په ليک کې د “هوږې” او “ځېل” غوندې کلمې ډېرې نه کاروو، ځکه يې په ليکلو کې تېروتنې ليدل کېږي او ځکه يې ځينې په “اوږه” يا “اوګه” ليکي.
دا ډول تېروتنې ما د لويو ليکوالو په آثارو کې هم ليدلې. فکر کوم، چې دا به انصاف نه وي، چې په املايي تېروتنه ليکوال د لويۍ له بامه راوغورځوو، بيا چې د ځينو کلمو د سمې بڼې په اړه د نظر يووالی هم نه وي، چې “سوزېدل” سم دی، که “سوځېدل. “نشته” سم دی، که “نه شته”.
۴. د ځينو ليکوالو او شاعرانو په آثارو کې ګڼې املايي تېروتنې وي او دا ښيي، چې ليکوال په املا کې کمزوری دی. په دې مورد کې د ليکوال پر املا نيوکه کېدای شي؛ خو د خلکو حاکم ذهنيت هم د نيوکې وړ دی. حاکم ذهنيت ټول علم په املا کې ويني او فکر کوي، که څوک سمه املا و نه ليکي، ليکوال نه دی، سره له دې چې ليکنه يا انشاء او املا دوه بېل شيان دی. په پښتو کې داسې مشهور شاعران پېژنم، چې ښه شعر ليکي؛ خو املايي کمزورۍ لري. اوس که څوک له دې امله دی ښه شاعر نه بولي، چې املا يې سمه نه ده؛ نو په حق کې يې ظلم کوي، ځکه د شاعرۍ هنر جلا او سمه املا جلا شی دی. که شعر د موسيقۍ يا تخيل ستونزه ولري او محتوا يې سمه نه وي، د نيوکې وړ دی؛ خو د املا د ناسموالي له امله يې د شاعرۍ له ملکه نشو ايستلای.
د شاعر بېلګه د ليکوال لپاره هم سمه ده. يو ليکوال پېژنم، چې تازه يې له انګليسي او اردو په پښتو ليکنې پيل کړي، يو عالم املايي تېروتنې لري؛ خو خپله خبره مخاطب ته رسوي او د ليکنې محتوا يې نوې او علمي ده؛ نو که يې ليکنې په دې خاطر و نه لولو، چې املا يې سم نه دی، دا به ځان له ښه ليکه محروموو.
زموږ ذهنونه د مسايلو په شننه کې ښه نه دي. موضوع شنو نه، راټوله يې ساته او بيا يې د حافظ په يوه غونډاري ولو. د املا په اړه زموږ قضاوت همدا دی، چې که څوک سمه املا نه ليکي، لوی جرم کوي. املا بېشکه چې اړينه ده؛ خو د ليکوال او شاعر د هنر هومره نه.