ژباړه: محمدمصطفی سمون
یوې بوډۍ دوه منګي درلودل. له ګودره به یې اوبه پکې راوړلې. یو لږ سوری او بل روغ و. کله به چې ښځه د کور لوري ته راتله، سوری منګی به نیم شو؛ خو روغ منګی به په ځان نازېده. یو ورځ سوري منګي په ګودر کې ښځې ته وویل:
زه له تا ډېره شرمېږم، دا ځکه چې ته ما له دې ځایه ډکوې؛ خو تر کوره چې رسېږو، له ژۍ مې اوبه توېیږي او نیمه نه رسېږم.
بوډۍ وخندل او منګي ته یې وویل:
کله دې هم هغه ګلانو ته کتلي، چې د هغه سوري لوري ته دې دي؛ خو دا بلې خواته دې هېڅ هم نشته. زه ستا له عیبه خبره وم؛ نو له همدې امله مې دې لوري ته د ګلانو تخم وشینده. هره ورځ به چې له ګودره تر کوره راتلم تا به هغو ګلانو ته اوبه ورکولې. که ستا دا عیب نه وای، زه به هېڅکله د داسې ښکلې لارې څښتنه شوې نه وم.