استاد ګل رحمن رحماني
په افغانستان کې خبر جوړونکې پېښې ورځ تر ورځې زیاتېږي، اوس ددې هېواد لرې پرتو سیمو کې هم پېښې او مناسبتونه د رسنیو له سترګو پټ نه پاتې کېږي. له یوې خوا د رسنیو په ځانګړي ډول د ځايي رسنیو د شمېر زیاتوالی او له بلې خوا بیا خواله شبکو په ځانګړي ډول فېسبوک ته د عامو خلکو پراخه لاس رسی ددې لامل شوی چې هر څه پټ پاتې نه شي.
دغه پراخه لاس رس رسي حتی د رسنیو اصلي مسوولیت هم ننګولی دی، په دې چې اوس هر فېسبوک لرونکی شخص د پېښو او خبر لومړی خپرونکی دی، رسنۍ بیا په دویم قدم کې پوښښ ورکوي، حتی ډېر ځله د هغوی په خپاره کړي تصویر او نا مسلکي جزییاتو هم تکیه کوي او بېړنی خبر ورکوي، د ننګونې خبره دلته چې رسنۍ باید له هره اړخه د څېړنیز ژورنالېزم لمن را ټینګه کړي، اوس لومړی لاس او ناتوږل شوي معلومات د لوستونکو په لاس کې دي، هغه څه چې د خلکو له سترګو پټ پاتي دي، باید د څېړنیز ژورنالېزم په هېنداره کې ځان را څرګند کړي.
پورتنۍ خبرې زما د اصلي موضوع یوه مقدمه ده، لکه پاس مې چې یاده کړه هره ورځ تکرارېدونکو پېښو د خپل نوعیت له توپیر سره د خبریالانو د راپور ورکولو چاره هم ننګولې ده. ددې پېښو او خبر جوړونکو موضوعاتو یوه برخه په فرهنګ او ادب پورې تړلې ده، د فرهنګ او ادب په غوړېدو کې یوازې لیکوال، فرهنګیان، اثار او کره کتنه یې رول نه لري، رسنۍ او د فرهنګي چارو راپور ورکونکي هم په کې مهم رول لري. زما په اند زموږ په ټولنه کې اوسنۍ ادبي- فرهنګي پېښې د خپل نوعیت له مخې په درې ډوله دي. لومړی به یې سرسري وپېژنو او بیا به ورڅخه د فرهنګي راپور پر اړتیا او زاویو هم خبرې وکړو:
1. کلنۍ، میاشتنۍ او اوونیزې ناستې.
اوسمهال په هېواد کې ګڼې کلنۍ مشاعرې تر سره کېږي لکه نارنج ګل، انارګل، مڼې ګل، سنځل ګل، کونړ سیند، رڼا کلنۍ مشاعره، بادام ګل او نورې چې نن سبا یې د مالي اړخ د درنوالي په سبب دولتي او تر ډېره رسمي ملاتړ خپل کړی، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او ولایتي استازولۍ یې دا چاره سمبالوي. ددې تر څنګ ځينې فرهنګي ټولنې او ادبي بهیرونه میاشتنۍ او اوونیزې ناستې لري چې د خپلې اجنډا له مخې ډېر زاړه او کم نوی مسایل مطرح کوي.
2. مناسبتي ورځې
مناسبتي ورځې هم تقریبا کلنۍ ناستې وي، خو ټولو یې فرهنګي او ادبي مسایل هم نه رانغاړي، په دې ورځو کې د مورنۍ ژبې، ښځو، سولې، بیان ازادۍ، ښوونکي، استقلال، چاپېریال ساتنې او نورې ورځې شاملې دي. ددې تر څنګ د مهمو تاریخي او فرهنګي اشخاصو تلینونه هم په کې راځي.
3. تصادفي یا یو ځلي پېښې
تصادفي یا یو ځلي فرهنګي پېښې هم اوس یو ډول معمول دی، لکه د ځینو مهمو کتابونو چاپ او مخکتنه، ولایتونو ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر او اړونده چارواکو سفر، د فرهنګي او ادبي شخصیتونو نمانځغونډې، د فرهنګي فعالانو او ادیبانو مړینه، همدې چارې ته د اړوندو ودانیو لکه پوهنتون، تاریخي ابداتو او نورو ځایونو رغونه او نومَونه.
اوس به دا درې واړه د راپور ورکونې له زاویې یو څه تحلیل کړو: لومړی ډول غونډې په دې مهمې دي چې پیل یې نادولتي او ځايي دی، ډېری اوس هم نادولتي دي، د فرهنګي راپورونو لپاره ښې او تازه سوژې په کې مطرح کېږي، په ځانګړي ډول کلنۍ مشاعرې، ځکه چې ډېر لوړ پوړي چارواکي هم په کې د ګډون هیله لري، غواړي خبرې وکړي او خبرې یې هم تر ډېره فرهنګي او ادبي اړخ ولري.
دلته یو غوره چانس دا دی چې د هغوی ادبي او فرهنګي وړتیا یا لیدلوری هم د خبریال له سترګو تشخیص کېدی شي، خو له شک پرته چې تبلیغاتي، معمول او ځان ښودې خبرې به هم لري. که خبره د فرهنګي راپور وي، نو اړینه ده چې رسنۍ داسې غونډوکې د راپور ورکونې لپاره خپل هغه خبریال وګوماري چې له فرهنګي اصطلاحاتو، ادبي ژبې او اړتیاوو سره اشنا وي. دلته رسمي ویناوال مثلا وزیر، والي او کوم بل ځايي مقام په هر لحاظ د ځان ښوودنې او سیاست په اړه هم خامخا خبرې کوي، پوهېږي چې رسنۍ زیاتې او ګډونوال زیات دي، ګڼ خبریالان هم د هغو خبرو ته اهمیت ورکوي چې له ورځني سیاست او تودو مسایلو سره تړلي وي، خو که خبره د فرهنګي- ادبي راپور وي، نو دلته د غونډې اصل او موخه هم ادب او فرهنګ ګڼل کېږي، غوره به وي چې له وینا یې هغه زاویې را ونیسي چې په مناسبت یې غونډه جوړه شوې، خلکو یې یو کال انتظار کړی، دلته د ټولو ویناوو او مېلمنو د فکر محور د غونډې موضوع ده، نه هغه سیاسي او ټولنیز مسایل چې هره ورځ مطرح کېږي، دلته چارواکي غواړي خپلې ټولې خبرې وپلوري، خو فرهنګي راپور یې باید په زور اړ شوی مشتري نه وي. چارواکي حتی د جمعې لمونځونو، فاتحو او اخترونو کې له خپلو موخو وړاندې ځي او له موضوع بهر سیاست کې خبرې کوي.
بله دا چې په مشاعرو او ادبي غونډو کې هم له بده مرغه چې خبریال په راپور کې د هغه شعر او شاعر پلوي کوي چې خلک یې په احساساتو راوستې وي، په چارواکو یې تندې نیوکې کړې وي، وچ کلک شعارونه وي، د خلکو زړونه ډک دي، ښايي همدا خوښ کړي، خو د ادب او فرهنګ رویه تلپاتې هنر غواړي، راپور او رسنۍ باید هغه څه مطرح کړي چې د فرهنګ او ادب ترمینالوژي یې ایجابوي، یو څه روزنیز او تنقیدي اړخ ولري، څو بله دا ډول ناسته کې اصطلاحات راشي، مبتدي او د زده کړې په موخه راغلي کسان وروزل شي.
د راپور لپاره د ځايي یا عامو ګډونوالو په برخه کې بیا هم له رسمي مسوولیتونو پرته د هغو فرهنګیانو او شاعرانو نظر ډېر مهم دی چې نوې او ځايي څېرې دي، هلته د زده کړې او نورو ته د څه ښوودنې په موخه ورغلي، نه هغه چې په هره موضوع او هره ناسته کې په ټلویزیون او رسنیو کې د غږ او تصویر د راتګ په شوق د خبریالانو کمرو او مایکونو ته په خپله ځان ور وړاندې کوي.
البته میاشینۍ او اوونیزې ناستې ډېر ځله عادي او خبر جوړوونکې نه وي، جوړونکي یې هم خپل راپور یوازې د خپل فعالیت او شتون ښوودنې او ارشیف کې د خوندي کېدو یا تداوم لپاره لیکي، فرهنګي خبریال هم باید دا درک کړي، البته که خپله کلنۍ او د عمومي راپور وړاندې کونې ناسته وي، بیا هم یو ښه ارزونکي فرهنګي راپور ورباندې لیکل کېدی شي.
دویم ډول چې موږ مناسبتي فرهنګي ورځې یادې کړې، دلته هم چارواکي او د خبرو مینه وال دي، له هرې زاویې او په هر قېمت خبرې کوي. مثلا د کتاب نړیواله ورځ ده، یو فرهنګي مناسبت دی، فرهنګي راپور باید پر یوه مثلث تکیه وکړي چې لیکوال، لوستونکی او کتاب خپرندوی (انتشارات) یې درې ضلعې جوړوي، درې واړه به ناسته کې موجود هم وي. په ضمني برخو کې دا هم مهم دي چې برېښنايي مطالعې او ټکنالوژۍ پر کتاب څخه اغېز کړی؟ د پي ډي ایف کتابونو خپرېدو پر خپرندویانو څخه اغېز کړی؟ کوم کتابونه ډېر خوښوونکي لري؟ کتاب د لیکوال په اقتصادي ژوند کې څومره بدلونونه راوستي دي. که دا پوښتنې د ویناوالو خبرو کې ځواب نه شي، نو خبریال باید له ګډونوالو وپوښتي، حتی که داسې ګډونوال ونه مومي، کېدای شي دفترونو او کورونو ته پسې ورشي.
په همدې ډول هر کال مزارشریف روضه کې د جنډه اوچتولو مراسم تر سره کېږي، ما چې کوم راپورونه لیدلي ډېری د ویناوالو په سیاسي خبرو پسې روان وي، بیا وايي چې پلاني دا خبرې دې مناسبت کې کړې، لږ په امنیت او له تېر کال سره په یوه پرتلنه هم ولاړ وي، حال دا چې ددې مناسب راپور باید د فرهنګي یووالي او دولتي فرهنګي پالیسۍ په تشو، لاسته راوړنو او ورته نورو فرصتونو را وڅرخېږي، دې کلني جنش د بلخ او شمال فرهنګي حوزه څه اغېز کړی، په مادي او معنوي لحاظ یې څه ورکړي؟ څومره د فرهنګیانو او بېلابېلو فرهنګي ټولنو او ژبو د وصل په فرصت بدل شوی؟ که یوازې د سیاستوالو لپاره د وینا د یوه ستیج او بهانې مناسبت وي، نو بیایې له نورو سیاسي ناستو سره توپیر څه دی؟
درېیم ډول چې تصادفي او یو ځلي غونډې دي، ډېرې د اهمیت وړ بلل کېږي، په دې چې دوی اکثره خبریالانو او رسنیو ته له وړاندې خبرپاڼه هم استوي، د فرهنګي چارو خبریال باید له پوره مخکنۍ مطالعې او پېژندنې سره ورشي، فرهنګیان او ادیبان وپېژني. مثلا د یوه کتاب مخکتنه ده، طبیعي ده چی خبریال به له وړاندې نه وي کتلی، خو کېدای شي د ناستې په ترڅ کې تر ټولو وړاندې کتاب تر لاسه کړي، که یې بیخي له ناستې وړاندې لاسته ورشي، لا به ښه وي، دلته اوس یو هغه خبرې دي چې ویناوال یې کوي، طبیعي ده چې موږ محافظه کار یو، لیکوال او شاعران نه خپه کوو، ویناوې مو ټولې په ستاینې ولاړې وي، اوس خبریال د کتاب د محتوا تابع شي که د ویناوو؟
سمه ده چې دا د کره کتنې بحث دی، خو خبریال خپلي فرهنګي او ادبي خلاقیت وکاروي، خپل راپور په خبر جوړونکي ویناوال پیل نه کړي، له جوړونکو د شاعر مننه او راتلونکي هیلې هم مهمې نه دي، طبیعي چاره ده. مثلا د مخکتنې کتاب پښتو شعري ټولګه ده، راپور د پښتو شعر د اوسني وضعیت، د پښتو شاعرۍ د کتابونو چاپ له اوسنیو وضعیت او محتوا را پیل شي او بیا دا موضوع له کتاب سره په تړاو مستنده شي، که شاعر یې ووايي چې ژبې ته د خدمت په موخه شاعري کوم، دا هم د فرهنګي راپور په اډانه کې مناسب ځواب نه دی، باید پوښتنه ورته بدله شي، مثلا ولې یې په نثر نه کوي؟ همدارنګه هغه کسان هم پیدا شي چې ویناوال نه دي، خو د کتاب تشې او خوګانې ور معلومې دي، د اثر خالق یې لومړی ځل لیدلی، یا په هغو ښېګڼو پوهېږي چې د ویناوالو نه دی ورپام شوی.
په لنډه توګه بیا هم د یوې خبرې تکرار اړین بولم چې په فرهنګي راپور ورکونه کې د فرهنګي وضعیت درک، له فرهنګیانو او ادیبانو سره اړیکه او د هغوی مسلکي شناخت ډېر مهم دی، حتی فرهنګي جغرافیه، فرهنګي حساسیتونه او تشې هم باید د خبریال له سترګو پټې نه وي. که داسې وشي نو د فرهنګي راپور متن تلپاتې کېږي، د ادبي او فرهنګي څېړنو لپاره ماخذ او لارښود هم ګرځي، په داسې حال کې چې وچ کلک خبري او د چارواکو په ورځنیو سیاسي خبرو ولاړ «فرهنګي راپورونه» له خپرېدو څو ساعته وروسته هم مري.
پای