ژباړه: حامد بهیر
بوډا سړی چې له خپل زوی او د هغه له نوې مېرمنې سره اوسیده؛ لاسونه یې لړزېدل او سترگو یې سم نه لیدل او په سختۍ سره به په لاره روان وو.
د ډوډۍ خوړلو پر وخت باندې یې لمړۍ په مېز باندې ولوېده، گیلاس د مېز له سره ولوید او مات شو.
زوی او اِنگور یې د هغه له دې کارونو نه ستړي شوي وو او فکر یې وکړ چې د بوډا پلار سره باید یو کار وکړو کنه هر څه به گډوډ کړي.
هغوی یو کوچنی مېز د کوټې په کونج کې کېښود او بوډا مجبور شو تر څو یوازې هلته ډوډۍ وخوري. وروسته له هغې چې د بوډا له لاس نه یو قاب پر ځمکه ولوېد او مات شو نو مجبوره وو تر څو د لرگي په کاسه کې ډوډۍ وخوري. دوی به هر وخت هغه ته بدې خبرې کولې او بوډا د اوښکو تویولو نه پرته بله لاره نه درلوده.
یوه ورځ مازدیگر مهال مخکې له ماښامه، د بوډا زوی خپل څلور کلن زوی ته متوجه شو چې د لرگیو په ټوټو باندې لوبې کوي. ورته ویې ویل: زویه! څه کوې؟
زوی یې په خوږه لهجه ورته وویل: تا او مور ته مې له لرگیو نه کاسې جوړوم، کله چې زاړه شوئ بیا به ډوډۍ پکې خورئ.