ژباړه: حامد بهیر
له یوې بریالۍ ښځې څخه مې وغوښتل تر څو خپل د بریا راز له ما سره شریک کړي.
په خندا باندې یې وویل: زما بریا هغه وخت پیل شوه چې خپلې کوچنۍ مبارزې مې کوچنیو جنگیالانو ته ورکړې.
د هغه چاسره له جنگېدلو څخه مې لاس وخیست کوم چې زما غیبت کوي.
د خپلې کورنۍ او خاوند سره د شخړې کولو ته مې نور د پای ټکی کېښود.
ځان ته د نورو د پام د را اړولو لپاره مې جنگ کول بس کړل.
هڅه مې ونه کړه چې د نورو هیلې ورپوره کړم او ټول خوشحاله او راضي وساتم.
نور مې هڅه ونکړه چې څوک دې ته راضي کړم چې زما په هکله تېروتنه کوي.
هغه وخت مې جگړه شروع کړه د خپلو موخو، هیلو، فکر او ژوند لپاره.
کله مې چې کوچنۍ شخړې ودرولې، هغه ورځ وه چې د بریا په مسیر باندې مې حرکت کول پیل کړل.
هره شخړه زموږ د وخت او د ژوند د ورځو اهمیت نه لري. باید خپله مبارزه مو خپله پیل کړو.

























































