د بغلان روغتیايي مسوولین وایي، د مرکزي بغلان په سلبستریز روغتون کې پر ماشومانو د جدي پاملرنې څانګه پرانیستل شوې ده.
د مسوولینو په وینا، چې دا څانګه د اغاخان بنسټ لخوا فعاله شوې ده.
د بغلان مسوولینو دا هم ویلي چې پر نویو زیږېدلو ماشومانو د جدي پاملرنې دا څانګه د ۵۰ زره ډالرو په ارزښت پرانیستل شوې او ټوله ماشینري یې معیاري ده.
تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې پر ماشومانو د جدي پاملرنې په برخه کې ورته پرمختګونه راپور شوي وو.
بلخوا د هېواد په یو شمېر لیرې پرتو سیمو کې افغانان روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي سر ټکوي او له حکومته غواړي چې په دې برخه کې خپلې هڅې پراخه کړي.























































