د هلمند ولایت په مرکز، لښکرګاه کې یو کس د وحشي حیواناتو د ساتنې په موخه د ۶۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو ژوبڼ پرانیستی دی.
ویل کېږي چې دا ژوبڼ په ۱۶ جریبه ځمکه کې جوړ شوی چې له ۵۰ ډېر بېلابېل حیوانات پکې ساتل کېږي.
دا ژوبڼ د یو سوداګر په شخصي لګښت جوړ شوی چې بېلابېل، ژوي، څاروي او الوتونکي پکې ساتل کېږي.
د دې ژوبڼ مالک ویلي هلته پر حیواناتو سربېره د تفرېح وسایل هم برابر شوي او په وینا یې چې د هېواد له نورو ولایتونو هم سیلانیان د چکر لپاره ورځي.
د ویلو ده چې ژوبڼ هم یو له هغو ځایونو بلل کېږي چې هېوادوال په غیررسمي ورځو کې له خپل کورنیو سره د بېلابېلو حیواناتو د نندارې لپاره ورځي.