ژباړه: حامد بهیر
د شعر، ناول، فلسفې، کتاب، مطالعې، سندرو، هنر، اتڼ، طبیعت، سینمایي فلمونو، سگریټ، انځورگري، د شپې قدم وهل، قهوه …
او له دې ټولو نه ډېره له هغه چاسره مینه لرم چې له دې ټولو شیانو سره مینه ولري.
هغه څوک چې په اوړي کې د باغچې په منځ کې ورسره شعر ووایم او د مرغانو اوازونه واورم، د لوستل شوو کتابونو په اړم مو خبرې وکړو او یو له بل سره په سفر لاړشو. د غرونو په زړونو کې ورک شو او د طبیعت له ښکلا څخه خوند واخلو.
هغه څوک چې په غرونو کې ورسره وگرځم او په ستړیا کې د ازادۍ احساس وکړم.
یو له بل سره کتاب ولولو او سندرو ته غوږ ونیسو.
اه! هغه وخت چې یوله بل سره مو دغو په زړه پورې نغموته غوږ نیولئ وي څومره ښه ارامتیا به پر موږ باندې حاکمه وي؟!.
هغه څوک چې سندرې راسره ووایي او اتڼ راسره وکړي؛ هغه څوک چې راسره وخاندي او د شپې فلم راسره وگوري.
تر نیمو شپو پورې ویښ وو او د ستورو سیل وکړو.
سهار د لمر وړانگې وگورو، او د آسمان تاوده رنگونه ووینو.
هغه څوک چې مازدیگر راسره د سیند په غاړه باندې قدم ووهي او یخ نسیم مې پر وجود باندې ولگیږي.
هغه څوک چې له ماسره د ژوند روانوالی وویني او په گډه سگریټ وڅکوو.
انځورونه واخلو او په یخ ژمي کې یو دبل تر څنگ گرمه قهوه وڅښو. کله چې د قهوې لوگی په یخه هوا کې پورته شي، څومره زړه راښکونکی احساس لري او د هغې شیبې خوښي او بې غمي به څومره ښکلې وي.
زه له هغه چاسره مینه لرم چې زما په ډول د کوچنیو شیانو او جزیاتو په اهمیت باندې پوه وي.
هغه څوک چې په شاعرانه ښکلاوو باندې پوه شي او یوازې له ارامتیا، عدالت، ازادۍ او صلحې سره مینه ولري.
هو، زه له همدې ډول خلکو سره مینه لرم!