د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې نن د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د واورې، باران او په ځینو سیمو کې د چټکو لنډمهاله بادونو اټکل کړی دی.
دې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا ورښت نن (دوشنبې د دلوې لومړۍ نېټه) په ۱۶ ولایتونو کې اټکل شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې چې د سالنګونو په ګډون غور، هلمند، زابل، ارزګان، دایکندي، غزنی، پکتیا، پکتیکا، لوګر، وردګ، پروان، بغلان، پنجشیر، کاپيسا او کابل هغه ولایتونه دي چې نن ورځ به هم پکې واورین او باراني ورښت ادامه ولري.
هواپېژندنې ادارې په بېلابېلو سیمو کې د ورښت کچه له ۱۵ تر ۳۰ میلي مترو او د باد سرعت په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۷۵ کیلو مترو پورې اټکل کړی دی.
په تېرو څو ورځو کې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې سخت ورښتونه وشول چې په ځینو سیمو کې یې هېوادوالو ته ځاني او مالي زیانونه هم اړولي دي.
د ویلو ده چې افغانستان د نړۍ په هغو لسو هېوادونو کې شپږم حساب شوی چې د اقلیمي بدلون له ګواښ سره مخ دي.
خو بلخوا د هېواد کروندګر د واروې ورښت ته خوشحاله دي او دا د آباد کال لپاره ګټور بولي.