د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وایي، چې اوسمهال د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د کبانو د روزنې ۲ زره ۸۷۰ فارمونه فعال دي.
د یاد وزارت مسوولینو ویلي چې دا فارمونه په لوګر، کاپيسا، خوست او لغمان ولایتونو کې د خصوصي سکټور له خوا جوړ شوي دي.
وايي، وایي دا فارمونه په کال کې د څه باندې ۱۳ زره مټریک ټنو د کب غوښو د تولید ظرفیت لري.
تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو د کبانو د روزنې د فعالو فارمونو راپورونه ورکړ شوي وو.
بلخوا کارپوهانو په هېواد کې د کبانو فارمونو جوړېدل په اقتصادي برخه کې مهم بللي او له هېوادوالو یې غوښتي چې په دې برخه کې خپلې هڅې وکړي.