ژباړه: حامد بهیر
له افلاطون نه یې پوښتنه وکړه چې د انسان تر ټولو حیرانونکې کړنه کومه ده؟
ځواب یې ورکړ:
له ماشومتوب نه ستړی کېږي.
لوی والي ته بیړه لري او وروسته په خپل ماشومتوب پسې خفه کېږي.
په لومړیو کې د مال د لاسته راوړلو لپاره له خپلې روغتیا نه تېریږي.
وروسته د لاسه تللې روغتیا د لاس ته راوړلو لپاره له خپلو پیسو نه تېرېږي.
داسې ژوند کوي ته به وایې چې هیڅکله به مړ نه شي.
وروسته داسې مري ته به وایې هیڅ ژوند یې نه دی کړی.
تر دومره حده راتلونکې ته فکر کوي چې د نن ورځې د لاسه ورکوله ته یې پام نه دی.
په داسې حال کې چې ژوند تېرېدل یا راتلونکی نه دی، ژوند همدا اوس دی…!