ژباړه: حمیدالله حمیدي
له هغه کسانو سره مناسب چلند چې را باندې غوسه کېږي یو بل مهارت دی چې باید زده یې کړو، ارو مرو یوه ورځ په کار راځي. د غوسې پرمهال چیغې وهل د دې خاورینې نړۍ پر مخ د انسانانو د ژوند یوه برخه ده. لږ تر لږه هر چا تر اوسه پورې پر یو چا خپل غږ تر خپل ټاکلې اندازې اوچت کړی دی. خو ډېری کسان بیا بخي له دې عادت سره روږدي شوي دي. تاسو له هغه کسانو چې در باندې غوسه کېږي او چېغې درباندې وهي څه ډول چلند کوئ؟
په لیکنه کې مو همدې ټکو ته اشاره کړې ده. تر پایه یې ولولئ ارو مرو به د حل او جوړ جاړي لارې چارې زده کړئ.
تاسو کولی شئ د غوسه ناکو کسانو پر وړاندې له بېلا بېلو لارو چارو ګټه واخلئ تر څو خبره له خبرې تېره نه شي. حل لاره دا نه ده چې تاسو هم ورته عمل وکړئ. که تاسو د مقابل کس د غوسې پر مهال د هغوی د خبرو پر وړاندې چوپ شئ، د تسلیمۍ په مانا نه ده. کېدای شي د مقابل کس د غوسې له سړېدو وروسته تاسو بیا هغه موضوع را واخلئ. مانا دا چې د هغوی غوسې خبره نه ده حل کړې. دا خبره هم روښانه ده چې غوسه او چیغې وهل مسله نه شي حل کولی.
فکر وکړئ یوه مور پر خپل ماشوم له دې کبله غوسه کېږي، چې ولې یې د خپلو لوبو سامانونه په کوټه کې پاشلي دي ، پرې غوسه کېږي او د لوبو سامانونه ټولوي. ماشوم یې پر سبا بیا ورته عمل کوي. له دې ښکاري چې غوسه او چیغې وهل خبره نه شي حل کولی.
لومړۍ باید دا درک کړئ، چې خلک ولې درباندې په غوسه کېږي؟
که یو جوړ او نورمال انسان پر تاسو په هره خبره په غوسه کېږي، له غوسې یې موخه دا ده چې پر تاسو لاس بري شي او د هر څه کنټرول په خپل لاس کې واخلي چې دا یوډول تهدید او سکنجه هم ده.
غوسه او چیغې وهل کېدای شي په موقتي ډول تاثیر ولري، خو دوامداره به نه وي. کېدای شي په لومړي سر کې پر تاسو ځینې خبرې ومني او ځینې کارونه در باندې وکړي. خو غوسه یوه سالمه اړیکه خرابوي او صمیمیت له منځه وړي.
ولې خلک غوسه کېږي او چیغې وهي؟
غوسه لکه تېزاب داسې دي، پر څه چې ولګېږي زیان ورته رسوي.
(مارک تواین)
ګڼ لاملونه شته چې په ګوته کړي، خلک په غوسه کېږي او چیغې وهي، چې ډېری یې منطقي نه دي. نو ښه ده چې پر داسې مواردو کې په پوره احتیاط ګام پورته کړئ که نه خبره به لا خرابه وي.
تر ډېره غوسه کېدل د دې ښکارندوي کوي، چې مقابل کس په خپل نورمال حالت کې نه دی. که څه هم چې پوره هڅه به کوي، تر څو داسې ښکاره کړي چې په موضوع تسلط لري. هغه کسان چې ډېر په غوسه کېږي، یو لامل یې دا هم دی چې هغوی نه شي کولی په ورځنیو چارو کې له ستونزو سره مقابله وکړي. چې دغه څه له ځان سره ښې پایلې نه لري.
۱- ارامي مو وساتئ او د هغوی غوسه لا مه زیاتوئ
دا مو باید په یاد وي چې کله یو څوک په غوسه کېږي، دا ستاسو ستونزه نه ده. بلکې د هغوی ستونزه ده چې نه شي کولی له ستونزو سره مقابله وکړي. او یا کېدای شي داسې کوم بل لامل ولري، چې په تاسو پورې هېڅ اړه ونه لري. که تاسو عکس العمل ښکاره کړئ، هغوی یې هم ښکاره کوي او خبره لا خرابېږي. ان که تاسو په حقه هم وی خپله ارمي وساتئ، ځکه دغه څه د دې ارزښت نه لري چې تاسو هم ورته عمل وکړئ. داسې به ډېر کم پېښ شوي وي، چې دوه کسه یو بل ته په غوسه شي او بیا هر څه سم شي.
۲- مخکې له دې چې عکس العمل ښکاره کړئ، یو څه مکس وکړئ.
له ځان سره په دې اړه فکر وکړئ، چې پاتې شئ ښه یاست که نه، دغه ځای ژر تر ژره پرېږدئ. که له غوسه ناک کس سره په لومړي ځل مخ کېږي او غوسه یې درته مهمه نه وي، نو ښه ده چې ژر تر ژره هغه ځای پرېږدئ، ځکه مهمه نه ده چې د یوه ناپېژاند کس لپاره خپل ځان هم خپه کړئ. خو که پېژند ګوی، رییس او یا د کور غړی وي، نو بیا ښه ده چې په ډېره ارمۍ سره د موضوع په حل فکر وکړئ.
۳- له خبرو سره موافقت مه کوئ
که تاسو د مقابل کس له خبرو سره چې غواړي د غوسې پر وخت او سیله یې پر تاسو ومني موافقت وکړئ، له ځان سره به مو ظلم کړی وي، ځکه دغه لار د دې ډل کسان لپاره تر ټولو اسانه ده تر څو خپل نظر پر نورو تحمیل کړي.
۴- په ارامۍ ور سره خبرې وکړئ
غوسه کوونکي کسان هڅه کوي، تاسو ته داسې خبرې وکړئ، تر څو تاسو هم تحریک شئ . دوه اړخیزه غوسه خبره لا خرابوي. مقابل کس ته دا روښانه کړئ چې غوسه او چیغې یې موضوع نه شي حل کولی او د دې لامل نه کېږي چې تاسو باید هر څه په پټو سترګو ومنئ. دا خبره هم په ډېره ارمۍ او ادب ورته وکړئ، تر څو یې غوسه لا زیاته نه شي او د یوې بښنې په څېر یې ومني. ان لږ تر لږه ورته یادونه وکړئ، چې تاسو اوس غوسه یاست، ځکه ډېری کسان نه پوهېږي چې په غوسه دي.
۵- ترې وغواړئ چې فکر وکړي
وروسته له هغې چې د غوسې په اړه مو یې ورته وویل، په دویمه مرحله کې ورته و وایاست چې په دې اړه لږ فکر وکړي. کېدای شي د دې اړتیا وي چې تاسو هم لږ دمه وکړئ، ځکه غوسه په انسان کې د آدرنالین د زیاتېدو لامل کېږي.
۶- کله مو چې ښه دمه وکړئ اصلي ستونزې ته را وګرځئ
په دې اړه ښه فکر وکړئ چې څه څه ویل شوي او تاسو یې باید په مقابل کې څه و وایاست، تر څو مقابل اړخ مو قانع کړی وي او ستونزو ته مو یې ور پام کړی وي.
۷- د شرایطو د ښه والي په اړه فکر وکړئ
هڅه وکړي شرایط داسې برابر کړئ، چې بیا دغه ډول پېښه رامنځ ته نه شي. که مو د کورنۍ غړی وي په پوره ارمۍ ور سره په حل لارو خبرو وکړئ او جوړ جاړي ته سره ورسېږي. که دغه ستونزه په کاري چاپېر یال کې وي هڅه وکړئ د ستونزې اصلي رېښه را پیدا کړئ او پر حل یې فکر وکړئ. که ستونزه په تاسو کې وي، حل یې کړئ او که په مقابل کس کې وي ورته په ګوته یې کړئ. او که بیا هم دا هر څه نتیجه نه ورکوي او خبره همداسې روانه وي او یا ورځ تر بلې خرابېږي، نو بیا ښه ده چې په (بي) پروګرام کار وکړئ او د هر څه د سموالي لپاره اوسنی موقعیت په ټولیز ټول ترک کړئ.