د ټولګټو چارو وزارت مسوولین وایي چې د بدخشان د واخان دهلېز د سروې کار بشپړ او ډیزاین یې پیل شوی دی.
د یاد وزارت د مسوولینو په وینا چې اوسمهال د دې پروژې په ډیزان کار روان دی.
د ټولګټو چارو وزارت تخنیکي مرستیال په یوه مرکه کې ویلي د حکومت د مشرتابه لخوا د دې پروژې د بودیجې له منظورۍ وروسته به یې د جوړولو عملي کارونه شروع شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې اوسمهال د واخان دهلېز د سروې کارونه بشپړ شوي او ډیزاین یې پیل شوی دی.
د ویلو ده چې افغانستان د واخان دهلیز له لارې له چین سره شاوخوا اتیا کیلومتره ګډه پوله لري.
دا دهلیز په شمال کې له تاجکستان، سویل کې له پاکستان او ختیځ د چین له سینګیانګ ولایت سره نښتی دی.