ژباړه: حامد بهیر
خپلو هیلو او موخو ته درسېدلو لپاره یې باید له کوچنیو قدمونو څخه پیل کړو.
یو ورځ یو حکیم د ځوانانو د یوه مجلس تر څنگ چې د خبرو اترو په حالت کې وو تېرېدو. له هغوی څخه یو ځوان حکیم ته راغی او ویې ویل:
” ای حکیمه! موږ ځوانا تل په لویو هیلو پسې یو، خو کله بیا احساسوو چې هغې ته درسېدلوو وړتیا نه لرو، د بریا راز په څه کې دی”
حکیم یوه شیبه فکر وکړ او بیا یې وویل: پرېږده چې یو مثال درکړم. وروسته یې یوې لوړې ونې ته وکتل او ویې ویل چې د دغې ونې سرته ختلی شې؟
ځوان ونې ته وکتل او ویې ویل: دا کار سخت دی، شاید ونه شم کولای.
حکیم وخندل او زیاته یې کړه: که تر لومړۍ څانگې ورسې څنگه؟
ځوان وویل: هو کولای شم.
حکیم زیاته کړه: کله چې لومړۍ څانگې ته ورسېدلې، دویمې څانگې ته نږدې کېږې. په همدې توگه لوړو څانگو ته ځې، ترڅو د ونې سر ته وخېژې.
بیا یې وویل ژوند هم همدا ډول دی، که وغواړې چې هیلو ته دې په یو ځل باندې ورسې، شاید وېره درباندې غلبه وکړي. خو هره ورځ یو کوچنی گام واخله او کوچنیو بریاوو ته دې لاس رسی ولره، یوه ورځ به ووینې چې د هیلو سرته دې رسېدلی یې.
ځوان چې په فکرونو کې ډوب وو ویې ویل: تاسې رښتیا وویل له نن نه وروسته کوچني خو پرله پسې گامونه اخلم.

























































