ژباړه: حامد بهیر
یوه ورځ لقمان حکیم خپل زوی ته وویل چې نن درته درۍ (۳) نصیحتونه کوم تر څو بریالی شې.
لومړی دا چې هڅه وکړه په ژوند کې د نړۍ تر ټولو خوندوره ډوډۍ وخورې.
دوهم دا چې د نړۍ په غوره بستره کې ویده کېږه.
درېیم دا چې د نړۍ په غوره ماڼیو او کورونو کې ژوند وکړه.
زوی یې وویل: اې پلاره! موږ یوه بې وزله کورنۍ یو، څنگه کولای شم دا کارونه وکړم؟
لقمان صاحب ځواب ورکړ: که لږ کمه او ناوخته ډوډۍ وخورې نو دا ډوډۍ د نړۍ تر ټولو غوره او خوندوره ډوډۍ ده.
که زیات کار وکړې او لږ ناوخته ویده شې په هر ځای کې چې وي، دابه احساس کړې چې د نړۍ په غوره بستره کې ویده یې.
که له خلکو سره ښې اړیکې ولرې او د هغوی په زړونو کې ځانته ځای پیدا کړې نو د نړۍ غوره کور ستا دی.