سیدعمر سهار
کله هم چې د کارموندنې په اعلانونو کې د کاري تجربې درلودل شرط ګرځول شوی وي، زمونږ ځوانان کنځلې ورته کوي، وایي چې تاسې کار رانکړئ تجربه له کومه کړو؟
ګورئ کله چې ادارې رسمي کارمند ته اړتیا ولري او یوه اندازه معاش یې ورته په خپله بودیجه کې بېل کړی وي، نو حق یې دی چې تجربهلرونکی او په کار پوه کارکوونکی استخدام کړي. داسې کس چې له اولې ورځې ورته کار پیل کړي.
شخصي ادارې، موسسات او نړۍوال سازمانونه، هیڅکله ښوونځي، کورسونه او د تجربې ترلاسه کولو مرکزونه نه دي، د کار کولو ځایونه دي.
د تجربې ترلاسه کولو لپاره غوره ده چې د پوهنتون یا لوړو زدهکړو په جریان کې په کوچنیو سیمهییزو یا په عامه اصطلاح غریبانه ادارو او بنسټونو کې، د خپل مسلک اړوند په افتخاري یا اینټرن توګه کار وکړئ، معاش مه غواړئ، صرف همدومره وکړئ چې کار زده او تجربې ترلاسه کړئ.
د دې کار یوه ګټه دا ده چې د زدهکړو پرمهال له تاسې ستاسې کورنۍ د معاش تمه نهلري او تاسې له دې مسوولیت خلاص یاست، په ډاډه زړه کار کولی او زدهکولی شئ، دویمه دا چې هره اداره په اسانۍ سره تاسې ته د کار کولو فرصت برابروي، درېیمه دا چې د پوهنتون له فراغت سره سم به دوه، درې یا څلور کاله تجربه لرئ، اړیکې به لرئ، په کار به پوه یاست او بلاخره له لومړي سره به په ښه معاش مقرر شئ.
خو که داسې ونکړئ، له فراغت وروسته به دنده پیدا کېدل درته د غره سوري کول شي، کورنۍ او دوستانو ته به ځواب نهلرئ، خلک به مو نه پیژني، اړیکې به مو صفر وي، CV به مو تشه وي او بیا به لکه دا اوس د کاري تجربې په خبرتیاوو کې اداراتو ته کنځلې کوئ.
هو رښتیا، له دې هر څه سره ـ سره، ښه او پروفیشنل CV او باسواده کاري مرکه یا انټرویو هم له تاسې سره د دندو په ترلاسه کولو کې مهمه ونډه لري.
که دې برخه کې مو په ما هر ډول ښه کېده، خدمت کې مو یم.