ایراني رسنیو مسکو ته د ایران د ولسمشر «مسعود پزشکیان» د سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د ۲۰ کلنې هوکړې د لاسلیک خبر ورکړی.
د راپورونو له مخې چې د تهران او مسکو ترمنځ اړیکې به یوې نوې کچې ته لوړې شي او یو جامع، اوږدمهاله او ستراتیژیک شخصیت ورکړل شي، او دواړو خواوو هیله څرګنده کړې چې د دوی ترمنځ د اړیکو په پراخولو کې به یې اغیز وي.
رویټرز د ایران او روسیې ترمنځ د اوږدمهاله همکارۍ هوکړه «دفاعي» تفاهم بللی او راپور یې ورکړی چې د تړون پلي کول به د دواړو هیوادونو ترمنځ په بیلابیلو برخو کې نظامي همکاري پراخه کړي.
د هوکړې په متن کې دا هم ویل شوي چې د دې ستراتیژیک تړون دواړه خواوې به ‘د امنیت او دفاع په برخه کې د همکارۍ پیاوړتیا او په سیمهییزه او نړیواله کچه د فعالیتونو نږدې همغږۍ’ ته ژمن وي.
ایراني ورځپاڼو دا راپور هم ورکړی چې د مسکو او تهران ترمنځ د دې شلکلنې هوکړې لپاره بحثونه له تیرو څلورو کلونو راهیسې په اجنډا کې وو.