د ټولګټو چارو وزارت وایي چې د ارزګان ولایت په «ګیزاب» ولسوالۍ کې د ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یو پُل د جوړېدو چارې بشپړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.
د یاد وزارت ویاند، محمداشرف حقشناس نن (شنبې د جدې ۲۹مه) ویلي چې دا پُل د ګیزاب ولسوالي د ارزګان له مرکز سره نښلوي او پر جوړېدو یې ۲۹ میلیونه افغانۍ مصرف شوې دي.
د هغه په وینا، چې د دې پُل په جوړېدو سره به د مسافرو ستونزې حل شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې دا پُل ۱۱۰،۹ متره طول او ۹،۴ متره عرض لري، او شاوخوا یو کال وړاندې یې چارې د یو خصوصي شرکت لخوا پيل شوې وې.
د ویلو ده چې په افغانستان کې د څلور لسیزې جګړې او ناامنۍ له امله، د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې ډیری خلک د اړینو ترانسپورتي اسانتیاوو څخه بېبرخې دي.
دایکندي او ارزګان ولایتونه د افغانستان مرکزي سیمې دي چې خلک یې د مواصلاتي لارو په بیارغونه کې د حکومت د زیاتې پاملرنې غوښتنه کوي، او د افغانستان په ختیځ کې بدخشان او نورستان ولایتونه هم له ترانسپورتي پلوه له ډیرو ستونزو سره مخ دي.























































