لیکنه: جمیل الله حیران
شعر په اهنګینه ژبه اهنګین بیان دی. ډېر کسان دا دعوه کوي، چې شاعر دی او شعر لیکي، خو په اصل کې هغه شاعران نه، بلکې ناظمان دي، شاعران په ټولنه کې د ګوتو په شمار دي او شعر لیکل هم د هر چا د وس کار نه دی، ادبپوهان وایي، چې شعر باید شعریت ولري او شعریت بیا هغه څه دی، چې عاطفه، تخیل، احساس او فکر پکې نغښتی وي.
استاد غضنفر ویلي: شاعر په ټولنه کې هغه څه ویني، چې عام خلک یې نه شي لیدلی او دا هغه کسان دي، چې د انسان له لاشعوره غږیږي؛ نو ځکه خبرې او پنځونې یې موږ باندې ژور اثر پرېباسي، علت یې داده، چې دوی زموږ احساسات بیانوي. د شاعرانو همدغو اوصافو ته په کتو مخلص هم په دې ډله کې ور حسابولی شو، ځکه شعر یې په ریښتیا له خوږو ډک او د ژوند د هرې برخې ژوره انځورګري پکې په خورا ښکلې بڼه شوې.
مخلص کابو لس کاله موږ ته د شعر په نرمه، عاطفي او اهنګینه ژبه غږېدلی، هغه وخت، چې وطن په سرو لمبو کې پټ او د سلګونه هېوادوالو له وجوده هره ورځ وینې بهیدې، مخلص هماغه وخت د امن نارې وهلې، د سولې ارمانجن و، جګړه و جګړه ماران یې غندل او ویل به یې:
جګړه که نه وه بیا مو سمه زنده ګي کوله
ته به ډاکټره وې او ما به عسکري کوله
….
جنګ سرخوړلي کې به چېرته لیونی راشي
چې امن راشي پورې غره ته به شپونکی راشي
چې سوله نه غواړي جنګونو ته لمنه وهي
په هغو خلکو دې وبا مرض زېړی راشي
….
زه قبر ته راغلی یم یوازې یمه خدایه!
نور ورونه مې د کلي جنازو باندې اخته دي
زموږ وطن ته چا د ښېرو لاس دي پورته کړي
زموږ وطن کې ډېر خلک جګړو باندې اخته دي
مخلص په لغمان کې محصل وه، ملګري یې ادب پاله او ذوق پاله وه، چاپیریال هم اکډمیک وه، هماغه یې په عامه اصطلاح د شعر لیکلو د کش دوران وه، کابو هره ورځ به یې شعر لیکه او لکه نشه یي، چې نشه باندې روږدی وي، مخلص همداسې په شعر لیکلو روږدی وه.
مخلص همالته لغمان کې د تناره شاعر بلل کېده، ځکه شاعرۍ کې یې د کلیوالي ژوند د نورو اړخونو سربېره (تنور) ډېر ځله یاد کړی او د تنور له کلیمې سره جوخت یې په هماغه بیت کې د کلیوالي ژوند، مینې، تنهایۍ او داسې نورو اړخونو ښه انځور هم منعکس کړی:
هر مازیګر د کیف لحظې د تناره په غاړه
هر مازیګر د چا دیدن په ما نشه راولي
…
د انتظار سختې شیبې د تناره په غاړه
په تنهایۍ کې سړی خامخا سوچونه وهي
….
تا بیا ولې زما په تصویرو پسې راخیستې
تا ولې سوځول په تناره کې زورورې
…..
څو چې ورځم په تناره مې انتظار کوي
څو چې ورځم لا بله کړې یې ډیوه نه وي
….
توره تیاره په تناره له کیفه ډکې لحظې
خلک خبریږي اوازونه دې ځنځیر نه کوي
….
ماچې د کوم سړي په خوله باندې باور کړی وه
هغه مې اوس په تناره کې سوځوي نښې
مخلص له پوهنتونه را فارغ شو، میدان کې هغه مهال حالت بېخي کړکېچن وه، د سلګونو نورو ځوانانو په څېر ناوړه حالاتو مخلص هم وځاپه، د شعر ښاپیرۍ یې ترې واخیستې، شعر یې یو دم ورک شو، کله به مې ورته ویل: مخلصه شعر نه لیکې، ورک شوی یې؟
ویل به یې زړه مې مات دی، هېڅ کې هم خوند نشته، د ژوند هغه حالت یې په خپل یو بیت کې داسې انځور کړی:
زړه مې اوس مات دی د حالاتو د زغملو نه دی
مخلصه اوس د یا قربان او د ټپې نه یمه
د مخلص هډو ته په ریښتیا د کلیوال ژوند خواږه ور ښکته شوي، هماغه علت دی، چې کلیوالي ژوند، کلیوالي رنګونه او کلیوالي ښکلاوې یې په شعر کې انګازې کوي، ¹دی په شعر کې کله د اوړي په سرو ګرمیو کې د کلي له چینې اوبه څښي، ²کله یې بیا د کلیوالي ژوند په یوه ورانه کوټه کې ډیوه لګولې وي او د غربت ژوند پکې تېروي، دی وایي:
¹د اوړي سره ګرمي د کلي د چینې اوبه
داسې مزه کوي په خدای لکه زمزم پیره
….
²ورانه کوټه ده بس ډیوه پکې بلیږي پیره
د غربت نښه مو په کور کې را ښکاریږي پیره
کله مخلص د خپل یار په محبت کې دومره ځان غرقوي او د خپل محبوب په ښکلا دومره مینیږي، چې مبالغه ترې کیږي او بې اختیاره یې له خولې دا الفاظ راوزي:
سپوږمۍ را وخته که ته بهر را ووتلې
د حویلۍ منځ کې رڼا په بله وا وښتله
مخلص د غزل شاعر دی، په شعري فورمونو کې یې همدا فورم خورا زیات او ښه پاللی، په ټوله لس کلنه شاعرۍ کې یې محدود څو ازاد نظمونه لیکلي، پاتې ټوله شاعري یې همدې فورم کې ده، زما په نظر مخلص ځکه په غزل مین دی، چې د مانیز پیوستون او تسلسل ترڅنګ د غزل هر بیت په اصطلاح ځانته پاچا دی، په ځانګړي او خپلواک ډول ډېر دروند مانیز بار پورته کولای شي؛ نو ځکه مخلص ورته مخه کړې، لاندې غزل کې یې هر بیت دروند مانیز بار پورته کړی او که څوک په ریښتیا د هر بیت ژورو ته ور کوز شي؛ نو د بېرته را ختو پر وخت به یې ډېر څه له ځانه سره راوړي وي:
ټوله ورځ غم وي، ټوله ورځ وي خاموشي پکې
د وحشت ښار دی، زه کومه زندګي پکې
پیره! د مور په خوږه غېږه کې پخدای قسم
پیره! ختمیږي د کلونو ستوماني پکې
د جېب بټوه ده، رانه ورکه ورپسې خفه یم
ما وه ساتلي تصویرونه د لالي پکې
ښار چې خړپړ دی، نن سهار پکې چاودنې شوې
هلته مړ شوی، یو شاګرد د ښوونځي پکې
مخلصه! زړه زما له خپل کلي نه ځکه تور دی
ما برباد کړې په یو چا پسې ځواني پکې
مخلص په شعر کې د ژوند هر اړخ انځور کړی، تاسو یې که بڼوره سترګه اثر وګورئ؛ نو درته په ډاګه به شي، چې پرمختیایي، ملي، یو نیم ځای حماسي، غنایي او نور هر ډول افکار یې په شعر کې شته او هر فکر یې په ښه ډول پاللی.
مینه کول له خپل وطن، مور و پلار او خپلې معشوقې سره د انسان په فطرت کې نغښتي وي، ځکه وطن، مور و پلار او د انسان معشوقه ښکلي وي، هر څه چې ښکلا ولري هغه بیا خامخا د انسان خوښیږي؛ نو دا چې ښکلا شته هر چا په یو ډول نه یو ډول مینه کړې، مخلص هم له دې کاروانه وروسته نده پاتې او د مینې په سمندر کې یې ښې غرقې غوټې وهلي، دی کله د وطن په مینه کې غرق وي او خپل ځان ترې قربانوي:
چې ستا وجود ته اور اچوي ما دې هم په دار کړي
نو داسې قربانۍ ته زه تیار یمه هیواده
ځینې ماښامونه یې بیا د یار په څنګ کې وي، هغه وختونه نو بیا دومره ورته خواږه وي، چې له یار څخه بېرته جدایي ورته سخته او نه غواړي ترې بېرته جدا شي، دی وایي:
لاس پریږده کنه پیښ به شي خطر ناوخته کیږي
ماښام دی بندومه د کور ور ناوخته کیږي
دده په شعر کې د ماښام تیارې د یار د راتلو لپاره فرصت وخت وي او ځینې وختونه، په همدې وخت کې د یار د راتګ ضرورت احساسوي:
یوازې یمه راشه ښه فرصت دی که راځې
ماښام دی ستا راتلو ته ضرورت دی که راځې
د مخلص شعر د فورم له مخې همدا دوه شعري فورمونو کې، چې مخکې مې یادونه وکړه ځای شوی، خو که د منځپانګې( محتوا) له اړخه موږ د مخلص شعر باندې خبرې وکړو، هره برخه پکې دومره ژوره پالل شوې، چې کتابونه پرې لیکل کېدی شي، ځکه دده شعر کې د منځپانګې له مخې هر ډول ټولنیز، فرهنګي، غنایي( عشقي) او نور موضوعات په پراخه کچه ځای شوي؛ نو د مخلص په شعر ډېرې خبرې کېدی شي، خو دا چې د یادې ګوډې ماتې لیکنې د لوستلو پر مهال لوستونکي راسره ستړي نه شي همدلته بسنه کوم، امید لرم، چې د مخلص د شعر لږ څه حق به مې ادا کړی وي!