ژباړه: حامد بهیر
له کیمیاوي موادو (غیرطبعي زراعتي درملو ) څخه استفاده د انگورو په تاکونو کې کولای شي چې د انسانانو په روغتیا باندې زیات تاثیرات ولري؛ په ځانگړي ډول هغه وخت چې دغه مواد له اندازې نه ډېر یا په ناسم ډول استفاده شي.
د دې لیکنې په دوام به یې څو اغیزو ته اشاره وکړو.
1. شدید مسمومیت
د هغه انگورو او محصولاتو څخه گټه اخیستنه چې د کیمیاوي موادو د پاتي شونو لرونکي وي، کولای شي د شدید مسمومیت لامل شي، نښې یې په لاندې ډول دي.
* د زړه بدوالي یا د استفراق حالت
* سر درد او سر گرځېدل
* هضمي ستونزې
* عمومي کمزوري او ستړیا
2. اوږد مهاله ستونزې
د کیمیاوي موادو د ناروغیو عادي نیول ښایي د لاندې پایلو درلودنکې شي.
* سرطان: زياتره ددې موادو څخه د سرطان د ناروغۍ پیدا کونکي دي، چې د سرطان ډوله ناروغیو لکه؛ د وینې سرطان، د جیگر سرطان او داسې نورو ناروغیو باندې د مبتلا کېدو امکان ډېروي.
هورموني گډوډي: دا مواد کولای شي د هورومونونو په کار کې گډوډي رامنځ ته کړي او د ولادي، د ماشومانو په وده کې ستونزې او د نورو ستونزو د پیدایښت لامل شي.
* عصبي ناروغۍ: ددې موادو سره اوږد مهاله اړیکه کولای شي د پارکینسون او آلزایمر په ډول ناروغیو باندې د اخته کېدو لامل شي.
3. الرژي او حساسیت
د کیمیاوي موادو بعضې برخې کولای شي د پوستکي د حساسیت، بخار، او د تنفسي ستونزو د پیدا کېدو لامل شي.
4. د غذایي موادو ککړتیا
د کیمیاوي موادو پاتي شوني کولای شي نه یوازې په انگورو بلکې په د هغه څخه په جوړو شوو محصولاتو کې هم پاتې شي لکه: د انگورو اوبه، ممیز او نور
دا ککړتیا کولای شي د انسان روغتیا ته زیان ورسوي.
5. د بدن د معافیتي سیستم کمزوري
په کیمیاوي موادو د ککړو خوړو مصرف، د ناروغیو په مقابل کې د بدن وړتیا کموي او معافیتي سیستم کمزوی کوي.
6. د اوبو او خاورې ککړتیا
کیمیاوي مواد کولای شي د ځمکې لاندې اوبو ته هم لاړ شي، د څښاک اوبه ککړې کړي چې له هغې څخه گټه اخیستنه د جدي ناروغیو د زیاتوالي لامل گرځي.
د کیمیاوي موادو د خطرونو څخه د مخنیوي لارې چارې
* مخکې له مصرف څخه د انگورو او نورو زرعتي محصولاتو مینځل، د کیمیاوي موادو د پاتې شونو څخه.
* د ارگانیکو محصولاتو څخه استفاده، یا هغه محصولات چې د هغې په کرنه کې له طبعي میتودونو څخه استفاده کېږي.
* په زرعت کې د ساتندویو اصولو رعایت او نظارت د کیمیاوي موادو د پاتې شونو څخه.
* د کیمیاوي موادو د دوام لپاره د وخت مراعاتول او د ککړتیا څخه د مخنیوي لپاره د محصولاتو اخیستنه.
د کیمیاوي موادو څخه گټه اخیستنه، هر څومره چې ممکن وي په زراعتي موادو کې زیاتولای راولي، خو د انسان په روغتیا باندې منفي اغېزې هم لري، په ځانگړي ډول د هغو له مستقیم مصرف یا د غذایي موادو ککړتیا، ډېره خطرناکه ده. د اصولو په رعایت او د مناسبو روشونو په عملي کولو سره کولای شوو دا خطرونه را کم کړو او د ټولنې روغتیا وژغورو.