دوکتور اجمل ښکلی
تېر ځل مې د خوشحال د يوه بيت دوه ماناوې کړې وې.ځينو ملګرو يې “خوله يې چې راکړې، خبرې خو به کوم” د مانا په اړه ناخوښې ښودلې وه او فکر يې کړی و، چې زما د ليکنې موخه د دې مانا تاييد دی. سره له دې چې زما موخه يوازې د شعر د دوو ماناوو وړاندې کول وو، د يوې انتخاب نه و. البته يو ځای مې ويلي وو، چې په اتنخاب کې رومانتيکه مانا د متونو د ډېروالي له امله ميدان وړي.
پوښتنه راته دا پيدا شوه، چې ولې ځينو لوستونکو پر رومانتيکه مانا ټينګار کړی و؟ يو څو لاملونه يې راته مهم ښکاره شول، چې دلته به يې راوړم:
۱. د رومانتيکې ماناوو اړوند د متونو ډېروالی او تکرار. انسانان چې يو شی ډېر او بيا بيا واوري، په ذهن کې يې ورو ورو د يوازني واقعيت په توګه کېني، چې برعکس يې ورته مطلق ناسم برېښي. اوسنۍ رسنۍ د انسان له دې خاصيته استفاده کوي. د يوه څيز په اړه ورته بيا بيا دومره ډېر معلومات ورکړي، چې سخته کرکه يا مينه يې ورسره پيدا کړي. دې نظريې ته په ژورناليزم کې د زېرمه کولو(Accumulation) نظريه وايي.
۲. په بيا بيا اورېدو او لوستو يوه مانا د لوستونکي په احساسات کې ريښې وځغلوي او په ارزښت ورته بدله شي، چې په اړه يې د “غلطه ده” فقره نشي اورېدای.
له ډاکټر درمل سره مې په دې اړه خبرې کولې، هغه هم دا د “خوله يې راکړه” خبرې خو به پرې کوم” مانا سطحي بلله او دريځ يې دا و، چې دا د دې بيت شعريت له منځه وړي، ځکه خبرې خو هسې هم په خوله کېږي. زما برداشت د ډاکټر صاحب له نظره دا و، چې دې بيت ته رومانس شعريت ورکړی. د ډاکټر صاحب خبره د شعر په اړه زموږ او ستاسو مروجه هيله ښيي. له شعره زموږ توقعه زياتره مينه وي. موږ بيا بيا اورېدلي، چې شعر د رومانس لپاره دی. له همدې امله رومانس د شعر په هېواد کې په يو ارزښت بدل شوی.
د خوشحال له شعره زموږ هيله دا وي، چې ناشونې راته شونې کړې؛ نو له محبوبې خوله اخيستل چې له ديني پلوه ناروا کار دی، د شاعر دې وينا ته لار جوړوي، چې “په ښکاره نارې وهم، چې خوله يې راکړه”.
په پښتني ټولنه کې خوله اخيستل خطر هم لري، چې له ډاره يې څوک نوم نشي اخيستلاتی؛ خو که رومانتيک اړخ يې يوې خوا ته کړو؛ نو د خولې اخيستلو ډار او په يوه بوږنوي يا له خطره ډک چاپېريال کې په خلاص کومي د غږېدو ډار ګنې سره مساوي نه دي؟
داسې وګڼئ، چې د خوشحال هغه بيت يو لوستونکی په داسې شرايطو کې لولي، چې خبره کول پکې اسان نه دي، بيا به هم د “بې له ډاره د خبرې کولو” مفهوم له شعري ارزښته خالي وي؟ ښکاري خو داسې نه، ځکه د مانا ارزښت يا د بيت (منځپانګيز) شعريت د شرايطو له بدلون سره بدلېږي. په يوه پارډايم کې د يوه متن يوه مانا مهمه وي؛ خو چې شرايط بدل شي، د لوستونکي له هيلو سره سم يې مانا بدله شي يا د هغه متن ځای بل متن(د شعر ځای بل شعر) ونيسي، ځکه چې د شعر مصرفوونکی لوستونکی دی؛ نو د شعر په لوستو کې بايد لوستونکی له پامه و نه غورځوو.
که څوک وايي، چې د ماتن په توګه د خوشحال موخه همغه رومانتيکه يا دا بله مانا ده؛ نو دا پوښتنه بايد په دلايلو ځواب کړي، چي خوشحال يا د هغې زمانې بل شاعر د دې بيت تشريح ليکلې؟ که وايي، چې نه، د بين المتنيت د نظريې پر بنسټ د نورو متونو په استناد دا خبره کوو؛ نو دلته دوه خبره مطرح کېږي:
يوه دا چې متون د دواړو ماناوو په اړه شته. بله دا چې څرنګه دويمه مانا د يوه مفسر د خوارۍ زېږنده ده، دغسې لومړۍ مانا هم د يوه مفسر برداشت دی، چې موږ د شاعر د بطن خبره بللې ده. په دې ډول د دواړو ماناوو ټاکوونکی لوستونکی دی، شاعر نه او دلته د شعر مانا ته د هرمنوتيک يا تفسير د علم پښه ورغځېږي.
هرمنوتيک له متن نه د مانا د مانا د اخيستو اصول وضع کوي؛ خو د دې علم تيورۍ هم له لرغوني پېره بيا تر شلاير ماخر او له هغه نه تر هايدګره پوره بدلې شوې او مانا پکې له ماتن نه تر متن او بيا د متن او لوستونکي تر تعامله سفر کړی دی، چې بالاخره له متن نه د لوستونکي پر اخيستې مانا درېدلی.
………………………………………….
د هرمنتويک په اړه تفصيلي بحث بيا کله سهي، اوس به راشو د شيدا هغه بيت ته، چې تقربيا د دوو متضادو ماناوو د اخيستو وړتيا لري؛ خو دا خبرې د خوشحال د بيت په اړه له پاس کړيو خبرو سره بې اړيکې نه دي. لومړی به هغه بيت وليکو:
احتياج د محتاج ورک بلند نظر کا
د افتاب له چشمې جام مهتاب لبرېز کړ
له دې بيته دوو ادبپوهانو دوه متضادې ماناوې راايستې، چې يوه د ډاکټر حنيف خليل (پښتو ادب | د کاظم خان شيدا صېب د یو شعر تشریح | Facebook) او بله د ډاکټر احسان الله درمل ده:
۱. ډاکټر حنيف خليل: “په اسانو ټکو کې خو شیدا دا ویل غواړي چې محتاجي بده بلا ده. محتاج سړی چې چاته احتیاج لري؛ نو بیا په اوچتو سترګو ژوند نه شي کولی. هغه بلند نظر یی ورک شي کوم چې د احتیاج نه مخکې وي؛ خو د شیدا مثال او استعارو ته غور وکړﺉ. مثال د آفتاب او مهتاب ورکوي. آفتاب د رڼا او توانايۍ نه ډک نمر دی. ګویا افتاب ښه غني او مالداره دی. مهتاب پوره سپوږمۍ ته وایي چې شکل یی د جام یا کټوري غوندي وي او جام یا کټوری د محتاجۍ علامت دی چې فقیران پکې خیر غواړي. اوس دې ته هم غور وکړﺉ چې د سپوږمۍ رڼا خپله نه ده. د غني او مالداره نمر نه رڼا اخستلو ته احتیاج لري.ګویا خپل جام یی د نمر د رڼا نه لبرېز کړی، یعنې ډک کړی دی. هرکله چې سپوږمۍ محتاجه ده؛ نو د نمر نه د پاسه کیدلی هم نه شي. ګویا د سپوږمۍ بلند نظر هم دغه احتیاج ورک کړو….”
۲. ډاکټر احسان الله درمل په خپل نوي اثر(سل بهاره حسن) کې ليکي: “دغه بيت د هندي سبک د مضمون ټيپکل بېلګه ده. ساينس راته وايي چې سپوږمۍ له ځمکې تاوېږي، خپله رڼا نه لري او رڼا له لمره اخلي. شيدا دې حادثې ته له نوي زاويې ورکتلي او نوی تفسير يې ورته جوړ کړی دی. وايي، سره له دې چې سپوږمۍ د ځمکې د مدار په زنځير تړلې(محتاجه ده)، خو نظر او هيلې يې لوړې دي. دا که د ځمکې له جاذبې ازاده هم نه ده، خو په زړه او ذهن کې يې لمر دی او ځکه خو بالاخره خپل جام د لمر له چينې ډکوي…. شيدا وايي چې که څوک لوړ نظر او عالي موخې ولري، نو احتياج يې د لارې خنډ نه شي کېدای. سپوږمۍ چې اسماني هيلې او لوړ نظر لري، جام يې هېڅکله تش نه پاتېږي او د لمر له چينې يې ډکوي.”
ما چې بيت ولوست د ډاکټر احسان الله تعبير راته ناسم ښکاره شو. لومړۍ مانا راته غوره وبرېښېده؛ خو وروسته مې چې نيټ کې پسې سر ښکاره کړ، د ډاکټر حنيف خليل ورته مانا مې وموندله. ما خپل نظر له ډاکټر درمل سره شريک کړ. البته هغه هم د ډاکټر حنيف خليل له کړې مانا نه و خبر.
ډاکټر درمل د خپل بيت د مانا لپاره يو پخپله دا متن، بل د شاعر نحوه او درېيم د هندي او زموږ د ټولې شاعرۍ روايت ياد کړ. دا ټول به يو يو راوسپړو.
په دې متن کې ډاکټر حنيف خليل “احتياج” د فاعل او “بلند نظر” د مفعول په توګه ټاکلی. يعنې احتياج د اړمن بلند نظري ورکه کړي، لکه مهتاب چې د روڼتيا لپاره لمر ته اړ دی؛ خو ډاکټر درمل بيا برعکس “بلند نظر” د فاعل او “احتياج” د مفعول په توګه ټاکلي او داسې مانا يې ترې اخيستې، چې بلند نظري د محتاج احتياج ورک کړي، ځکه خو د مهتاب جام د لمر له چينې لبرېز دی.
د پښتو جملې په عادي جوړښت کې فاعل په سر، مفعول په منځ او فعل په پای کې راځي . په شاعرۍ، په تېره هندي سبک کې د جملې د عادي جوړښت ماتېدا ډېره وينو او داسې بېلګې هم پکې شته، چې فاعل د مسرې اخره ته راځي؛ خو که دا د وزن د مراعات يوه اړتيا وګڼو؛ نو بيا يې دواړه ډوله بېلګې موندلای شو؛ نو له دې پلوه خو د دواړو ماناوو امکان شته. که ډاکټر درمل د کمي څېړنې په پايله کې د شيدا د شخصي سبک په اړه دومره بېلګې پيدا کړي، چې فاعل له عادي موقعيته خوځېدلی او په پای ته تللی وي، بيا يې يو څه تله درنېدای شي.
د مانا د تفسير بله لار د دې بيت ايډيا او تصوير دي، چې د بين المتنيت پر بنسټ پسي په شيدا او د پښتو شاعرۍ په روايت کې ګرځېدای شو. د ډاکټر درمل دريځ دا دی، چې د شيدا د شاعرۍ يوه ډېر پېښې ځانګړنه بلند نظري ده، احتياج نه. شيدا لوستونکي ته تل د ستروالي فکر ورکوي. دا هم د دويمې مانا احتمال زياتوي؛ خو دا پوښتنه بيا هم نه ځوابوي، چې که شاعر په دې مسره کې په کم پېښي ډول د احتياج خبره کړي وي، بيا؟
د بيت د يوه تصوير(لمر) په اړه که د شيدا متن ولټوو؛ نو ډېر ځايه په مثبته مانا راغلی، چې دا مو لومړۍ مانا ته ورماتوي، مثلا:
لکه نمر حامل د خپل شعاعي خط يم
په ما نه کېږي منت د نامه بر هم
او:
يوه ورځ لکه آفتاب کړه نقاب لرې
شعله زن په کل عالم کړه بام و صحن
سره له دې چې د ډاکټر حنيف خليل په مانا کې هم آٖفتاب منفي مانا نه دی؛ خو له دود مانا سره په زاويه کې توپير لري. البته دلته هم چورلټ قضاوت نشو کولای، چې لومړۍ يا دويمه مانا سمه ده.
د دې بيت په دوو کې د يوې مانا په غوراوي کې راته يوه بله کلمه هم لوری ټاکي او هغه “لبرېز” ده. لبرېز په پخوانۍ شاعرۍ کې بالعموم د خړوبېدو په مثبته مانا راغلې او په دې بيت کې هم موږ د لومړۍ مانا په اخيستو کې تلولي کوي او داسې انګېرو، چې د شاعر موخه به دا وي، چې د آفتاب له چشمې جام مهتاب خړوب کړ، په اصطلاح تنده يې ورماته کړه، له رڼا يې ډکه کړه. د شيدا يو مشهور بيت دی:
شیدا واستوه ديوان د هنده روه ته
چې لبرېز یې په صدا هم کوهستان شي
خو دا هم يو احتمال دی.
ډاکټر درمل ته دويمه مانا د شاعر خپله او عالي ښکاري؛ خو دلته دوه خبرې دي، يوه دا چې موثقې سرچينې نشته، چې موږ ډاډه شو، چې لومړۍ يا دويمه مانا د شاعر مراد ده، يوازې د اشارو شګلن پلونه دي، چې موږ پرې د پاخه منډ ګومان کړی. دويمه خبره دا ده، چې اړينه نه ده، چې تل د شاعر مانا عالي او له شاعرانه عظمته برخمنه وي. کله يو متن په يوه باذوقه او عالم مفسر واوړي او دومره عالي مانا يې راوباسي، چې د شاعر په اروا کې هم نه وي؛ خو د متن او ماتن حيثيت ورسره لوړ شي.
دا دويمه خبره راته وايي، چې د شعر په تاويل کې چې څومره ونډه د شاعر ده، هغومره د لوستونکي ده. لوستونکی له ډک ذهن سره شعر لولي او په فعاله برخه اخيستو له شعره نوې مانا راباسي.
د شاعر زمانه او د لوستونکي شرايط ممکن مختلف وي، چې پر لوستونکي د خپل مهال غوښتنې او شرايط مسلط وي؛ نو د دې شونتيا وي، چې لوستونکی له شعره له خپلو شرايطو سره سمه مانا واخلي. که لوستونکی ورپسې د شاعر زمانې ته لاړ هم شي او د هغه وخت ډيکشن او روايتونه هم پسې وګوري، بيا هم په دقيق ډول دا نشي ثابتولای، چې د شاعر مراد دی، دغه يا هغه مانا وي.
که له حقوقي زاويې وګورو، د شعر پر مانا د شاعر اجاره داري نه پايي، د رغښتي نظريې له مخې پر متن د ژبې اجاره وي. شعر د دې نظريې له مخې په ژبه کې هستېږي؛ نو څښتنه يې هم ژبه ده. البته له شعر سره د شاعر بهرنۍ يا پيرامتني اړيکه شته او مسؤوليت يې ورګرځي؛ خو دا چې يو لوستونکی ترې يوه او بل ترې بله مانا اخلي، د دې مسؤوليت د شاعر په غاړه نه دی.
که د منځپانګې ګټې ته يې وګورو، نو دا لوستونکی دی چې د مصرفوونکي په توګه له شعر نه په خپله ګټه مانا اخلي. دلته شعر د افادې په يوه څيز اوړي او دا په معاصره نړۍ کې عام عمل دی؛ نو دا هم د لوستونکي د فعاليت اهميت ښيي او راته وايي، چې لوستونکي ته په کمه سترګه و نه ګورو، خپلې مانا ته اهميت ورکړو او په شاعر پسې د ګرځېدو زېل و نه کړو
د شعر په اړه معاصرې شننې راته وايي، چې شاعرۍ د استعاري ژبې يا د نحوي جوړښت او د الفاظو د قاموسي ماناوو له امله دا وړتيا لري، چې دوه او ان کله څو ماناوې ولري؛ نو د زړې پر خلاف د نوې مانا په اورېدو حساس نه شو، بلکې دا د شعر د مانا په تاويل کې معمول چاره وبولو او ځان د اوسمهال د مانيز پلورليزم له غوښتنې سره عيار کړو.