څېړونکې: نازنین احمدزۍ
لنډیز:
آریانا او آریایان ډېر لرغوني متمدن خلک ول او د نړۍ پرمختللې ژبې د دوی له ژبو څخه رامنځته شوې دي؛ نو ډېری هیوادونه په تیره زموږ ګاونډی هیواد ایران په دې هڅه کې دی چې دا تاریخي ویاړونه په خپل نامه کړي؛ ځکه تل هڅه کوي چې پښتانه بني اسرائیل او ژبه یې هم د سامي ژبو له کورنیوڅخه ثابته کړي، خو د پښتنو، آریایانو او آریانا آر اصلیت ټولې نړۍ ته ښه څرګند دی او په پخوانیو افغاني او غیر افغاني کتابونو کې یې ذکر راغلی دی.
سریزه:
آریانا هغه ځمکه ده چې آریایانو پکې ژوند کاوه. آریایانو عادت درلوده هرچیرې چې به یې ژوند کاوه هغه ځای یې په خپل نوم یادوه؛ لکه : پخواني افغانستان ته یې آریانا( آریانا ویجه) ویل، بیا چې هند ته لاړل هغه ځای یې هم په خپل نوم آریانا ورشه یا ورته ونوموه او هغه آریایان چې پرسه نومېدل له باختر څخه اوسني ایران ته ولاړل او هغه ځای يې په خپل نوم پارس ونوموه.
د دوی دا مهاجرت په تاریخي کتابونو کې هم ذکر شوی او دا هم راغلي چې آریایانو یو منظم ټولنیز ژوند درلوده، دوی د لومړي ځل لپاره په باختر کې د یما په واسطه حکومت رامنځته کړ او همدارنګه چې هر ځای ته یې مهاجرت کاوه نو هغه ځای کې یې منظم حکومت رامنځته کوه.
آریایانو یوه ژبه درلوده چې د اریک په نامه یادیږي، چې اوسنی ډيری ژبې له همدې آرې ریښې څخه رامنځته شوې دي او هغه کسان چې په دې ژبو ګړېږي د آریایانو په نوم یادېږي.
د څېړنې موخه:
د څېړنې موخه دا ده: چې د اوسني ایران او آریانا ترمنځ توپیرپه ډاګه شي او همدارنګه د اریک ژبې اصلي ویونکي او د ویونکو اصلي ټاټوبی معلوم شي.
د څېړنې ارزښت:
د پخواني افغانستان ارزښت او اهمیت په ډاګه کوي، دا چې په دې مقاله کې د بهرنیو پوهانو نظریې هم شته نو دا ترې څرګندېږي چې افغانستان تل د نړیوالو د پام وړ هیواد وو.
د څېړنې پوښتنې:
آیا اوسنی ایران پخوانۍ آریانا ده که افغانستان؟
اصل متن:
آریایان چې به چېرې مېشت شول هغه سیمې به یې په خپلو نومونو یادولې لکه ځان ته چې آرین وایي نو خپلې لومړنی مېشت سیمې ته یې آریانا یا آرینه ویجه ویل؛ لکه څنګه چې د لرغونې اریانا د آر ټاټوبي په هکله بیلابیلې نظریې شته، د آریانا د نوم په رامنځته کېدو کې هم بیلابیلې نظریې شته دي. ځینې څېړونکي وایي دا کلمه لومړی ځل په اوستایي متونو کې راغلې ده، ځينې وایي دا کلمه د نړۍ لومړني نقشه جوړونکي دې سیمې ته کارولې، ځينې نور پوهان په دې اند دي چې دا لفظ د یوناني پوهانو لخوا دې سیمې ته کارول شوی او ځينې پوهان داسې نظر هم لري چې دا نوم د کوم ځای اړوند ندی او یوازې د یو نژادي قوم نوم دی. د دې خبرو د پوره وضاحت لپاره لومړی راځو د آریا د کلمې اصالت معلوموو، چې دا کلمه څنګه او د چا لخوا رامنځته شوې ده؟
د آریا کلمه د آریایانو په پخوانیو ترلاسه شوي سرودونو کې هم ذکر شوې ده. د آریا کلمه په اوستا کې airyaپه لرغوني سانسکریت کې aryaاو په لرغونې پارسي کې ariyaپه بڼه راغلې ده، چې د اندواروپايي اقوامو نوم دی. ودایا یا ویدا د سانسکریت هغه ژبه چې ویدي سرودونه پرې لیکل شوي دي، ځينې پوهان یې آریا یا آریایي باختري ژبه بولي چې د آریا جمع بڼه آریان کېده، چې آریا د نجیب او آریان نجیبان معنا درلوده؛ څرنګه چې آریان یا نجیبانو د هندوکش دواړو خواوو ته ځایونه ونیول او استوګن شول خپل هیواد یې په خپل نوم آریانا( د نجیبانو ټاټوبی) ونوماوه او دا کلمه په داسې بڼه منځ ته راغله (۱، ۱۹مخ)
چې د آریان د کلمې وروستی (ن) ته یې نسبتي زور ورکړ او آرین د ځای نوم په بڼه منځ ته راغی. دا نوم د آریایانو خورولو وروسته زموږ هیواد ته کارول شوی دی. په بله وینا دا نوم له دوو برخو جوړ دی چې یوه یې آریا او ځانګړی نوم دی هماغه څو زره کلن پخوانی نوم چې آریایي او ویدي قبایلو ځانته په ګډه توګه ایښی وو او بل هم د (نا) چې په حقیقت کې هم هغه مفتوح( ن) دی، چې د اوستا په زمانه کې د آیریا کلمې سره پیوست شو نسبتي معنا او مفهوم لري وروسته وروسته په دې وزن او آهنګ ډېر نومونه رامنځته شول لکه ساکستانا( د اسکایانو یا ساکانو استوګنځای)، زرانجیانا ، بکتریانا او داسې نور. ځینې وایي مستقیما د آریانا کلمه د لومړي ځل لپاره یوناني جغرافیه دان اراتوستنس (۱۹۶- ۲۷۴م.م) چې له میلاد څخه درې پېړۍ مخکې ژوند کاوه او د نړۍ لومړنی نقشه جوړونکی بلل کېږي، په خپلې نقشې کې د آریانا ذکر کړی دی، چې دا جغرافیایي اصطلاح د یو سرحدي خط په ډول ختیځ او سویل کې د سند سیند په منځ کې، په لویدیځ کې له کرمانیا څخه تر کسپین پورې او په شمالي خوا کې د توروس غرونه رانغاړي.(۶، ۲۰ مخ)
د ده دا لیکنې زموږ په لاس کې نشته او له منځه تللې دي، خو سترابون د یونان تاریخ او جغرافیه پوه(۲۰ـ ۱۹م.ز) د هغه له خولې د آریانا کلمه ذکر کړې ده.
په اوستایي ژبه کې د آریانا کلمه د آریایي صفت په ډول کارول شوې، داسې نظریې هم شته چې Ariyana د یوناني ژبې لاتینې شوې کلمه ده، کله چې یونانیانو دلته حمله وکړه وروسته له هغې یې آریانا تلفظ کړه. باکتریا یا باختر بل نوم وو چې د آریایانو د اوسیدلو ځای لپاره کارول کېده.
پیاوړی مستشرق (وی وین درسن مارتن) وایې: د آریا کلمه په سانسکریت کې نور اشتقاقونه نه لري او یو نژادي نوم دی، چې هغه قبیلې چې ویدي سرودونو ورپورې اړه لري ځانته یې آریا ویل. (۲)
آریانا دایره المعارف بیا لیکي: چې آریانا د آریاني arya د اضافي حالت جمع بڼه ده او د لرغوني آریایانو د استوګنې ځای دی.(۱، ۲۰مخ)
د آریا کلمه په لرغونې اریاني ژبو په تیره بیا اوستا ژبو کې په لاندې ترکیب سره یاده شوې ده، د وندیدات په لومړي فصل کې آریاناویج د آریاني توکم او نژاد ټاټوبي لپاره راغلی.
آریانا ویج په اساس چې پر بنسټ یې د آریانا نوم رامنځته شوی د وندیدات د لومړي فصل پر بنسټ آریانا لومړنی ځمکه وه چې آهورامزدا پیدا کړي ده، خو حدود یې معلوم ندي. دا هغه سیمه ده چې لس میاشتې پکې ژمۍ او دوه میاشتې اوړی وي، آهورامزدا سپیتمان ته وویل: که چیرې ما په هغه ځمکه باندې، چې خوشحالي بښونکې نه ده، آرامي او سوکالي نه وه پیدا کړې خامخا به د نړۍ خلکو آریانا ویجه ته مخه کړې وای.(۱، ۲۲مخ)
د آریانا ویجه د موقعیت په اړه پوهان په یوه نظر ندي، په ځانګړي ډول ایرانیان هڅه کوي چې خپل هیواد د آریایانو او اریک ژبې اصلي موقعیت په ډول ثابت کړي. د همدې لپاره یې خپل نوم په ۱۹۳۵م کال له فارس څخه په ایران تبدیل کړ؛ ترڅو د لرغونې آریانا ټول ارزښتونه په خپل نوم کړي، له دې وروسته په ځینو آثارو کې افغانستان او پارس د ایران په نوم پېژندل شوي دي.
په عمومي ډول د آریایي قومونو د مسقط الرأس په توګه درې لرغونې سیمې یادې شوې دي، د اورال او کسپین بحیرو چاپېره سیمې، د زرافشان او تیانشان درې او د امو سیند شمال ختیځې ښېرازې سیمې.(۳، ۷مخ)
خو ایرانیان دعوا لري چې آریانا د پخواني فارس نوم دی او د خپلې خبرې د پیاوړې کېدو لپاره د یوناني تاریخ لیکونکي لاندینی قول لیکلی دی، «هیرودت وایي چې میدي اقوامو ځانونه آرین بلل او میدي اقوامو په ۶۵۵ کې په پارس کې یوه لویه واکمني جوړه کړې وه.» خو دا خبر دلیل کېدلی نه شي ځکه تاریخی آثار شاهد دي چې آریایان کله چې آریانا ویجه کې ډېر شول بیا یې لومړی هند ته مهاجرت وکړ او په آرینه ورته کې یې حکومت جوړ کړ او بیا یې د لویدیځ یا پارس خواته مهاجرت وکړ او د مادیانو حکومت یې رامنځته کړ.(۲)
له دې نظریاتو سربیره ایرانیان وایي چې زموږ په تاریخي آثارو په ځانګړي ډول شهنامه چې یو پخوانی مشهور اثر دی هلته د افغاني پاچاهانو لکه سلطان محمود غزنوي ته د ایران شهنشاه ویل شوي دي نو اریانا اصلا د ایران نوم دی، خو اصلا که موږ تاریخي کتابونو ته سر ورښکاره کړو، نو د افغانانو ډیری پاچاهانو څو څو ځلې په پخواني پارس حمله کړې او هغه ځای د دوی د تسلط لاندې وو او د ایران له شهنشاه څخه یې اصلي هدف د آریانا شهنشاه دی.
که چېرې موږ د ایران د اوسنیو لیکوالانو کتابونه وګورو؛ داسې لیکنې د ایرانیانو په کتابونو کې موندلی شو چې هغوی په خپله دا څرګند کړي دي چې ایران اصلا پخوانۍ آریانا نه ده او دا نوم د اوسني افغانستان شاوخوا سیمې رانغاړي. د بېلګې په ډول به د محمود افشار یزدي نظریې راواخلو.
محمود افشار یزدي چې د افغان نامه او ګنجینه مقالات آثارو لیکوال دی. دی وایي: «کله چې غزنویانو په خراسان کې حکومت کاوه؛ په پارس کې دیلیمیانو یا آل بویه حکومت وو، خو بیا هم د پارس لیکوالانو او شاعرانو سلطان محمود غزنوي ته د ایران شهنشاه نوم اخیستی دی، دا په داسې حال کې چې ال بویه په غربي ایران کې ستر حکومت درلود او ان بغداد د اسلامي حکومت مرکز یې هم د لاس لاندې وو او سلطان محمود یوازې د پارس ری او اصفهان تصرف کړي ول. له دې څخه ښکاري چې خراسان مخکې له فارس څخه خپل ځان د ایران د نوم مستحق ګڼي. افشار زیاتوي چې د پارس دوه مشهور شاعران چې د اتابکان یا آل مظفر په وخت کې یې ژوند کاوه په خپلو شعرونو کې یې تل د فارس څخه خبر کوله نه ایران. کله چې په خراسان کې جنګونه ډېر شول نو د دري ژبې او ادب د ایران خواته پرمختګ وکړ، او د پخواني ایران( خراسان) نوم متروک شو؛ ساسانیانو له دې کاره ګټه واخیسته او د پارس نوم یې په ایران بدل کړ.»(۲)
دیودوروس وایي: هلته چې زرتشت د آهورامزدا حکمونه تبلیغول د آریانا په نوم یادېږي.
زردشت خو خپل آیین په پخواني بلخ، بخدي کې تبلیغول او د نوبهار اتشکده یې هم په بلخ کې شته نو دا هم زموږ د خبرې ثبوت کېدلی شي.
میر عنایت الله سادات په خپلې مقالې کې لیکي: «مخکې له دې چې د افغانستان نوم خراسان شي، تر ۱۸ او ۱۹ پېړۍ پورې مستشرقینو چې د افغانستان له تاریخي دورو څخه یادونه کړې؛ غوښتل یې دا ځای د (آریانا انتیکوا) یا لرغونې آریانا په نوم ونوموي او د تاریخ او جغرافیه په کتابونو کې یې یادونه شوې ده.»
استرابون د یونان نامتو جغرافیه پوه چې د یونانو باختري حکومت له سقوط څخه وروسته یې ژوند کاوه، وایي چې اوسنی افغانستان آریانا ده او غرب( بلخ) او سغد یې هم پکې شامل ګڼلي دي.
کلاودیوس بطلیموس ریاضي پوه، ستوری پېژندونکی او جغرافیه پوه چې د مصر په اسکندریه ښار کې یې ژوند کاوه،د هندوکش جنوبي برخې او په شرق کې د سند سیند د آریانا په نوم یاد کړې دي.
افغاني مورخین آریانا د پخواني افغانستان نوم بولي.(۲)
له دې ټولو نظریاتو څخه ښکاري چې آریانا د پخواني افغانستان نوم دی.
آریایانو عادت درلوده کله به چې په کوم ځای کې مېشت شول نو هغه ځای یې په خپل نوم نوماوه، هماغه دی کله چې له آریانا څخه د آریایانو لومړنی ډله چې په باختر کې تر یوې مودې اوسېدو وروسته اوسني هندوستان ته وروکوچېدل او په یوه شنه او ښېرازه سیمه کې میشت ول دغه سیمه یې په خپل ملي نوم آریا ورته د نجیبو او شریفو خلکو مېنه، د آریایانو ټاټوبی ونوموله. چې په سهیل کې د ویند هیا د غرونو لړۍ او په شمال کې د همالیا د غرونو لړۍ تر منځ، لویدیځ او ختیځ له لوري د ګنګاه او اباسین راجپوتا پنجاب، کوچ او سند ترمنځ پرته ده.
د آریایي مهاجرت بله سټه آریاني څانګه ده، چې د دوی لومړنی جوپه د خپلې لومړنۍ مبدا څخه اول آریانا ویجه ته راښکته شول ورو ورو د آریاني سیمو په ټولو شپاړسو قطعو ځمکو کې چې د وندیداد په لومړی فصل کې یې یادونه شوې، میشت شول. دغه ټاټوبي ته یې آریانا د آریایانو ټاټوبی نوم ورکړ. د آریانا ویجه ځمکه چې آمو سیند یې خړوبوي د سیر دریا (سیحون) او آمو سیند (جیحون) ترمنځ او ښایي د آمو سیند دواړو خواوو ته به هم واقع وي. د هاروارد پوهنتون استاد مایکل وستيل په خپله یوه مقاله کې آریایي شپاړس سیمې داسې معرفي کوي:
۱ـ آریانا ویجه (Airyana weja)
۲ـ سغد (Suydjaya) په سغدیانا کې ( Sojdiana)
۳ـ مروه، مرغاب (Nourv) او( Marrowپه Margyana) کې
۴ـ بلخ ( baxdi- Bacprina)
۵ـ مینه ( Nisaya)
۶ـ هرات Haroiva( aria)
۷ـ کابلستان Kabulistan
۸ـ ارګون ( urva)
۹ـ کندهار ((xnaxoiti
۱۰ـ ارغنداب
۱۱ـ هلمند
۱۲ـ د بدخشان راغ سیمه
۱۳ـ چراغ د لوګر چرخ ولسوالي
۱۴ـ واڼه وزیرستان کې
۱۵ـ پنجاب
۱۶ـ سیر دریا سیحون( ۶، ۲۴مخ)
د دې ډېریو سیمو شتون په اوسني افغانستان کې هم دا په ډاګه کوي چې پخوانۍ آریانا اوسنی افغانستان دی.
د رېګویدا لرغونې سندرې چې د لسو قبیلو جګړو ته نغوته کوي. هلته د پکته، الینا، بهالانا،شیوا، ویشانن، انو، دروهیو، تورواشا، یادو او پورو خلکو یادونه شوې، چې ډیری یې د اوسني افغانستان اوسېدونکي دي.(۴، ۱۶مخ)
همدارنګه یې د پښتونخوا د مستو سیندونو، غرونو او خېلونو نومونه هم یاد کړي. لکه: (بړیساسا) بړیڅ، (اپاریتي) اپریدي، ( وردیکا) وردک ، ( اسپزي) یوسفزي او نور پښتني خېلونه پکې یاد شوي دي.
پانیني د اباسین په غاړو هستېدلی چې د اښت اډيالي ګرامر یې لیکلی، هلته یې ( کپشه) او (بلهیکه) تر منځ د (روهیته ګیري) یعنې د روه غر یاد کړی چې همدا افغانستان، روه پښتونخوا د پښتنو د استوګنې ځمکه ترې مراد ده.(۳، ۹مخ)
غلام محمد غبار د آریانا د موقعیت په اړه وایي:« ختیځ ته یې اباسیند، لویدیځ ته یې هغه کرښه چې د کرمان او پارتیا ولایتونه په افغانستان کې داخلوي او فارس او میدیا ترې جلا کوي، شمال ته یې د جیحون(آمو) او سیحون( سیر دریا) او جنوب ته یې هم د هند سمندر پروت وو.»(۷، ۱۷مخ)
میر غلام محمد غبار د آریانا ښارونه داسې یاد کړي دي: «غرب( بلخ، تخار، مرو)، اریا( هرات)، خوارزمیش( خوارزم)، اپارتیا( طوس، نیشاپور)، اراکوزیا( قندهار)، کارمانیا( کرمان)، سکاستین یا درنګانیا( سیستان)، ګدروسیا( بلوچستان)، پاکتیا( خوست، سند)، ګندهارا( له پشاور نه تر کابل)، پاروپامیس( غور، هزاره جات).»
نو ځکه ویلی شو چې آریانا د پارتیا( هرات او کسپین ترمنځ)، آریا( هرات)، کارمانیا( کرمان)، باکتریا(بلخ)، مارګیانا( مرغاب، مرو)، هیرکانیا(ګرګان)، او رنګیانا رانغاړي.
د اراتوستن په وینا د آریانا حدود هماغه دي چې پارتیا له میدیا او کرمانیا له پارسه جلا کوي. یعنې هماغه کرښه چې د خزر له دروازو یا فیروز کوه له تیګې څخه غزیدلي او تر دماغه جاسک پورې محدودېږي.
په داسې ترتیب چې پارتیا او کرمانیا د آریانا په خاوره کې داخلېږي، میدیا او فارس ترې باندې دي.
سترابون د آریانا عرض له شمال څخه جنوب ته د اندوس په اوږدوالی ۱۲۰۰۰ـ ۱۳۰۰۰ ستاد او طول یې ۱۴۰۰۰ ستاده بولي.(۶، ۲۲مخ)
وروسته له اراتوستن څخه بل یوناني پوه چې د آریانا نوم اوسني افغانستان او شاوخوا سیمو ته کارولی هغه استرابو دی او ورپسې بطلیموس د دې ځای اووه مهم ولایتونه ځینې ښارونه او په دې ولایتونو کې میشت وګړي خلکو ته ورپېژندلي؛ چې په لاندې ډول دي:
۱ـ مارجیانا د مرغاب حوزه
۲ـ باکتریانا: بلخ او بدخشان
۳ـ آریا د هرات ولایت
۴ـ پارپامیزوس، هزاره جات او کابل د اندوس تر ساحلونو، نورستان او ارستان.
۵ـ در ( درانجینا) سیستان.
۶ـ اراکوزیا: کندهار او د سلیمان غرونو هغه لړۍ چې تر اندوس پورې رسېږي.
۷ـ کدروزیا: کچ او مکران یا بلوچستان.
د آریانا په اوڅار مذهبي کتاب اوستا کې د آریانا جغرافیا او اړوندې سیمې داسې ښودل شوي دي.
۱ـ آریانا ویجه: د پامیر او فرغانې شمالي برخه
۲ـ سغد( سغدیان)
۳ـ بخدي (بلخ او باختر)
۴ـ دورو( مرغاب حوزه)
۵ـ نیسایا د میدي سیمه
۶ـ هریو: د هریرود او هرات حوزه
۷ـ هراویتي: د ارغنداب حوزه
۸ـ هیتومن: د هیر مند حوزه
۹ـ ویکرنا : د کابل، کابلستان حوزه
۱۰ـ کخره : د غزني ککرک، د بامیان ککرک او د هرات کرخ
۱۱ـ اوره: د پکتیا رود
۱۲ـ یه ګه: د بدخشان راغ
۱۳ـ وارونا: بامیان او هزاره
۱۴ـ ننحته: دا سیمه تراوسه نده معلومه
۱۵ـ رانکا: دا سیمه هم معلومه نده
۱۶ـ هسپه هندو: د اووه سیندونو سیمه( پنجاب)
د یوناني لیکوالو د څېړنو پر بنسټ د آریانا څلور خواوې په لاندې ډول دي:
ختیځ: له ګیلګیت څخه د هند تر سمندر پورې د اندوس اباسین رود
سویل: د هند سمندر
شمال: اکسوس. د آمو سیند له سرچینې څخه تر هغې نقطې پورې چې هغه مهال د آمو سیند د اورال له بحیرې سره یوځای کېده.
لویدیځ: د پورتنیو دریو لورو کرښې څرګندې وي، لویدیځ لور یې هغه فرضي لیکه ټاکي، چې د خزر سمندرګي له څنډې د هند تر سمندر پورې منبسط و.
فارس او میدیا یې فارس ته منسوبول. نو که د اوستا او یوناني لیکوالانو لیکنې سره پرتله شي ښکاري چې د دواړو نظر د اوستا د څلور خواوو په هکله یو شی وو.
په اسلامي دور کې د آریانا په پورتني وېش کې د دې سیمې ځینې پخواني نومونه هم شامل شول، چې په لاندې ډول دي:
شمالي برخه : کابلستان.( مارجیانا، آریااو د پاراپامیزوس یوه برخه)
سویلي برخه: زابلستان. ( درانجانیا« اراکوزیا» کدروزیا)
شمال ختیځه برخه: باختر. ( باکتریانا او د ختیځ پاروپامیزاد یوه برخه)
شمال لویدیځه برخه: غور. ( د لویدیځ پاروپامیزاد لویدیځه برخه او د آریا یوه برخه)
سویل ختیځه برخه: روه. ( سویلي او ختیځ کوهسار او د سلیمان غرونه)
او سویل لویځه برخه: نیمروز. ( د انجیانا یوه لویدیځه برخه او سیستان)
په ویدا کې آریانا د دوو سیندونو منځ کې یاده شوې او داسې ښکاري چې دا به د امو او سیحون سیندونه وي.
پوهاند محمد رحیم الهام لیکي: «که د ویدا او اوستا دغه دوه نکتې سره یوځای کړو، دې پایلې ته رسېږو چې آریا ویجه د دوه سیندونو په منځ کې واقع وه او ناببره زښته زیاته سړه شوه، نو سړی دې پایلې ته رسیږي چې آریانا ویجه د پامیر سیمه وه په تېره بیا هغه سیمې چې جیحون او سیحون د سرچینو په منځ کې واقع دي او د سیحون یا امو سیمې تر بلخ پورې رسېږي.» (۸، ۱۷۲مخ)
پایله:
په پای کې دې نتیجې ته رسېږو چې ایران نه بلکې پخوانی افغانستان د آریایانو آر ټاټوبی او لرغونې آریانا ده. چې د آریایانو په پخوانیو سرودونو، اوستا او ویدي او نورو پخوانیو آثارو کې چې د آریانا حدود، سیمې، ولایتونه، خلک، قومونه او نورې ځانګړنې ذکر شوې دي؛ اوس مهال زیاتره یې له افغانستان سره صدق کوي.
آریایان لومړی ځل د هندوکش دواړو څنډو کې میشت شوي او دا ځای یې د آریانا په نوم نومولی، د هغوی مشهور پاچا یما دلته سلطنت رامنځته کړی او بیا د نفوس په ډيریدو سره یې لومړی هند او بیا لویدیځ د ایران خواته مهاجرت کړی دی. خو لومړنی ټاټوبی یې د هندوکش دواړه خواوې يعنې اوسنی افغانستان دی. چې هغه وخت د ایران ډیرې سیمې ان تر سند سیند پورې د آریانا مربوطې سیمې وې.
اخځلیکونه:
۱ـ آریانا دایره المعارف(پښتو)لومړی ټوک، دوهمه دوره، د افغانستان د علومو اکاډمي د دایره نبراسکا مطبعه، کابل، ۱۳۸۶ کال
۲ـ آریانا ویکي پیدیا. انترنتي سایت.
۳ـاڅک، باییزید او خیري، محمد انور.(۱۳۹۱ل). د پښتو ژبې تاریخي تحول. کابل
۴ـحبيبي، عبدالحی.(۱۳۷۸ل). د افغانستان لنډ تاریخ( د الحاج عبدالودود کرزي ژباړه). کویټه: سپینزر پرنترز لمیتید.
۵ـ زیار، مجاور احمد.( ۱۳۹۴ل). پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې،کابل: دانش خپرندویه ټولنه.
۶ـ سهاند، دینارګل امین.(۱۳۹۴ل). د آریایي فیلالوژی تاریخچه. کابل: د افغانستان ملي تحریک فرهنګي څانګه.
۷ـمرهون، محمود.( ۱۳۹۶ل). تاریخي ژبپوهنه(ژبپوهنیزه څېړنه) ۱ ټوک، کابل: کائینات څیړنیز او ژباړې مرکز.
۸ـنیازی، رفیع الله.(۱۳۹۸ل). د اندو اروپایي ژبو نسبي څېړنه. د افغانستان علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست، کابل: چهاردهي صنعتي مطبعه.