ژباړه: حامد بهیر
په لیکوالي د دروني زه د وړاندې کولو ترڅنک، د نورو په پوهه کې د یو څه ور زیاتول، د خپلو عاطفي اړتیاوو ویشل له لوستونکي سره د مخاطب جذبول او نور هغه څه دي چې په دې برخه کې یې په ساده ژبه بیانوو.
د لوستونکو شعور لوړکړو:
ښه، ګټوره او تاثیر لرونکې لیکنه هغه ده چې، د خپل شعور د وینې نه د لوستونکي شعور ته وینه ورکړي تر څو د هغه او مخاطب ترمنځ یوه د وینې اړیکه رامنځ ته شي. دا څه هغه وخت کېدلی شي چې هغه څه چې په خپل ذهن کې یې لرو، پرته له ریا او په صادقانه ډول له مخاطب سره شریک کړو اوپه لیکلو کې له هر ډول لټۍ، درغو او ځان ښودنې څخه ډډه وکړو.
خپل احساس په سمه توګه ولېږدوو:
د خپلو عواطفو او دروني احساساتو لېږدول یا په بله وینا د خپلو عاطفي اړتیاوو لېږدول په ساده او روانه ژبه د لیکوالۍ په برخه کې له مهمو موردونو څخه دي.
هر څومره چې لیکوال د خپلو عاطفي اړتیاوو-احساساتو مخاطب ته په لېږدولو باندې بریالی وي، په هماغه اندازه یې لیکنه هم نورو ته ارزښت لرنکې او داحساس وړ ده.
د مخاطب جذب:
لیکوال هغه وخت کولی شي مخاطب جذب کړي چې لیکنه له زړه نه ولیکل شي او په اصطلاح په زړه باندې کیني، دا کار هغه وخت ممکن دی چې لیکوال د محتوا په لیکلو کې په هنري ژبه دردونو، زخمونو او ګډو خوښیو ته پام وکړي؛ یانې د عمومي دردونو او خوښیو د انعکاس ژبه شي.
ویل کېږي هغه وخت چې « امیل زولا » لوی فرانسوي لیکوال نوې لیکوالۍ ته مخه کړې وه، لیکنو یې لږ لوستونکي یا په لومړیو کې ځانګړي مخاطبین درلودل؛ هغه په خپلو لومړیو لیکنو کې فردي موردونو ته چې احساس او عاطفه پکې یو ځای نه وو پیل کړی وو. خو کله یې چې خپلې لارې ته بدلون ورکړ او « انسان وحشي او پول زنده ګی » اثر یې خپور کړ، د لوستونکو لید د هغه اثارو ته بل ډول شوو او نړۍ وال شهرت یې وموند.
زولا د لیکوالۍ په برخه کې د يوې ترخې تجربې نه وروسته، فردیت جوړونه چې له لوسونکو سره یې اړیکه نه جوړوله، وشوله او په عمومي راز او رمز باندې یې پیل وکړ؛ هغه راز او رمز چې د هغه له دروني زه نه یې سرچینه اخیسته، خو دنور په هیلو، اړتیاوو، احساساتو او عواطفو کې یې هم رېښه درلوده.
لغت پېژندنه:
لیکوالي په حقییقت کې په ژبه کې د کلمو او لغتونو کارونه ده او پیاوړی لیکوال هغه انجینر دی چې په خپله هنري وړتیا باندې په جمله کې د کلمو له ځای پر ځای کولو سره اشناوي؛ خو لومړۍ لیکنه، د کلمو ځای پر ځای کول، د کلمو له ذاتي ماناوو سره اشنایي او راتګ یې د مخاطب ذهن ته دي.
خلاصه داچې لیکوال باید په ژبه کې د کلمو له حقیقي ماناوو سره پوره اشنایي ولري او همدارنګه د مخاطب په ذهن او ضمیر کې د هغې له مفهومي انعکاس څخه خبر وي. مثلن کله چې لیکوال لیکي: سیوري دشپې د دېوالونو په سر باندې روان وو، یوه عمومي اخیستنه او تجربه غواړي د کلمو په وسیله باندې په ذهن کې رسم کړي؛ خو که چېرې یې انځور جوړونې د مخاطب په ذهن کې مفهوم ورنه کړي نو لیکنه یې د مخاطب په ذهن کې عمومیت له لاسه ورکوي او په حقیقت کې د مفهوم جوړولو او فضا جوړونې له نظره نیمګړې پاتې کېږي.
د ژبې تغییر او بدلون:
د هر لیکوال لیکنې له تکرار او ویلو سره د ژبې بدلون او تغییر ته اړتیا لري او تکړه لیکوال هماغه دی چې د لیکنې له هر ځل ویلو نه وروسته د لاښه والي لپاره هغې ته سمون ورکړي او کله خو یې ځینې برخې له سره ولیکي. دا کار که د لیکوال لپاره هر څومره ستړی کوونکی دی؛ خو کله چې وغواړو لیکنه مو ښه او اثر لرونکې وي، غوره ده چې دغه بدلون او سمون مو د لیکوالۍ په برخه کې په يوه عادت باندې بدل کړو تر څو مو لیکنه مفهوم لرونکې، منسجمه، محکمه او تاثیر لرونکې وي.
لیکونکي اوسئ!























































