پوهندوی ګل رحمن رحماني
سیرته! ستا لب و لهجه څه نا اشنا غوندې دي
د کوه قاف د ښاپېریو یار خو نه یې چرته؟
د مینې او ښکلا په باب دومره بحثونه شوي چې نور یې د پېژندنې دنیا «له ډېره پیدایښته نا پدیده» ده، هغوی چې مینه پېژني او مینه یې کړې وې، ښکلا هم تعریفولی شي، خو هغوی چې ښکلا خوښوي او مینه یې نه وي کړې، نو ګرانه ده چې ښکلا دې تعریف کړي، ځکه خو د بحثونو د غورچاڼ لپاره یوه خبره ډېره مناسبه او ټولمنلې ده او هغه دا چې «مینه د ښکلا پر وړاندې زموږ غبرګون دی». شاعر چې د مینې او ښکلا تر ټولو مهذب استازی ګڼل کېږي، د دواړو ښه پېژندونکی او خپرونکی دی، بلکې کوښښ کوي چې دا تاثر د نورو خلکو تر زړونو او ذهنونو ولېږدوي او یوه داسې دنیا رامنځته کړي چې له بدرنګیو لرې په متقابل درناوي، عدم تشدد، ایثار او خدای پالنه ولاړه وي.
د شاعر په مسلک کې دې ښکلو جزیرو ته د وصال لارې او ګودرې له ګلونو او اغزیو ډکې دي، خو ژمن شاعران چې زړه یې د جلال او جمال د سپینې چینې په یخو او خوږو اوبو مینځل شوی وی، پر دغه لاره د خوب او خیال په مهینو او پستو وزرونو تېرېږي، ګلونه ورته د پرښتو د پښو خاپونه او اغزي د جانان ډالۍ ښکاري، ځکه د هغه وینا الهامي او رواني خوږلت او کیفیت لري، شاعري د هغه له شعور او لا شعور سره تړاو لري، شاعري د مینې او ښکلا ژبه ده، د کوه قاف او ښاپېریو لهجه ده او دا ژبه د جمال او جلال په تورو ښکلې شوې. نوښتګر شاعر عزیزي هم ددغه لارې له پیاوړو لارویانو څخه دی، سیرت خپله د یوه شاعر په توګه د شاعرۍ په اړه وايي:
شاعري څه ده؟
شاعري خو له خیالونو راوتلې
دا چینه ده له دې غرونو راوتلې
شاعر ذهن په لفظونو کې انځور کړ
خوشبويي له ګلابونو راوتلې
ومه ناست ستا د یادونو سلسلې ته
وه رڼا له دېوالونو راوتلې
خو د رڼا له دې دېوالونو تېرېدل او بیا د ښکلا تر جزیرې رسېدل دومره اسانه هم نه دي، پر اغزنه صحرا کې پر شګلنو لارو یبلی مزل دی، بادونه او توپانونه دي او په پای کې د ژوند پستې غېږې ته ورتګ دی.
ژوند یوه صحرا ده او زه ورک یم لکه باد پکې
نه کېږي چې نه دي یمه داسې نامراد پکې
زړه کې مې خیالونه رنګ په رنګ لکه غمي پراته
ټولو نه زیات برېښي لکه ستوری د چا یاد پکې
زمان او مکان د شاعر د فکري لید او هغه ته د ښکلاییزو ارزښتونو په ټاکنه کې رول لري، شعر که تاثر وبولو، د تاثر نوعیت د زمان او مکان په لمن کې اوړي را اوړي، موږ یا په زمانه پورې خاندو یا هم زمانه را پورې خاندي، خو شاعر او شعر یې ددې ځواک او هنر لري چې له دې کړکېچ ور ها خوا مو جوړ جاړي او له ژوند سره پخلاینې ته برابر کړي.
سوال یې لا کړی نه و دا رنګه ځواب مې ورکړ
زمانې ځکه راته وخندل ګلاب مې ورکړ
فکر یې تش تور و راوړی خو په دوو خبرو
چې بېرته تلې نو په څپو څپو دریاب مې ورکړ
ما وې په تشه ګېډه هم دي کمالونه شوي
چې حواله یې رانه وغوښته رباب مې ورکړ
کله کله سړی دې ته حیرانېږي چې له سپېرو خاورو پیدا انسان ولې دومره حسین او رنګین شي چې په حسن پسې یې غوښن زړونه دردېږي او بیا همدا ادم زاد څنګه تر کاڼي کلک او ګل نازک شي، هغه ګل چې له رېژون وروسته بېرته د خاورو پر بستر ننوځي، د نورو ګلونو او رنګونو لپاره د کر پر ځمکه بدلېږي. ډېرې هدیرې شته چې په ګلونو پوښلې وي، خو هېڅوک هم هدیرې ته باغ یا ګلبڼ نه وايي، یا دې کوم یو ګل ورڅخه د بویولو او خپلو ګوتو کې د ساتلو په نیت وشکوي.
زه خاک وم ته مې شین وې په سینه کې لکه ګل
ساتلې مې په هره زمانه کې لکه ګل
دی هر چرته خپل رنګ شیندي او خپله خوشبويي
دوی وګڼه په هره ویرانه کې لکه ګل
د ښکلا ضد بدرنګي ده، خو بدرنګي بیا هم یو ذوقي معیار دی، جمال زموږ د سترګو په زاویه کې تعریفېږي، د شمعې تر شا ولاړه تیاره د رڼا په څېر ښکلاییز مفهوم دی، ځکه چې سیوري او تیارې د رڼا څېرې دي او رڼاګانې په سیورو کې پېژندل کېږي. استاد مصطفی سالک وايي:
ښکلا که نه وی تصور د بدرنګۍ به نه و
دا غرونه غرونه سیوري ټول د چا له نوره ښکاري
زموږ شاعر سیرت صاحب هم د ښایست په بهاندو چینو کې ځان وینځلی، ځکه خو زړه د خوږې عاطفې او ذهن یې د بډای تخیل د پخلاینې سیوري کې د شعر رنګینې تابلوګانې او طلایي مجسمې پرېږدي چې بیا یې د ښکلا د اسمان ستوری مزلي په مینه ګوري او د یوه لرغوني تاریخي اثر کتلو په څېر ورته په شېبو شېبو تم وي.
تیاره به مخ په رڼا مینځي شپه به خاندي ورته
داسې امېد خو مې ساتلی دی له وړاندې ورته
سیرت دې خپله بدرنګي ورباندې مینځي مدام
ستا د ښایست چینې دې داسې وي بهاندې مدام
د ښایست معنوي اړخ د جلال له خوږې چینې خړوبېږي، لرغونو يونانیانو ښکلا او نیکي د يوې سیکې دوه مخونه ګڼل، اخلاقیات یې له جمالیاتو سره تړلي وو، د هغوی په نظر نیک او د غوره اخلاقو څښتن حسین او ښکلی سړی و، سیرت هم د ښکلا په دغه معنوي اړخ له هرې زاويې ریاضت کړی، په جلالي کیفیتونو کې اوبه شوی او د انساني ژوند دغه مهم اړخ ته یې په خپلو شعرونو کې ښه انعکاس ورکړی دی.
بعض، حسد او عناد ټوله ستا په فکر کې دي
که نر یې دغه جام په لته باندې ډک ووهه
نه ته اوبه اوبه یې ژونده نه زه غرونه غرونه
زه خاورې خاک د کربلا یم او ته غرونه غرونه
په زړه کې ښې وي کله کله د جذباتې څپې
په سمندر کې خو به کېږي اوبه غرونه غرونه
بس د جانان د کوڅې خاورې یم هوا به مې وړي
سیرته زه شوم نه اوبه اوبه نه غرونه غرونه
مخکې مو د جلال او جمال یادونه وکړه، ما د هغه د شاعرۍ د مطالعې پر مهال کله د جمال پر دنګو څوک قدم واهه او کله به د جلال د ژورو سمندرونو تل ته ښکته شوم. جلال او جمال په عرفان او تصوف کې هغه ځانګړي رمزونه دي چې مرید او مرشد د ښکلا له واقعي څښتن سره نښلوي، یا په بل عبارت د نفس او بدرنګیو پر اغزنه لاره کې د هغو ګلونو د رنګ او خوشبو څرک دی چې لاروي ته د صبر او زغم ډالۍ ورکوي او په پای کې یې د خپل منزل تر څنګ د وصال د حوض کوثر پر غاړه دمه کوي.
دا دواړه کیفیتونه همداسې د هنر او شعر دنیا ته هم راغلي، د لفظونو او له ژوند څخه د یوه متفاوت روایت ځمکه یې هم رنګینه کړې او ډېرې هغه برخې یې هم د زغم او ګوزارې وړ ګرځولې چې د انساني غرور او فطرت نیلی په کې د ځغاستې شوق او ذوق نه لري. که انسان ښکلا خوښی نه وی، که انسان د ښایست په فلسفه نه پوهېدی او که انسان د ښکلا تر اغېز لاندې نه راتللی، بیا نو په اوسنۍ بڼه د ژوند تېرولو او یو بل ته د تمایل او تر زړونو د سفرونو لارې هم تړلې وې.
د ښایست په پالنه او د یوه ښایسته او مهذب ژوند په تصویر او تصور کې له شک پرته چې د شاعر د فکر او خیال د خزانې داسې ګاڼې کارېدلې چې په ګرانه موندل کېږي، درد، محرومیت، عشق او بېلتون ددغه رنګین منشور نور اړخونه دي چې د شاعر انسان په زړه کې د جلال او جمال ډېوو ته رڼا وربښي او له ژوند سره مو فطري اړیکه دومره پیاوړي کوي چې د مرګ پر مهال یې په اوښکو او سلګو بدرګه کوو. عزیزي سیرت مې د هغه د خپلې شاعرۍ په منځ کې یو له همداسې انسانانو وموند چې د خپل کلام د جلال او جمال په هېنداره کې یې د ژوند ژړانده سترګې د موسکا په رومال وچې کړې او پر شونډو یې د هیلو موسکا نڅولې ده، د خپل صاف زړه درزا یې اورېدلې او د نظر جامونه یې له اوښکو لبرېز کړي دي:
د زړه دراز اورم نصیبه خاموشي خوره ده
ستا په کوڅو کې څه عجیبه خاموشي خوره ده
له ما دې هغه د بلال ازانګې ورکې نه شي
ستا په دنیا کې خو صلیبه خاموشي خوره ده
یا:
زه په عجبه کیفیت مبتلا
چرته ولاړ یمه بېخوده غوندې
د زړه درزا مې اوري شاوخوا کې کاڼي بوټي
د نظر دوه جامونه دواړه مې په اوښکو لبریز
پر مخ مې رغړي لکه سپینې دانې
پاس مې نیولې د لاسونو تشه توره پیاله
غواړم سائل غوندې په مفته د رضا اشرفۍ
لا په هوا روان یم
لکه برېښنا روان یم
د حقیقت د ځلېدونکي مینارې په لټون
دلته پوښتنه دا ده چې شاعر په دې خاموشۍ کې چېرته روان دی، د حقیقت ځلېدونکې مناره چېرته ده؟ حال دا چې د شاعر خاموشي د هغه تر شور ډېره خطرناکه یا وېردونکې وي، ځکه چې توپانونه په کې پټ وي او ډېرو سر په زنګون شاعرانو د نړۍ ستر امپراطوران وېرولي دي، خو معلومه ده چې سیرت د یوې داسې خاورې اوسېدونکې دی چې سلګۍ یې د خلکو عادت وي.
حسب عادت سړې سړې سلګۍ وهمه او ځم
د خپل وجود خاورې پر خپل سر بادومه او ځم
د هجر لمر مې پر سر باندې برابر دی اشنا
لکه یخی خپل موجودیت درپسې خورمه او ځم
دا سفر د ګومان په سمندر کې دی او تر یقین پورې د رسېدنې دغه لار رښتیا هم ډېره پراخه او اوږده ده، د شاعر د جذباتو شور هم هغه ته د ډبېدو سرود غږوي، خو د شاعر امیدونه قوي دي.
یقین دې سر وخوري ګمان په سمندر کې درومي
د خیال بېړۍ مې د اسمان په سمندر کې درومي
خیر امیدونه مې قوي دي تر دې حده پورې
لکه د بل مخلوق اسان په سمندر کې درومي
زما خواره واره جذباب زما په ګټه نه شول
زما د برخې څراغان په سمندر کې درومي
هر څوک له شاعر څخه جلا هیله او طمعه لري، شاعر د خپل ژوند او تجربو په رڼا کې د عواطفو او احساساتو په نازګو ګوتو د ژوند د پېغلې زلفې سینګاروي، موږ فکر کوو چې ددغه پېغلې ننداره د یوې مجسمې ننداره ده، د یوې طبیعي ښکلا او خدای را استولې کلاسیکې تابلو تصویر دی، خو حقیقت داسې نه وي، بلکې د شاعر هنري زیار او ریاضت موږ د ښایست په یوه داسې نندارتون اړولي وو چې اقرار او انکار مو یو بل ته غاړه ورکوي او بالاخره خپلې ورکې ته لاس ورکوو.
یو حبس محسوسومه یو جمود په دې کالبوت کې
عجب رانه اوښتی دی وجود په دې کالبوت کې
ډېر وګرځېد را وګرځېد انسان سره په چل کې
اخر هم ځان ته ځای وموند مردود په دې کالبوت کې
د هندي هنرونو او فنونو پنځونکي عام خلک دي او د دغو هنرونو او فنونو ژوره اړیکه د ټولنې د خلکو له اقتصادي ، نفسي حسي ژوند سره تړلی دی.کله چې د هند په لویه وچه کې کوچني کوچني کلتورونه سره يوځای شول نو د تجربو تصادم رامنځته شو چې د تهذیبي تجربو د انتقال ترڅنګ يې په جمالیاتي نظام هم اغېز وښېنده او د رد او قبول نامحسوسه سلسه هم روانه شوه.
زه زه وم زه زه نه وم که زه زه وم نو زه څه وم
زه هم د حیرانۍ په خوب تمام عمر ویده وم
نو وخت راباندې څه کول په خپله تم خانه کې
سیرته یاره زه خو نه رڼا وم نه تیاره وم
د ښکلي او تلپاتې هنر يوه ښګېڼه دا وي چې د خپل عصر او زمان ښه استازېتوب کوي او په راتلونکو نسلونو کې جمالیاتي او هنري ځواک ته وده ورکوي چې دغه تومنه او جوهر د هندي هنرمندانو په پنځونو کې ډېره غني ده، يو څه چې په دې برخه باید ورته اشاره وشي هغه د انسان او کائناتو ترمنځ اړیکه ده چې دا هرڅه يې ممکن کړي. هسې خو هر انسان له کائنات او خدايي تخلیق سره په رابطه کې ژوند کې تېروي خو د هنرمند اړیکه بیا د نورو عادي وګړو په نسبت ژوره او زره بیني وي.همدا هنرمند دی چې د کائناتو د جمال او جلال ننداره پخپلو هنري اثارو کې ټولنې ته وړاندې کوي او ټولنه په ښه توګه د کائناتو له پټو اسرارو او رنګونو سره اشنا کوي.
زه کله کله د کړکۍ نه بهر لاس وباسم
سړې هوا ته لږ د سوي زړه براس وباسم
د زړه په خونه کې بې واره څادر ووهمه
لکه پینځه مرغان پینځه سره حواس وباسم
د هنر دريځونه په نړۍ کې محدود دي. ټول له مينې يا عشق، رنځ او بغاوت، هیلې او مبارزې، بشرپالني او وياړونو په تړاو خبرې کوي. ابتذال يا نوښت پهدې پورې اړه لري چې تر کومې اندازې پورې د هنرمن پوهه او فلسفه ژوره او پراخه ده. تکرار او تقليد چې د بېهنره او يا بېبنسټه هنرمن تگلاره ده؛ نه يوازې د هنر په برخه کې کوم خوند نه ايجادوي، بلکې د کرکې د ايجاد سبب کېږي.
په هنري دنيا کې موږ وينو چې يوه بهرنۍ پېښه هنرمن لمسوي. د هغه نفسيات د يوې هنري پارچې د ايجاد لپاره چمتو کېږي. فرويد وايي چې د هنري پارچو ايجاد د جنسي غرایزو د وروسته پاتې والي غبرگون دی. فرويديزم د هنري الهاماتو سرچينه د هنرمن په جنسي ژوند کې پلټي. البته د نورو فیلسوفانو په نظر دا نظريه له اغراقه ډکه ده. دا سمه ده چې د جنسي غریزو محروميتونه شديد عواطف او احساسات رامنځته کوي؛ خو د هنرمن کېدلو لپاره بسنه نه کوي او دا هنري موضوع نه ده. دلته که مخکې که شاعر له کړکۍ نه سړې هوا ته لاس وېستلی او له دې سره یې ټول هوا لکه بندي مرغان بهر ته د الوت هڅه کوي، خو دلته بیا د وعدې سیوري ته په لمر کې ولاړ دی او د اباسیند د څپو ننداره کوي.
ستا د وعدې سیوري ته په لمر باندې ولاړ یمه
زړه مې دی په لاس کې او په سر باندې ولاړ یمه
لمر د ماځیګر د ابا سیند څپو ته مخامخ
څه په ښایسته غوندې منظر باندې ولاړ یمه
ټینګه جټکه راکړه د هندارو د منار په څېر
هسې هم له سره په خطر باندې ولاړ یمه
د جلال او جمال له منظرو ور هاخوا شاعر له شاعرانه ژبې، شعري ترکیبونو، ادبي صنایعو او تر ټولو مهم د شعري محتوا له ارایې سره خورا ښه او مسلکي چلند کړی دی، انځوریزه ژبه یې د شاعرانه تجربو او مشاهدو د هنري تناسب پر مټ توږل شوې او دومره خوږه ده چې بیتونه یې د لوستونکي ذهن کې پاتې کېږي او په بیا بیا لوستنه ارزي.
چې د زړه د ښار په هر کونج کې ښکاره يې
ته په خدای چې د هندارو مناره یې
لکه څېرې کاغذ باد په مخه کړی
چې روان به لا د چا په اشاره یې
د سیرت پر شاعرۍ له هر اړخه ډېرې خبرې کېږي، زه دلته د هغه د ټولګې او کتاب خبره نه یادوم، یوازې په یوه ښکلې منځپانګه کې را ښکېل او له لوستونکي سره ددې ښکتیا ښکلی ځور او پایلې شریکوم، د علت او علیت په پلټنو پسې نه ګرځم، ځکه اروا پوه او ادیب کارل گوستاو يونگ وايي چې له شخصي لوري د هنري اثر په باب د عليت پلټنه ځکه مناسب چلن نه برېښي چې هدف يوازې انساني موجود نه، بلکې له هغه پورته او له هر ډول شخصيت نه جلا او لوړ عناصر دی. دلته خبره د داسې يو محصول يا هنري اثر په باب ده چې د هر ډول شخصيت او فرديت نه لوړه ده.
علت دا دی چې یو شخص د هغې معيارنهشي کېدلی. د رښتیني هنري اثر ځانگړی مفهوم له شخصي ځانگړنو سره توپير لري چې په ډېره کمه اندازه هنر ته ورته دی، هر څومره چې هغه مشبوع شي؛ بيا هم په ډېره لږه اندازه له هنر سره ورته والي لري، شخصي ځانگړنې کومه بڼه نه اختياروي، بلکي واقعي ـ هنري پديده له شخصي هغې نه لوړه او د روح او زړه په ظهور سره د بشريت له روح او زړه راوځي. شخصي عناصر د دې لامل ګرځي چې هنرې پديده محدوده او يا ان هنر ته زيان ورسوي. زه باوري یم چې د سیرت صاحب هنر ته ژمنه ، باجلاله او با کماله شاعري به د پښتو شعر په لمن کې یوه نوې زیاتونه وي او موږ ته به با ذوقه لوستونکي را وپېژني، ځکه خو د هغه په دې بیت درسره مخه ښه کوم:
عمر که پینځه ورځې و، و دې باندې ویاړمه
تېر مې د شاهین په اشیانه کې کړ او لاړمه
درنښت
رحماني
د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد
۱۴۰۳، د زمري ۱۱مه