لیکنه: عبدالوهاب مومند
زما د اوسني تحقیق په لړ کې یو وخت مې له یو ملګري څخه پوښتنه وکړه، چې غواړم د امام قتیبه بن سعید رحمه الله په اړه څېړنه وکړم، هغه وویل چې امام صاحب له علمي اړخه نه، بلکې له سیاسي/تاریخي اړخه وڅېړه، لومړی دغې مسلې ډېر ګیچ کړم، خو وروسته د مطالعې، تحقیق او توپیروالي په برخه کې پام مې واوښت چې باید د تحقیق پولې او تګلارې مشخصې شي؛ دلته دوه توپیرونه موجود و، هغه دوه توپیرونه دا دي، چې د اسلامي دوو سترو دورو (عباسیانو او امویانو) په وروستیو او لومړیو وختونو کې په یوه نوم یو ستر عالم او بل ستر فاتح شخصیتونه تېر شوي دي:
۱– قتیبه بن سعید
د محدثینو لارښود امام قتیبه بن سعید چې د ۱۴۹ هـ.ق کال د رجب المرجب د میاشتې په څلورمه نېټه د بلخ دشتک په سیمه کې زېږېدلی او د ۹۲ کالو په عمر په کال ۲۴۰ هـ.ق د مرکزي بغلان په ګوډانو سیمه کې د خپل جومات ترڅنګ خاورو ته سپارل شوی دی. نوموړی امام په احادیثو کې د علمي بصیرت له مخې ډېر لوی عالم و، چې د اسلامي امت د یوسلو دیارلس(۱۱۳) سترو علماوو څخه زده کړې کړي چې مشهور استاذان یې امام مالک د مالکي مذهب امام، لیث بن سعد مصري، حماد بن زید او ابو عوانه وو، او په کم وخت امام صاحب په احادیثو کې ډېر د پوهې خاوند شو، چې د نوموړي علمي بصیرت د ده په شاګردانو کې ښکاري، هېره دې نه وي د شیخ الاسلام محدث امام قتیبه رحمه الله د شاګردانو شمېر نهه وېشت (۲۹) کسانو ته رسېږي، چې له مشهورو شاګردانو څخه یې: بخاري، مسلم، ابوداود، نسايي او ترمذي وو.
۲– قتیبه بن مسلم
ابو حفص قتیبه بن ابي صالح مسلم بن عمرو الباهلي په کال ۶۶۹ هـ.ق په بصره کې زېږېدلی دی، نوموړی فاتح د اموي خلیفه د لښکر یو عرب سردار و، چې د ایران تر فتحې او د عربانو له لوري د خراسان واکمن شو، هغه د ولید بن عبدالملک د حکومت پر مهال د ماوراءالنهر د فتحې له لارې د یو وړ نظامي قومندان په توګه شهرت وموند او د ولید له باوري کسانو څخه وشمېرل شو. قتیبه د اسلام واکمني پراخه کړه او د خلافت سرحدونه یې د فرارود ډېرو سیمو ته ورسول.
له ۷۰۵ څخه تر ۷۱۰ میلادي کلونو پورې یې هڅه وکړه چې عربان پر تخارستان، چې د اسلام تر راتګ وړاندې د ایران یوه پاتې شوې برخه وه او لا هم یې د عربانو پر وړاندې مقاومت کاوه، خپله واکمني ټینګه کړي، همداراز بخارا یې ونیوله او په ۷۱۰–۷۱۲ میلادي کلونو کې یې خوارزم فتح کړ چې د سمرقند په نیولو سره یې د سغد د تسخیر لړۍ بشپړه کړه.
د ولید تر مړینې وروسته، قتیبه خپل سیاسي نفوذ له لاسه ورکړ او د ۹۶ هجري کال په پای کې چې لس کاله یې د خراسان امارت پر غاړه درلود، له واکه لرې شو او د سلیمان بن عبدالملک په چل ول او د خپلو عسکرو له لوري شهید شو. د هغه د وژل کېدو ځای «منیک» نومې سیمه وه، چې په فرغانه کې موقعیت لري.
موخه: قتیبه بن سعید یو عالم، امام او د احادیثو راوي، خو قتیبه بن مسلم یو جهادي جنګیالی، سپه سالار او د ماوراءالنهر فاتح و، د دواړو ځانګړنه دا ده چې لومړی شخصیت د “خراسان محدث” او دغه ته د امام مالک رحمه الله لخوا لقب ورکړل شو او دویم شخصیت د “خراسان فاتح” چې دغه لقب د ولید لخوا ورکړل شوی دی. بناً پایله دا شوه چې په تحقیقي چارو کې یوه مشخصه تګلاره اړینه ده، ترڅو د خپلې موخې ابهامات څرګنده کړو، چې په داسې توګه د خپلې مشخصې موضوع باندې ښه برلاسي کېدای هم شو.
درنښت
۱۴۰۳/۱۲/۵