ژباړه: استاد ګل رحمن رحماني
چېرته کوم کلي کې یوه سړي ډېر ګران بیه الماس پيدا کړ، په ټولو زرګرانو یې وګرځاوه، خو له یوه سره هم دومره پیسې نه وې چې دغه ګران بیه الماس وپېري. زرګرانو مشوره ورکړه چې دا نایاب الماس یوازې پاچا پېرلی شي، همغه وو چې د پاچا ماڼۍ ته ورغی، د پاچا الماس خوښ شو، ویې پېره، دی یې خپلې خزانې ته ور دننه کړ، ورته ویې ویل چې یو ساعت وخت لرې، چې څه دې خوښ شول په دې موده کې یې له شاهي خزانې له ځان سره وړلی شې.
سړی په خزانه کې مخ پر وړاندې روان و، هر قدم له نوو، ښکلو او ګران بیه توکو سره مخامخ کېده، له ځان سره یې وویل چې یو ساعت وخت لرم، یو ځل به ټوله خزانه وګورم، بیا مې چې هر څه خوښ شول، را اخلم یې.
په همدې انتخاب کې مخ پر وړاندې روان و چې یو ځای یې د خوب په ډېر ښکلي تخت سترګې ولګېدې، خوښ یې شو او وویل چې یو ځل ورباندې څملم، که همداسې نرم هم و، راسره وړم یې، د انتخاب په سوچونو کې خوب یووړ، یو ساعت وروسته د خزانې وسله وال ساتونکی راغی، دی له خوبه یې راویښ کړ او ورته وویل چې وخت دې ختم دی، ووځه.
سړی سخت حیران شو چې دا خو هم الماس لاړ او هم یې له خزانې څه ونه یستل، ساتونکي ته په زاریو شو چې څو دقیقې یې نور هم پرېږدي، خو هغه حتی د یوې ثانیې اجازه هم ورنه کړه، بالاخره تش لاس راووت.
اوس په دې کیسه کې؛
الماس: زموږ د ژوند موده ده چې خدای پاک خپلو بنده ګانو ته ورکړې او له الله تعالی پرته یې هېڅوک هم بيه نه شي ورکولی.
الماس موندونکی: بنده دی.
پاچا: رښتینی او شتمن پاچا یوازې خدای ج دی.
خزانه: زموږ هغه شتمني ده چې له ځان سره یې نه شو وړلی او خالي لاس به روان وو.
عسکر یا ساتونکی: عزرائیل (ع) دی. کله مو چې عمر او وخت ختم شي، حتی یوه ثانیه هم اجازه نه راکوي.