پیوند پټان
ما ډېر اورېدلي چې خلک وايي د فلانۍ کیسې یا ناول صحنې ژر، ژر بدلېږي او دا یې کمزوري ده. زما په نظر دا خبره د ریالستیکو کیسو په اړه سمه ده؛ خو د اروايي او سېمبولیکو کیسو په اړه سمه نه برېښي. په سېمبولیکو کیسو کې صحنې نه غږېږي، سېمبولونه غږېږي، ښايي په دې کیسو کې د صحنو ژر ژر بدلېدل يو کمال وي. په «تور غر او تیاره ښار» کیسه کې صحنې همداسې بدلې شوې دي، ژر ژر او په کمال.
اوس کېدای شي څوک ووايي چې ایا دا کیسه سېمبولیکه ده او که نه هسې خیال پردازي او سوریالستیکه کیسه ده؟ زه غواړم چې اول دا سو تفاهم ختم کړم چې څوک دې ووايي سوریالیستیکې لیکنې ګډې وډې دي او نه پوهېږم چې خلک ولې د داسې ګډو وډو ليکنو لوستلو ته مایل دي؟ خبره دا ده چې د سوریالیستیکو لیکنو خاصیت یوازې دا نه دی چې ګډې وډې دې وي. د دې لیکنو يو خاصیت دا هم دی چې هر څوک بېله مانا ترې اخلي او دا ځانګړنه د سیمبولستیکو لیکنو ځانګړنه هم ده. د خوبونو لیکل هم سوریالستیکې لیکنې دي، خوبونه لاشعوري دي، په خوبونو کې سېمبولونه دي چې په دیني لحاظ اینده اټکل کولای شي. که مبالغه و نه کړم نو دغې خبرې ته په کتو «لاشعور دومره قوي دی چې ان اینده هم راته اټکلوي!». دا خبرې مې د دې لپاره وکړې چې زما په نظر ښایي «تور غر او تیاره ښار» يو خوب وي. د دې خبرې د ثبوت لپاره واضح دلایل لرم، اول دا چې په کیسه کې ځایونه يو دم بدلېږي، غرمه يو دم په ماښام اوړي، له ترافیکه د هلک بې ځایه پوښتنه:«تا مې ورور نه دی لیدلی؟» او د یو ناپېژندل شوي حیوان لرل.
راځۍ دا کيسه په ساده ژبه، سره ولولو او سېمبولونه یې مانا کړو، یا هم دا خوب تعبیر کړو:
له يو وېرېدلي ماشوم سره يو وړوکی حیوان دی چې په نوم یې هم نه پوهېږي. دی له يو وزر لرونکي بوډا سره ويني. له هغې وروسته کور ته د جومات د لارې پر ځای د تور غره په لاره روانېږي، کندې ته لوېږي، په کنده کې یو تور ښار دی، هلته ترافیک ويني، پر سړک له هرو لسو ثانیو وروسته موټر تېرېږي چې پلاستیکونه الوزوي.
له وېردلي ماشوم سره ناپېژندل شوی حیوان شاید د ده د ماشومتوب ابزار وي. بوډا وزرونه لري او موږ په اسطورو کې وزرونه روح ته ورکوو، مانا دا چې دا بوډا شاید د دې معصوم هلک مرګ وي. جومات د اسانیو سېمبول او تور غر د سختیو سېمبول کېدلی شي. هلک د ژوند په سخته لاره کور ته روانېږي. کنده د زمان د بدلېدو یو ابزار دی، لکه په Dark سریال کې. هلک د کندې په وسیله تور ښار ته چې ښايي د هلک نږدې اینده وي لوېږي. په تور ښار کې ترافیک د هلک ځواني يا هم پوخ عمر دی چې پر سړک ولاړ دی. هلک له ترافیکه د خپل ورور پوښتنه کوي، ورور د پشتیبان سېمبول دی چې ترافیک نه دی لیدلی. مانا دا چې هلک ته به په اینده کې هېڅ پشتیبان پاتې نه شي. هلک له وېرې په لاشعوري ډول د موټرو ترمنځ فاصله محاسبه کوي، عجیبه دا ده چې په دې غیر منظم ښار کې يوازې د موټرو ترمنځ فاصله منظمه ده او د هر موټر په تېرېدا پلاستیکونه الوزي، دا ښايي د هلک د عمر برخې وي چې د ده هیلې او تصمیمونه څنګه الوزوي. شاید که د جومات په لاره تللی وای؛ نو یو روښانه ښار ته لوېدلی وای!
تور غر او تیاره ښار يوه سوریالستیکه کیسه ده چې په خپل منځ کې یې سېمبولونه نغاړلي دي. زما په نظر د کیسه غواړي چې موږ ته د يو ماشوم وېره، نږدې او لرې اینده وښیي.
دا یې هم کیسه:
تور غر او تیاره ښار
نجیبالله مرموز
هلک درگرده ځانته ويل، چې که نن په هر ډول له هغه وزر لرونکي بوډا سره مخ شي، ورته ووايي، چې نهورسره ځي. دی به هغه ته پېټۍ ورښيي او سپين به ورته ووايي:” ما يو حيوان راوړی”_ البته د حيوان په اړه يې نه غوښتل ډېر څه ووايي، ځکه تر اوسه آن نهپوهېده، چې څهشی دی _” او که له تا سره والوځم، وبه ډار شي.” خو هلک ښه پوهېده، چې دی به په هېڅ ډول ځان ترې خلاص نهکړی شي. بوډا به یوه خبره هم وانهوري او دی به له ځانه سره بوځي. تېر وار چې دوی سره مخ شوي وو، هلک نهورسره ته؛ خو بوډا ويلي وو:” بچيه، راځه، نن چې ته هر ځای ښیې، هلته دې وړم. راځه، درباندې وگورم، چې مستې پلورونکې نجلۍ غواوو ته واښه وروړي، بیا په انگړه کې څملي او راديو اوري.”
خو هلک ته خوب ته ورته، گواکې تبه يې هم وه، گړبېده او بوډا ته یې وويل، چې خوب راځي.
خو بوډا لاس نهاخیست:” موږ دواړو کله ليدلي وو، يو کال مخکې وو کنه؟ ته وگوره وزرونه مې څومره اوږده شوي.”
په هلک سر گرځېده او نږدې لوېدلی وی. بوډا يو وزر هلک ته ورمخکې کړ، وزر د هلک په لېنگیو تر خېټې پورې تېر شو. هلک وويل، لکه کاغذ.
بوډا وويل: “څه وايې چې دا به څومره ماشومانو جور کړی وي؟”
او شېبه وروسته دوی د مستو پلورونکې نجلۍ د کور پر سر وگرځېدل. دوی نجلۍ ولیده، چې په اخوره کې یې غواوو ته واښه واچول او بیا ولاړه، په انگړه کې په کټ کې پرېوته او راډيو يې ورواخیسته.
همدغه ځای د غونډۍ پای او د تور غره پيل دی او هلکان باید سره جلا شي ده. البته دی له هلکانو سره د دوی تر کورونو هم تلی شوی، چې بیا له هغه ځايه کور ته ولاړ شي. خو دې سره يې د کور لاره دوه وارې اوږدېده او په دې غرمه کې دومره تگ خورا زور غوښت. هلک د پېټۍ دننه وکتل، کوچنی حيوان و، لکه موږک، لويه لکۍ یې درلوده، ځان يې سره ورټول کړی و او د خېټې منځ یې پورته پورته غورځېد. هلک وويل:” ډارېږه مه، موږ خو د جومات په لاره نه ځو، موږ په تور غره ځو”- او بیا یې له ځانه سره وویل، چې له دې وروسته به دی خپل حيوان ته د ټولو لارو، په تور غره کې د مماڼو- چې مازې ده ته ورمعلومې وې- او آن د مستو پلورونکې نجلۍ او خپله د هغه وزر لرونکي بوډا په اړه ووايي- بیا یې پېټۍ پورته ونيوه:” هغه زموږ کور دی. وگوره، که منډه کړو، دوو دقیقو کې رسېدلی شو.”
د هلک زړه وو، چې ووايي، دی تر ټولو هلکانو په منډه کې تېز دی؛ خو ويې نهويل، فکر يې کاوه، چې که يې مازې په دې اړه خبرې پيل کړې، نو آن تر کوره پورې هم نهشي خلاصېدی.
همدا شېبه یې ځان د یوه لوی مارکېټ شاته په یوه لویه کنده کې وموند، شاوخوا یې زړې وسپنې پرتې وې او ځای ځای ډېراونونه جوړ وو. مارکېټونو په تیاره کې سرونه آسمان ته پورته کړي وو؛ لکه تر ده، چې راگرځېدلي وي. نرم باد یې وېښته ښورول. موټرې تېرېدې. هلک وشمېرل، چې د دوو موټرو د تېرېدا تر منځ تر لسو پورې حساب کولی شي او دا په منظم ډول تکرارېدل. له ځانه سره یې وویل، چې یا خو ماښام دی او يا سهار وختي. په دېوال یې لاس ايښود، چې ونه لوېږي. لړزېده. ترافیک د دوه لاري په غوټ منځ کې، په ځړېدلي سر ولاړ و او ښکته یې کتل. گواکې خوب ورته یا شايد ويده و. هلک ورو د هغه په لېنگي لاس کېښود:” تا مې ورور نهدی لیدلی؟”
ترافيک پورته وکتل او سر يې وښوراوه، یانې نه. او هلک وليدل چې د ترافيک سترگې بوډا ته شوې دي. پر ترافيک بیا سر وځړید او سترگې یې سړک ته ونیولې، هلک يې خواته ودرېد. له دې ځايه څو کرښې سړکونه ښکارېدل. چې یو یو موټر پرې تېرېده او پلاستيکونه یې له ځانه سره الوځول. هلک وشمېرل، چې د دوو موټرو د تېرېدا تر منځ تر لسو پورې حساب کولی شي او دا په منظم ډول تکرارېدل. مارکېټونو په تیاره کې سرونه آسمان ته پورته کړي وو او داسې ښکارېده، لکه تر دوی دواړو چې راگرځېدلي وي.

























































