د داستان ژبه د لیکوال په فردي پنځونه پورې اړه لري، یانې دا چې هر لیکوال د خپلو تجربو او پوهې په اساس د کیسه لیکنې له پاره يوه ژبه ټاکي، چې د لوستونکو له پاره جالبه او په زړه پورې وي او هغه دې ته اړ کړي چې کیسه تر پایه پورې ولولي.
له بل لوري هېڅ کیسې ته نه شو کولائ چې له مخکې نه یوه ژبه وټاکو؛ ځکه کیسه لیکل په فردي تجربه پورې اړه لري او له خپلې ځانګړې ژبې نه استفاده کوي. د اکرم عثمان په ډول چې د خپلو شفاهي وړتیاوو په کارولو سره په دې توانېدلی و چې د لوستونکو له پاره د کیسې ژبه په زړه پورې کړي؛ خو ره نورد زریاب د ادبي ژبې په څارنه یا هغه څه چې د ژبې ادبیت ورته وایي، د کیسې ژبه د لوستونکو له پاره په زړه پورې او له جذبې مالامال کوله.
زما په اند د اکرام عثمان داستان په ژبه کې ولسي یا شفاهي ژبه په ادبي هغه باندې غالبه ده. خو د ره نورد زریاب په کیسو کې د دې برعکس د ادبي ژبې نه زیات کار اخیستل شوی دی.
په همدې ډول باندې بالزاک په خپلو کیسو کې د داستاني فضا د درک له پاره انځور جوړونې ته ډېره پاملرنه کړې ده؛ خو داستایفسکي د کیسې د کرکټرونو ډېر تحلیل اوپالنه کړې ده.
دغه مثالونه د دې نکتې بیانوونکي دي چې د داستاني ژبې کارول، د ژبې او لیکوالۍ په برخه کې د لیکوال په شخصي تجربو او پوهې پورې تړاو لري.
خو دې موردنو ته په کتو ځینې عمومي نکتې هم شته چې کولای شې د یو ځانګړې داستاني ژبې په ټاکلو کې د نوو لیکوالو له پاره اړینه وي.
د کیسې ژبه باید جذابه، حیرانوونکې او د جاذبه پنځونې له پاره د هڅو نه مالامال وي.
د داستاني راویتونو ژبه باید فضا جوړونې او د ظرافتونو بیان ته لاره هواره کړي، هغه که د لیکوال او یا هم د کرکټر له لوري وي.
له سختې، تقلیدي او تکراري ژبې څخه ډډه؛ ځکه لوستونکي اړتیا نه لري چې په کیسه کې سخته، تقلیدي او تکراري ژبه وڅاري.
په داستان لیکنه کې د زیاتې حاشیه روی نه ډډه؛ ځکه دا کار د دې سبب کېږي چې لوستونکو ته د روایت ژبه، فضا جوړنه، د کرکټرو بیان او داستاني فضا یو طرفه کړي.
د داستاني ژبې په کارولو کې، جوړونکې فضا باید محدوده نه وي او لیکوال باید دا هڅه وکړي چې کیسې ته د لوستونکي د ورتګ له پاره لاره خلاصه پرېږدي.
#ژباړه: #بهیر

























































