2 °c
Kabul
-1 ° یکشنبه
1 ° دوشنبه
شنبه, فبروري 7, 2026
  •  
  • خبرونه
    • All
    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
    د کندهار «سپین‌بولدک» ته غځېدلی دویم لین سړک جوړ شو | پوهاوی‌نیوز

    د کندهار «سپین‌بولدک» ته غځېدلی دویم لین سړک جوړ شو | پوهاوی‌نیوز

    سالنګونو کې د وارداتي برېښنا لېږد مزی د لنډ مهال لپاره ونښلول شو | پوهاوی‌نیوز

    سالنګونو کې د وارداتي برېښنا لېږد مزی د لنډ مهال لپاره ونښلول شو | پوهاوی‌نیوز

    سر له سبا د مهترلام ښار په عمومي سړکونو رېکشا چلوونکي تګ راتګ نه‌شي کولای | پوهاوی‌نیوز

    سر له سبا د مهترلام ښار په عمومي سړکونو رېکشا چلوونکي تګ راتګ نه‌شي کولای | پوهاوی‌نیوز

    د پغمان له سړکونو څخه د واورې پاکولو چارې روانې دي | پوهاوی‌نیوز

    د پغمان له سړکونو څخه د واورې پاکولو چارې روانې دي | پوهاوی‌نیوز

    فوټسال ملي لوبډلې له ویتنام څخه دویمه لوبه د ۵ – ۲ ګولونو په توپیر وګټله

    فوټسال ملي لوبډلې له ویتنام څخه دویمه لوبه د ۵ – ۲ ګولونو په توپیر وګټله

    کابل ښاروالۍ په ۱۶مه ناحیه کې شپږ پروژې ګټې‌اخیستنې ته سپارلې | پوهاوی‌نیوز 

    کابل ښاروالۍ په ۱۶مه ناحیه کې شپږ پروژې ګټې‌اخیستنې ته سپارلې | پوهاوی‌نیوز 

    بریتانیا خپل ماشومان د ټولنیزو رسنیو له کارولو منع کوي 

    بریتانیا خپل ماشومان د ټولنیزو رسنیو له کارولو منع کوي 

    ابو نصر فراهي بندر کې د ۲۶ ټن بې‌کیفیته ګاډرو د واردېدو مخه نیول شوې | پوهاوی‌نیوز 

    ابو نصر فراهي بندر کې د ۲۶ ټن بې‌کیفیته ګاډرو د واردېدو مخه نیول شوې | پوهاوی‌نیوز 

    روان کال له هرات څخه ۲۲ زره ټن طبي نباتات صادر شوي | پوهاوی‌نیوز

    روان کال له هرات څخه ۲۲ زره ټن طبي نباتات صادر شوي | پوهاوی‌نیوز

    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
  • اسلام
    • All
    • د عالمانو ویناوې
    • لارښوونې
    • معلومات
    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    • لارښوونې
    • د عالمانو ویناوې
    • معلومات
  • سیاست
    • All
    • تحلیل
    • فکر
    • کالم
    د پاریس تړون؛ چین د خپلو ژمنو د عملي کولو په برخه کې تر نورو مخکښ دی

    د پاریس تړون؛ چین د خپلو ژمنو د عملي کولو په برخه کې تر نورو مخکښ دی

    د شانګهای نړیوال وارداتي نندارتون د چینایي او افغان تصدیو تر منځ د همکاریو نوې دروازه

    د شانګهای نړیوال وارداتي نندارتون د چینایي او افغان تصدیو تر منځ د همکاریو نوې دروازه

    د چین د دولت رئيس «شي جين پينګ» د نړيوال مديريت  وړانديز د پرمختيايي هېوادونو د غږ د لا پياوړتيا لپاره ګټور دی

    د چین د دولت رئيس «شي جين پينګ» د نړيوال مديريت  وړانديز د پرمختيايي هېوادونو د غږ د لا پياوړتيا لپاره ګټور دی

    د چین، روسیې، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د افغانستان په اړه ګډه ناسته

    د چین، روسیې، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د افغانستان په اړه ګډه ناسته

    د چین د شینګهای همکارۍ سازمان د (SCO) لید څرنګه مخ پر ودې هېوادونو ته ځواک ورکوي؟

    د چین د شینګهای همکارۍ سازمان د (SCO) لید څرنګه مخ پر ودې هېوادونو ته ځواک ورکوي؟

     معاصره ډېپلوماسۍ؛ نرم ځواک کتاب چاپ شو

     معاصره ډېپلوماسۍ؛ نرم ځواک کتاب چاپ شو

    د کابل یوه ورکه دروازه

    د کابل یوه ورکه دروازه

    له ۱۷۸۸ – ۱۹۱۹ پورې د انګلیس لخوا افغانستان ته ور اوښتي زیانونه

    له ۱۷۸۸ – ۱۹۱۹ پورې د انګلیس لخوا افغانستان ته ور اوښتي زیانونه

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    • کالم
    • مرکه
    • تحلیل
  • ادبیات
    • All
    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
    د سوریالېزم اصول

    د سوریالېزم اصول

    ورغوي (لنډه کیسه)

    ورغوي (لنډه کیسه)

    بوډۍ او د هغې سپی (لنډه کیسه)

    بوډۍ او د هغې سپی (لنډه کیسه)

    کړکۍ (لنډه کیسه)

    کړکۍ (لنډه کیسه)

    پتنګ الوزونکی (لنډه کیسه)

    پتنګ الوزونکی (لنډه کیسه)

    خنثا لیکنې کومې دي او څه ډول ځان ترې وژغورو؟

    خنثا لیکنې کومې دي او څه ډول ځان ترې وژغورو؟

    ادبي و داستاني طرحه

    ادبي و داستاني طرحه

    د نړۍ هاخوا (لنډه کیسه)

    د نړۍ هاخوا (لنډه کیسه)

    زما ماشوم په پلار ته لیک کې

    زما ماشوم په پلار ته لیک کې

    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
  • ژوند
    • All
    • بریالیتوب
    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    د انتون چخوف غوره جملې

    د انتون چخوف غوره جملې

    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    تېرېدنه | محمد‌مصطفی سمون | پوهاوی‌ میډیا

    د ګابریل ګارسیما مارکز غوره جملې

    د ګابریل ګارسیما مارکز غوره جملې

    د شکرې ناروغي یا (DM) Diabetes Mellitus

    د شکرې ناروغي یا (DM) Diabetes Mellitus

    ګلابو بوډۍ او یوازیتوب | ژباړه: حمیدالله حمیدي | پوهاوی‌میډیا

    ګلابو بوډۍ او یوازیتوب | ژباړه: حمیدالله حمیدي | پوهاوی‌میډیا

    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    ځان غوښتنه | محمد مصطفی سمون | پوهاوی‌ میډیا

    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    د ويټامين سي (C) حیرانوونکې ګټې

    د ويټامين سي (C) حیرانوونکې ګټې

    د نوښت او شنه اقتصادي ودې لید او فُرصتونه (Opportunities for Innovation‌ and Green Economic Growth)

    د نوښت او شنه اقتصادي ودې لید او فُرصتونه (Opportunities for Innovation‌ and Green Economic Growth)

    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    • بریالیتوب
  • اقتصاد
  • هنر او څېرې
  • د پوهاوي په اړه
No Result
View All Result

POHAWAI Media
No Result
View All Result
کورپاڼه ادبیات

صریحه او ضمني مانا

POHAWAI Media by POHAWAI Media
دسمبر 27, 2025
in ادبیات, کتاب لنډیز
0 0
0
صریحه او ضمني مانا
0
خپرول
77
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

لارښود استاد: پوهاند دوکتور اجمل ښکلی

څېړونکی: جمیل الله حیران

لنډيز:

په دې مقاله کې د “صریحې معنا” (Denotation) او “ضمني معنا” (Connotation) ترمنځ مفاهیم، توپیرونه، ډولونه او کارېدنه په هر اړخیز ډول تشریح شوي دي. صریحه قاموسي( معنا ( واضحه او ثابته ده، خو ضمني معنا احساساتي، فرهنګي او سیاقي بڼه لري، چې له کاروونکي، مخاطب، وخت او کلتور سره بدلېږي. په دې مقاله کې دا هم روښانه شوې، چې ضمني معناوې درې ډولونه لري: مثبتې، منفي او بې ‌طرفه. د ادبیاتو، سیاست، تبلیغاتو، رسنیو او ورځنیو خبرو په مثالونو سره ښودل شوې، چې څنګه یوه کلمه له خپل ساده لغوي تعریف ور هاخوا ژور پیغام یا احساس افاده کوي. همدا راز د ضمني معنا د رامنځته کېدو عوامل؛ لکه: فرهنګ، تاریخ، شخصي تجربه، سیاق، رسنۍ او مذهبي سیسټمونه په تفصیل سره واضح شوي دي. په پای کې د ۲۰ مشهورو کلیمو د صریحو او ضمني ماناوو تحلیل وړاندې شوی، چې د پوهې، احساساتو او ټولنیزو مفاهیمو ترمنځ اړیکه څرگندوي.

سریزه:

ژبه نه یوازې د اړیکو یوه ساده وسیله ده، بلکې د انسان د فکر، احساس، کلتور او ټولنیزو ارزښتونو ژور انعکاس هم ګڼل کېږي. کلمې، چې ظاهراً یوازې یو قاموسي یا لغوي تعریف لري، له هغه ور هاخوا داسې پټې، احساساتي، فرهنګي او سیاقي معناوې هم له ځان سره لري، چې د بیان ژورتیا، اغېزمنتیا او رنګیني پرې ولاړه ده. دا پټې معناوې، چې “ضمني ماناوې” یا Connotations  بلل کېږي، زموږ پر ادراک، احساس، غبرګون او اړیکو ژور اغېز لري، ځکه چې د کلمو تر شا زموږ تاریخي، ټولنیز او فردي تجارب پټ دي.

د ژبې دا ځانګړنه، یعنې د صریحې او ضمني مانا ګډه کارونه، ادبیاتو ته خیال ‌انګېزه تخلیقي ځواک ورکوي، سیاست ته د عامه ذهنیت د بدلولو وسیله برابروي، تبلیغاتو ته د توکو د ارزښت د لوړولو لار ده، رسنیو ته د پیښو د تعبیر ځواک ورکوي او په ورځني ژوند کې د ژور فهم او متقابل تعامل وسیله ګرځي.

که څه هم قاموسي ماناوې د وضاحت، علميت او کره ‌والي لپاره مهمې دي، خو ضمني ماناوې ژبه له حسي، انساني او هنري اړخونو سره وصلوي. دا دواړه معناوې باید یو ځای وپېژندل شي، څو وکولای شو، چې ژبه د ژور تفاهم، اغېزمنو خبرو او معنی ییزو اړیکو لپاره وکاروو. په همدې اساس د صریحو او ضمني ماناوو توپیر او همغږي د ژبپوهنې، ادبیاتو، او ټولنیزو علومو یو بنسټیز بحث ګڼل کېږي

د څیړنې موخې:

۱ـ د صریحو او ضمني ماناوو ترمنځ توپیر روښانه کول

۲ـ په مختلفو برخو کې د ضمني ماناوو د نقش تحلیل

کلیدي کلیمې: ضمني معنا، صریحه معنا، کلتور، سیاق، ادبیات، سیاست، احساسات، رسنۍ، تبلیغات …

په ژبه کې ډېرې کلمې یوازې خپل لغوي تعریف نه لري، بلکې له خپل لغوي تعریف سربېره نورې معناوې هم له ځان سره لري، چې دا نورې معناوې زموږ پر پوهه او غبرګون اغېز کوي. صریحه معنا هغه رښتینې، روښانه او قاموسي معنا ده، چې په قاموس کې راځي، خو ضمني معنا هغه احساساتي، کلتوري او پټه معنا ده، چې له کلمې سره د خلکو د تجربو او سیاق له مخې تړلې وي.

د دې دواړو مفاهیمو ترمنځ ګډوډي ځکه پیدا کېږي، چې موږ کلمې ډېر وخت د دوی له احساساتي یا ټولنیزو معناوو سره کاروو، نه له هغې ساده معنا سره، چې قاموس یې ښيي.

صریحه معنا ثابته او واضحه وي، خو ضمني معنا د خبرو له سیاق، د ویونکي له احساساتو او د اورېدونکي له تجربو سره بدلېږي.

صریحه معنا د کلمې روښانه، قاموسي او باثباته تعریف دی. دا معنا له شخصي برداشتونو او ټولنیزو شرایطو سره نه بدلېږي، خو ضمني معنا د یوې کلمې هغه پټه یا احساساتي معنا ده، چې له لغوي تعریف پرته ورسره تړلې وي.

دا معناوې له فردي تجربو، ټولنیزو شرایطو، فرهنګي ارزښتونو او سیاق سره تړلي وي.

مثال: “کور” په قاموس کې د اوسېدو ځای ته ویل کېږي، خو د ضمني معنا له مخې دا کلمه د مینې، ارامۍ او خپلواکۍ معناوې هم افاده کوي.

د ضمني معنا او صریحې معنا ترمنځ مهم توپیرونه:

               صریحه معنا             ضمني معنا

تعریف      روښانه، قاموسي معنا احساساتي، فرهنګي یا پټه معنا

طبیعت     عیني، رښتینی           ذهني، متأثر له فرهنګ یا تجربه

ثبات        تل یو ډول وي         له سیاق سره بدلېږي

مثال        “مار” = خزنده          “مار” = فریب ورکوونکی کس

کارېدنه     حقوقي، علمي، رسمي لیکنه      خبرې، ادب، اعلانونه، خطابه

د چاپېریال اغېز        نه بدلېږي له ځای، وخت، اورېدونکي سره بدلېږي

هدف       وضاحت، دقیقه پوهه احساس راوپارول، تاثیر اچول

بیلګې       ساینسي مقالې، قوانين             شعرونه، اعلانونه، ادبي لیکنې

صریحه معنا موږ ته دقیق او رښتینی پیغام راکوي، پرته له احساساتو او تشریحاتو، ضمني معنا بیا ژبې ته ژورتیا او رنګ ورکوي. دا زموږ د خبرو اغېز زیاتوي او اړیکې پیاوړې کوي.

دواړه معناوې صریحه او ضمني که په سمه توګه وپېژندل شي او وکارول شي؛ نو خبرې به مو هم روښانه وي او هم زړه ‌راښکونکې، یوازې دا نده مهمه، چې څه وایو، بلکې دا هم مهمه ده چې څنګه یې وایو.

د ضمني معنا ډولونه:

۱ـ مثبتې ضمني معناوې

۲ـ منفي ضمني معناوې

۳ـ بې ‌طرفه ضمني معناوې

مثبتې ضمني معناوې:

مثبتې ضمني معناوې (Positive Connotations) هغه ضمني یا غیر مستقیمې معناوې دي، چې د یوې کلمې یا عبارت له اورېدو یا لوستلو سره مثبت احساس، خوښي، درناوی، مینه، یا خوښونکی تصور په ذهن کې پیدا کوي. دا معناوې اکثر وخت د ټولنیزو، کلتوري یا تاریخي تجربو پر بنسټ په خلکو کې ثابتي شوې وي.

مثلا: (زړور) کلیمه:

لغوي معنا: هغه څوک چې له خطر څخه نه وېرېږي.

مثبته ضمني معنا : د زړور کلمه نه یوازې د نه وېرېدل معنا لري، بلکې دا هم ښيي، چې شخص قهرمان، د خلکو ژغورونکی، یا د حق ملاتړ کوونکی دی. دا کلمه د مثبت احترام، ویاړ او تحسین تصور راولي.

منفي ضمني معناوې:

منفي ضمني معناوې هغه پټې، غیر مستقیمې یا دویمې معناوې دي، چې د یو لغت یا عبارت له اورېدو، ویلو یا لوستلو سره منفي احساسات لکه نفرت، سپکاوی، وېره، نارضایتي، غوسه، یا بدګماني ذهن ته راځي. دا معناوې، که څه هم د کلمې له نظره بې ‌طرفه وي، خو د ټولنیزو او کلتوري تجربو له امله یې استعمال تل منفي احساسات راپارولي دي.

مثلا:  (چالاک) کلیمه

لغوي معنا: هوښیار

منفي ضمني معنا: که څه هم دا کلمه ښايي مثبته هم استعمال شي، خو کله ناکله دا معنا ورکوي چې شخص مکار یا دوکه باز دی.

بې ‌طرفه ضمني معناوې:

بې ‌طرفه ضمني معناوې هغه معناوې دي، چې له یوې کلمې سره تړلي وي، خو نه د مثبت احساس سبب کېږي او نه د منفي. دا ډول کلمې عموماً منځ لاری مفهوم لري، یعنې اورېدونکی یا لوستونکی پرې خاص احساس نه کوي ـ نه ډېر ښه او نه ډېر بد.

د بې ‌طرفه ضمني معنا لرونکې کلمې زیاتره وخت د خپلې لغوي معنا سره نږدې وي. دا کلمې د حالت، ځانګړتیا یا څیز د بیان لپاره کارېږي، خو له احساساتي ارزښت پرته، یعنې نه ستاینه پکښې وي، نه تحقیر.

مثلا: ( بې ‌کاره)

لغوي معنا:  څوک چې دا مهال کار نه لري

بې ‌طرفه ضمني معنا: یوازې د وضعیت بیان کوي، خو که څوک یې د تحقیر لپاره وکاروي، نو منفي بڼه .

د ضمني معنا د کارېدو ځایونه:

په ادبیاتو کې د ضمني مانا کارېدنه او رول:

ضمني ماناوې (Connotations) د ادبي ژبې له مهمو بنسټونو څخه دي او لیکوالانو ته دا زمینه برابروي، چې له لغوي معناوو ور هاخوا، ژور احساسات، پټ مفاهیم، او خیال ‌انګېزه تصویرونه وړاندې کړي. که د ادب ژبه یوازې د لغوي یا قاموسي ماناوو پر بنسټ جوړه وای؛ نو د ژور فکر، تخیل او هنر ظرفیت به یې له لاسه ورکړی وای. ضمني ماناوې نه یوازې دا ظرفیت ساتي، بلکې پیاوړی کوي یې هم. دا ماناوې د استعارې، تشبیه، سمبول، پاراډکس او نورو ادبي وسایلو له لارې ژبې ته قوت، رنګ او ژورتیا ورکوي.

د ضمني مانا لومړنی رول دا دی، چې ژبه تخلیقي او خیال ‌انګېزه کوي. ادبیات د واقعیتونو ساده بیان نه دي، بلکې د احساساتو، تجربو، او فکرونو هنري انځور دی. ضمني ماناوې د لیکوال له خوا کارول کېږي څو د کلمو تر شا پټ مفاهیم، احساسات، یا تصورونه راوښيي. د بېلګې په توګه، کله چې یوه لیکنه کې وویل شي: “د هغې سترګې ستوري دي”، نو دلته سترګې یوازې د لیدلو وسیله نه ده، بلکې د ښکلا، جذابیت، او روڼوالي سمبول ګرځي. دا ضمني مانا د لوستونکي ذهن ته یو رنګین او ژور تصور وړاندې کوي.

بل مهم رول یې دا دی، چې ضمني ماناوې لیکوال ته دا اسانتیا ورکوي، چې انتزاعي مفاهیم، لکه: مینه، مرګ، ژوند، امید، درد او داسې نور په داسې الفاظو کې بیان کړي، چې د لوستونکي لپاره محسوس شي. مثلاً، “ژوند یو سفر دی” دا یو استعاري بیان دی، چې د ژوند بېلابېلې مرحلې، پیچلتیاوې، او تجربې یو معلوم قالب ته راوړي. دا جمله یوازې یو فلسفي حقیقت نه څرګندوي، بلکې د لوستونکي له تخیله کار اخلي او فکر ته یې زمینه برابروي.

ادبیات د ورځنۍ ژبې پر خلاف، هنري ژبه لري. دا ژبه د استعارو، تشبیهاتو، سمبولونو او نور ادبي وسایلو له لارې بډایه کېږي. ټول دغه وسایل د ضمني ماناوو پر بنسټ ولاړ دي. یو ساده مثال یې دا دی: “د هغې موسکا د پسرلي نسیم وه.” دا جمله د نرموالي، آرامۍ، خوښۍ او تازه ‌ګۍ یو ټولیز تصویر وړاندې کوي، حال دا چې یوازې “هغې موسکا وکړه” جمله دا تاثیر نه لري.

ضمني ماناوې ژبې ته نه یوازې ښکلا، بلکې ژورتیا هم ورکوي. یوه کلمه یا عبارت چې ضمني مانا ولري، کېدای شي له مختلفو زاویو ولوستل شي. دا چندلایه ماناوې د ادبي متونو لپاره دا ځانګړتیا رامنځته کوي، چې لوستونکی هر ځل له نوې تجربې سره مخ شي. مثلاً، د شکسپیر مشهوره کرښه: “All the world’s a stage” له لغوي مانا نه ډېر ور هاخوا، د نړۍ فلسفي تحلیل وړاندې کوي، چې انسانان لوبغاړي دي او ژوند د رولونو یو تسلسل دی.

بله مهمه ګټه دا ده، چې ضمني ماناوې د لوستونکي ذهن ته د تفسیر، احساس او ژور تفکر دروازه پرانیزي. یو لیکوال چې ضمني ماناوې کاروي، لوستونکی اړ کوي، چې له متن سره د خپلې تجربې، کلتور او احساس له مخې تعامل وکړي. دا تعامل د ادبیاتو اصلي جوهر دی.

په پای کې ویلای شو، چې ضمني ماناوې ادبیاتو ته روح ورکوي. دا ماناوې ژبه له فکري، احساسي، او هنري اړخونو بډایه کوي او د یو ساده بیان پر ځای یو تخلیقي، څو ‌بعدي او تاثیرناک اثر رامنځته کوي. له همدې امله، د ادبیاتو په ژبه کې د ضمني مانا کارول نه یوازې یو تخنیکي اړخ لري، بلکې د لیکوال د تخلیقي ځواک، د لوستونکي د ذهني مشارکت، او د ادبي اثر د دوامدار تاثیر ضامن هم دی.

د ضمني مانا رول او کارېدنه په سیاست کې:

په سیاست کې ژبه یوازې د معلوماتو د انتقال وسیله نه ده، بلکې یوه ځواکمنه او اغېزناکه وسیله ده چې د ذهنونو بدلولو، تصور جوړولو او ملاتړ ترلاسه کولو لپاره کارېږي. دلته ضمني ماناوې کلیدي رول لري، ځکه چې سیاستوال او د هغوی مخالفان هڅه کوي یو عبارت یا شعار داسې وکاروي، چې د خلکو احساسات، باورونه، او اندونه را وپاروي – حتی که دا مستقیم نه وي ویل شوي.

د بېلګې په توګه، کله چې یو سیاستوال وايي: “موږ به اصلاحات راولو”، نو دا جمله د لغوي مانا له مخې یوازې د یو نظام سمون ته اشاره کوي، خو ضمني مانا یې داسې تصور وړاندې کوي، چې دا سیاستوال د بدلون، پرمختګ، شفافیت او خلکو ته د خیر راوړلو لپاره مبارزه کوي. په همدې حال کې مخالف لوری کېدای شي دا کلمه د ګډوډۍ، نامعلومو بدلونونو یا د ارزښتونو د له ‌منځه وړو نښه وښيي. دا توپیرونه ټول د ضمني مانا له امله رامنځته کېږي، نه د لغوي معنا له مخې.

له همدې امله، سیاستوال خپلې خبرې داسې ترتیبوي، چې ضمني ماناوې یې د خلکو په ذهن کې یو خاص تصویر یا احساسات ژوندۍ کړي — پرته له دې، چې دا هر څه په څرګند ډول ووايي. دا کار د سیاسي شعارونو، کمپاینونو او حتی قانوني اصطلاحاتو په کچه هم ترسره کېږي.

د ضمني مانا رول او کارېدنه په اعلانونو (تبلیغاتو) کې:

په اعلانونو کې ژبه ډېر حساب شوی نقش لري، ځکه هدف دا نه وي، چې یوازې یو توکي معرفي شي، بلکې دا هم وي چې د مخاطب په ذهن کې یو ځانګړی احساس، اړتیا، یا خیال را وپارول شي. دلته ضمني ماناوې خورا ارزښتناک رول لري. اعلانونه نه یوازې د لغوي پیغام پر بنسټ اغېز کوي، بلکې د کلمو له شاته ضمني تصویر جوړوي.

کله چې وویل شي: “شخصي موټر”، نو دا یوازې یو موټر نه دی. دا یو ډول مقام، امتیاز، راحت، او ان شتمني ته اشاره ده. شرکتونه دا ډول کلمې کاروي، چې د توکي د ارزښت احساس لوړ کړي، حتی که هغه توکی له کیفیت نه زیات توپیر ونه لري.

ضمني ماناوې د توکو او خدمتونو اطرافي تصور جوړوي – دا احساس ورکوي، چې “ته ځانګړی یې”، “ته مستحق یې”، یا “دا توکی یوازې ستا لپاره دی.” همدغو پټو پیغامونو ته د اعلانونو تاثیر منسوبېږي، ځکه دوی د مستقیماً ویلو پر ځای، دا احساسات د کلمو شاته پټ ساتي.

د ضمني مانا رول او کارېدنه په ورځنیو خبرو اترو کې:

په ورځني ژوند کې خلک له یو بل سره داسې خبرې کوي، چې اکثر وخت د کلمو ژورې یا پټې معناوې پکې وي. ضمني ماناوې دلته د احترام، طنز، خوږوالي، یا حتا تحقیر لپاره کارېږي، او مخاطب دا پیغام د خبرو له انداز، سیاق او کلتوري مفاهمو څخه اخلي.

که څوک ووایي: “سپین ږیری ډېر دروند سړی دی”، نو دلته “سپین ږیریتوب” یوازې د عمر زیاتوالي نښه نه ده، بلکې د تجربې، وقار او درناوي سمبول هم ده. برعکس، که همدا کلمه د ملنډو په انداز وکارول شي، کېدای شي د عمر‌ پورې تمسخر یا سپکاوی افاده کړي.

همدا ډول، کلمې لکه “هوښیار”، “چالاک”، “بی ‌وسه”، یا “ساده” له ځان سره بېلابېلې ضمني معناوې لري چې د خبرو په روان او موقف پورې اړه لري. دا معناوې زموږ د خبرو اغېز ډېر زیاتوي، ځکه له هرې کلمې سره یو احساس هم مل وي، که څه هم ‌ دا مستقیم نه وي ویل شوي.

د ضمني مانا رول او کارېدنه په رسنیو او خبرونو کې:

رسنۍ د ژبې له پیاوړو کاروونکو څخه دي، ځکه هغوی د عامه ذهنیت په جوړولو کې مستقیم لاس لري. د خبرونو وړاندې کول، له نظره بیان جلا وي، خو ضمني ماناوې کولی شي دا خبرونه د غوسې، خواخوږۍ، وېرې، یا قهر لور ته یوسي.

کله چې یو تلویزیوني چینل د خلکو راټولېدنه “لاریون” بولي، دا یو نسبي بې ‌طرفه اصطلاح ده. خو که بله رسنۍ ورته پېښه “شورش” وبولي، نو دلته ضمني مانا د تاوتریخوالي، ګډوډۍ او قانون ‌ماتونې تصور ورکوي. یا که ورته “پاڅون” وویل شي، نو د مبارزې، حق‌ غوښتنې او ولسواکۍ تصور پیدا کوي.

په دې توګه، ژورنالیستان او د رسنیو چلوونکي د ژبې له انتخاب سره د پیښو تعبیر هم کنټرولوي. د کلمې انتخاب نه یوازې دا ښيي چې څه پېښ شوي، بلکې دا هم ښیي چې خلک باید دا پېښه څنګه درک کړي – او دا ټول د ضمني ماناوو له لارې کیږي.

د ضمني مانا د رامنځ ته کېدو عوامل:

په ژبپوهنه او ادبیاتو کې “ضمني مانا” د هغو معناوو لپاره کارېږي چې له کلمو څخه د هغوی د لغوي یا قاموسي مانا ورهاخوا افاده کېږي. دا معناوې مستقیمې نه بیانېږي، خو د ژبني، کلتوري او ټولنیز سیاق، یا د مخاطب د احساس له مخې درک کېږي. ضمني ماناوې تصادفي نه رامنځته کېږي، بلکې د ژبې، ټولنې، تاریخ، او شخصي تجربو د متقابل تعامل له مخې ورو ورو جوړېږي. دا لاندې عوامل د ضمني مانا په پیدا کېدو کې اساسي رول لري:

۱.  ټولنیز او کلتوري سیاق:

ټولنه او فرهنګ د ژبې کارونې ته ځانګړی رنګ ورکوي. یوه کلمه که هر څومره بې ‌طرفه لغوي معنا ولري، ممکن د یوې ټولنې د ارزښتونو، باورونو یا دودونو له مخې مثبته یا منفي ضمني مانا غوره کړي.

بیلګه: د (سپي) کلمه په لوېدیځو فرهنګونو کې د وفادارۍ او دوستۍ نښه ګڼل کېږي، خو په ډېری ختیځو ټولنو کې دا کلمه د توهین او تحقیر معنا افاده کوي. دا توپیر د کلتوري سیاق له امله راپیدا شوی دی.

۲. تاریخي کارونه او ادبي روایت:

د کلمو پخوانی استعمال او هغه ډول، چې لیکوالانو، شاعرانو، سیاسي مشرانو یا دیني خطیبانو کارولې وي، د کلمې پر ضمني مانا مستقیم اغېز لري. دا ماناوې وروسته له پیاوړو بیلګو څخه د ټولنیزې حافظې برخه ګرځي.

بیلګه: (پاڅون) په تاریخي لحاظ د ظلم پر ضد د مبارزې سمبول ګرځېدلې. خو په سیاسي مخالفت کې همدا کلمه کېدای شي د ګډوډۍ یا ناامنۍ تصور ولري.

۳. شخصي تجربې او احساسات:

خلک له کلمو سره خپل شخصي احساساتي یا یادیز تړاو لري. دا معناوې د فرد له شخصي تجربو، خوښیو، دردونو، او یادونو سره تړلې وي، او دا ډول برداشت له کس نه کس ته فرق کوي.

بیلګه: (کور) یو چا ته د مینې، خوندي ‌والي او راحت احساس ورکوي، خو بل ته کېدای شي د بې ‌وسۍ، تاوتریخوالي یا بېلتون درد ور په یاد کړي.

۴. سیاق (Context) او موقعیت:

یو لغت ممکن د قاموس له مخې بې ‌طرفه وي، خو هغه ځای، وخت، یا حالت چې پکې استعمالېږي، ضمني مانا پرې اضافه کوي.

بیلګه: (ساده) که د صفا زړه یا رښتینوالي لپاره وکارول شي، مثبته مانا لري؛ خو که د عقل کمښت ته اشاره وکړي، منفي مانا لري.

۵. د کلمو ترمنځ تړاو (Collocation):

ځینې کلمې هغه وخت ضمني مانا پیدا کوي، چې له نورو ځانګړو کلمو سره یو ځای راشي. دا یو ډول ژبنی عادت جوړېږي، چې د معنا تر څنګ ځانګړی احساس هم افاده کوي.

بیلګه: (تور زړه) د ظلم، کرکې یا بې ‌رحمۍ ضمني مانا لري، سره له دې چې “تور” او “زړه” دواړه خپله بې ‌طرفه کلمې دي.

۶. رسنۍ او اعلانونه:

رسنۍ، فلمونه، اعلانونه او ټولنیزې شبکې هم د کلمو نوې معناوې تولیدوي. دا سیستماتیک تبلیغات، کلمات د ځانګړي تصویر یا احساس استازیتوب ته اړ کوي.

بیلګه: (لوکس) یوازې د یو توکي تعریف نه، بلکې د شتمنۍ، مقام او امتیاز نښه هم ګرځېدلې، چې دا معنا رسنیو جوړې کړې ده.

۷. سیاسي یا مذهبي تعبیرونه:

په سیاسي وینا یا مذهبي تبلیغ کې هم کلمې له خپل اصلي تعریف نه وځي او له یوې مشخصې ایدیالوژۍ یا ارزښت سره تړل کېږي.

بیلګه: شهید” د قاموسي معنا له مخې وژل شوی کس دی، خو د دیني او سیاسي سیاق له مخې دا کلمه د قربانۍ، ویاړ او عقیدې ژور سمبول دی.

کلیمې او ضمني مانا یې:

۱ـ ژبه

صریحه مانا:  د خبرو یا لیکلو وسیله

ضمني مانا:  مثبت – د کلتور، پوهې او پیوستون وسیله

تشریح: ژبه د قوم د هویت، فکر او فرهنګي ارزښتونو څرګندوی ده، ځکه نو مثبت ضمني بار لري.

۲ـ زوی

صریحه مانا:  نارینه اولاد

ضمني مانا:  مثبت یا منځ‌مهاله – د مینې، وارثت او مسئولیت نښه

تشریح: د کورنۍ غړی او وارث ګڼل کېږي، خو که په سپکاوي وکارول شي، ضمني بار یې منفي کېږي.

۳ـ سپی

صریحه مانا:  یو څلورپښه حیوان

ضمني مانا:  منفي یا مثبت – د توهین لپاره یا د وفادارۍ لپاره

تشریح: که د وفادارۍ لپاره یاد شي، مثبت ارزښت لري؛ خو عام محاوره کې دا حیوان د توهین نښه ګڼل کېږي.

۴ـ دنده

صریحه مانا:  کار یا مسؤلیت

ضمني مانا:  مثبت یا منفي – فرصت یا فشار

تشریح: د ارزښتناک کار لپاره مثبت معنا لري، خو که اجباري او دروند کار وي، منفي احساس ورکوي.

۵ـ کاندید:

صریحه مانا:  څوک چې ځان د مقام لپاره نوماند کړي

ضمني مانا:  منځ‌مهاله یا منفي – د شهرت یا شخصي ګټو نښه

تشریح: که رښتینی خدمت‌غوښتونکی وي، ښه ارزښت لري، خو د ځان‌غوښتنې له امله منفي ګڼل کېدای شي.

۶ـ بخیل:

صریحه مانا:  څوک چې له لګښت څخه ځان ساتي

ضمني مانا:  منفي – زړه‌تنګ، ناخوښه

تشریح: د بخل او د نورو نه مراعات کولو نماینده ده، ځکه د ټولنیز منفي ارزښت لرونکې کلمه ده.

۷ـ ماشومانه:

صریحه مانا:  د ماشوم په څېر

ضمني مانا:  منفي – ناپوهي، بې‌مسؤلیتي

تشریح: که پر لوی کس تطبیق شي، د ناپخې چلند نښه وي، ځکه د بلوغ خلاف سلوک ښيي.

۸ـ کنجوس:

صریحه مانا:  ډېر لږ لګښت کوونکی

ضمني مانا:  منفي – بې‌احساسه، زړه‌تنګ

تشریح:  دا کلمه یوازې د مال بخل نه، بلکې د احساس او سخاوت نشتوالی هم څرګندوي.

۹ـ متکبر:

صریحه مانا:  ځان‌غوښتونکی، غرور لرونکی

ضمني مانا:  منفي – نورو ته په سپکه کتل

تشریح:  ځکه منفي ګڼل کېږي چې د ټولنیز احترام خلاف دی او ځان تر نورو لوړ ګڼي.

۱۰ـ زړور:

صریحه مانا:  عمرخوړلی، پخوانی

ضمني مانا:  مثبت یا منفي – تجربه یا زړښت

تشریح: د تجربه لرونکي لپاره مثبت معنا لري، خو که د زوړوالي یا خرابوالي نښه وي، منفي ارزښت لري.

۱۱ـ بې ساری:

صریحه مانا:  یکتا، نادر

ضمني مانا:  مثبت – خاص، فوق‌العاده

تشریح: دا کلمه د ځانګړي مهارت یا حیثیت څرګندوی ده، نو همیشه مثبت ضمني بار لري.

۱۲ـ مداخله کوونکی:

صریحه مانا:  څوک چې بې‌اجازې د نورو په کار کې لاس وهنه کوي

ضمني مانا:  منفي – فضول، ځان‌غوښتونکی

تشریح:  ځکه منفي ده چې اخلاقي او ټولنیزې پولې تر پښو لاندې کوي.

۱۳ـ خبریال:

صریحه مانا:  د خبر راټولولو او خپرولو شخص

ضمني مانا:  مثبت یا منفي – حقیقت‌پېژاند یا پروپاګندچي

تشریح:  که خپلواک او صادق وي، مثبت دی؛ خو که غرضي وي، منفي ارزښت ورکوي.

۱۴ـ ځوان:

صریحه مانا:  تنکی، د عمر له پلوه نوی

ضمني مانا:  مثبت – امید، انرژي، حرکت

تشریح:  ځکه مثبت دی چې د بدلون، پرمختګ او راتلونکي نمایندګي کوي.

۱۵ـ بې پروا:

صریحه مانا:  لاپروا، بې‌پام

ضمني مانا:  منفي – خطرناک، بې‌مسؤلیته

تشریح:  دا کلمه منفي ده ځکه چې د نااحتیاطي، غفلت او د نورو د زیان سبب ګڼل کېږي.

۱۶: استاد:

صریحه مانا:  ښوونکی، لارښود

ضمني مانا:  مثبت – پوه، دروند شخصیت

تشریح: استاد نه یوازې د تدریس کوونکی ګڼل کېږي، بلکې د پوهې، تجربې او احترام نښه ده، ځکه نو مثبت ضمني ارزښت لري.

۱۷ـ ملا:

صریحه مانا:  دیني عالم یا د جومات امام

ضمني مانا:  مثبت یا منفي – مذهبي لارښود یا سیاست‌وهونکی

تشریح: که اخلاص‌لرونکی او باعمله وي، مثبت ارزښت لري؛ خو که د قدرت، سیاست یا تشدد سره وتړل شي، منفي معنا ورکوي.

۱۸ـ سیاست:

صریحه مانا:  د دولت یا ټولنې د چارو اداره او طرحه

ضمني مانا:  منفي یا منځ‌مهاله – دوکه، دروغ یا محاسبه

تشریح: خلک سیاست د چل، دروغو او شخصي ګټو سره تړي، ځکه نو ډېری وخت منفي ارزښت لري، که څه هم اصل کې بې‌طرفه دی.

۱۹ـ کتاب:

صریحه مانا:  د معلوماتو، کیسو یا علمي مطالبو چاپ شوې مجموعه

ضمني مانا:  مثبت – پوهه، رڼا، لارښوونه

تشریح: کتاب د علم او پوهې سرچینه ګڼل کېږي، نو دا کلمه د ذهني پراختیا، شعور او رڼا نښه ده

۲۰ـ قاضي:

صریحه مانا:  د عدالت پرېکړه کوونکی

ضمني مانا:  مثبت یا منفي – د انصاف استازی یا فساد ښکار

تشریح: که عادل وي، مثبت ارزښت لري؛ خو که رشوت‌خور یا غیرعادل وګڼل شي، منفي معنا اخلي.

پایله:

په پای کې ویلای شو، چې ژبه یوازې د کلمو مجموعه نه ده، بلکې د انسان د فکر، احساس، کلتور، او تجربو یو ژور نظام دی. د ضمني معنا پېژندنه د دې لپاره ضروري ده، چې موږ وکولای شو د کلمو تر شا پټې معناوې درک کړو، د خبرو اصلي پیغام ترلاسه کړو او اغېزناکه اړیکې جوړې کړو. که د صریحو معناوو کار د وضاحت سبب کېږي، نو ضمني معناوې زموږ خبرو ته رنګ، ژورتیا او تاثیر ورکوي. په ادبیاتو، سیاست، تبلیغاتو، او رسنیو کې د ضمني ماناوو سم استعمال نه یوازې د بیان ځواک زیاتوي، بلکې د مخاطب احساسات او اندونه هم اغېزمنوي؛ نو د ژبې دا دوه اړخیز سیستم – صریحه او ضمني مانا – د مؤثر او پوهه ‌محوره ارتباط لپاره کلیدي ارزښت لري.

ماخذونه:

1_  learn English. (n.d.). Connotations – Definition & Types with Examples. Retrieved June 15, 2025, from https://www.learnenglish.com/connotations-definition-types-examples

2_  Literary Devices. (n.d.). Connotation – Examples and Definition of Connotation. Retrieved June 15, 2025, from https://literarydevices.net/connotation

3_  Grammar Palette. (n.d.). Connotation vs Denotation: Definitions, Differences, and Examples. Retrieved June 15, 2025, from https://grammarpalette.com/connotation-vs-denotation

4_  YourDictionary. (n.d.). Connotative Words: Examples & Meaning of Connotation (With Quiz). Retrieved June 15, 2025, from https://www.yourdictionary.com/articles/connotative-words-examples

5_ Cruse, A. (2000). Meaning in language: An introduction to semantics and pragmatics. Oxford University Press. From: https://doi.org/10.1093/acprof:oso/9780199263066.001.0001

6_ Nordquist, R. (n.d.). Connotation. ThoughtCo. Retrieved June 13, 2025, from: https://www.thoughtco.com/connotation-words-1690457

ټګونه: ادبیاتټولنیز علومڅېړنهضمني ماناکره‌کتنه
ShareTweet
POHAWAI Media

POHAWAI Media

پوهاوی‌ مېډیا د افغانستان، سیمې او نړۍ د روانو چارو کره پوښښ کوي او هم د ځانګړو موضوعاتو په اړه راپورونه او شننې وړاندې کوي. زموږ ټیم څېړنیز ژورنالېزم ته ژمن دی او د افغان ولس د افکارو تنویر مو سپېڅلې دنده ده.

    • Trending
    • Comments
    • وروستی
    د اولاد په روزنه کې د ګرانښت اظهار باید څه ډول وي؟

    د اولاد په روزنه کې د ګرانښت اظهار باید څه ډول وي؟

    نوومبر 7, 2024
    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    مې 21, 2025
    له ډېرو ماتو وروسته/ امرالله مېړنی

    له ډېرو ماتو وروسته/ امرالله مېړنی

    سپتمبر 20, 2024
    ښکلې تېروتنه

    ښکلې تېروتنه

    اکتوبر 19, 2025
    څنګه جذاب شخصيت ولرو؟/ لیکوال: نسیم ځواک

    څنګه جذاب شخصيت ولرو؟/ لیکوال: نسیم ځواک

    0
    ښوونه روزنه او سوریالیزم/ لیکواله: مرسل امیري

    ښوونه روزنه او سوریالیزم/ لیکواله: مرسل امیري

    0
    د زېړي نړیواله ورځ؛ تور زېړی ولې د خپرېدو په حال کې دی؟

    د زېړي نړیواله ورځ؛ تور زېړی ولې د خپرېدو په حال کې دی؟

    0
    د اولمپیک نړیوالې کمیټې له سویلي کوريا بښنه وغوښته

    د اولمپیک نړیوالې کمیټې له سویلي کوريا بښنه وغوښته

    0
    د سوریالېزم اصول

    د سوریالېزم اصول

    فبروري 7, 2026
    د انتون چخوف غوره جملې

    د انتون چخوف غوره جملې

    فبروري 1, 2026
    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    تېرېدنه | محمد‌مصطفی سمون | پوهاوی‌ میډیا

    فبروري 1, 2026
    د کندهار «سپین‌بولدک» ته غځېدلی دویم لین سړک جوړ شو | پوهاوی‌نیوز

    د کندهار «سپین‌بولدک» ته غځېدلی دویم لین سړک جوړ شو | پوهاوی‌نیوز

    جنوري 29, 2026

    وروستي خپاره شوي

    د سوریالېزم اصول

    د سوریالېزم اصول

    فبروري 7, 2026
    د انتون چخوف غوره جملې

    د انتون چخوف غوره جملې

    فبروري 1, 2026

    پوهاوی‌ مېډیا د افغانستان، سیمې او نړۍ د روانو چارو کره پوښښ کوي او هم د ځانګړو موضوعاتو په اړه راپورونه او شننې وړاندې کوي.
    زموږ ټیم څېړنیز ژورنالېزم ته ژمن دی او د افغان ولس د افکارو تنویر مو سپېڅلې دنده ده.

    Welcome Back!

    Login to your account below

    Forgotten Password?

    Retrieve your password

    Please enter your username or email address to reset your password.

    Log In

    Add New Playlist

    No Result
    View All Result
    •  
    • خبرونه
      • ابادي
      • اقلیمي بدلون
      • ورځنۍ پېښې
    • اسلام
      • لارښوونې
      • د عالمانو ویناوې
      • معلومات
    • سیاست
      • کالم
      • مرکه
      • تحلیل
    • ادبیات
      • ژبپوهنه
      • کتاب لنډیز
      • کره‌کتنه
      • لیکوالي
    • ژوند
      • ټېکنالوژي
      • روغتیا
      • سپورټ
      • بریالیتوب
    • اقتصاد
    • هنر او څېرې
    • د پوهاوي په اړه

    Designed and Developed By iCode Software Company © 2024 Pohawai Media. All rights reserved