ژباړه: حسیب نورمل
له تیارې وېره په انسان کې طبیعي احساس دی، خو دغه احساس په کوچنیانو کې زیات وي خو چې کله لویږي دغه وېره یې ورو ورو کمیږي یا په په بشپړه توګه له منځه ځي، خو هغه لویان چې له تیارې څخه زیات ویریږي ښایي دغه کسان (نیکتوفوبیا) په ناورغۍ اخته وي، دغه ناروغي یو ډول شدید ډار او وېره ده چې له تیارې څخه انسان ته پیدا کیږي.
د رواني ناروغیو متحصصین وایي؛ د نیکتوفوبیا په ناروغیو اخته کسان د خوب له نشتوالي او په تیاره کې له خوب کولو نه شکایت کوي، د خوب غیر منظموالی د انسان په روان منفي اغېز کوی همدا دلیل دی چې د نیکتوفوبیا ناروغانو ته اضطراب او کڼې نورې ستونزې هم پیدا کیږي.
که له تیارې څخه د وېرې درملنه ونه شي ښايي ناروغ له جدي ستونزو سره مخ شي، هغه کسان چې له تیارې وېریږي لاندې څو ټکي د نه هېروي:
ـ وېرونکي باورونه او تصورونو مو له ذهن څخه لرې کړئ.
ـ په ډېره تیاره کې یوازې بهر ته مه ځئ.
ـ د خوب لپاره یو مناسب او داسې اطاق انتخاب کړئ چې زیات تیاره نه وي.
ـ د امکان تر بریده یوازې مه ویده کیږئ.
ـ له وېرونکو او وحشتناکو فلمونو له لیدلو په کلکه ډډه وکړئ.
ددې ترڅنګ ښه ده چې ډاکټر ته هم ورشئ او خپله ستونزه ورسره شریکه کړئ.