حمیدالله حمیدي
د طوبي جومات چې په (ګل) جومات هم مشهور دی د پاکستان په کراچۍ کې موقعیت لري. دغه جومات د نړۍ نولسم (۱۹) لوی جومات بلل کېږي. چت یې د یوې لویې ګنبدې په وسیله پوښل شوی دی، چې ۷۲ متره مربع پراخوالی لري.
د طوبي جومات په کال۱۹۶۹ مېلادي کې جوړ شوی، چې په کلني ډول ترې په زرګونه کسان لیدنه کوي. د دغه جومات ټوله احاطه ۳۵۳۱۲ فوټه مربع ده، خو د جومات مساحت ۵۵۷۰ فوټه مربع دی، چې جوړولو یې پوره درې کاله وخت نیولی دی. دغه جومات د مرمرو پر ډبر پوښل شوی، چې ټول ټال ۷۶۸ زره قطعې مرمر په ډېر دقت سره په کې کارول شوي دي. د مرمرو دغه ډبرې په ډېر مهارت او ظرافت سره کارول شوې دي، چې جومات ته یې ځانګړې ښکلا ورکړې ده.
دغه راز د جومات په ګنبده کې له داخل څخه ۷۰ زره د شیشو ټوټې په ډېر ظریف ډول کارول شوې دي، چې ګنبده یې ډېره ښایسته کړې ده. مناره یې ۱۲۰ متره د ځمکې له سطحې څخه لوړه ده. د جومات په داخل کې پر یو وخت ۳۰۰۰ کسان، د څنګ په سالون کې یې۵۰۰۰ کسان او په بېرون صحن کې یې ۲۲ زره کسان ځاېږي.
د جومات عمومي لویه دروازه د چهارمغز له لرګي څخه جوړه شوې ده. له لومړۍ دروازې د ننه کوچني حوضونه او د اوداسه لپاره ځانګړي ځایونه لري. شاوخوا یې ښکلی پارک دی، چې دغه جومات ته یې لا ښکلا ور په برخه کړې ده.