لیکنه: عصمت الله صالح
د طایف اوسېدونکي یې د زغم په لیدلو مینان شول؛ ویس قرني یې یوازې په نوم اورېدلو زړه بایلود او که څه هم تر آخره یې مخامخ ونه لید، خو د عشق ګټه یې یوه چپنه وه، چې ترلاسه یې کړه؛ نجاشي یې په غیبي مهربانۍ عاشق شو او د غیبي جنازې لمونځ یې هم وګاټه؛ ابوهریرة رض یې پر خبرو مین و او د دې ګرانښت زور و، چې تر ټولو ډېرې خبرې (احادیث) یې پر موږ ولورولې؛ ابوبکر صدیق رض یې ښکلا ته هک حیران و، ځکه یې یوه شېبه له څنګه نشوای بېلېدای، آن تر اوسه یې هم تر خوا دی او…
خلاصه، د هغه انسان د مکمل سالم کرکټر، بشپړ انسانیت، ښکلا، خوندور ژوند، دبدبې او… یوازې یوه یوه بېلګه پر معاصر ژوند عملي کول د نورانیت پېرزوینه ده او ځکه ده چې پر ستاینه یې له مسلمانو پرته ډېرو نامسلمانو لیکوالو او لوېدیځوالو هم لیکل کړي او «صلی الله علیه وسلم» یې د نړۍ یوه ستره او اخلاقي څېره معرفي کړې ده.
نو د محمد رسول الله ص ګام پر ګام ژوند داسې پېژندل پکار دي، چې پر سړي خدای او ژوند وپېژني؛ د مرګ پر ځای یې پر ژوند مین کړي؛ د عقل استفادې ته یې مجبور کړي؛ عالم یې کړي او بالاخره د جهالت په تروږمۍ کې روان انسان ته د مهربانۍ، بښنې، درناوي او اخلاقو څراغ په لاس کې ورکړي.
صلی الله علیه وسلم