یوه ورځ یو ودانیز انجینر غواړي، چې له شپږم پوړ څخه، له خپل یوه کاریګر سره وغږېږي، هغه ته ډېر غږونه کوي، خو د ګڼه ګوڼې او د ډېر شور ماشور له امله یې نه اوري، لا چاره انجینر یو لس ډالري نوټ لاندې غورځوي، ترڅو د کاریګر پام شي او پورته وګوري، کاریګر لس ډالري نوټ پورته کوي او په خپل جېب کې یې ږدي او پرته له دې، چې پورته وګوري په خپل کار باندې بوختېږي.
د دویم ځل لپاره انجینر یو پنځوس ډالري نوټ لاندې غورځوي او یو ځل بیا کاریګر پرته له دې، چې پورته وګوري نوټ پورته کوي او په خپل جیب کې یې ږدي، د درېیم ځل لپاره انجینر یوه کوچني تیږه لاندې غورځوي او تیږه د کاریګر پر سره لګېږي، په دې شېبه کې کاریګر خپل سره پورته کوي او پورته ګوري او انجینر د خپل کار په اړه ورته وایي.
دا کیسه هماغه د انسان د ژوند کیسه ده، الله (ج) تل موږ ته نعمتونه رالېږي، خو موږ منندوی نه یو او د یوې شېبې لپاره هم له خپل ځان سره فکر نه کوو، چې دا نعمتونه له کوم ځایه راغلل، خو کله چې زموږ په سر باندې کوچنۍ تیږه لګېږي، چې په حقیقت کې هماغه د ژوند کوچنۍ ستونزې دي، نو الله (ج) ته مراجعه کوو، له دې امله هر کله چې د الله (ج) له لوري موږ ته کوم نعمت را کول کېږي، مخکې تر دې، چې زموږ په سر باندې تیږه ولګېږي، باید شکر یې پرځای کړو او منندوی یې واوسو.