د سهار شپږ بجې وې چې په کابل کې د خپلوانو له کوره راووتو، بغلان ته مو د ستنېدو نیت وکړ، د مزار اډې ته ورسېدو، له رسېدو سره سم مې خوریه ښکته شو، چې له کوم موټر سره سره خبرې وکړي، زه او مور مې له ماما سره د هغه په موټر کې ناست وو. ادریس پسې وځنډېده، ماما مې هم ورښکته شو او شېبه وروسته دواړه بېرته موټر ته راغلل.
مور مې له واره پوښتنه وکړه؟
موټر مو پيدا کړ؟
ادریس په خواشینۍ ځواب ورکړ
نه مورې! موټر خو ډېر دي، د اختر مخه ده، ښه بیروبار دی، خو وايي چې د ترانسپورټ واله ورباندې کرایې کمې او محدودې کړې دي، اوس ټولو اعتصاب کړی او نه ځي.
بیا یې وپوښتل
وایه ادې اوس څه وکړو؟
مور مې ځواب ورکړ
ځو عمومي ترمینل ته، د مزار یا کندوز کوم لوی موټر کې به ځای پیدا کړو.
ماما مې خبره کې ور ولوېده او وویل:
نه، خورې! بېرته کور ته ځو، تر سبا پورې ګوندې د موټروانانو غوسه سړه او حالت عادي شي.
وروره! اوس را خوځېدلي یوو، بېرته کور ته نه ځو.
حرکت مو وکړ، اووه بجې ترمینل ته ورسېدو، ددې ترمینل بل نوم «لېوای باباجان» دی، د سرای شمالی څنډه کې موقعیت لري. کرایه دولس سوه افغانۍ وه، موټر خال خال ډک وو او یو هم تازه حرکت ته نه و ولاړ. مور او ماما مې ګړندي شول، انتظار پیل شو، ګرمي هم سوځونکې او خسته کنه وه، ادریس په موټر پسې ګرځېده، اخر یې له یوه ۵۸۰ موټر سره په ۷۸۰ افغانۍ کرایه موافقه راغله، ماما مو رخصت کړ او موږ په دویمه څوکۍ کې کېناستو. شاته مو یوه ځوانه جوړه له خپلې کوچنۍ لور سره کېناسته، لور یې ژړا او زګېروی کاوه. ماشومه یې د کم عمر او ناروغه وه، پلار به یې بیا بیا پوښتنه کوله. مور یې بې حوصلې شوه او ورته وویل:
ډاکټر خو ویل چې ماشوم مو دوه ساعته وروسته بستر کړئ او موږ دې خواته راغلو، دا خو په اوو اتو ساعتونو کې هم نه رسېږي.
د ماشومې ژړا زور واخیست، سړی وارخطا له موټره ښکته شو، شېبه پس له کلینر سره بېرته راغی، په غوسه یې ورته وویل:
که حرکت نه کوې، زه بل موټر ته ښکته کېږم، لور مې سخته ناروغه ده، کوم وړوکی موټر پیدا کوم.
کلینر په چالاکۍ ورته وویل:
بس همدا اوس حرکت کوو
هغه ښايي نا خبره و چې کوچني موټر نن نه ځي او اعتصاب یې کړی دی. مور مې وویل چې کوچني موټر ځي، خو لوړه کرایه غواړي یا به یې څلور پنځه زره دربست نیسې.
پلار بیا غږ اوچت کړ:
ښځې! د مزار اډې ته ځو، په پنځه زره خو به راسره تر مزاره لاړ شي، د لور د مرګ او ژوند خبره ده.
ښځې یې ځواب ورکړ
اوس به حرکت وکړي، خیر دی، دومره پیسې کله لرو…
تږې وم، بوتل مې را پورته کړ، اوبه په کې په خلاصېدو و، د مور بوتل مې را اوچت کړ، اوبه مې وڅښلې، اوبو ته اړتیا وه، ادریس خوریه مې ښکته شو، درې بوتله یخې اوبه یې راوړې.
هوا په تودېدو وه، اخر یوه بجه شوه، سوارۍ ته زنګونه را روان وو، څنګه شوی، کله راځئ؟ ځواب همدا و، ترمینل او ستاره خورشید.
لمر ګرم و ، د موټر نوم هم ستاره خورشید و، ما ویل عجیبه نومونه ږدي، ټول یو موټر او نومونه یې رنګین او جلا او بیا د ستاره خورشید عجیبه ترکیب چې نه لمر دی او نه ستوری!
حرکت مو وکړ، موټر لارې لاندې کولې او د مار په څېر کوږ او ووږ روان و، جبل سراج کې ډوډۍ ته ودرېدو، له ډوډۍ وروسته چې را رسېدو همغه پلار خپله څوکۍ کې له لور سره ناست و، ډوډۍ یې هم نه وه خوړلې. نور نو مخ پر سالنګ حرکت و، دوړې او خاورې بادېدې، څوک ویښ او څوک ویده وو، د سالنګ تونل ته ورسېدو، لاره سخته بنده وه، په تونل کې تپه تیاره شوه، هوا هم ډپ او ګرمه وه. مور مې ویل کاش له دې تونل وتلي وی، اوس کومه پېښه ونه شي. په اوږه مې فشار راغی، ګورم چې مور مې په اوږه سر را اېښی دی، په سختۍ ساه اخلي.
زر مې وپوښتل
ادې ښه یې؟ څه درباندې وشول؟
لورې! ساه مې بندېږي، اوبه راکړه
په بوتل کې اوبه خلاصې وې، د ادریس هم را پام شو، ژر پاڅېده، کلینر ته ورغی او دوه بوتله اوبه یې ورڅخه راوړې. له څنګ څوکۍ نه یوه کس غږ کړ.
استاده! ایسي دې چالانه کړه چې د خلکو وضعیت په خرابېدو دی.
په موټر کې یو څه هوا وچلېده، خو موټر به کله روان او کله تم و، د مور حالت مې یو څه ښه شوی و، خو د شا څوکۍ نه مې د ښځې نرۍ فریاد واورېده، خپل خاونده ته یې ویل:
مړه شوه، هغه مړه شوه، نور حرکت نه لري.
ادریس ته مې وکتل، په اشاره یې پوه کړم چې ناروغه لور یې د اکسیجن د کمښت له امله مړه شوې ده.
موټر ورو ورو حرکت وکړ، شاته شور او زوږ جوړ شو، کلینر را ورسېده، د پلار یې لا هیله وه او کلینر ته یې وویل:
هوا سخته قید ده، بهر یوې څنډې ته وګوره، لور مې ګنګس شوې.
له تونله په خیر راووتو، موټر یې یوې څنډې ته ودراوه، یو ملا ډوله کس او یو بل ځوان، چې ځان یې ډاکټر او د طب محصل ښوده، زموږ خواته راغلل، له موټره بهر یې د ماشومې نبض وکوت، هغه نور مړه شوې وه، مور او پلار یې په سترګو کې پوه کړل چې نور دې زړه صبر کړي.
مور یې اوس په لوړ غږ په چیغو شوه، موټر حرکت وکړ او زما مور شاته ور وکتل:
لورې! مه ژاړه، خدای دې د زړه صبر درکړي، همدا به دې خدای رضا وه
ښځې وویل:
دا څلوېښت شپې مې سترګې نه دي پټې کړې، پوره ۵۰۰۰ پنځه زره روپۍ یې په دوا او ډاکټر لاړې
څه ناروغي یې درلوده؟
زړه یې سوری و
خدای دې صبر درکړي، بدې ورځې مه کوه، وړه وه، غم به یې هم کمکی وي، خدای دې د ځوانانو له غمه وساته.
ماته په همدې شېبه کې د خپل ځوانیمرګ ورور د غم ورځ او د خپل مور اوښ:ې سترګو ته ودرېدې او شاته مې دوه مور او پلار لیدل چې د لور درد یې زړونه سوري کړي او بیا مې داسې حس کړه لکه موټر کې چې د ټولو ناستو مساپرو زړونه سوري وي.
پای