له مقالې سره د لنډې کیسې توپیر په ژبه کېږي. البته دا غلط فهمي ونه شي چې کیسه کټ مټ مقاله ده او توپير يې يوازې په ژبه کې دی؛ کیسه خپل اصول لري مقاله خپل. د مقالې ژبه بیاني ده، یو څه راته بیانوي او تشریح کوي يې؛ خو په کیسه کې تشریح نه ځايېږي، باید هر څه راباندې ووینې. د کیسې او د څېړنې، رپوټ او مقالې ژبه توپیر لري. په کیسه کې ښايي ځينې سیمه ییزې او لهجه يي کلمې وکاروو؛ خو په بله لیکنه کې دا کار خلک د لیکوال په مسلکيتوب شکمنوي.
ډېر ځله په کیسه کې لهجه يي کلمې د کیسې ژبه تصويري کوي او یو بېل خوند ورکوي. د نورمحمد تره کي کیسې او ناولونه شاید خلک په دې خوښ کړي، چې ژبه يې عامیانه ده. د هرې سیمې او لهجې کلمې يې کارولې دي؛ خو که په لهجه يي کلمو کې ډېر افراط وشي، ښايي په لیکوال او د همغې سیمې خلکو پورې محدوده شي او هغوی پرې وپوهېږي. کیسه به جالبه وي، موضوع به نوې وي، ژبه به يې تصویري وي، تلوسه به لري؛ خو محدود کسان به پرې پوهېږي او خوند به ترې اخلي. د پښتو یوه ربړه د لهجو ډېروالی دی، حتی په ډېرو لنډو سیمو کې لهجه بدلېږي. نو پکار ده چې لیکوال د کیسې په ژبه ډېر غور وکړي. داسې کلمې انتخاب کړي چې اسانه او عامفهمه وي. که لهجه يي کلمې لیکي، باید په قوس کې يې معیاري بڼه هم ولیکي.
ځينې کسان چې خبرې کوي، طبیعي غږېږي؛ خو که هماغه خبرې ولیکي بیا يې هغسې نه شي لیکلی او نه يې په نثر کې طبیعي والي لیدل کېږي. لیکنه يې یو ډول تصنعي ښکاري. وايي یو څه، لیکي بل څه. د شپون صیب خبره: «موږ نثر وایو، اورو یې، خو لیکلی يې نه شو»، باید دا هڅه وشي چې څنګه خپلې خبرې ولیکو او نثر مو خوږ وي او تصنع پکې نه وي. پښتو د پارسي پر خلاف چې څنګه ویل کېږي، هغسې لیکل کېږي. البته ګرامر باید په پام کې ونیول شي؛ خو د پارسي د خبرو او لیکنې تر منځ د ځمکې او اسمان توپير دی. په خوله یو څه وایي، لیکنه يې بشپړ بل څه وي. لیکل څه چې عادي او رسمي خبرې یې زیات توپير لري. هېڅکله به مو د پارسي ژبي په عامو خبرو کې نه وي اورېدلي چې وايي: «من درس را به خوانش میګیرم» مګر د ستیج پر سر وايي: «می خواهم مضمون تهیه شده خود را به خوانش بګیرم». له نېکه مرغه د پښتو د ویلو او لیکلو طرز یو ډول دی. څه چې وایو هغسې يې لیکو. نو ضرور نه ده چې لیکلو ته نور الفاظ او کلمې پيدا کړو او نثر تصنعي کړو.
ځينې کسان په لیکنه کې سختې کلمې راوړل کمال بولي او په لوی لاس خپل نثر پېچلی کوي. دا کمال نه دی چې یو څوک ډېره لغت پراني وکړي، بلکې کمال دا دی چې ډېر کسان وپوهوي. دوی داسې انګیري چې پېچلې کلمې يې لیکنه پياوړې او ښکلې کوي او په دې سره لیکوال د ډېرې مطالعې خاوند ښکاري؛ خو برعکس ښکلا په ساده ګۍ کې ده او د لیکوال مطالعه د هغه په لیکنه او کیسه کې له ورایه ښکاري. نو څومره چې امکان لري نثر باید ساده او عام فهمه شي. ښه نثر او ښه کیسه هغه ده چې ژبه يې غوټې او پېچلتیاوې ونه لري. که موږ د خلکو لپاره لیکنه کوو، ژبه مو هم باید د خلکو وي او داسې څه پکې نه وي، چې خلک پرې پوه نه شي او خوند ترې وانخلي.
وسمهال ادبیات او هم خلک ساده ژبه خوښوي، خو په ساده ګۍ کې باید هنریت ولري او د لیکوالۍ اصولو ته پکې پام وشي. هنر په پېچلو کلمو او د ژبې په سختوالي کې نه دی. هنر دا دی چې څنګه خپله کیسه یا نثر په ډېرو کسانو ولولې او هغوی يې له لوستو خوند واخلي.
د ژبې د ساده والي لپاره څو لارې شته:
لومړی: لیکوال باید څه ناڅه د پښتو جملې په جوړښت وپوهېږي. د جملې اساسي او فرعي توکونه او ځایونه يې ورمعلوم وي. یعنې جمله يې د عربي، انګریزي يا نورو ژبو تر اغېز لاندې نه وي. ځينې کسان چې د انګریزي تر اغېز لاندې دي، ساده جمله يې دومره پېچلې کړې وي چې د پښتو جملې رواني او ساده توب يې ټول له منځه وړی وي. مثلاً وايي: بریالی کولی شي چې کاروکړي یا کولی شې چې راشې یا هم احمد کولی شي چې درس ولولي.
اصلي بڼه يې: بریالی کار کولی شي، راتلی شې، احمد درس لوستلی شي. هم جملې ساده او روانې شوې او هم خوند لري، ځکه د پښتو جملې په کالب کې راغلې. پورتنۍ جملې ښايي له انګریزي کټ مټ ژباړه وي، په انګریزي کې دا ډول ویل کېږي: He can speak English)) کټ مټ ژباړه يې: هغه کولی شي چې انګلیسي خبرې وکړي. اصلي بڼه يې: هغه انګلیسي خبرې کولی شي.
نو لیکوال باید څه ناڅه له ژبنیو اصولو خبر وي.
دویم: د سختو او نادودو کلمو له کارونې باید ډډه وشي. که ډېر خلک په «ستونزه» پوهېږي او خوښوي يې، اړتیا نشته چې ربړه او کړاو وکارو؛ خو د تکرار د مخنیوي لپاره يې کارونه بده نه ده.
درېيم: ځينې وخت په جمله کې کلمې ډېرې لنډې تکرارېږي. که بې ځایه یا بې ضرورته یوه کلمه یا جمله تکرار شي عیب ګڼل کېږي؛ باید پر ځای يې له نورو کلمو کار واخلو. د کره کتنې لپاره مې د کیسو یوه ټولګه لوسته ځينې ځایونه یوه کلمه په ډېره کمه فاصله کې بیا راغلې لکه: اورګاډي ناڅاپي ودرېد. فال رایاد شو. ودرېدم. بې مانا درېدلی وم. وشرمېدم.