ژباړه: حسیب نورمل
د د ارواپوهنې د برخې متخصصین وايي چې خوب نه یوازې د انسان په رواني روغتیا بلکې په جسمي روغتیا هم اغېز لري، د دوی په خبره ډېر کله کافي او منظم خوب نه کول کېدای شي انسان له رواني او جسمي ناروغیو سره مخ کړي. ډېر کله انسان هغه وخت د ستړیا، خپګان او خسته توب احساس کوي چې کله یې شپه په بې خوبۍ سبا کړي وي او منظم خوب یې نه وي کړي حتی تر دې پوره خوب نه کول په انسان کې د سټرس کچه لوړوي.
دا چې خوب د انسان روغتیا لپاره دومره مهم دی نو اړینه ده چې د خوب منظم کېدو ته پام وشي، د خوب نه مخکې پر سر(ککرۍ) د زیتون تېل اچول، له اطاقه د تلوزیون، کمپیوټر، مبایل او نور برېښنايي وسایل لرې کول، اضافي ګروپونه خاموشول د یوه ارامه او اسوده چاپیریال په برابرولو کې درسره مرسته کوي، ارامه چاپیریال بیا د خوب په منظم کېدو درسره مرسته کوي.
هېره د نه وي؛ چې د شپې له خوا د کافي څښل او د سختو خوړو یانې هغه خواړه چې معده یې سم نشي هضمولی ښه نه دي، تر ویدو کېدو مخکې د شړمبو او شین چایو څښل ښه دي.