د کارونو ځنډول، دا په ډېر اشخاصو کې یوه لویه ستونزه ده چې هغه کارونه چې باید تر سره یې کړي نه یې ترسره کوي او ځنډوي يې، د روانپوهانو په اند د کارونو ځنډول په خپله رواني ناروغي نه ده بلکې ځېنې نورې بېروني ستونزې وي چې دې عامل کیږي چې خلک کارونه وځنډوي، په دې حالت اخته کسان ډېر وخت هغه کارونه او دندې چې باید ترسره یې کړي نه يې ترسره کوي او ځنډوي یې، ممکن یاد کارونه کله په شخصي او یا هم په رسمي ژوند کې وي. د کارونو ځنډول مختلف عوامل لري چې دلته یې ځېنې مهمو عواملو باندې بحث کوو.
د کارونو د ځنډولو عوامل:
د انګیزې اوعلاقې نه شتون: ډېر وګړي هغه دنده او کارونه چې باید ترسره یې کړي، ورسره علاقه نه لري او همدا نه علاقه مندي د ده انګېره د کار د ترسره کولو لپاره کمزوری کوي، دا وي چې نوموړی شخص کار ځنډوی او د نن کار سبا ته پرېږدې او همداسې دوام ورکوي.
له غلطۍ او ناکامۍ وېره: ډېر وخت داسې هم پېښیږي چې وګړي د دې لپاره کارونه ځنډوي چې ډاریږي چې هسې نه کوم غلطي وکړم او یا یې سم ترسره نه کړم، او یا هم ډاریږي چې هسې نه دې کار کې ناکام شم، دغه بې ځایه ډار د دې لامل کیږي چې شخص کار وځنډوي تر هغو چې یا پرې فشار راشي او یا هم بل څوک پیدا شي یاد کار ترسره کړي.
د لومړیتوبونو نه پېژندل: یو لوی عامل دا هم دی چې ډېر وخت وګړي کارونه ځنډوي ځکه خپل لومړیتوبونه نه پېژني همدا وي چې، لار ترې ورکه وي چې کوم کار باید لومړی ترسره کړي او کوم کار وروستی همدا شي چې لار ترې ورکه شي او مجبوراً ټول کارونه وځنډوي، ټوله ورځ پرې تېره شي خو یو کار یې هم نه وي ترسره کړی.
د حواسو نه کنترول: د حواسو نه کنترول داسې یو حالت دی چې دې کې شخص نه شي کولی خپل ذهن متمرکزه کړي او په یا ځانګړي کار تمرکز وکړي، دا چې شخص ته مزاحم فکرونه ذهن ته راځي او خپلو حواسو کنترول نه شي کول همدا وي چې هغه کار چې باید ترسره یې کړي تمرکز پرې نه شي اړ وي چې کار وځنډوي.
د وخت نه مدیریت: له بده مرغه ډېر وګړي خپل وخت نه شي مدیریت کولی او دغه مهارت یې نه وي زده چې ډول خپل وخت مدیریت کړي، د وخت مدیریت وړتیا نه لرل د دې لامل کیږي چې کارونه ترې پاتې شي او رسیدګي ورته ونه شي کول همدا وي چې کارونه ځنډوي،
د لویو کارونه نه ویشنه: طبعا انسان ته د یو لوی او غټ کار کول سخت ښکاري او فکر کوي چې وبه یې نه شي کولی، که چېرې دغه لوی کار په څو وړو برخو وویشي او بیا یې پیل کړي ممکن ورته اسانه وي، دغه لوی کارونه په وړو نه ویشنه ډېر وخت د دې لامل کیږي چې شخص کار وځنډوي
له بشپړتیا څخه ناهیلي: ډېر وخت وګړي د بشپړتیا او تکامل هڅه کوي، خو دا ښکاره خبره ده چې انسان جمیع الکمالا نه شي کیدای او ممکن ډېر برخو کې ستونزه وي، خو له بده مرغه ځېني وګړي دا چې له دې ناهیلي وي چې بشپړ او جمیع الکمالات نه یم دغه ناهیلۍ له کبله ډېر وخت هغه کارونه چې باید ترسره یې کړي نه یې ترسره کوي او په یوه بهانه او بله بهانه یې ځنډوي.
کمالګرايي: ځېنې وګړي بیا فکر کوي چې باید داسې خارق العاده بڼه باندې باید کارونه ترسره کړي او بیخي کمال باید وکړي، خو دا چې ټول کارونه په خارق العاده ډول نه ترسره کیږي بلکې خپل روال له مخې باید ترسره شي، همدا وي چې دغه وګړي دا چې کمال نه شي کولی نو کار ځنډوي او همداسې ترې پاتې کیږي.
عادت: د نورو عواملو تر څنګ یو عامل دا هم چې ځېنې خلک همداسې عادت شوي چې د نن کارونه سبا ته پرېږدې او همداسې یې پسې ځنډوي، دغه عادت عامل ممکن کورنی ماحول او یا هم داسې ملګري وي.
په ټولنیزو شبکو کې بوختېدل؛ یو لوی لامل چې ډېر وخت مهم او هغه کارونه چې باید ترسره یې کړو له دې لامله پاتې کیږي چې موږ ډېر وخت په ټولنیزو رسنیو کې بوخت شو او چې کله مو پام شي ټوله ورځ مو فیسبوک، ټیک ټاک او یا هم په بله رسنۍ کې تېره کړي او کارونه ټول پاتې وي.
د کارونو د ځنډولو منفي پایلې: دا طبیعي خبره ده چې موږ کله کارونه په خپل وخت نه ترسره کوو او ځنډو یې نو یو لړ منفي پایلې لري، چې ځېنو پایلو باندې یې دلته تم کېږو:
د استرس زیاتېدل: استرس زیاتېدل دا چې خپله لویه ستونزه ده د نورو ستونزو زېږنده، کله چې موږ کارونه ځنډوو او نن کارونه سبا ته پرېږدو دا زموږ په حالت منفي آغېره کوي او ورسره مو استرس زیاتیږي.
د کار د کیفیت راټېټدل: کله چې کارونه ځنډيږي او په خپل وخت نه ترسره کیږي همدا وي چې په وروستۍ شېبو کې یا د فشار له کبله او یا هم د کوم بل بیروني فشار له کبله کارونو ترسره کول ته اړ کیږي، نو بیا د وخت د لنډخت له کبله د کار کیفیت راټيټیږي او هغه ډول چې باید ترسره شي نه ترسره کیږي.
پر ځان باور کمېدل: دا چې کارونه وځنډيږي او پر وخت ترسه نه شي موږ فطرتا د ناتوانۍ احساس کوو او فکر کوو چې کارونه نه شو ترسره کولی همدا وي چې زموږ پر ځان باور کمیږي او دغه پر ځان باور کمېدل ډېرې نورې ستونزې هم زیږوي.
د فرصتونه له لاسه ورکول؛ د کارونو په ځنډولو ډېر وخت مو ډېر فرصتونه او چانسونه له لاسه ورکوو چې زموږ په ژوند کې ډېر مهم وي، کله کله دا کارونو د ځنډولو له کبله داسې هم کیږي چې موږ ډېر لوی چانس چې ممکن په ژوند کې یو وار واقع له لاسه ورکوو.
د وقت ضایع کېدل: موږ کله هم چې کارونه په خپل وخت ترسره نه کړو، دا طبیعي نه ده چې د دغه کارونو وخت به موږ پر بې ځایه او یا هم هسې عبس تېرو نو د کارونو د ځنډولو له کبله دغه مهم وخت زموږ ضایع کیږي.
د اړیکې خرابېدل: موږ که شخصي ژوند کې وي او که کاري ژوند کې داسې یو څوک وي چې موږ ورته ځواب ویونکي و اوسه، دا چې موږ کارونو ځنډوو طبیعي ده هغوی چې دغه کارونه یې راسپرلي زموږ سره یې اړیکه خرابیږي او بیا هیڅکله د کارونو د راسپارلو باور نه راباندې کوي.
د کارونو ځنډولو څه ډول مخنیوی وکړو؟ حل لارې؛
۱- د لویو کارونو ویشنه په وړو کارونو؛ عموماً انسان ته لوی کار ترسره کول سخت وي، نو دا چې کارونه ونه ځنډوو، هڅه باید وکو چې لوی کارونه په وړو او کوچنیو برخو وویشو او بیا په قدم وار ډول کار پرې وکړو، لکه له موږ څخه هیله کیږي چې د یو کال راپور جوړ کړو، دا چې یو کال راپور جوړول په یو وار ستړی کوونکی وي نو داسې که وشي چې کال په میاشتو وویشل شي او هرې میاشتې راپور جوړېدو څخه وروسته بلې میاشتې راپور جوړ کړو.
۲- د پومودورو تکنیک څخه ګټه اخیستل: د پومودور تکنیک داسې دی چې کله هم تاسې غواړئ یو کار وکړئ ۲۵ دقیقې په پوره تمرکز کار وکړئ او ۵ دقیقې بیا دمه وکړئ، دا تکنیک تاسې سره مرسته کوي چې په نه ستړي کېدونکي ډول کارونه ترسره کړئ او هم په ښه ډول تمرکز وساتئ.
۳- د انګیزې رامنځته کول؛ په ټوله کې یوه حل لاره دا هم ده چې شخص په خپله خپل ځان ته انګیزه ورکړي تر څو کارونه ونه ځنډوي او هم د همکارانو لخوا انګېزه ورکړل شي د انګیزې رامنځته کول مرسته کوي چې د کارونو د ځنډېدو مخنیوي وشي.
۴- د ضرب الاجل تعینول: په خپله د خپل ځان لپاه د ضرب الاجل ټاکل مرسته کوي چې کارونه ونه ځنډو البته مهمه ده چې ځان سره ژمن و اوسو او هڅه وکړو چې خپل ټاکلي ضرب الاجل په اساس کارونه ترسره کړو.
۵- د کمال ګرایي پر ځای په پرمختګ تمرکز کول؛ یو ښه او مناسبه حل لاره دا هم ده چې کارونه ونه ځنډو دا چې د کمال ګرايۍ او معجزې پر ځای په پرمختګ تمرکز وکړ، ډېر وخت هغه وګړي چې غواړي په خارق العاده ډول کارونه ترسره کړي خو نه یې شي همدا وي چې کارونه ترې ځنډيږي نو ښه او مناسبه حل لاره دا ده چې د خارق العاده کار ترسره کولو پر ځای په پرمختګ تمرکز وکړو.
۶- د استرس او اضطراب مدیریت کول؛ استرس او اضطراب چې د کارونو د ځنډولو لامل کیږي، د کارونو د ځنډولو د مخنیوي لپاره ښه لاره دا ده چې خپل استرس او اضطراب د مدیتیشن، ورزش، یوګا او ژورو ساه اخیستلو په واسطه مدیریت کړو.
۷- د وخت مدیریت کول؛ د وخت مدیریت کول په دې مانا چې خپل کارونه مدیریت کړئ، د خپلو کارونو په مدیریت او لومړیتوبونو په ټاکلو سره موږ کولی شو چې د کارونو د ځنډولو مخنیوی وکړو.
۸- عمومي ژمنتیا؛ په ډېرو ادارو کې د کارونو ځنډول د ټولو عادت ګرځېدلی وي، دا چې د کارونو د ځنډولو مخنیوي وکړو یوه لاره دا هم ده چې په لویه کچه عمومي ژمنتیا رامنځته کړو او ټول دې ته چمتو کړو چې ژمنه وکړي چې کارونه په نه ځنډوي.
۹- خپل ځان ته ډالۍ ورکول؛ د کارونو د ځنډولو د مخنیوي لپاره یوه حل لاره دا هم ده چې موږ ځان لپاره ډالۍ ورکړو، په دې مانا چې له ځان سره ژمنه وکړو چې د پلاني کار په ترسره کېدو دغه ډالۍ ځان لپاره اخلم، دا چې یاد کار مو خلاص کړ ځان لپاره ډالۍ واخلو، دا کار هڅونه او انګېره رامنځته کوي.
پیل له سخت کار څخه؛ یوه مناسبه لاره دا هم کیدای شي، چې کارونه وویشو په داسې ډول چې لومړی سخت کار ترسره کړو او بیا اسانه کار، ځکه د سخت کار په ترسره کولو موږ کې پر ځان باور ډیريږي او بل د کارونو په پیل کې انرژی هم ډېره وي.