ژوند او شعر ته راتګ:
محمد یوسف کړاو منګل د پکتیا دی. پۀ ۱۳۶۶ هجري شمسي کې د پکتیا پۀ لژه (لجه منګل ) ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. کړاو دوه لسیزې کیږي شاعري کوي، څۀ وخت وړاندې مې زرپاش ته مرکه ورسره وکړه هلته یې د خپلې شاعرۍ د پېل کیسه راته وکړه: « وړوکی وم، پۀ کلي کې مو وادۀ و، مجلس یې پرې ترتیب کړی و. مجلس ته یې د لغاتو شاعران راوستي ول. شاعرانو لۀ یو بل سره منظومې خبرې کولې، خلکو ډېر تشویق کړل، لۀ هغې شپې را وروسته مې شاعرۍ ته مخ واوښت، د موټرونو پۀ ښیښو مې شعرونه لوستل، پلار بۀ مې راته ویل، لنډه دا چې چرته بۀ مې شعر ولیدۀ، پۀ خپله کتابچه کې مې خوندي کاوۀ، میاشتې ووتې یوه ورځ چرته پۀ سفر وم، هغۀ سفر کې مې خپل لومړنی شعر ولیکۀ، چې دا بیت یې رایادیږي:
خامخا دې څۀ اثر شته پۀ کتو کې
چې حساب شومه د ښار پۀ لېونو کې
بس لۀ هغه را وروسته شعر لیکم. »
کړاو صاحب دوه چاپ شعري ټولګي لري چې ( پۀ لپه کې ډیوه) او د دوهمې نوم یې ( دوهۍ) دی. (روه) ددۀ ناچاپ شعري مجموعه ده، ګوندې ژر چاپ شي. پۀ دې دوه لسیزو کې کړاو مسلسل شاعري نه ده کړې، منځ ـ منځ کې یې کالونه جمود هم تېر کړی. دا جمود پۀ دۀ وروسته هم راغلی، او اوس هم لۀ درې میاشتو ډېر وخت ووت چې نوی شعر یې نه دی لیکلی.
دی چې نوی ـ نوی شاعر و، لۀ شاعرۍ سره ـ سره د پکتیا د فرهنګي ځنځیر یوه مهمه کړۍ هم وه، شاعران یې تشویقول، مشاعرې یې جوړولې، لۀ شاعرانو سره یې ناستی کېدلو، او حجره یې د ډېرو فرهنګیانو دمه ځای و. خو دې ماحول کې فقط د ښوونځي تر فراغته پاتې شو، بیا د کړاو صاحب حالات بدلیږي، کله چې لۀ مکتب فارغ شو تا ـ لبانو ته لاړو، دې کار پۀ شاعر کړاو ډېر اغېز وکړو او شپږ کالونه لۀ شعر لیکلو لرې پاتې شو خو پۀ دې موده کې یې د شعر پۀ باب مطالعه او لوستل پرېمان کړي دي. دا هغه موده وه چې دی پۀ غرونو کې اوسېدۀ، اوږدۀ ویښتان یې ول او تور پټکی یې وهلو. او بیخي پۀ یو بېل ذهني جهان مېشت و. ددۀ خبره ده چې: « پۀ غرونو کې مې شعر ته ډېر پام نه اوښت، کله بۀ یو نیم بیت ذهن ته راغی خو لیکل بۀ یې نه رانه کېدل، کۀ څۀ هم غرونه ښکلي ول، چاپېریال جوړ و، خو موږ پۀ یو ځای لۀ اونۍ ډېر نه پاتې کېدو، شاید سرګرداني بۀ وه چې تقریبً شپږ کاله جمود ووهلم. » کړاو د غرونو سختۍ کله، کله پۀ شعر کې هم ویلي دي:
څۀ بۀ درته وکړمه د غرۀ کیسه
بس د ټیټیدو او جګېدو نه وو
ــــ
یو خو ته یې کلا ـ شینکوفه
او بل یار دی راپۀ غاړه
ــــ
یا یې لۀ بوټو جوړوو یا لۀ ډبرو بالښت
ملګرو څۀ پوښتئ د غرو د مسافرو بالښت
او
مرګ او ژوند راته ښکاریږي پۀ یو بل کې
څۀ سرمسته د مـ.لا صاحب عسکري ده
شاعر چې خبرې لۀ چاپیریاله او لۀ شاوخوا اخلي ددۀ پۀ شعر کې د غرۀ، سیند، ابشار، حباب، څپه، بیابان، … یاد ډېر دی. چې یو لامل یې ددۀ پۀ غرونو کې د پاتېدو هم دی. دی تقریبً پنځۀ ـ شپږ کاله پۀ همدې سرګردانۍ کې و. لۀ غرونو بۀ ډېر کم وخت کور ته تلو چې بهر نۀ شوی وتی. شپږ کاله یې همدا حالت و، لۀ شپږو کالونو وروسته کوېټې ته لاړو، هلته یې وضعیت لکه ددۀ د شاعرۍ د اولو وختونو پۀ څېر عادي شو، لا ډېرې مطالعې او د شاعرانو سره ناستې پاستې ته اوزګار شو، دۀ پۀ کوېټه کې ډېره شاعري وکړه، لۀ کوېټې وروسته چې بیا وطن ته راغلو، دا هم هغه وخت و چې کړاو پکې شاعري کولای شوه. خو کړاو لکه د تنکۍ ځوانۍ د وخت کړاو نه و، اوس یې ګوشهنشیني انتخاب وه. جلا ـ جلا ذهني ناروغۍ پرې راتلې، پټ و، د کوټې منځ بۀ یې لۀ پردو څخه نه ښکارېدۀ، بس لۀ ځان سره بۀ بوخت و، یو بېله دونیا یې اباده کړې وه. دۀ د کورنۍ لۀ غړو سره هم فقط ضروري خبرې کولې او پۀ حلوت کې ډوب ویدۀ تللی و. شپږ میاشتې خو داسې وهم هم پرې راغلی، چې بیخي لۀ خبرو لوېدلی و، شعر یې و خو کړاو ورک و.
دا څو میاشتې مخکې مې د افغان ادبي بهیر پۀ اوونیزه غونډه کې لومړی ځل ولید، لۀ هغې را وروسته مې لسګونه ځله ورسره راشه ـ درشه وشوه، ډېرې شپې مې ددۀ اورېدو ته رڼې کړې، او کړاو مې وپېژاندۀ. دی ډېر ملنګ خویه انسان دی. خبرې یې، د تګ انداز یې، د ناستي انداز یې، د خندا انداز یې… لکه شعر چې مجسم شوی وي، او کړاو ترې ساز شوی وي.
ما ددۀ ډېر زیات شعرونه څۀ ددۀ لۀ خولې اورېدلي، څۀ مې پۀ *دوهۍ کې لوستي دي. او ددۀ مهربان نظر و چې ناچاپ کتاب *روه یې هم راسره پۀ سپینو ورقو کې خوندي دی.
. لۀ شعر هاخوا کړاو:
کړاو سره لۀ شعر هاخوا هم ډېرې خبرې دي. ډېرې جالبې خبرې، دی خبرې هم لکه شعر داسې نا اشنا کوي. ما سره یې ډېر کم وخت کې ډېرې خوږې خاطرې ثبت دي، یوه ورځ مې ورته ویل کړاو صاحب څنګه یې؟
ویل یې: « نۀ روغ یم نۀ بیمار، منځ کې روان یم. » یوه ورځ زموږ ملګري ورته وویل چې کړاو صاحب ډېرې خبرې نۀ کوې ولې؟ دۀ ورته وې: « والله ماسره دننه ډېرې خبرې دي، خو خولۀ مې نه ورته جوړیږي. »
زۀ چې ورسره هرځل کېنم پۀ شعر او شاعرۍ ډېر ورسره غږېږم. ددۀ نظریات جالب دي، کله خو ووایي: « یره شاعري خو د حسن آینه ده. » د شاعرۍ او حسن نږدې اړیکه دۀ یو ځای کې داسې شعر کړې:
اهو چشمه را روانه
کۀ غزل ارشادوي څوک
کړاو حسن ته ډېر خم دی، دۀ پۀ شعر کې ښکلا ډېره پاللې او نازولې ده. د چا خبره وه چې: « هغه هنرمن چې خپل هنر کې د ښکلا نه بغیر د بل څۀ پۀ اړه حتی فکر وکړي؛ زموږ پۀ پوهه هنرمند نه دی. » ښکلا خو ښکلا وي خو چې ښکلې راوړل شي، نه پوهیږم څۀ نوم بۀ ورکوو:
پۀ کتلو مو څۀ نیسي اهو چشمي
د غزل د استادانو نوکران یو
ــــ
زۀ او چرته اهو چشمې؟
واړه چارې د غزل دي
کله وایي چې ښۀ شعر لیکل خواري غواړي بیا د اندېش شمس القمر یو قول را نقل کوي چې اندېش صاحب تۀ بۀ چا ښۀ شعر ووې، دۀ بۀ ورته ویل: والله ښه خواري دې ورسره کړې ده. همدې ته ورته د تکړه نړۍوال لیکوال (فاکنز) وینا وه چې: « شعر لیکل لکه فضا ته د توغندي د لېږلو پۀڅېر دی، چې تاسې باید د خپلې ټولې انرژۍ په مټ هغه فضا ته ولېږدوئ. »
د کړاو ښۀ شعر خوښیږي، خو یو ایډیال شاعر نۀ لري. یوه ورځ یې راته ویل: « پۀ ښو شعرونو کې انتخاب سخت دی، پۀ بیلابیلو حالتونو کې جلا ـ جلا شعرونه د سړي خوښ وي. »
شاعر د خپل شعر سره چندان جوړه نۀ وي، یوازې شاعر نه دا خبره د هنر هنرمن پۀ حق کې کېدای شي. (فاکنز) یو بل ځای ویلي وو: « هنرمندانو ته نۀ ښایي چې لۀ خپلو ترسره کړو چارو راضي واوسي؛ ځکه هنرونه هیڅکله هم هم لکه څنکه چې وي، هغسې نه بیانیږي. »
شاعر چې پۀ زړۀ ډیرې خبرې لري، او څنګه یې چې زړۀ وي هغسې ورسره ژبه او خیال مرسته ونه کړي، څۀ د شعر ځنځیر شي، خیال یې بندي ورته ښکاري. ځکه خو خپل شعر چندان نه ګڼي.
دا چې کړاو بیا خپل ځان پۀ کومو سترګو تلي، جالبه ده، دا بۀ د دۀ پۀ شعر کې لولو:
شاعري چرته ده
بس خو تمرین یې کوو
یا
شعر او شاعري څۀ وي
مړه خو نامه کړو پرې
بل ځای یې داسې ویلي:
یو خوشحال پۀ خلکو زیات و
موږه هم پکې پیدا شوو
او
د کړاو لۀ غزلونو بۀ څۀ بود کړو
د زخمونو وي خوږې خبرې څړیکې
کله خو یې ویلي کۀ لۀ شعر څۀ جوړیږي کۀ نه، موږ یې لۀ دې چاپلوسۍ خو خلاص کړو:
څۀ بۀ جوړ شي او کۀ نه لۀ شاعرۍ نه
پرېوتلي د سرکار لۀ نوکرۍ نه
دی د خپل شعر پۀ اړه یوه بله خبره هم کوي: « پر ما د طاري حالتونو د ادلون او بدلون سره مې شعر کې هم بدلون راغلی. »
. کړاو او د شعر مطالعه:
ما چې کړاو څومره لوستی، دې نتیجې ته رسېږم چې دهٔ د خبرې کول لهٔ ژورې مطالعې زده کړي، کله چې د لویو شاعرانو شاعري ولولې، د هغوی تجربې ووینې، د ژوند پړاوونه یې درک کړې، او د شاعرۍ د ښکلا وږم یې حس کړې، ددې لویو شاعرانو یو غیر مستقیم سیوری درباندې لویږي، د هغوی د شاعرۍ اثر درباندې کیږي، چې د شاعر خپله شاعري ورسره پخیږي، خو شاعر باید دې ته پام وکړي چې د نورو پهٔ رنګ کې ګډ نهٔ شي، کهٔ د نورو اثر هم وي هغه دې یو غیر مستقیم اثر وي. شاعر دې پۀ زړو لارو لاړ شي خو نوې لارې دې پکې سازې کړي. کړاو صاحب ته د پښتو د کلاسیک او معاصر ادب د شاعرانو زرګونه شعرونه زباني یاد دي، یوه ورځ یې ماته ویل: « د الف، ب، ت… پهٔ ترتیب شعرونه راغونډوم، کهٔ بیا مې چاپ کول. » کړاو صاحب پهٔ بنډار کې حتما د خپلې خبرې د ښکلا او اغېز لهٔ پاره د نورو شعرونه وايي، چې کومه پوښتنه هم ترې وکړې، دی درته ځواب پهٔ یو شعر کې وايي، پهٔ پښتو معاصره شاعرۍ کې یې ریاض تسنیم ډېر خوښ دی، تسنیم یې نږدې ټول حفظ کړی دی. پۀ کلاسیک کې یې رحمان بابا، خوشال بابا، حمید بابا، حمزه بابا، پسرلی، شیدا… ډېر لوستي، د فارسي او اردو شاعري یې هم لوستې.
. پۀ شعر مین کړاو:
کړاو د شعر یو ډېر تږی اورېدونکی هم دی، دی شعر اوري نه، بلکې پهٔ ډېره تنده یې څښي، چې شعر ورته وایې لهٔ شاه یې درپسې بیخي جالب تکراروي، بیخي پهٔ خوند یې اوري. لکه پهٔ تږې صحرا چې د باران څاڅکي ولویږي د ښهٔ شعر پهٔ اورېدو یې څهره داسې واوړي، بیا چې بل وخت ترې پوښتنه کوې هغه شعر ورته یاد وي.
د کړاو شعر طبیعي ژبې ته ډېر نږدې دی. هغه شعرونه چې طبیعي ژبې ته نږدې وي، احساس هم پکې طبیعي او رښتینی وي. هغه شاعران چې شعر پۀ لېونۍ مینه لیکي، طبیعي شاعران دي.
یو ماښام کړاو سره پۀ تیلیفون غږېدم، غږ یې غړنده و. پوښتنه مې ترې وکړه چې ولې؟ ویل یې: « څو بیتونه مې لیکلي خو غزل نۀ شو. » مال دا نو دومره د خفګان خبره ده؟ ویل یې: « نن مې ټوله ورځ فکر ورته خراب و. » هغه بیتونه یې اوس هم رایادیږي:
ضروري دي د همه لارو ناپونه
ما سره دي ټولټال څومره قدمونه
لۀ سپوږمۍ سره پۀ لار کې تېر و بېر شوو
خو لۀ ستورو سره وشول دیدنونه
نن زما سره یو ځای د چا پۀ یاد کې
تښتیدلي دي د ستورو هم خوبونه
کړاو دا بیتونه پۀ لږ زور هم غزل کوی شوی، خو د شعر تارونه، لکه د رباب تارونه پۀ خپل هنر بۀ یې ترنګوې. کۀ زور ورسره ووهې نغمې بۀ یې زخمې کړې. زۀ چې د کړاو نا تکمیله شعر لولم، کړاو رایاد شي چې څومره بۀ ورته زهیر وي. خو دا د فطري هنرمندۍ نښه ده.
هنر چې غیر ارادي وپنځیږي اصیل هنر وي. پۀ هنر من چې هنر طاري وي لکه سړی چې سلګیو نیولی وي، کۀ وغواړې کۀ نه؟ سلګۍ کیږي. د انسان واک پرې نۀ وي. پۀ زور لیکل شوی شعر لکه څوک چې پۀ زور خاندي؛ مصنوعي ښکاري. ددۀ دا شعرونه ولولئ چې څومره روان، اهنګین، ښکلي او طبیعي لیکل شوي:
لۀ ډبرو مو د ستورو ژبه زده کړه
موږ لۀ نورو نه د نورو ژبه زده کړه
چې یوه خبر د خدای لۀ پاره وکړو
زورور وایي کمزورو ژبه زده کړه
یوۀ لمر مخي مې غزل لوست او ویل یې:
د توبو وخت شولو، سیورو ژبه زده کړه
دونیا تش د شینوګیو کاتۀ نۀ دي
څۀ ناڅۀ د سپینو تورو ژبه زده کړه
د عبثو شوګیرو نتیجه ګوره
بې زبان کړاو، د ستورو ژبه زده کړه
ــــ
ښکلي نۀ دي راوتلي تر بازاره؟
او کۀ هېرې دي لۀ مانه پۀ کور سترګې
د کړاو وژل بۀ لا ورته اسان شول
پۀ رنجو چې بۀ ورتورې کړې مور سترګې
. د کړاو، کړاو:
کړاو ډېر وخت لۀ دې دونیا نه پۀ خیال کې ورک او نادرک وي، او پۀ خپله خیالي ماڼۍ کې اوسي. دۀ ته مافیها چندان د پام نه ده. مخ یې پۀ بله ترې اړولی، دی پۀ یوه نامالومه جذیره کې ورک دی. او پخپله وایي:
زۀ کړاو خو بۀ چې هوش کې هم روان وم
لکه پروت چې پۀ بستر کې وم مدهوش
ددې دونیا نه د بې پروایۍ شاید دۀ ته ډېر لوی تاوان ورکړی وي. دی یې ممکن ډېر ځورولی وي، خو دې کار یې شعر ته ډېره درنه ګټه اړولې ده. همدا خبره ما د درمل صاحب پۀ لیک کې هم لوستې وه. لاندې بیت کې ددۀ د بې پروایۍ تصویر وګورئ دی لکه ستړی کوم دېوال ته تکیه شوی، چا زیری راوړی چې اور لګیدلی دی، دۀ ورته لنډ ویلي:
اور خو څۀ ما نه دی بل
توی دې شي اوبۀ پکې
ددې ټولنې پۀ څادر کې چې ځان ځای نه کړې، د ټولنې پۀ پام بېګانه او بل موجود ورځې، هغه څوک چې یوه نوې لاره نیسي باید دې تورونو ته یې لمن وېړه وي، خپل بۀ درته د پردیو غوندې ګوري چې کړاو دا تماشه زغملې ده. دی چې دا دونیا ویني، او ژوند ویني، دی نور نه ملامتوي، بلکې ځانته وایي چې زۀ لېونی یم، دی وایي:
لېوني خو څۀ ښکر نۀ لري کړاوه
همدا موږ یې مستندې حوالې یو
ځان ته لېونی ویل وړه خبره نه ده، دا د ډېرو سترو انسانانو نښه ده، یو فیلسوف لیکلي ول: « زرګونه کتابونه مې ولوستل خو ایله دومره پوی شوم چې زۀ نه پوهېږم. » کړاو صاحب پۀ خپله ټوله شاعرۍ کې ځای ـ ځلی د لېونتوب فلسفه پاللې ده. ځان یې لېونی بللی، دی چې ددۀ سره د خلکو چلند حیران کړی، نو داسې یې ویلي:
ډېرې خبرې دي، چې ماته د کولو نۀ دي
ډېرې خبرې دي چې زۀ ورباندې نه پوهېږم
پۀ پورته بیت کې د لیونیو پۀ باب زموږ د ټولنې یو برداشت راوړل شوی، خو بیا یې داسې ویلي چې زۀ یې هم پرواګیر نه یم:
دا دونیا بۀ کله مومي
حیثیت زما پۀ وړاندې
خو لیوني خپل لېونتوب کې هم خلک نۀ پریږدي، ددۀ سره خو ان دا تصور هم شته چې:
چې پۀ ارامه بۀ شوو مړۀ چرته کې
خلکو بۀ بیرته لۀ مزاره ویستو
. د کړاو پۀ شعر کې د هندي مکتب( سبک)ځانګړنې:
کړاو د هندي سبک نیمه پیروی شاعر دی. نیمه پیروی ورته ځکه وایم چې ددۀ پۀ خبره د شاعرۍ پۀ اویالو کې یې هندي سبک بیخي لاره وه. خو وروسته ترې لږ ـ لږ پۀ نورو لارو هم لاړو، ځکه خو یې ټوله شاعري هندي سبک کې نه ده کړې، خو تقریبً ډېره شاعري یې د هندي سبک نښانې لري.
ددۀ پۀ شعر کې د هندي سبک لید ته سرسري نظر کوم، پۀ هندي سبک ډېرې خبرې پۀ کار دي، خو دلته پۀ کړاو غږېږم، او یوازې ددۀ پۀ شعر کې یې څېړم، د هندي سبک ځینې توکي بۀ ددۀ پۀ شعر کې وپلټوو، د هندي سبک شاعران د نوي مضمون ( مضمون افریني ) د پنځولو وړتیا لري. نازکخیالي، پېچلتیا، باریکبیني، نادرې تشبیهګانې او استعارې، نا اشنا ژبه، کله ـ کله عامې محاورې او متلونه هم پکې راوړل کیږي، نوې خبرې او پراخ تخیل او د خبرې لنډون د هندي د سبک د منځپانګې نور توکي دي. دا توکي بۀ تاسې پۀ نوره شاعرۍ کې هم لولئ خو د هندي سبک شاعران یې پۀ یو نوي مضمون کې راوړي. چې مضمون افریني ورته وایۀ شي.
مضمون افریني
مضمون افریني د هندي سبک تر ګردو اهم صنف دی. مضمون افریني یو نوی مضمون وړاندې کول دي، چې پخوا نۀ وي وړاندې شوی کۀ وړاندې شوی وي پۀ دغه بڼه نۀ وي وړاندې شوی. کوم مضمون چې پخوا نۀ وي وړاندې شوی او شاعر یې نوی مخته کړي، تخلیق دی او د هغې ژبې پۀ ادب کې یوه اضافه ده. ځکه خو ډېر ارزښت لري. هغه شاعران چې پۀ تخلیق پسې ګرځي؛ کلاسیک پنځولی شي. کلاسیک هغه پنځونه ده چې د هر زمان خلکو ته ارزښتمن او نوی پاتې شي، وخت یې زوړ او بې ارزښته نه کړي. کلاسیک شعر غني منځپانګه لري، لمن یې د شعر پۀ توکو ډکه وي. کلاسیک ادب هغه شاعران پنځولی شي؛ چې د شعر لۀ پاره پۀ یو نوي مضمون پسې لټون کوي. هغه شعرونه چې د کلاسیک معیار ته ورسیږي، ژوند یې ناپایانه شي، او نۀ مري. شعر خو هسې نه مري، بلکې پۀ خپل زور هغه کلیمې هم ژوندۍ ساتي، چې شعر ترې ساز وي. پۀ کلاسیک کې داسې وړتیا وي چې هرې پېړۍ ته یې ذایقه بدله او خوندوره وي.
هغه شاعران چې د نوي مضمون د وړاندې کولو وړتیا لري؛ تخلیقګر شاعران دي. د کړاو منګل شاعري کۀ د مضمون افرینۍ لۀ اړخه وګورو ډېره بډایه ده، دا بیتونه یې زما خبرو ته ثبوت دی:
پۀ ما کې خپله نه و نور د بلېدلو ظرفیت
زۀ چا و چا غوندې تهمت پۀ سېلۍ نه لګوم
موږ ډېر لوستي چې هوا د څراغ دوښمنه ده، هوا څراغونه او ډیوې وژني، پۀ شعرونو کې بۀ مو لۀ هوا د شاعر شکایت ډېر اورېدلی وي، خو پورته بیت کې کړاو بیخي لۀ یوې نوې زاویې برعکس خبره کوي. همدا نوی مضمون دۀ ډېر ځایونه نور هم راوړی، مثلاً دې بیتونو کې:
ــــ
پۀ مفهوم د محبت پوهیږي درست څوک
زۀ یې تنده خوښومه نور اوبۀ
ــــ
ضروري نه ده چې مړي ورته وکړو
کۀ د کلي هدیره نه ډکېدله
ــــ
ددۀ ډېر فکر پۀ دې کې وي چې څنګه نوې خبره شعر ته واچوم، او یا څنګه یوه زړه خبره وتراشم او نوې خبره ترې سازه کړم. ددۀ دا بیت ولولئ:
هغه منظرونه لا تخلیق نۀ دي
کومو ته چې موږ سترګې پۀ لاره یو
لۀ شاعرانو زموږ تمه داده چې مضمون پۀ نوې بڼه وړاندې کړي، کۀ خبره یوازې د څۀ ویلو وای؛ سپوږمۍ ته سلګونه کالونه مخکې شعرونه لیکل شوي، نو بیا نویو شاعرانو ته څۀ ضرور چې سپوږمۍ ته شعر لیکي؟ خو واقعي شاعران چې د نویو خبرو پۀ لټون وتلي همدا سپوږمۍ سلګونه، حتی زرګونه نوې خبرې هم لري، چې لۀ دۀ مخکې د شاعرانو نۀ دی ورپام شوی. کۀ شاعران پۀ نوي مضمون پسې تلاش ونه کړي شاعري بۀ یې تکرار شي، لۀ زړو خبرو بۀ ډکه وي، د شعر جدي لوستونکي بۀ پۀ غلطۍ کې هم مخ نه ور اړوي.
. تخیل، نازکخیالي، باریکبیني، نوي صنعتونه:
د کړاو پۀ شعر کې د هندي سبک دا ځانګړنه هم د پام ده. مثلاً دده په شعر کې د نازکخیالي او باریک بیني ډېره وینو. دۀ هر خیال بیخي نازک راوړی، کۀ فکر ته یې خیال پنځولی، او کۀ خیال ته فکر دواړه یې پۀ یو بل کې ډېر ښۀ ګډ کړي. ددۀ پۀ دې بیتونو کې همدا ځانګړنه لولو:
ښکلي بۀ چې یو ځای کې هم غټ ـ غټ راته نه کتل
ګرم نه و خپل حسن خاشه یې وه پۀ سترګو کې
کله ـ کله مو کۀ سترګو ته خاشه لوېدلې وي. سترګې نه خلاصیږي، غیر ارادي رپیږي. کړاو وایي چې ښکلي ځکه غټ ـ غټ نه راکتل چې سترګو کې یې خاشه وه. خو ” د حسن خاشه” بیخي باریکه خبره ده. ددۀ یو بل بیت دی:
مانه او هغې نه بۀ نور څۀ پوښتې؟
بس خو نقاشي کړه پۀ لمبو څاڅکي
پۀ لمبو د څاڅکو نقاشي ډېر عجیب خیال دی. کړاو وایي چې زما او د هغې نه ډېرې پوښتنې همدا یو ځواب لري، ” پۀ لمبو د څاڅکو نقاشي ” وکړه. یا دا بیت یې:
زۀ پکې خپله لکه ګل راشین شم
چې کله هم خالي ګلدان ته ګورم
پۀ ګلدان کې د ګل پڅېر راشین کېدل، جلا لۀ خونده ډکه خبره ده. شاعر سره د خالي ګلدان پۀ لېدو دا حس پیدا کیږي، چې کاش دا تشه ډکه شي، ان کۀ زما پۀ وجود هم ډکېدله.
د هندي سبک شاعران عجیبې او نایابې تشبیه ګانې او استعارې هم راوړي، مثلاً دې شعرونو کې:
کړاو د خپل وجود حصه کړه داسې
لکه شېدو کې چې غوړي نۀ ښکاري
د شېدو او غوړیو محلول نادره تشبیه ده، مخاطب حسین ته یې لۀ شیدو ویلي، لۀ دې ښکلاوو سره ـ سره یې، خبره هم ډېره ښکلا لري.
ما وې ګوندې د ناز د ګرمۍ تاو دې کړي دا ورۀ مات
لمرمخیه تۀ خو لا شوې اور ورین پۀ خط و خال کې
د ناز د ګرمۍ تاو، خط و خال د اسمان لۀ ورېځو سره تشبیه، لمرمخی، اور ورین دا ټولې ددې بیت شاعرانه ښکلاوې دي. ورېځې خو سړې وي، ځکه خو ددۀ تمه وه چې د خپل معشوق د ناز د ګرمۍ تاو بۀ ورېځې مات کړي. خو چې تاو او ورۀ سره یو شي؛ فضا او ورینه شي، بس چې د معشوق خط و خال یې راغلی، مخ یې همداسې اور ورین شوی.
د زړۀ مینه مې هسې پۀ لېمو کې لټوې
اصیله پېغله نۀ وځي سرتوره لۀ کالۀ
د مینې او اصیلې پیغلې تړون، چې دواړه لۀ کوره سر تورې نه وځي، بیخي شاعرانه خبره ده.
د مرمرینو لېچو خیال مې شو لۀ زړۀ نه چاپېر
څۀ وخت بۀ بیا ښکاري ودانه دغه ړنګه ماڼۍ
زړۀ ته ړنګه ماڼۍ وایي، خو د چا د مرمرینو لېچو خیال ترې چاپېر دی ځکه خو یې تمه ده چې تر یو څۀ وخته بۀ دا ړنګه ماڼۍ ودانه ښکاري.
جوړوي دشتي مرغان بوټو کې ځالې
کۀ د ښار د نوخطانو غلامان یو
کړاو وایي چې مو د دشتو مرغان یو، پۀ دشت کې مرغان بوټو کې ځالې جوړوي. ځکه خو د نو خطانو غلامان یو. خط لۀ بوټي سره تشبیه ډېره جالبه تشبیه ده.
چې لۀ غوصې خوټیږي
تۀ وا شیدې خوټیږي
لۀ غوصې خوټېدل، چې رنګ سور اوړي، کټ مټ لکه شیدې چې خوټیږي، شیدې یې ځکه ښودلې دي چې د یوۀ سپین جبین د غوصې خبره ده.
. ژبه او مضمون:
د هندي سبک بله لویه ځانګړنه د ژبې ده، ددې سبک لارویانو ته د شعر تر ژبې، د شعر مضمون ډېر مهم دی، او پۀ شاعرۍ کې د مضمون ډېر خیال ساتي. دوی کله کله د نورو ژبو نه د ځینې شاعرانو کلیمو پور کوي، خو دوی دا کلیمې داسې لګوي چې د شعر ماهیت نۀ ورسره زخمي کیږي، بلکې ورسره خوندور کیږي. « دېوار، حباب، ابشار، موج، خېز، سایه، وسعت، استانه، اهو چشمه، رو، معترض، همه، واهمه، اب، اختلاس، جرس، مضطرب، شناس، باخت، دشت، دریا، مدهوش، کوثر، مهروی، بحر، انتشار، ارایش، دل، عاقبت، خوف، نی، وا، سنګدل، ازمایش، نمایش، ارایش، نوازش، میخوار، نرګستان، شها، حصار، پري پیکر، پري وار، همنوا، جفا، سحرخېز، او ډېرې نورې… » کلیمې بۀ د کړاو پۀ شعر کې لۀ ډېرې ښکلا سره ولولئ، ددۀ یو غزل دی، د ( لغزشونه )پۀ ردیف، ( لغزش ) د فارسي کلیمه ده چې ( ښوېدلو ) ته وایي، ( لغزشونه ) یې جمه حالت دی، ددې غزل څو بیتونه ولولئ:
ګام پۀ ګام لغزشونه
څومره عام لغزشونه
ابشارونه رانه غواړي
لا کلام لغزشونه
د پخو ـ پخو کهاته کې
زما خام لغزشونه
د هندي سبک شاعران دا وړتیا لري چې پردۍ خبرې لۀ خپلو سره پخلا کېنوي، او داسې یې راوړي کۀ پردۍ وښکاري هم؛ خو بدرنګې ونه ښکاري، د کړاو د یو بل غزل څو بیتونه دي:
بخشش تر کومه، نوازش تر کومه؟
د غلطیو ګنجایش تر کومه؟
د اینې خو بۀ زاره وچوي
رنګارنګي او ارایش تر کومه
زده او نا زده خو مې پرې ټول ووېشل
وړاندې کوو بۀ نمایش تر کومه
پورته بیتونو کې: (نوازش، ګنجایش، ارایش، نمایش…) پردۍ کلیمې دي خو ډېرې فطري ښکاري. د پردۍ ژبې کلیمې مېلمنې وي. ډېرې نازولې مېلمنې د نازولو ناز وړل د یو نیم چا کار دی.
. فکر او شاعري:
ددې سبک بله اهمه نښانه او ځانګړنه د فکر ده، ددې سبک شاعران فکري شاعري ډېره کوي. فکري شاعري یا ریاضتي شاعري تر ډېره د زړه په ځای دماغو او فکر ته مخاطبه وي، ما له اجمل ښکلي اورېدلي وو چې: « هندي سبک چې کله را پېل شو، هغه وخت د زور او جبر واکمنۍ وې، زور چلیده، او جنګونه ول نو خلک چې کله و ځپل شي نو فکر کوي، فکر ته پناه وړي، نو ځکه خو د هغه وخت په شاعرۍ کې هم فکر ډېر خپور شوی دی. » فکري شاعري له تخیلي شاعرۍ ډېر عمر او پایښت لري، ځکه چې فکرونو ته مخاطبه وي، او له ښکلا سره، سره لوستونکي ته یو فکر او خبره هم لري، او لوستونکي فکر کولو ته اړ کوي. خو په دې شاعرۍ کې خبره فقط و فقط د فکر هم نه ده، که دا فکر وچ کلک شعر ته ننوځي نو د شعر ښکلا تروړي، بیا به شعر یوه ایديا وي، مګر هنر به نه وي، تاسې به لیدلي وي، زموږ ډېرو شاعرانو سیاسي شعرونه ولیکل، سیاسي فکرونه یې شعر ته ننه ایستل خو پکې بریالي نه شول، ځکه دوی فقط و فقط خبره وکړه، نه یې د خبرې شاعرانه ښکلا ته پام وکړ، نه یې خبره عاطفي کړه، او نه یې د خبرې بیان او اهنګ ته پام وکړ ځکه خو یې شاعري هم وچه کلکه وه چې نه یې خوند لرلو نه رنګ، کړاو منګل خپل ډېر فکرونه شعر ته ننه ایستي، خو داسې یې په خپله شاعرانه وړتیا ښکلي کړي چې لویه شاعري ورته ویلي شو، او له عالي هنره یې مخ نه شو اړولی، ده له خپلې ټولنې او چاپېریال خبرې اخیستي دي، فکر یې پرې کړی، په خپل خیال او شاعرانه ذوق یې تراشلي، د ټولنې خبرې یې بیرته ټولنې ته په داسې یوه بڼه وړاندې کړي، چې ټولنې ته نوې دي، او هم ورته یو فکر لري، هم یې ټولنه اغېز منه کړې ده. ددۀ دا بیتونو ولولئ:
کلونه وړاندې دا خبره وه، اوس هم پوی نه یو
چې سوله چا لۀ موږه یوړه او جګړه چا راوړه؟
ــــ
بیا بۀ د یو بل وینې پرې تویې کړو چاره نشته
بیا پیدا زموږ ترمنځ شریکې ملغلرې شوې
ــــ
لۀ د اورونو د وتلو لارې څنګه؟
زده کوومه بۀ لۀ دوده ملنګي
ــــ
یو کار هم اسان نه دی
تۀ چې یې اسان نه کړې
ــــ
دوباره د مرګ مزه ورباندې ګوري
یو مقتول یې لۀ قاتل سره مخ کړی
ــــ
زما لۀ زړه نه چاپېر نه شول د دولت غمونه
دا مسافر مړی څوک نه لري تنها ایښی دی
ــــ
قافله د شپو څۀ وخت ده لټېدلې
او پۀ موږ باندې هغسې سهار نۀ دی
فکر ته شاعري، یا د فکر شاعري سخته هم ده.
زما یو ملګری دی. د یو دماغي ډاکټر د مالوماتو پۀ څانګه کې کار کوي، د ناروغانو نومونه لیکي. یوه ورځ یې راته کړل: « پخوا د ماشومانو لۀ یوۀ ډاکټر سره وم، هلته مې هم نمبر لیکۀ، دلته مې کار شپږ ساته دی، هلته دولس ساته و، خو دا شپږ ساته مې لۀ هغه دولس ساتو ډیر ستړی کوي. » ما ورته ووې: پۀ دلیل یې پوهېږې؟ وایي: « هو، دلته مې زیاتره مخه د ذهني بیمارانو سره ده. ځکه چې د رواني ناروغیو ډاکټر سره کار کوم. » د ملګري لۀ دې خبرې د شعر او لیکوالۍ پۀ حق کې دا الهام اخیستل کیږي چې فکر ته شاعري کول خورا ګران او ستړی کار دی. هغه شاعران او لیکوال چې فکر یې مخاطب وي، اړ دي چې اوږد ریاضت وکړي، او پۀ خپله هره خبره ژور سوچ وکړي. ځکه چې دوی ته د یوۀ ذوق د روحي سکون دنده هم تر غاړې ده.
چرته چې خلک یو ډول ځور ولري، او ژوند یې نا ارامه وي، هلته ډېر خیال ته پنا نه وړي، بلکې ډېر پام یې فکر ته وي، په هر څه کې غور کوي. که یو نا ارامه او ناروغ انسان یوې ښکلې منظرې ته ودروې، هغه به په دې منظره کې د خیال په مرسته پټه ښکلا پیدا نه کړي، او نه به یې دا ښکلا په خیال کې یوې بېلې دونیا ته یوسي خو شاید فکر وکړي چې دلته کومې، کومې ونې دي، کومې میوې یې نیولې دي، اوبه ورته له کومه راځي، څو دروازې لري… خو کۀ یو مست او مجنون همدې منظرې ته ودروې، نو د ګلونو پاڼې بۀ یې پۀ خیال کې د لیلا شونډې وي، شاید کومه ونه یې د لیلا قد ور یاد کړي، ممکن دی پۀ خیال کې پۀ هغه منظر کې د لیلا ډیر مشابهتونه وویني.
حکایت دی چې: « مجنون په صحرا کې په هوسۍ باندې مینه راغله، ځکه سترګو یې د لیلا سترګې وریادې کړې او په یوه بل حکایت لولو چې مجنون ته چا وویل: کومه کلمه دې ډېره خوښېږي؟ ده ځواب ورکړ: لا ( نه). پوښتونکي ورته وویل: نور خلک خو نعم( هو) خوښوي ، ته ولې ( لا) یادوې؟ مجنون ورته وویل: کله چې مې لیلا وپوښتله چې درباندې ګران یم؟ هغې ځواب راکړ : لا ، نو (لا) چې د هغې له خولې راوتې ده، راباندې ښه لګېږي. »
شاعر ته بویه چې هر وخت مین ووسي، او هره ښکلا کې د خپلې لیلا مشابهت وپلټي.
. مدعا مثل (تمثیلي تشبیه):
د هندي سبک د شاعرۍ یوه بله نښانه د مدعالمثل(تمثیلي تشبیه) ده. چې د دوو مادو ترمنځ منطقي تړاو پیدا کوي، ددې سبک شاعران چې کله کوم فکر شعر کوي، ددې لۀ پاره چې خپله خبره پۀ نورو ومني، ډېر کله یو مثال هم راوړي. چې دې ځانګړنې ته مدعا لمثل وایي. موږ ته پۀ عادي خبرو کې هم کله چې څوک د خپلې خبرې یو مثال راکړي، او یو منطقي دلیل ووایي ډېر ترې اغېزمنېږو. د هندي سبک شاعران هم خپل فکر ته پۀ فزیکي او عیني یا شاید لایعني نړۍ کې داسې مثال درښایي چې خپل فکر درباندې ومني. د هندي سبک همدا ځانګړنه د کړاو منګل پۀ شاعرۍ کې ډېره شته. مثلاً د کړاو دا بیت ولولئ:
کبر به یې کم کړي د ښایست قدر
ومري چې ډیوه نیسي شمال ته څوک
پورته بیت کې کړاو فقط همدا خبره کوي چې: «قدر به یې کم کړي د ښایست قدر. » ددې له پاره چې خپله دا خبره د اورېدونکي په ذهن ښه ومني نو یو مثال هم ورته راوړي چې: « ومري چې ډیوه نیسي شمال ته څوک. »
څۀ نسبت خو بویه لۀ کعبې سره
تل دې وي تورونه مېلمانۀ زما
همداسې دلته بیا وایي، چې کۀ تورونو راباندې لګیږي پروا نه کا، کعبه هم توره ده، یو نسبت خو بۀ مې ورسره پیدا شي.
دې لاندې شعرونو کې یې هم همدا ځانګړنه ولولئ:
لاس او پښې وهل شرط نۀ دي
ډوب شه ښۀ چې سر ته راشې
ــــ
یوۀ ګرېوانه مه باسئ سرونه ټول
بېلې، بېلې تلې لري زر ـ خاورې
ــــ
ځان پسې خاښ اره کول نه وي د روغو چارې
کړاوه څو به هوسیږي، تاج و تخت ته خلک
څنګه دې وساتمه پټ د مینې اور په زړه کې
چې د ډیوو تته رڼا هم له ښیښو نه وځي
ــــ
یوه ګرېوانه مه باسئ سرونه ټول
بېلې، بېلې تلې لري زر خاورې
ــــ
په ځانو کې به مو څه ومومي خلک
له ژوندیو څخه پاکې هدیرې وي
ــــ
ګرمه بوړبوکۍ يوازې مه ګڼئ
ډيرو نه لويۍ کې نڅا هيره شي
ــــ
ددۀ شاعري کې د تخيل رنګ هم ډېر تېز دی. ډېره ښکلاییزه رنګارنګي لري. استاد ناګار د کړاو صاحب پۀ باب لیکي: « عارفانه تجربو جوته کړې ده چې هنر فاصله او حیرت دی خو علم دقت او تجربه. نه پوهېږم کړاو کۀ صوفي وبولم څوک مې ملامت نۀ کړي. خو بیا هم د خیال او غیب سرحد سره نږدې دی. عارف کۀ شاعر نۀ وي خو شاعر خامخا پۀ داسې پوړیو ور اوړي. د کړاو هر شعر رنګین دی، هر احساس یې د تخیل پۀ ژبه خبرې کوي، تخیل د استدلال لۀ نړۍ هاخوا یوه بېله پاچاهي ده پۀ ژبه داسې حاکم دی لکه معقولات پۀ منطق کې. »
. عامې محاورې:
کړاو صاحب کله ـ کله عامې محاورې هم شعر کوي، او وولسي ژبه ډېره عالي شعر ته اچوي د لویې پکتیا قومونو ترمنځ دا خبره ډېره مشهوره ده چې: « الله دې انصاف روزي کړه. » کړاو همدا جمله دوه جلا ځایونه ډېره ښکلې راوړې:
د لمرمخیو دې الله انصاف روزي کړي
لکه ستوري مو خوبونه تښتېدلي
او
د لمرمخیو دې الله انصاف روزي کړي
زرهچاودي شوګیرونه بۀ پالو څو؟
. لنډ بحر:
د کړاو ان تر نیمایي شعرونه لنډ بحره دي. دا بۀ هم ډېره بده نۀ وي چې لنډ بحر هم د هندي سبک یوه بله ځانګړنه وبولو، ځکه ددې سبک شاعران د خبرې لنډون خوښوي. پۀ لنډ بحر کې شاعري هم ګران کار دی. ځکه بحر وړوکی وي، خو خبرې لویې. پۀ لنډ بحر کې د کلیمو او جملو ترتیب او اډون لۀ شاعره ډېر زیار غواړي. ټپه چې پۀ پښتو کې دومره محبوبه ده، یو لامل یې پۀ وړوکي ځان کې د لویو خبرو ځایول دي. لکه د ممتاز بیت:
پۀ لنډه ساه اوږده خبره کوې
درته ویل مې نه؟ ټپه یې کنۀ
کله چې بحر وړوکی شي شاعر لۀ دې دوو مجبوریتونو سره مخوي، ممکن کله ـ کله بې ضرورته کلیمه، او اضافه خبره د خبرې د پوره کولو لۀ پاره وکړي، او ممکن کله خو ضروري خبره د ځای د نشتوالي لۀ امله پاتې شي. خو د کړاو د لنډ بحر شاعري چې څومره هم د نقد پۀ سترګه ګورې، لۀ ددې دوو نیمګړتیاوو ماورا ده. دا وړتیا بۀ پۀ کړاو کې طبیعي هم وي خو لوی لاس پکې د هندي سبک د اغېز او مطالعې دی. ددۀ لنډ بحره شاعري پۀ خپل ذات کې داسې سازه شوې چې موسیقي ورسره لۀ ځایه مله وي. ځکه چې بحر وړوکی وي، پۀ لوستولو کې یې لۀ یوې کافیې تر بلې زر رسیږو، لۀ یوې کافیې تر بله کافیې مزل مو هم اهنګین وي، بیا د ردیف غږ دا ټول مزل اهنګین وي، ددۀ ځینې لنډ بحره شاعري:
د چا دعا واخلو
چې لږه ساه واخلو
څۀ لۀ تیارو نه پور کړو
څۀ لۀ رڼا واخلو
څوک خو بۀ څۀ نۀ وایي؟
کۀ یې بلا واخلو
یا ددۀ دا شعر:
د چینې غوندې بهاندې
تنده غر سره څۀ کاندې
تۀ لۀ لمره را پۀ منډه
زما پرې د کېږدۍ مراندې
چا بۀ ډډ وې اړولی
پۀ دې تورو ـ سپینو باندې
دا دونیا بۀ مومي کله؟
حیثیت زما پر وړاندې
غر بۀ خود پۀ خوځېدو وي
یو ساکښ ورځنې لاندې
څۀ بې وخته درنه زوړ شوم
د ګلونو غوندې تاندې
د جهان ماتم سرا کې
بېلې دي د کړاو ساندې
پورتنی شعر یې بې ردیفه دی. کۀ همدا کافیې پۀ یو اوږد بحره شعر کې ولګول شي دومره اهنګینې او لۀ موسیقیته ډکې بۀ نۀ وي. د کړاو ډېر شعرونه چې پۀ لنډ بحر کې لیکل شوي، لۀ نورو خبرو سره ـ سره ډېر غني موسیقیت او اهنګ هم لري، چې خولۀ کې یې ویل خوند کوي. د لنډ بحر دا غزل یې هم ډېر عالي دی:
پختګیو عفوه غواړو
د خامیو عفوه غواړو
اسویلي ارادي نۀ دي
ډیوهګیو عفوه غواړو
لۀ ځانو تر ستوني ډک یو
صحراحیو عفوه غواړو
تورې سپینې را پۀ غاړه
شینوګیو عفوه غواړو
د غزلو شاعران یو
د شوخیو عفوه غواړو
د کړاو پر ځای بۀ څو موږ
یه سړیو عفوه غواړو
پورته غزل کې لۀ پختګیو نه د خامیو عفوه، لۀ ډیوهګیو نه د اسویلو عفوه، لۀ ډک حجومه د صحراحیو عفوه، د تورو سپینو لۀ شینوګیو عفوه… پۀ خپل منځ کې عجیب شاعرانه تړاو لري.
. د هندي سبک پۀ شاعرانو کې یوه نیمګړتیا:
هندي سبک ډېر اوچت سبک دی. او د شاعرۍ ماهیت پکې مونده شي، یوه دونیا نورې ښکلاوې لري ددې یوه دونیا ښکلاوو او ښېګړو سره د هندي سبک پۀ لارویانو کې ما یوه نیمګړتیا هم حس کړې چې پۀ هنر کې تصنع کوي. هندي سبک چې لۀ شاعره نوی مضمون غواړي، شاعر مجبور دی تصنع وکړي. پۀ ادبیاتو کې لغت پراوانۍ، شعري صنعتونو او ابهام ته چې لۀ خپله لاسه شعر ته ولویږي تصنع وایي. لۀ خپله لاسه ځکه ورته وایم چې غیر شعوري نه وي. شاعر چې شعوري پۀ شعر کې تصنع کوي دا امکان هم ډېر وي چې شعر یې څۀ مصنوعي وښکاري. د تصنع پۀ باب د باشو دا خبره ډېره کره ده چې: « د شاعرۍ ټول تخنیکونه زده که، خو د شعر لیکلو پۀ وخت یې هېر کړه. » باشو پۀ دې نظر و کۀ هنرمن د هنر پنځولو پر وخت هم تخنیکونو ته پام وکړي، او پۀ زور تخنیکونه ورکې راوړي، نو دۀ صنعتونه نۀ وي راوړی، بلکې صنعتونو دی راوړی وي، هنر بۀ یې مصنوعي وښکاري. خو دلته یوه بله پوښتنه ده چې د هنر پنځولو پر وخت یې هیروو بیا یې زده کوو ولې؟ ددې پوښتنې ځواب دادی چې کۀ موږ تخنیکونه زده کړو، او پۀ ذهن کې مو کیني؛ وخت نا وخت بۀ غیر شعوري شعر ته راشي؛ لکه الهام، لکه څۀ مو چې موندلي وي، بیا بۀ ډېر فطري او طبیعي ښکاري.
د کاظم خان شیدا پۀ اړه نظر دی چې پۀ زور یې د خپل شعر ژبه سخته کړې، د نورو ژبو پۀ تېره بیا د فارسي کلیمو پۀ راوړلو کې یې افراط کړی او ددې ژبې داسې کلیمې یې شعر ته اچولي کۀ مانا هم شي؛ لوستونکی یې پۀ مقصد نه پوهیږي. پۀ شیدا د پوهیدو له پاره بایده د فارسي پۀ ادب هم اګاه شو. دا بۀ زما خپل نظر وي خو د بلې ژبې د کلیمو پۀ راوړلو کې افراط؛ شعر مصنوعي کوي. د کړاو پۀ شاعرۍ کې د فارسي ډېرې کلیمې نشته، ځای ـ ځای پۀ مخه راغلې چې پېچلې نه وې، ځکه خو یې د خپلې شاعرۍ تغزل هم ساتلی دی. او د تصنع نیمګړتیا؛ البته چې ماته نیمګړتیا ښکاري ددې سبک تقریبً هر لاروی لري.
. د کړاو پۀ شعر کې احساس او تجربې:
هغه شاعران چې شعر نورو ته وایي، د نورو د احساساتو ترجماني کوي، دا ترجماني دروغجنه ده، ځکه ما چې لۀ اوږد انتظار وروسته د معشوق د نۀ راتلو درد نۀ وي لیدلی، نو بیان بۀ یې څنګه کړم؟ کۀ زۀ همدا شعر ولیکم، او یو بل شاعر چې همدا تجربه پرې تېره ده هم همدا شعر ولیکي، د هغۀ شاعر شعر بۀ ډېر خوندور، اصیل او فطري وي. څۀ وخت وړاندې مې د یوې ښځینه شاعرې ملالې کلیوالې یو بیت ولوست چې:
کۀ راپام دې نۀ شي؛ سوزمه تورېږم
لکه ځوړنده ډوډۍ پۀ تنارۀ یم
ملالې دا خیال ځکه دومره فطري راوړی، چې دا نجلۍ ده، پۀ همدې ماحول کې پاتې شوې او همدا تصویر یې پۀ خپلو سترګو لیدلی، دی ځکه یې پۀ شعر کې هم داسې ښکلی رسم کړی.
کۀ کوم تکړه رسام زۀ بیخي لیدلی نه وم، پۀ تیلیفون ورته ووایم چې ما رسم کړه، نو دی مې څنګه رسم کړي، ان کۀ د خپلې څهرې نښې ورته ټکي پۀ ټکي هم ووایم، انځور بۀ مې ښۀ رسم نه کړي. خو کۀ همدا رسام ما وویني، یا مې تصویر وویني، ښۀ بۀ مې رسم کړي، رسم بۀ پیژندل کیږي چې زۀ یم. شاعرانو ته د لیدلو او نا لیدلو تجربو شعر کول هم همداسې بویه! د کړاو تجربې ځکه پۀ زړۀ کیني چې دی ترې تیر شوی. ددۀ ځینې تجربې، ددۀ پۀ شعرونو کې:
د چا لۀ زړۀ د پرېوتو تجربه:
اوس یې دومره پرېوتلی یم لۀ سترګو
اوس چې خاورې شم، قدم راباندې نه ږدي
د چا د یاد تجربه:
خپل ساړۀ ـ ساړۀ اهونه راته وایي
همخانه بۀ یې اوس څوک د تود نظر وي
د غورځېدو او ماتېدو تجربه:
کړاو خو بار ـ بار د لوېدلو ذایقه لېدلې
کړاو بۀ څنګه نه پوهیږي د ابشار پۀ غوغا
حسن ته د نه رسېدو احساس:
د پردي دیار لۀ ښکلو بۀ څۀ وایو
پۀ لاسو نه نیوی کیږي لکه وړانګې
د الوېزانده زړۀ خبره:
بدلوو خو پۀ یوه شېبه کې څو ځایونه
لکه بادونه مو دي ورک د کېناستو ځایونه
ددۀ پۀ شاعرۍ کې داسې ډېرې نورې تجربې هم شته چې د لوستونکي د زړۀ غږ خیژي.
د کړاو شعر د میډیا لۀ اغېزه پۀ امان:
د کړاو د شعر د ښۀ والي او ښۀ پاتېدو یو بل دلیل هم دی، هغه د کړاو لۀ میډیا او مشاعرو سره پرېکون دی. دی تر دا مهاله لا هم کوم فسبوکي ادرس نۀ لري. ددۀ شعر لۀ نېکه مرغه د ټولنیزو رسنیو توند طوفان ونه واهۀ. ګني ډېرې ښکلاوې بۀ یې ترې شکولې وې. موږ شاهدان یو چې ټولنیزو رسنیو د ښو شاعرانو مسیر ور بدل کړ، ددې طوفانه یې د لارې بدلولو چل نۀ و یاد، شعر یې ورته ورځنی او د وخت او ځای پۀ تنګ قفس کې بند کړ. ټولنیزو رسنیو کې د شعر معیار ډېر لایکونه ګڼل کیږي، او ددې معیار پۀ اساس هغه ترګردو ښۀ شاعر دی چې ډېر څارونکي ولري. کالونه مخکې راته یوۀ ملګري دا خبره وکړه تر ننه مې نه هیریږي: « کوم شعر مې چې لۀ نورو کم لایکونه واخلي، زۀ وایم چې دا مې تر نورو ښۀ شعر دی. » بد ذوقي پۀ ښو شاعرانو ډېر بد اغېز کوي، ځکه خو پناه کېدۀ غواړي. روایت دی چې: « د فارسي پۀ لوی شاعر غالب څوک عارض شوی و، غالب یې بندي کړی و. غالب چې څۀ وخت وروسته لۀ بنده ازاد شو ملګري ورنه پوښتلي ول چې د بند موده دې څنګه وه؟ دۀ ورته ویلي ول: بند ښۀ و، خو هره ورځ یې پنځۀ دُرې وهلم.
ملګری یې بیا پوښتنه وکړه، وهلې یې څنګه؟
دۀ ورته کړل: پۀ بندیخانه کې یو بې ذوقه شاعر ساتونکی و، هغه بۀ هره ورځ یو غزل راته وایۀ، او د غزل پنځۀ واړه بیتونه لکه پۀ دُرو مې چې وهي داسې لګیدل. »
هغه شاعران چې د ډېرو څارونکو د لرلو هیله من ول، شعر د عام ذوق تر کچې راټیټ کړ، هغسې خبرې یې وکړې چې ډېر خلک یې خوښې کړي. پۀ دې کار سره دوی ډېر شهرت وموند، خو هنرمندان نه شول. د رسنیو یو بل اغېز پۀ شعر دادی چې هلته هره ورځ یوه موضوع راوځي، دې موضوع ته هغه شاعران چې ډېر لوستونکي یې پۀ کار وي، شعر لیکي. هغه موضوع یادوي، پۀ دې سره یې ډېر خلک شعرونه خپروي، دی د څو ورځو لۀ شهرته خوند اخلي، خو کله چې هغه پېښه چې دۀ شعر ورته لیکلی، سړیږي او لۀ خلکو هیریږي، ددۀ شعر هم مري. ځکه پۀ دۀ حالت شعر نۀ وي لیکلی، بلکې دۀ حالت ته شعر لیکلی وي.
بیا شاعر منتظر وي چې بلې ګرمې کیسې ته د شعر منظوم چوکاټ جوړ کړي، او پۀ دې ترتیب یې وخت ته شعر لیکل ورځنۍ دنده شي. د میډیا پۀ اغېز ډېرې نورې خبرې هم کېدای شي. خو بل وخت ته بۀ یې پرېږدو. مشاعرې هم زیاتره او پۀ لږه استثنی همداسې دي، لۀ شوره او لۀ های هویه ډکې مشاعرې لۀ شاعره د فکر، ذوق، عمیقه او د هنر خبره نه غواړي، د مشاعرو ډېر اورېدونکي غواړي یو شعار واوري چې چک ـ چکې ورته ووهي، همدې چک ـ چکو ډېر شاعران د سټېج شاعران کړل، فقط د سټېج. دوی چل یاد کړی وي چې څنګه د خلکو داد واخلي، شعر داسې وایي تۀ وا چاسره یې جنګ دی، انداز یې هم ورته د جنګ وي پۀ دې کړنو دوی د چک چکو سوال ټولوي. یو حکایت رایادیږي: « زلمکی پۀ ځنګل کې د ویالې پۀ غاړه غلی ناست و، اوبۀ یې پۀ لښته وهلې. شاعر چې د فطرت نندارې ته را وتلی و د مړاوي زلمي پۀ لیدو هغه ته ور تاو شو پوښتنه یې ترې وکړه: خوابدی ښکارې ولې؟ زلمکي وویل: پۀ ښوونځي کې مې چې خپل شعر نورو ته اوراوۀ سر معلم راته پۀ قهر شو چې خپل وخت مه ضایع کوه. ټولو زده کوونکو راپورې وخندل بیخي مې لۀ شاعرۍ زړۀ تور شو.
شاعر ورته وویل: دا پاس مرغۍ چې پۀ ونه کې سندرې وایي، نۀ یې تاته وایي، نۀ ماته، نۀ ویالې ته، نۀ بل چاته؛ خپل ځان ته یې وایي. واقعي شاعر هم هغه څوک نه دی چې د نورو د پام راوړلو لۀ پاره شعر ووایي یا یې د نورو د نیوکو پۀ خاطر لۀ شاعرۍ زړۀ تور شي.
دې خبرو د زلمي فکر بدل کړ او پۀ همغه شپه یې یو شعر ولیکۀ چې داسې پېلېدۀ:
ځان مه ځوروه
بل مه پۀ تکلیف کوه
اوبۀ پۀ لښته مه وهه
خپل سفر ته یې پۀ کراره پرېږده. »
. پناه او ګمنام کړاو:
د خوشال بابا شعر دی چې:
یا یو کونج د غرۀ نیولی
لمونځ اودس د لوستو بزم
دا پۀ کړاو لویه پېرزوینه ده چې پۀ ګوشهنشینۍ او حلوت کې پاتې شو، او پۀ خپله لاره مخته لاړه. سمه ده چې اوس یې څوک نه پیژني، خو دا چاره یوازې لۀ کړاو سره نه کیږي، سلګونه نور ښۀ شاعران هم ورک او تت دي. خو دوی دې پۀ دې ډاډمن وي چې د وخت لۀ غلبېل بۀ وړې ـ وړې شګهکۍ ووځي، او یوازې غټې تیږې بۀ پاتې شي، چې نۀ بۀ یې نومونه ومري او نۀ هنرونه. یوازې هغه پۀ رښتینې مانا شاعران بۀ تل پاتې یاد وي چې پۀ شعر یې د وخت زور نۀ رسي، ځکه چې د وخت پۀ څادر کې یې ځان نۀ دی نغاړلی. لوی شاعران خپل ذوق نۀ ټیټوي بلکې د خلکو ذوق ځان ته اوچتوي، د ذوقونو د روزلو دنده کوي.
لۀ بختیار صاحب قول دی چې: « د خوشحال دوی پۀ دور کې خو فقط دا څو کسان نۀ ول، زرګونه شاعران ول، هغه دی لسګونه یې راپاتې شول، نور د وخت شاعران و، شاعري یې وخت ووژله، حتی یو شعر یې پاتې نۀ شو. »
درمل صاحب د دوهۍ کتاب پۀ سریزه کې د کړاو پۀ اړه لیکي: « د کړاو ګڼو همځولو چې لۀ دۀ سره یې شاعري پېل کړې وه، اوس شاعري پرېښې او کۀ کوي یې هم؛ هغسې یې نۀ کوي چې تمه ترې کېده. خو کړاو د هنر نوې او ډېرې ښایسته جذیرې فتحه کړي دي. حال دا چې د کړاو همځولي پۀ ادبي محفلونو او سوشل مېډیا کې هر چرته حاضر ول خو کړاو غېر حاضر و. لۀ دې خبرې دا پیام اخیستل کېدای شي چې د هنري عروج لپاره د شهرت لۀ تندې، د واه واه لۀ های و هوی او د لوستونکي یا اورېدونکي لۀ ډېرې شدیدي غلامۍ ور هاخوا د ریاضت او شاعرانه کیف یو مستغني او ازاده دوهۍ پۀ کار ده. »
. د کړاو هنر:
موږ چې وایو هنر غیر عادي کول دي، یعنې د هنرمن سترګې باید د یو عادي وګړي نه وي، دی باید هر څۀ لۀ نورو بدل وویني، دی باید خپل ذوق دومره پراخ شاعرانه کړي چې حتی بدرنګۍ ښکلې کړي، او پۀ بدرنګیو کې د ښکلا پۀ لټون پسې ووځي، دا سفر بۀ لۀ دۀ اوږد ریاضت وغواړي خو ډېر کامیاب سفر بۀ وي، لوی هنرمندان د ټولنې د مزاج تنګي پراخوي.
ما پۀ پښتو شاعرۍ کې د رقیب پۀ پلوي څو شعرونه ولوستل، اوس د رقیب د نوم د یادېدو سره ماته کرکه نه، بلکې د عمر دراز مروت دا شعر رایادیږي چې:
رقیب کۀ هرڅۀ دی بیا هم عمر دراز مروته
د یار د سترګو انتخاب یې ښۀ پۀ ځای کړی دی
دې بیت لۀ رقیب سره ممکن زما غوندې د ډېرو خلکو رخه کمه کړې وي. لوی شاعران خپل شاخوا ته پۀ نویو سترګو ګوري، شاوخوا شاعرانو ته پرته ده، فقط شاعرانه نظر غواړي، دقت غواړي، شاعران بۀ لۀ یوۀ نظر کتو پۀ یوۀ څیز کې ډېرې عالي او نوې خبرې پیدا کړي.
خو یوازې د خبرې پیدا کول نۀ دي مهم بلکې دا ترټولو اړینه خبره ده چې شاعر څۀ پیدا کړي څنګه یې نورو ته اغېزمن وړاندې کولی شي. تیږه کلکه ده، اوبۀ رڼې دي، ګل خوږ بوی لري. دا ددې شیانو پۀ باب عام نظرونه دي، کۀ شاعر هم همدا عام نظرونه کټ مټ همداسې راواخلي بیا د شاعرۍ او عادي خبرو فرق څۀ شو؟ همدا تیږه، اوبۀ او ګل سلګونه حتی زرګونه نوې خبرې هم لري، همدا شیانو لۀ سلګونه نورو څیزونو سره شاعر مشابه کولی شي، همدا شیان سلګونه نورو خبرو ته کنایه کولی شي، همدا درې څیزونه کۀ واړول او راواړول شي، ډیر نور څیزونه بۀ ترې جوړ شي. دلته یې کړاو داسې راوړي:
د ګلابونو تېروتنه څۀ ده؟
چې ناسته پاسته د وږمو نه ښکاري
بل بیت یې دی:
تر ماښامه پورې ترمې ـ ترمې لاړم
لکه ګل څۀ ضرورت و غوړېدو ته
دلته بیا اوبو ته وایي:
کۀ اوبۀ یې چرته اوري
لکه اور خور یم پۀ ځان کې
. د خبرې پۀ شاعرانو کولو کې د کړاو وړتیا:
طبعیت لۀ ډېرو پرېمانو نورو خبرو هم ډک دی، خو را ایستل یې زرګري غواړي خو دا د لفظونو زرګري د یو نیم شاعر کار دی. د لفظونو زرګر شاعر ساده باده لفظونو ته طلایي اوبۀ ورکوي. حتی بدرنګې خبرې ښکلې کوي، د لفظونو زرګر کولای شي زموږ ذوقونه داسې وروزي چې هغه منظرونه هم راته ښکلي او د پام وړ کړي چې پخوا یې نظارې خوند نه راکولو.
شعر داسې مزاج لري چې ټولې خبرې هم نۀ مني. ځینې خبرې شاید ډېرې ښې وي خو پۀ شعر کې نه ځایږي. د کاروان صاحب شعر دی چې: « لکه انګور د میزان، افغانستان خوږ دی. » انګور پۀ میزان کې ځکه ډېر خواږۀ وي چې دا یې د پخېدن خپل مناسب وخت او موسم دی. دا وخت انګور تک زېړ او خواږۀ وي. کۀ لۀ پخېدو یې مخکې وخورې، چندان بۀ خوندور نۀ وي. همداسې پۀ شعر کې خبرې هم خپل موسم، زمینه سازي، ځای او وخت لري. کۀ یوې خبرې ته د شعر موسم جوړ نۀ وي او وشي، لکه شنۀ انګور چې خورې، خو پۀ خپل موسم کې کۀ خبره وکړې داسې خوږه لګیږي لکه پۀ میزان کې انګور. شعر هم داسې خوی لري لکه ماشوم، کله ـ کله یې ځینې وړې خبرې هم خپه کوي.
کومې خبرې چې ښې نۀ وي صیقل شوې، پۀ شعر بار وي، دې بار یې هم ښکلا هم تروړلې وي. ځینې کلیمې پۀ خپله ځمکه کې لۀ مخکې یوه اندازه شاعرانه کلیمې وي، مثلاً لکه (دیدن) چې شاعر یې پۀ صیقل کولو ډېر نه پۀ تکلف کیږي. خو ځینې کلیمې لکه ( واټس اپ) باید ډېرې صیقل شي او بیا شعر ته راوړل شي. ځینې کلیمې کۀ څۀ هم ذاتي جوړښت شاعرانه لري، خو نۀ ټولې کلیمې بشپړې شاعرانه دي او نۀ ټوله کلیمې نا شاعرانه.
پۀ دې اړه درویش دراني یوه مرکه کې ویلي ول:
« زۀ مېز ته ناست یم، او دلته چاینک، پتنوس او… موجود دي. دغه توکي شاید شاعرانه نۀ وي خو کۀ لږې عاطفي اوبۀ او کیفیت ورکړم نو ډېر داسې توکي شاعرانه کېدلای شي او شوي دي. »
شاعران پۀ اوس زمان کې اوسي، کۀ دوی پۀ پارک کې لۀ چاسره لیدلي وي مجبور دي همغه صحنه شاعرانه کړي، دوی خو اوس ځان پۀ دې نه شي دوکه کوی چې اوس هم پۀ د چینې پۀ غاړه وویني. کۀ تیلیفون کې چاسره غږېدلي وي، نو دوی د لیک پۀ لېږلو ولې خپل احساس دروغجن کړي؟ نوې خبرې بایدۀ شعر ته ننوزي خو پۀ یوه ځانګړې زاویه او زمینه سازۍ، د کاروان صاحب بنډار مې رایاد شو، موږ وړه مشاعره را جوړه کړې وه، خو خبره پۀ شعر راغله، دۀ پۀ همدې موضوع خبرې وکړې، ماته اوس هم یاد دي، دۀ داسې وویل: « د انسان ذهن لۀ ماضي سره تړلی دی، او د تېر وخت کیسې خوند ورکوي، د تیر وخت کیسې پۀ تیر وخت کې نوې وې، شاید هغه وخت بۀ یې چاته ډېر خوند نه ورکولو. اوس هم د ژوند او چاپیریال ډېر انځورونه شعر ته شاعران ځکه پۀ خلاص زړۀ نۀ شي ننه ایستی چې مصنوعي ورته ښکاري، خو وخت تیریدونکی دی، دا زموږ اوسنی ژوند بۀ هم لس کاله وروسته، نیمه پېړۍ وروسته یا یوه پیړۍ وروسته بیخي زوړ ښکاري، او هغه خبرې چې موږ نن کړي دي، د وخت اغېز بۀ یې صیقل کړي، بیا بۀ خوږې رالګي. نوې خبرې ښې دي چې شعر شي خو لږ احتیاط دې ورسره وشي. فکر دې وشي چې څنګه لۀ ښو نه ښې راوړل کېدای شي. »
ما پۀ ډېرو زیاتو شعرونو کې د (وټس اپ) کلیمه لوستې خو هیڅ مې زړۀ ته نۀ کېوزي، ځکه دا کلیمه شاعرانه کول خواري غواړي، او شاعر خواري نۀ وي ورسره کړې. د ټکنالوجۍ ډېرې نورې کلیمې هم شعرونو کې وینم خو ډېرې مصنوعي راته ښکاري لکه لۀ کاغذ جوړ ګلان، چې خوشبو یې نۀ وي. زما نظر دادی چې نوی والی دا نۀ دی چې نوې کلیمې شاعرانه کړې، کۀ د نویو کلیمو شاعرانه کولو وړتیا نه لرې زاړۀ رنګونه نوي کړه، زړې خبرې بدلې کړه. پۀ لاندې بیتونو کې کړاو د هندارې یاد څومره لۀ بدلې زاویې راوړی:
ځانونه بیرته د ډبرو تر رګو رسوو
د ښار پۀ ټولو اینو پسې دی زنګ راغلی
ــــ
څۀ وخت بیا راسره نشته دي مخونه
څۀ وخت بیا هندارې بندې دي پۀ موږ
ــــ
پۀ ایینه کې د ساړۀ چلند پۀ مشق مشغول دی
ګوره چې کار بۀ ترې د چا د سوځیدو اخلي
ــــ
پۀ ځلا باندې یې تېروتم کړاوه
ښیښهمخي وو لۀ څېرمه پۀ زړۀ کاڼي
دا لومړی ځل نه دی چې هنداره پۀ شاعرۍ کې لولو، هنداره پۀ شعر کې یو زوړ نوم دی، خو پورته بیتونه یې مثال دی، چې زړې خبرې هم نوې ـ نوې راوړل شي؛ لا خوږې شي.
. کړاو او د طبعیت مطالعه:
هغه ورځ یو ځای ته پۀ چکر لاړ وم، ګڼ غرونه ول، تېرې پرخې یې لرلې، عجیبه سیوري یې جوړ کړي وو، منځ کې یې ډنډ اوبۀ ولاړې وې، لیکې ـ لیکې تلې، عجیب ماحول و، د غرۀ پۀ تنهایۍ بۀ دې زړۀ خوږېدلی و، یوه دونیا خاموشي وه خو ددې خاموشۍ یو مزاحم و، ابشار. دا ابشار لۀ ډنډ اوبو را لوېدلی و، شور یې کاوۀ، دې ابشار نۀ یوازې د غرۀ د تنهایۍ او یوازیتوب مزاحمت کړی و، بلکې پر ما هم بوج و، ابشار چیغې وهلې، ما هلته څو ساتونه تېر کړل، ذهن مې خالي و فقط د کړاو منګل دا شعر پکې پروت و:
غر پۀ خپلې خاموشۍ کې غرق ویدۀ دی
خو ابشار پکې کوکارې جوړوي
د کړاو شاعرانه ذهنیت څۀ عالي خبرې لري، دۀ د غرۀ حالت څومره ښۀ درک کړی دی. رښتیا هم غر لۀ دومره لویۍ سره هم غلی پروت وي، خو ابشار چې ترې را لویږي شاید دا درد نۀ شي زغملی، د کړاو زړۀ یوازې د غرۀ پۀ ډاډګیرنه نه دی ډاډه شوی، دۀ ابشار ته هم ویلي چې لوېدل خو پکې شته یاره، داسې تسلي یې ورکړې:
لکه ابشار روزانه غورځي خلک
خو دومره نۀ وهي کوکارې یاره
ښه شاعري هغه ده چې د ژوند پۀ بیلابیلو منظرونو کې درته یاد شي، د ژوند پۀ جلا ـ جلا لارو کې درته سترګو ته شي، خوند درکړي، یو عجیب کیفیت در وبښي، ډاډ درکړي، ښکلا درباندې وپیژني، تلوسه درکړي، عاطفي مو کړي. کټ مټ لکه پۀ لاره چې روان یې ناګهانه یوه خوږه خبره در یاده شي، تندی دې وېړ شي، شونډې دې وغوړیږي.
. د کړاو او د شعر بیان:
خو شاعري یوازې د خبرې پیدا کول هم نۀ دي، خبرې خو بۀ پیدا شي، خو بیان یې هم ډېر اړین دی. هره خبره د بیان خپل چوکاټ لري چې پۀ هغۀ چوکاټ کې ډېره اغېزناکه وي. یوازې شاعران نه بلکې ځینې عام خلک د خبرو کولو ډېر عجیب هنر لري، دوی پۀ ژبه ډېرې مرکې او جرګې ګټلې وي. دوی د خبرې سر او پای پیژني، پۀ خبرو کې یې جملې او کلیمې سره پخلا او غاړه غړۍ وي. عامې خبرې چې پۀ مناسب چوکاټ کې دومره اغېز کولای شي نو شاعري خو بیا لپې ـ لپې نورې ښکلاوې لري، ما د استاد غضنفر پۀ یو کتاب کې دا حکایت لوستی و: « یو ړوند ځوان د سړک پۀ غاړه ناست و او مخته یې پۀ کاغذ لیکلي وو: ( زۀ ړوند یم مرسته راسره وکړئ! )
پۀ لار روان ځوان ړوند ته وکتل او بیا یې ددۀ تشه لپه ولیده نو پۀ کاغذ لیکلی خط یې ړنګ کړ او بل څۀ یې ورباندې ولیکل، مازیګر چې راغی ګوري چې د ړوند مخته ډېرې روپۍ پرتې دې، هر تېریدونکی کس یوڅه ورکوي، ړوند چې د ځوان غږ وپېژاند نو ویې پوښتل: تل دا تا څه لیکلي؟
ځوان لیکلي وو: ( پسرلی دی خو زۀ یې نه وینم. ) »
ددې ړوند غوندې پۀ شاعرۍ کې هم کۀ ځینې خبرې شاعر بدلې وکړي ممکن ډېرې اغېزناکې شي، شاعري چې د لاشعور نه راوځي او شاعر چې لۀ لاشعوره غږیږي دا امکان ډېر دی چې ځینې خبرې ترې ګونګې شي، او ښې یې وړاندې نۀ کړي. البته دلته شاعر ریاضت ته ډېر اړ دی، شاعر د ژور ریاضت پۀ همکارۍ کولی شي پۀ خبرو بیا غور وکړي ویې تراشي، زخمت ورسره وکړي او داسې یې وړاندې کړي چې د خبرې ښکلا یې د خبرې طرز ژوبله کړې نۀ وي.
. کړاو او ضمني خبرې:
د کړاو منګل پۀ شاعرۍ کې ډېرې عمیقې خبرې ډېرې نږدې برېښي، کړاو منګل ډېرې درنې خبرې چې تر شاه نورې ضمني کیسې هم پسې غوټه دي ډېرې ساده او عام فهمه وړاندې کړي. او ځای ځای یې هنري ابهام پنځولی.
کله ـ کله مو ملګری پۀ سترګو دواړه لاس در ږدي، حیرانیږې چې دا څوک دی. لږه شېبه وروسته چې سترګې در خلاصوي، مخ ور اړوې ملګری پېژنې او لۀ دې لنډې شېبې نه خوند اخلې، پۀ شعر کې د ابهام بحث هم همداسې دی، ممکن شعر هم کله ـ کله د څو شېبو لۀ پاره پۀ سترګو لاس در کېږدي. ابهام د شعر لوستونکي حیرانوي.
موږ بۀ ماشومتوب کې یوه لوبه کوله، پۀ کوټه کې بۀ مو یو شی پۀ نظر راوست، د هغۀ شي څو نښې بۀ مو ذکر کړې: « یو شی دی تماشی دی، ژۍ یې زېړه، منځ یې سپین دی. » پۀ دې شي پسې بۀ د لوبې نور ګډونوال پۀ کوټه کې پۀ نظر وو چا بۀ چې پیدا کړ، ګټونکی و. شعر هم کله ـ کله موږ ته همداسې رنګونه او وړې ـ وړې نښې ښایي چې پیدا کول یې زموږ د فکر، زړۀ او نظر دنده ده.
د شعر د ابهام یو بل مثال هم درکوم، کله ـ کله دې پۀ ښار کې یوې څېرې ته ناګهانه مخ اوړي، مخ بیرته راړوې، خو وروسته شکمن کیږې چې دا خو لکه فلانکی بیرته مخ ور اړوې، پېژنې یې. پۀ شعر کې مثبت ابهام کټ مټ همداسې دی، ممکن پۀ لومړي وار یې ونه پېژنې، خو داسې نښه حتماً ورکې وي چې بیا مخ ور واړوې. او ویې پېژنې. خو منفي ابهام چې سل وارې هم ولولې، نه پوهیږې، نه یې پېژنې، ښار کې بۀ دې نظر غلط شوی وي، خو کۀ شعر کې ورسره مخ شوې؛ شاعر تېروتی وي.
کله چې شاعر د ابهام پۀ هڅه کې بریالی شي، یو ښکلی او هنري ابهام جوړ کړي، لوستونکی ترې ډېر خوند اخلي، لکه یوه ورکه یې چې موندلې وي. د کړاو پۀ شعر کې بۀ هم لۀ داسې پټ پټوني سره کله ـ کله مخېږئ، بس لږ یې د زړۀ پۀ سترګو ولولئ؛ چې دی درته د څومره رنګینې دونیا خبرې کاندي. ددۀ لۀ شاعرۍ ددۀ پۀ ریاضت هم پوهیدلی شئ او دا درک کولی شئ چې ددۀ شاعري منځنۍ ستنه فکر دی. او د فکر تکیه یې ترنورو مضبوطه ده. ددۀ شاعري بۀ بې تکلفه واورئ او ولولئ خو ددۀ زیاتره شعرونه ډېرې ضمني ماناوې هم لري، چې لۀ لوستونکو شاعرانه ذوق غواړي. شاعرانه ذوقونه او د شعر جدي لوستونکي بۀ د کړاو لۀ شاعر لۀ عادي لوستونکو ډېر خوند واخلي، عادي لوستونکي بۀ د کړاو د شعر د ماڼۍ یو دېوال ویني خو جدي لوستونکي بۀ دې ماڼۍ کې قدم وهي، پۀ هر کړکي کې بۀ ډېرې نظارې او ښکلاوې ورته منتظرې وي. لاندې بیت کې یو عجیب احساس ځای شوی:
لۀ وتو ـ ننوتو بۀ څۀ خوند اخلم؟
دروازې ته مې دېوال نه پیدا کیږي
ددۀ دا شعر:
سره یو کړی دی لاس ټولو خواوو
ګوره په چا بۀ دایره تنګوي
دا شعر موږ ته د ماشومتوب یوه لوبه رایادوي، یو نفر بۀ منځ کې و، ددې لۀ پاره چې منځ کې یې ګیر کړو، موږ بۀ ټولو لاسونو سره ورکړل، هغه بۀ بیا پۀ یو طرف منډه کوله، کله بۀ مو لاره ورکړه د مرغۍ لاره مو بلله. کړاو همغه خبره راخیستې، خو دې شعر کې جلا خبرې دي. دلته خواووې لاسونه دي، خو د مجبوریت، ضرورت، غربت، محبت، وجدان… لاسونه، چې دا ټول لاسونه چارچاپیر دي، کړاو ویلي چې پۀ کوم بېچاره بۀ بیا دایره راتنګوي. د ماشومتوب یوه عادي لوبه داسې ضمني او هنري راوړل، پۀ دوه جملو کې کړاو لا ښۀ درپیژني.
. کړاو او لۀ شعر سره خواري:
د شاعرۍ ژبه باید نا اشنا وي، ددې خبرې مطلب دا نه دی چې وزن، قافیه او ردیف دې ولري، ژبه نا اشنا شوه، بس شاعري شوه، مثلاً که یو شاعر وايي: « اوبه روانې دي. » نو دا خو نور خلک هم ویني چې روانې دي، کۀ پۀ هر رقم قالب کې دا خبره وکړي باوري یم چې د یوه اهل ذوق تر زړۀ بۀ یې هم ښکته نه کړي، ځکه دا عادي خبره ده او موږ لۀ شاعره د عادي خبرو تمه نه کوو، خو که همدا خبره داسې وشي چې: «اوبه داسې روانې دي لکه ستا د وروستۍ خدای پۀ امانۍ اوښکې. » نو ممکن له لومړۍ هغې دا خبره شاعرانه او اغېز یې هم زیات وي، شاعري د طبعیت ژبه ده، شاعري په طبعیت کې د نویو خبرو موندل دي، که شاعران طبعیت لکه څنګه چې دی هغسې وویني، نو دا کار خو عکاسان هم کولی شي، بیا د شاعرۍ اړتیا څۀ ده، شاعران بۀ خبرې لۀ طبعیت اخلي، خو دا خبرې بۀ پۀ خیال کې تراشي، او اخیستې خبره بۀ پۀ یوه نوې بڼه بیرته لۀ خولې وباسي. یو وخت چا لۀ یوۀ هنرمند نه پوښتلي ول چې: تۀ لۀ ډبرو څنګه داسې ښکلې مجسمې جوړوې؟ هنرمند ورته ویلي وو: ښایست پۀ ډبره کې دننه پټ وي، زۀ یې مازې دا اضافي ډبره ورنه توږم.
کړاو منګل په خپل ریاضت شاوخوا داسې رنګینه بیان کړې چې دا کار یوازې د لویو شاعرانو د وسې دی. طبعیت موږ ته څومره شاعرانه خبرې لري، خو پیدا کول یې خواري غواړي، د ساینس او دین له خبرې ور هاخوا د غرونو په ودرېدو کې د شاعر خبره، کړاو منګل د بل چا فکر نه دی اخیستی، بس ددۀ خپله خبره:
غرونه عجیبه اماده ولاړ دي
ته وا چې څوک ورڅخه وړي ځمکه
لوی شاعران هغه دي چې پۀ شاعرۍ کې اضداد سره پخلا کړي، کۀ اوبۀ او اور دوښمنان دي دی دې دوستان وبولي، خو کۀ شاعر دا کار کوي اړ دی چې یو هنري منطق وړاندې کړي، چې پۀ کوم منطق؟ او پۀ کومه زمینه سازۍ شاعر دا خبره کړې؟ کله چې شاعر لۀ دې پوښتنو ووځي واقعي شاعر دی. خو کله چې خپلې خبرې ته هنري منطق ونۀ لري، او خبرې ته زمینه سازي ونۀ کړي خبره یې لۀ خوند او اغېز خالي وي، کړاو وایي:
تابلو نه ومه لۀ ځایه د اضدادو
شغله رو کړم لکه شمعه، اور ـ اوبۀ
یا
دا دونیا خو پۀ اضدادو ده ولاړه
حق مې هسې لۀ باطل سره مخ کړی
بل ځای وایي:
ورځې خچڼې سهي
خو شپې رڼې تېروو
. کړاو او لایعني تجربې:
ځینې لا یعني شیان چې فزیکي وجود نۀ لري د هرچا لۀ پاره بېل تعریف لري، او خلک لۀ خپلو برداشتونو پرې نظر ورکوي. د بخت مرجان بختیار صاحب خبره رایاده شوه ماته یې یوه مرکه کې ویلي ول: « د مڼې او هندواڼې خوند بېل ـ بېل دی. خو دا د خوند بېلتون یې پۀ الفاظو کې نۀ شې بیانوی، فقط ویلی شې دواړه خوږې دي، ددې پوښتنې ځوابول سخت دي چې څۀ رقم خوږ؟ الفاظ ډېر کمزوري دي. »
د لاشعور د دونیا خبرې هم زیاتره لا یعني وي. ځکه خو یې بېل ـ بېل ذهنونه بېل ـ بېل تعریفوي. د کړاو صاحب ځینې خبرې ددۀ فردي تجربې او د فردي فکر خبرې دي، خو کله چې لۀ داسې تجربو سره مخ شوی بیا یې هنر ته ډېر پام کړی، خبره یې هنریت کې کړې، ځکه خو یې لۀ منلو منکرېدای نۀ شو. او پۀ شعر پسې خو د حقیقت تلنه نه کیږي. د کړاو د شعر بېلابېل حالات بۀ موږ نوي تجربه کړي، خو خوند او اغېز دواړه بۀ راباندې لري ځکه دا کار دۀ د هنر پۀ زور کړی لکه ددۀ پۀ دې بیت کې چې د عشق او حسن پۀ باب یې ویلی:
تقاضې د عشق او حسن څومره بېلې
زۀ ګلان درباندې شیندم او تۀ کاڼي
د عشق پۀ باب بل ځای وایي:
عشق خو پۀ ډبرو کې هم روح د ایینو کري
ویاړه مه کړاوه کۀ دې اوښکې ملغلرې شوې
مثلاً د شعور او ناشعور اړیکه یې داسې بیان کړې:
لۀ لاشعور نه چې شعور ته راشي
ځینې څیزونه عجیب رنګ واړوي
. د کړاو پۀ شعر کې نفسیات:
نفسیات د انسان د روح او اندرون دی. د نفسیاتي مسلو شاعران لۀ خپل اندرونه بهرنۍ نړۍ ویني، د خپل اندرون پۀ سترګو لید کوي. دوی پۀ شعر کې زیات داسې انځورونه وړاندې کوي چې هر چرته ځان ویني، ګواګې: « هغه مرغۍ چې لۀ نورو بېله او جلا ناسته ده، زما پۀ حال خپه ده. » یا مثلاً: « سږ پسرلي کې ګلان نه غوړیږي، زما د مینې د تلو لومړی تلین دی. » دې دوو مثالونو ته ورته ددې برخې شاعران خپل اندرون پۀ بهرني چاپیریال کې ویشي، دوی پۀ چاپیریال کې داسې نښې پیدا کوي چې خپل حال پکې مجسم کړي، ډېره هڅه یې دا وي چې څنګه خپل کیفیت پۀ بهرنۍ نړۍ کې پیدا کړي، د کړاو دا بیتونه ولولئ:
کړاوه بل وخت بۀ غزل ولیکم
دم ګړی نه یمه پۀ ځان د ویر
ــــ
پۀ اندرون کې مې رڼا خوره شوه
څراغ کۀ څۀ هم چې بهر لګېدۀ
ــــ
کۀ اوبۀ یې چرته اوري
لکه اور خور یم پۀ ځان کې
ــــ
څۀ قیامتونه وو چې تېر مو نه کړل
پۀ خوځېدو نۀ راځي غرونه ولې
ــــ
بل نه شو د زړۀ حالت
چرته، چرته نه لاړم
د جون ایلیا پۀ اړه مشهوره ده چې دۀ هیله لرله یوه جینۍ پرې مینه شي او تر هغې کچې مینه ورسره وکړي چې ددۀ پۀ یاد کې ځان ووژني دۀ چې پۀ حقیقي ژوند کې داسې نجلۍ پیدا نه کړه نو پۀ خیال کې یې جوړه کړه. ددۀ معشوقه خیالي وه. فارهه نوم یې و، شعرونه یې ورته لیکل، ترې خپه بۀ و، ګیلې بۀ یې ترې کولې، ستایله بۀ یې… خیالي مینتوب د مین پۀ لاس کې وي، کۀ جدایۍ ته یې زړۀ وشي خیال کې خپل معشوق جدا کړي، او کۀ وصال یې زړۀ وغواړي؛ پۀ خیال کې یې دیدن کوي. د نفسیاتي شاعرانو ډېرې خبرې او تجربې خیالي وي. ډېر اذیتونه خیالي حس کوي. او پۀ خیال یې ډېره تکیه وي.
مایوسي، یوازېتوب، اذیت، اضطراب، زړۀ تنګي، … پۀ نفسیاتي شاعرۍ ډېر راوړل شوي حالتونه دي. لۀ خپل حال سیوا نفسیاتي شاعران د دونیال حال هم لۀ خپل حاله مالوموي، کۀ دی خپه و؛ دونیا هم خپه ده. کۀ دی خوشحال و؛ دونیا هم خوشحاله ده. نفسیاتي شاعري نوی مضمون نه دی خو نوی وړاندې کېدای شي، پښتو شاعرۍ کې دا مضمون ریاض تسنیم ډېر وپاللو، ځینې ادب لارویان خو دا وایي چې تسنیم دا مضمون پښتو کې را شروع کړ، د کړاو څو تراژیدي شعرونه:
سړی وخاندي کۀ وژاړي لۀ درده
څۀ چې نه ښکاري هغه هم سړی ویني
ــــ
د احساس پۀ کمتریو کې را ګیر وم
لکه کاڼی پۀ غمیو کې را ګیر وم
ــــ
د مایوسیو انتها ده یاره
یوه کوټه ټوله دونیا ده یاره
تکرار ژوند د ډېرو انسانانو د ځور یو بل لامل دی. د چا خبره ده چې: « ډېر درد لري چې هر سهار لۀ خوبه سترګې خلاصې کړې او لۀ هماه تکراري شیانو سره مخېږې. » فرانز کافکا بیا ویلي ول: « ویدۀ شو ـ ویښ شو، ویدۀ شو ـ ویښ شو. څۀ ناځوانه ژوند دی. » د کړاو هم همدا ځور دی، چې ژوند لکه دایره داسې روان دی، دی یو نوی بدلون غواړي ځکه خو یې ویلي:
هر وخت زړې بجې وي
دوه وي کۀ درې بجې وي
د تکړه شاعر محمود دلګیر پۀ یوه مقاله کې مې ولوستل: « په شعر کې نفسیاتي مسلې تر ډېره پښتو ته د اردو له شعره راغلي، په اردو شاعرۍ کې تر ډېره په خارق العاده موضوعاتو غزل ویل شوی دی، او په داسې نظریاتو ولاړه شاعري، جون ایلیا په اردو کې ډېره کړې ده. دا شاعري د انسان له نفسیاتي شکل ماورا نه شي کیدای، ده دغه نظریات د ټولنیزې فلسفې له مخې خپل اندروني تعبیرات او شواهد ګرځولي او بیا یې په هنري ژبه راڅرګند کړي دي.په عمومي لحاظ دا ډول شاعران دایم د انسانانو په مطالعه کې بوخت وي او ځکه پدې برخه کې یې خبرې د مننې وړې دي. »
څنګه چې نفسیاتي شاعرۍ کې ځور زیات وي، او اذیت پکې ډېر وي، ځکه خو ډېر لوستونکي هم لري، خپه خلک غواړي او ښۀ حس کوي چې خپل هم رنګ وویني، پۀ کومه سندره، فلم، یا شعر کې خپل حال وګوري. دا زموږ ذاتي تجربه هم ده کله چې کوم غم پۀ یو چا وي، اثر یې هم ډېر وي پرې، خو کوم غم چې پۀ ډیرو وي څوک یې بیا ډیر خاطر نه کوي، د نفسیاتي مسایلو شاعران ځکه ډېر لوستونکي لري، چې هم خیاله او هم رنګه لوستونکي لري، او د ډیرو خپه زړونو غمشریک دي. کله ـ کله بیا ډېر درد انسان بې حسه کړي، او داسې شي چې ګوندې نور نه کومې خوښۍ ته خندا ورځي او نۀ کوم درد ته ژړېدلی شي، دوی چې نور د ژوند جړ تارونه نۀ شي سمولی، او لۀ وسې یې دا کار ووځي، دوی ترې بې پروا شي او د ژوند تارونه یې چې هر څومره جړ شي، دوی ورته خوشحالیږي. تقریبً دې حالت ته مازوخېزم( ځان ځورول) یا (خودازاري) هم وایي، مازوخ د یو لیکوال نوم و چې ځان ځورولو خوند ورکولو، مازوخېزم د نفسیاتي شاعرانو پۀ شاعرۍ کې زیات لوستی شئ، د کړاو پۀ شعر کې یې څو مثالونه:
د شکستونو اندازه لۀ خودۍ نه لګوم
ما لېونی وګوره پۀ زخم پټۍ نه لګوم
ــــ
د خودۍ پۀ ځای دې ځان مړ کړو پۀ بنګو
څۀ درپېښه ده کړاوه خود ازاره
ــــ
د کرب شدت، تۀ خو مې وینې کنه؟
راباندې یو ډول نشه نۀ خیږي
ــــ
زما پرې څۀ کۀ وم، کۀ نه وم پۀ اوبو کې روان
زما خو اور دی لکه وینه پۀ رګو کې روان
پۀ نفسیاتي شاعرۍ کې مایوسي ځکه وي چې شاعران ډېر عاطفي دي. ګني نفسیات خو هر انسان لري. عاطفه زموږ نفسیاتو ته مخاطبه ده. عاطفه د هرې پېښې پر وړاندې د اندرون عکس العمل دی. مثلاً کۀ څوک خپه زیری درکوي؛ خپه کیږې. ټوکې ته خاندې، یو جالب عمل ته حیرانېږئ. د ټولو بهرنیو پېښو او بهرني عمل پر وړاندې د انسان پۀ درون کې عکس العمل عاطفه ده.
ورېځ اسمان شاعرانو ډېر راوړی. او د نشې لفظ بۀ مو هم غبرګ ورسره لیدلی وي، هغوی چې نشه کوي دا خبره بۀ مني چې ورېځ اسمان نشې ته لۀ نورو موسمونو لږ ډېر نشې ته جوړ دی. د صابر صاحب د ورېځو ګڼ بیتونه شته یو یې داسې دی:
کۀ ګناه نۀ غواړي رښتیا نو ورېځ دې نۀ راولي
زۀ پۀ ورېځو کې نشه کوم ګناه کومه
ورېځ لکه د اسمان زړۀ چې ډک وي داسې لیدۀ شي، نو ځکه خو شاعران هم د خپل ډک زړۀ یو ملګری پیدا کړي او شعر ورته وایي، د کړاو یو بیت داسې دی:
کړاوه کار مو پۀ اسمان پسې بند
خو زۀ پۀ هر حالت کې ورۀ غواړم
د ورېځو ماورا باران، د باران پۀ اړه هم ډیر اورو، چارلي چاپلین ویلي ول: « زۀ پۀ باران کې قدم وهل ډېر خوښوم ځکه هیڅوک زما اوښکې نه شي لیدلای. » باران هم پۀ انسانانو یو نفسي حالت طاري کوي، د کړاو یو بیت دی:
د باران پۀ ورېدو شوله رایاده
اوس بۀ چیرې وي هغه پري پیکره
پورته بیت کې شاعر ته د باران پۀ ورېدو څوک وریادېدل دا ثابتوي چې باران یې پۀ نفسیاتو اثر لري. همداسې ډېر نور حالتونه هم دي، منی چې د ګلونو د رژېدو موسم دی، د کال لومړۍ واوره، لومړی پسرلی، د ژمي شپې… او ډېر نور شیان د انسان پۀ نفس ډېر ژور اغېز لري، شاعران چې عاطفي دي، دا ټول حالتونه ډېر ښۀ درک کولی شي. ددې ټولو حالتونو پر وړاندې شاعر جلا نفسیات لري. ځکه دوی دا حالتونه د مایوسۍ حالتونه پیژني او ښۀ یې نۀ وي انګیرلي. د ریاض تسنیم پۀ شعر کې بۀ د دیسمبر میاشتې یاده ډېره وینئ، دیسمبر د کال وروستۍ میاشته ده. شپې یې اوږدې وي او موسم یې سوړ دا هم یو دلیل دی خو داسې کره خبره نشته چې دا میاشت دۀ ولې بده انګېرلې ده، خو ډېر شکایت یې ترې کړی، چې ددۀ یاران پۀ همدې میاشت کې مړۀ شوي. یو ځای وایي:
بیا ډېسمبر دی، او زۀ بیا د خاورو څلي شمارم
څومره پۀ پټه خولۀ یاران لۀ قافلې نه وځي
بس د تسنیم پۀ نفس ډېسمبر میاشت ښه نه لګېده، د زړۀ یې بده ایسېده. جالبه بیا داده چې تسنیم هم پۀ ډېسمبر کې ومړ.
زۀ نه وایم چې دا حالتونه خپه دي. دا حالتونه روماني حالتونه دي ممکن ځینې خلک لۀ نورو حالتونو پۀ همدې حالتونو کې خوښ وي. خو نفسیاتي شاعرانو ته خپلې ورکې او دردونه پۀ همدې روماني شېبو کې یاد وي. خو درد فقط ددې شاعرانو د شعر مضمون نه دی، لۀ نفسیاتو ماورا د نورو مضامینو شاعران هم ځور لري، درد د شاعرۍ ورور دی. دا تجربه شوې خبره ده؛ هغه شاعران چې ژوند یې ډېر ځور کې تېر کړی، ډېر اعلی ادب یې پنځولی دی. د ژوند ځور شاعرانو ښۀ تجربه کړی، کۀ تاسې د اردو ژبې لوی شاعران مطالعه کړئ، تقریبً هر یو یې د ژوند تراژیدي داستان لري. ما د سمسور ودان پۀ ژباړه کې لوستي وو چې: « د جون ایلیا لور فینانه فرنام په یوه ویډیو کې د جون ایلیا په اړه وايي: زما پلار په ۲۰۰۲ کې مړ شو؛ خو زموږ له پاره ډير مخکې مړ شوی و.
ځوان شاعر سالم سلیم وايي: بېشکه چې جون ایلیا یو ښاغلی ادیب و؛ خو د کورني نظام چلول یې زده نه و. هغه له خاندانه غافل انسان و او دومره یې نشو کولی چې کور ته سبزي راوړي. »
دا یوازې د جون داستان دی، کۀ د نورې نړۍ ډېر نوښتګر شاعران مطالعه کړئ، ژوند یې همداسې ګډ وډ تېر شوی. او د ډېرو د ژوند داستان پۀ ځان وژنه ختمیږي. نړیوال ادبیاتو کې لولو: « مایاکوفسکي پۀ روسیه کې د سوسیالیستي انقلاب ترټولو اوچت شاعر ګڼل کیږي. دۀ پۀ ۱۹۳۰ م کال کې د خپل کار پۀ دفتر کې پۀ توپانچې ځان وواژۀ. »
کۀ مایا کوفسکي ولولئ؛ پوی بۀ شئ چې ژوند څومره ورته عذاب و، دی وایي: « تر هغې مور ډېر غمجن یم، چې لۀ جګړی وروستی راستون شوی سرتیری هم ددې زوی نه و. »
فرانز کافکا هم ویلي وو: « زۀ د ځمکې پر مخ ترټولو اوږد او بد مرغه بغاوت یم. »
د ممتاز اورکزي یوه نیم بیتي ده چې: « خودکشي بې غیرتي نه ده، نرتوب دی. » هغوی ته چې ژوند درد دی؛ مرګ ورته یوازېنی درمل ښکاري.
د پښتو ژبې پۀ ډېرو شاعرانو هم د خپلې برخې ورانه ده/وه. شاعري او درد ډېرې نږدې اړیکې سره لري، او شاعران هر یو، یو څۀ ورک کړي دي.
چا ویلي ول: « کۀ د شپېلۍ نس ډک شي؛ نغمه نۀ شي غږوی. » همداسې شاعران هم دي. کۀ خپلې ورکې ومومي؛ بیا بۀ داسې لۀ سوزه ونه غږیږي. د موسیقۍ لۀ یوۀ تکړه استاد ویلي وو: « چې ونه سوزې؛ عالي هنر نه شې پنځولی. »
. کړاو او د تلميحاتو، کیسو او روایتونو شاعرانه کول:
ددۀ پۀ شعر کې ځینې تلمیحات، کیسې، روایتونه، افسانې، او اسطورې… هم ډېرې ښې ځای شوي مثلاً دې شعرونو کې:
کله چې یوسف ع لېلام کېدۀ، خلکو ډېر قیمتي شیان راوړي ول. چې دی پرې واخلي. چا اشرفۍ چا طلا، او چا نور قیمتي شیان، پۀ دوی کې یوه بوډۍ هم وه چې وړۍ یې راوړې وې. خلکو د تمسخر پۀ بڼه ورته وویل: خلکو سرۀ زر راوړي نۀ شي اخیستی او تۀ یوسف پۀ وړیو اخلې. وایي بوډۍ ورته وویل: زۀ فقط د یوسف ع پۀ خرېدارانو کې ځان حسابوم. د کړاو صاحب لاندېنی بیت هغې پېښې ته اشاره ده. وګورئ چې شاعري حتی پۀ یو بیت کې څومره کیسه ځای کړې:
بیا مو هم لۀ یوسف مخو څخه نۀ شي
لۀ وړیو یې کۀ څو نرخونه جګ دي
د یوسف ع یوه بله واقعه ده چې زلیخې پرې تور لګولی و، کله چې عدالت ته پېش کېږي د یوسف ع د شاه لمن څېرې ده، ځکه خو زلیخا ملامته راځي چې لۀ دې مالومېدل یوسف ع لۀ شاه لمن څخه ددې د غوښتنې پۀ پار نیول شوی و، دا کیسه ډېره مشهوره ده، شاید ځینې شعرونو کې مو هم لیدلې وي. خو کړاو صاحب ددې کیسې داسې یو برعکس او لۀ نورو بدل تصویر راوړی چې ما مخکې نۀ و لوستی دی وایي:
ما خو د مخې لمن څېرې راوړه
ما خو توهین د یوسفانو وکړو
کړاو منګل داسې ځینې نورو روایتونو، کیسو او اسطورو ته ډېر ښۀ او مناسب تصویر جوړ کړی. څنګه چې لۀ شاعرۍ تمه کیږي همغسې یې راوړي. د مبارک محمد ص حدیث مبارک دی چې څوک یوۀ تږي ته اوبۀ ورکړي، او یو تنده غری پڼه کړي داسې مرتبه لري لکه غلام یې چې ازاد کړی وي. کړاو منګل ځان ډېر تږی بولي، خو دا ویره هم شته ورسره چې خلک زما پۀ تنده نۀ دي، ځکه یې محمد ص د مبارکې خولې خبره هم ورته کړې. ویلي یې دي:
لۀ ما بل تږی بۀ نۀ وي
کۀ غلام ازادوي څوک
د منصور حلاج کیسه او د انالحق چیغه، چې منصور ویل خدای د هر انسان پۀ روح کې دی، خدای ج پخپله فرمایلي چې زۀ هر انسان ته د مرۍ لۀ رګ نه ور نږدې یم، منصور هم همدا خبره کوله چې د هغۀ وخت مـ.لایانو یې مخالفت وکړ، او بیا خبره تر داره لاړه. د منصور کیسه کړاو پۀ دوو بیتونو کې جلا ـ جلا راوړې:
چرته ـ چرته ځي پسې؟
نۀ لټوي خدای ځان کې
او
څوک منصور پسې را جګ کړئ
دار یې غټې ـ غټې وایي
سقراط چې د زهرو جام یې وڅښۀ او ومړ، داستان یې ډېر مشهور دی. کړاو وایي:
ما خو سقراط د نوم تر حد پېژاندۀ
ماته پۀ څۀ د زهرو جام شو ژوندون
د الله ج، د دیدار لۀ نوره چې د (کوهطور) غر ایرې شوی و. کړاو وایي:
لکه طور دې هم ایرې شو
خو چې تۀ نظر ته راشې
روایت دی چې( کوهکاف) د ښاپیریو د اوسیدو ځای دی. همدا روایت کړاو برعکس داسې راوړی:
د کړاو پۀ کوهکاف کې ټول دېوان دي
پکې نشته ده یوه پري پیکره
کاروان صاحب راته ویلي وو: « ماته ژبه یوه ونه ښکاري، او شعر ددې ونه ګل دی. چې پۀ دې ګل کې ښکلا او خوشبویي دواړه شته. »
واقعي هنرمندان ښکلا او ژوند پېژني، او شعر یې چې لولئ رنګین خوب مو چې لیدلی وي، څو شېبې بۀ د ښاپیریو د کالۀ میلمانۀ وئ. چا چې واقعي شاعري وکړه، د خپل هنر او د اهل ذوقو د ذوق دعا یې یوړه، هر څوک پۀ خپله برخه کې لګیا دی خو واقعي شاعر؛ ډېرې ارواوې تسکین کړې. او تر زړونو یې یوازې و یوازې ښکلا یوړه. کړاو ولولئ؛ د شعر پۀ ټال یې وزانګئ؛ چې د لیدو وړ منظرونه ووینئ. کۀ د کلاسیک او معاصر د ګډولې لوستلو ته مو زړۀ تخنیږي کړاو ولولئ، کۀ پۀ یو وار ډېرې ذایقې څکئ؛ کړاو ولولئ، کړاو بیخي بدل شاعر دی. ددۀ پۀ شعر دا خبرې بس نۀ دي. ددۀ دشعر غمي د نورو شعري صنعتونو رڼا ته لا ځلاند دي، بل وخت بۀ بیا خبرې کوو. زما ددې لیک د لیکلو پۀ ورځو کې چندان موډ جوړ نه وو، کۀ زما روحي ناجوړتیا اغېز پرې کړی وي، او تاسې ته ښکاري؛ ومې بښئ، خو دومره ده چې ددې لیک نازکو خبرو سره مې زور نه دی وهلی؛ بختور بۀ یم کۀ ستاسې تر زړۀ فطري درغی. او ډېر بختور بۀ یم کۀ کړاو ته مو ورپام شو او بل ځل ستاسې لیک پرې ولولم. ډېره مننه چې ومو لوست، ښې چارې!
صایب! دو چیز می شکند قدر شعر را
تحسین ناشناس و سکوت سخن شناس