ستر جرمني مفکر او فیلسوف امانویل کانټ په کال ١٧٢٤م د اپریل په ٢٢ مه نېټه په کونسینبرګ کې وزیږېد. په ١٦ کلنۍ کې د کونسینبرګ په پوهنتون کې شامل شو او د ژوند ډېره برخه یې بیا همدلته تېره کړله.
شوپنهاور، نیچه، هېګل او ځينې نور فیلسوفان د کانټ له فلسفې اغېزمن وو. کانټ د فلسفې په نړۍ کې د معرفت، میتافزیک، اخلاقیاتو او جمالياتو په برخه کې د جامع او منظمو کارونو له امله د نوې غربي فلسفې په ډګر کې ډېر بااثره او په عین وخت کې په یوه متنازع شخص بدل کړ.
“د نويو اخلاقیاتو او جمالیاتو پلار” او “د نوې فلسفې پلار” لقبونه یې خپل کړل. یو ستر او نه هیریدونکی کار، چې تر ډېر پخوا د فلسفې په دنیا کې د یوه مشکل په توګه پاتې و، دا و، چې د معرفت دوه څانګې (عقلیت پسندي او تجربه پرستي) یې سره یو ځاې کړل.
کانټ خپلې فلسفيانه سردردۍ په دريو پوښتنو کې خلاصه کړې:
١. زه په څه پوهیدلی شم؟
٢. زه څه باید وکړم؟
٣. زه څه هيله لرلی شم؟
کانټ واده نه و کړی، انګلیسي ژبې کې یې هم ستونزې لرلې، ټولنیز ژوند يې خوښولو، د وخت دومره پابند و، چې د ماسپښین مهال به يې قدم وهلو ته ځانګړی کړی و، نو څنګه به يې چې وخت پوره شو سمدستي به یې قدم وهل پیل کړل. د کونسینبرګ اوسیدونکو به چې کانټ په قدم وهلو ولیدلو؛ نو په ځاې د دې چې خپلو ساعتونو ته وګوري، پوه به شول چې د ماسپښین ( ) بجې دي. شراب یې ډېر خوښیدل، د سنوکر لوبه یې د خوښې لوبه وه.
په کال ١٨٠٤م د ٧٩ کالو په عمر ومړ.
د کانټ خبرې:
١. اراده په کړنو پورې اړه لري. د کړنو لپاره چې کومه اراده رامخې ته کېږي دا په کائیناتو کې تیاره موجوده ده.
٢. خلک دې داسې کړنې ترسره کړي، تر څو پدې باور شي چې دا د طبیعت امر او یو قانون دی.
٣. هیڅ داسې سناریو نشته چې دروغ د اړتیا په توګه ثابت کړي، ځکه دروغ ویل عقل محدودوي.
٤. له مرګه هغه خلک کم ډار لري، چې ژوند یې ډېر ارزښت ولري.
٥. دعا کول داسې دي، لکه خالق ته چې وایې قوانین دې زما لپاره بدل را بدل کړه.
٦. عاقلان خپله رايه او نظر بدلولې شي؛ خو له جاهلانو دا تمه نده پکار.
٧. د ژوند کیسه باید پای ته ورسیږي، ځکه چې ظالم او مظلوم شته خو انصاف نشته؛ زورور او کمزوری شته خو غچ اخیستل نشته؛ موږ باید داسې ژوند ته وګرځو چې هلته انصاف وګورو.
٨. انسان دې هڅه وکړي، چې د ټولمنلو قوانینو د رد او تائید لپاره خپل عقل او پوهه وکاروي.
٩. ښځه دې سلطنت او نارينه دې حکومت وکړي؛ ځکه د حاکم تسلط په مينې سره پیاوړې کېږي او دا کار يوه ښځه په ډېر عالي شکل سره کولی شي.
١٠. په دريو کارونو کې بيړه ښه نده: ١) واده ٢) زیږون ٣) مړینه
١١. د انسان هیلې پای نه لري، کله چې یوې هیلې ته ورسېږي، نو بله هیله سمدستي رامنځته شي.