لیکنه: همت عمرزوی
د ١٣٩٢ه.ش کال د مني د فصل لومړی شپې او ورځې وې، زه د لومړي ځل لپاره د لوړو زده کړو په نیت کابل ته راغلی وم، خو کابل مي هم وروستی تم ځای نه و. لاهم ترننګرهار ددې لاري لالهاند لاروی وم، دلته مي د کوم بل ملګري سره یو څو شپې وشوې جمعه وه او مسافري. ملګري ته مي وویل: عجیب ښه فرصت دی، د پښتو ادب د لویو شاعرانواولیکوالانو، نومونه، انځورونه اوغږونه مو یا له رسنیو، فیسبوک او یا کتابونو ليدلي او اورېدلي دي، راځه چې نن يي په نېغه توګه له نیږدې ووینو! نن به د جمعې تر لمانځه وروسته (افغان ادبي بهیر) ته ورسو! ملګری دي خیر یوسي راسره خوښه يې سوه! ماسپښين ترلمانځه وروسته د (بهیر) په لور ور وخوځېدو، ادرس مو په پوښتنه پیداکړ، ورغلو او هلته مو د مېلمنو په توګه ګډون وکړ، د (بهیر) کوربنو ملګرو د پښتونولی په لوړه روحیه زمونږ ډېره ښه مېلمه پالنه وکړه؛ د سټېج مخي ته يې چوکی راته ځانګړي کړې اوماته يي د شعر ویلو نوبت هم راکړ، ډېر د ویاړ او ولولو خوږ احساس مي کاوه، دا خوږ احساس خو لا هلته نور هم پسې خوږ شو چې غونډي ته استاد اسدالله غضنفر هم حضور ورساوه؛ لومړی وار و چې د پښتوادب، ژورنالیزم او نقد دا لویه هستي مي له نیږدې ولید، استاد په خپلي چوکۍ کې خاموش او آرام ناست و د غونډي روان بهیر يي اورید ما؛ بیا په دې ترڅ کې د استاد د ملنګانه وجود د مانا ننداره کوله د غونډي په وروستیو شېبو کې بهیروالو خپلو کې سره ګڼ ول چې (استادشپون) کابل ته راغلی دیدن ته به يي ورځو؛ آن استاد غضنفر او څونور استادان اوګډونوال د غونډي تر رسمي پای ته رسېدو مخکې رخصت شوه، کله چې غونډه پای ته ورسېده ترخصوصي پاملرنو، روغبړونو اوخبرو وروسته؛ زه اوملګری هم د شهرنو په لور خپل کوټې ته وخوځېدو!
له کوره جدایۍ او مسافرۍ داسې غلبه راباندي کړې وه چې ډیر عاطفي او احساساتي وم نه یم پوه شوی چې په مشاعرې کې به مي شعر څه ډول دکلمه کړی وي او د غونډي بهیر به څرنګه راباندي تیرشوی وي! خو په کوټې کې مي د پښتو ادب د لویو هستیو د لېدو د آرمان پر ختو؛ فکرونه اوسوچونه عجیب وو.
زه غواړم ددې خاطرې په یادولو سره د استاد د تخلیق د لوستلو پرګټو او اغېزو لږ تم شم:
د استاد غضنفر د ښکلي او ماناداره غږ مترنمي انګازې مي آن د ماشومتوب له وخته د (تهران) د راډیو له څپو نه په ذهن کې لاهم غزلې کوي، بیاچې د (آزادی) راډیو ادبي مجله را پيل شوه دلته نو؛ هره جمعه غرمه مهال دولس بجې ددې ادبي ټولګي یوپایبنده منظم شاګرد وم.
د یادي خپروني د وروستۍ برخي (ادبي قاموس)، (د فکراوفرهنګ سرلاري) په بحثونوکې مي د ادب اصیله روح حِس کړه د ګټور اوبې غرضه نقد په لارواو رموزو پوه سوم د ادب په دنیا کې د نوښت مسله راته روښانه سوه د تاریخي پېښو د رښتیني شنني اوسپړني په کار وپوهېدم، د ژبي د مهم نقش، ګرامراو اصولو په باریکیو خبرسوم، د شخصیتونو د ادبي اوتاریخي پایښت رازته متوجه سوم، د داستاني ادبیاتو خوږلت، لارو اوګودرو ورجذب کړم. اوپه ټوله کې د یو په تول پوره او زغم لرونکي علمي او ادبي مناقشي اومباحثې د لازم کیفیت او اصلي ماهیت ژوروته ورملتفت سوم.
اوس راځم دې مسلې ته؛ که مونږ ځوان کهول؛ استاد غضنفر د یو لوی ملي لیکوال په توګه ولولو څه ترې زده کولای او اخیستلای شو؟
ځواب: لومړی؛ مونږ د استاد د غوره اوبې ریا کرکتر له ښو مزیتونو دا انتباه کولای سو چې لویوالی په ریا نه بلکې په رښتیني عاجزی او بې آرایشه شخصیتي استغناکې دی، دا لوی درس دی چې مونږ د اوسنیو ډول ډول مزمنوساري اومهلکوشخصیتي ناروغیو څخه ژغورلای شي، څومره بې غروره، لوینه، خاکساري، د شهرت څخه پرهیز، د صادقانه کاراو له پېرزوینو ډک نیت چې ما! د استاد غضنفر په وجود کې حِس کړی دی هغه به ددغي لاري په ډېرو کمو خلکو کې په دغه کچه شتون ولري.
څومره چې په ژوند کې زه د (انسان) بې مورده فضل فروشی، تکبر اومنفي غرور ځورولی یم اولامي هم ځوروي بل هيڅ څه دومره زجر نه دی راکړﺉ! ولي له نېکه مرغه د استاد غضنفر سره په هره لیکلي، مکالمه ای، حضوري نږدېوالي کې زما ددغه درد د تسکین خوږه تجربه ترسره شوي ده، استاد د یو لوی لورانده او هڅانده انسان په توګه سړي ته د طبیعي لورینو اوپېرزینو الهام ورکوي.
بل غوره مزیت چې د استاد غضنفر په فکر او تخلیق کې مونږ درک کوو هغه د رښتیني کار او د ټولو لپاره د یوڅه ورکولو زیار دی! د استاد د غوره فکر له لوستلونه به ته؛ حتماً یو نوی څرک او جذابه حِس اخلې د متنوع او رنګارنګ مثالونو په راوړلو سره، د استاد غضنفر د لیکني سبک دا ځانګړنه ډېره عالي او اغیزناکه ده چې له موضوع څخه به د ابهام او تردید ګردونه څنډي او مخاطب نیغ د مطلب موخي او پېغام ته ودروي.
همداشان د استاد غضنفر د لیک د سبک او لاري څخه مونږ د بې درېغه زحمت د اېستلو او د ژوندي متن د رامنځ ته کولو لاري چاري زده کوو، استاد د خپل بې تصنع شخصیت د خوږلنو په اساس تل هڅه کړې ده چې د ژوند ډېري وړې، ظریفي خو خوږې، له پامه لوېدلي او بې خرېداره شېبې، صحنې اوتجربې په خپلو متفاوتو لیکنو او خپرونوکې را ژوندی د پام وړ او په خبرو راولي.
پایله او لنډيز:
استاد اسدالله غضنفر هم د خپل متفاوت اومنفِرد غوره بې ریا اوبې مدعا شخصیت له وجهې او هم د خپل لوړ طبیعي غنیمت تخلیق له اړخه د بیا بیا لوستلو، فکرکولو، څېړلو او ايډیال ټاکلو ډاډمن اود مانا په تول پوره لارښود شخصیت دی، مونږته بویه چې ددې خېل لویو خلکو په درد، درک او درون ځانونه پوه کړو، ويي لولو، د سبک اوشخصیت سپړنه يې وکړو او په طرحه کړي لاري يې د یون اوخوځون مثمِره تابیه اوتجربه پخه کړو.
استاد دي تل همداسي زمونږ د موخیزو او په زغم سمبالو ادبي تخلیقاتو د الهام او مقام غوره مرجع وي.
په پېرزوینه اودرناوي،
هرات افغانستان
١٣\٣\١٤٠٤























































