قاموس ته عملي قاموس لیکنه هم وايي. قاموس د یوې ژبې د کلماتو غورچاڼ دی چې د معنا، تلفظ، ايتمولوژۍ، تصرفي بڼو، اشتقاقونو، وينا توکونو او نورو په اړه معلومات ورکوي، معلومات یا په همغه ژبه وي یا په بله ژبه وي. قاموسونه ډېر ډولونه لري، لکه د ساينس، ښکنځلو، نقل قولو، هممانیزونو او داسې نورو.
قاموس د ژبپوهنې یوه مهمه برخه ده چې د یوې ژبې کلمات پکې راټول شوي، معنا او سپړل شوي وي او د یوې ژبې د وييونو بهترینه او اسانترینه وسیله ده چې کلمات راپېژني. قاموس په کلماتو کې د ستونزې پر مهال او د معلوماتو په زیاتېدو کې مرسته راسره کوي او خلک یې د معلوماتو د زیاتولو، ژب زدهکړې او ستونزې حلولو لپاره کاروي. د یوه قاموس دنده دا ده، چې د یوې ژبې کلمات یا د بلې ژبې د کلماتو معنا تشرېح کړي.
قاموس د یوې ژبې د کلماتو زېرمه ده، چې د یوې ژبې ټوله وييپانګه پکې راټوله شوې وي. قاموس د یوې ژبې د وييپانګې د خونديتوب او له نورو ژبو څخه د راغلو کلمو د تنظیم په موخه لیکل کیږي. پر دې سربېره که د یوې ژبې ویونکي دویمه ژبه زده کوي، تر ټولو لومړی قاموسونو ته اړتیا لري، ځکه د بلې ژبې پر ستونزمنو لغاتو پوهېدل له قاموس پرته امکان نه لري.
که له یوې خوا د قاموس په مرسته د وييونو بېلابېلې معناوې څرګندېږي او د دویمې ژبې د سختو لغتونو په حل کې کار ورکوي، نو له بلې خوا لغوي زېرمه هم له ورکېدو څخه ژغوري او راتلونکي نسل ته یې انتقالوي.
قاموس لیکنه سخت کار دی، ځکه زیاتې مطالعې، پوهې، وړتیا، سیاحت او سفرونو ته اړتیا لري. قاموس لیکنه د یوه شخص کار نه دی، بلکې د یوې ژبې د غنا لپاره به د ژبې متخصص ليکوالان، ژبپوهان، ژباړن په کار لاس پورې کوي او قاموس به لیکي، مګر تېروتنې پکې باید نه وي.
قاموس عموما په الفبايي ترتیب جوړېږي یعنې سرويی له (ا) شروع کېږي په ترتيب په (ي) ختمېږي چې قاموسي ترتیب ورته وايي، خو ځينې قاموسونه د موضوع له مخې ترتیبېږي، ځکه چې نن سبا له قاموسه په هره برخه کې ګټه اخیستل کېږي او نننی قاموسونه یوازې ریفرنس نه، بلکې د یوې ژبې د کلماتو زېرمتون هم دی. نن سبا قاموسونه د کلماتو املا، څپې، وینګ (تلفظ)، ریښې، کارونې، هممانیزونه، او کله نا کله انځورونه هم لري.
قاموس ته په پښتو کې سیند، دریاب وايي، څنګه چې دریاب ورته ویل شوی، نو کارونه یې هم دریابي دي.