پر ځان باور که غرور دا دوه نېږدې کلمې دي، خو په خپل ذات کې د بېلتون یوه نرۍ کرښه هم لري، چې ښایي تر ډېره یې درک نه کړو.
پر ځان باور د بریالیتوب لومړی راز دی. د یوې چارې نه، بلکې د چارو ترسره کول، د یوه ګټونکي فکر خپلول پرته له ځان باور پرته ښایي ممکن نه وي.
زه یې کولای شم.
زه یې استعداد لرم.
زه به یې وکړم.
دا فکر کول پر ځان باور دی، نه غرور.
یوازې زه یې کولای شم.
دا جمله دا مانا چې دا کار فقط زه کولای شم، ته، نه.
دا غرور دی.
هر څه یوازې پر ځان تمامول، له نورو د نه کیدو فکر کول غرور دی.
مغروریت (ځان لوړ ګڼل) دي، له نورو پورته ځان بلل غرور دی.
یو بااعتماده نفس داسې نه وایي چې:
“یوازې” زه یې کولای شم.
بلکې وایي، زه یې کولای شم.
پر ځان تکیه خلک نرګسیت نه لري، بلکې د سترګو له دریڅو نورو ته هم ورګوري.
خو مغرور یوازې پر هر څه کې ځان ویني.
باوري کسان فکر کوي، چې نور یې کولای شي، دی یې هم کولای شي.
مګر مغرور له نورو منکر وي، یوازې ځان فاتح بولي.
باوري کسان د نورو وړتیا مني، خو ځان هم د دوی له ډلې ګڼي.
مغرور د نورو وړتیاوې نشي زغملی، په رڼا ورځ پرې سترګې پټوي.
مغرور ضدي وي، خو باورمند صمیمیت لري. له نورو وړتیاوو ګټه پورته کوي.
مغروریت مو وژنئ، خو بااعتماده اوسیدل مو ژوند ته رابولي.
خلاصه:
په نورو باور لرم، خو خپله یې هم کولای شم.
دا اعتماد دی.
نور یې نشي کولای زه یې کولای شم دا مغروریت دی.